لیک: حبیب الرحمن تاثیر
September 19, 2016
له جهاد او مقاومت څخه وروسته د غصب او فساد په برکت، خپلو شخصي ګټو ته د زیان په خاطر او د خپلو بدو کړنو د پټولو په موخه مجاهد له مجاهد سره د سولې مخالفت کوي او د ځینو خلګو په یاد او وینا دا مخالفت ځکه ورسره کوي چې کلونه وړاندې همدغه مجاهدینو د افغان ولس له جګړې څخه د خلاصون له پاره په کعبه کې نامنلي قرانونه وکړل او بیا یې په مقدس نامه په جګړه لاس پورې کړ، دا هغه وخت وو چې طالب وسله وال یې په منځ کې راغورځار سول او دوی یې له کابله پسې واخیستل، خو په زړونو کې یې کینه او بغض هم هغسې تند او تاند پاته وو.

د طالب په شړل کیدو او د وخت په تیریدو سره ټولې ډلې په کابل ننوتلې، ځینې له رهبري سره او ځینې پرته له رهبرۍ، پر خلګو او ولس باندې حاکم سول، دې عمل پوره پنځلس کاله مزل وکړ، د وخت په تیریدو سره د یوه مرور رهبر سره د سولې د خبرو زمینه برابره سوه، دا چې له تیرو څو میاشتو څخه په کابل کې ناست یوه خوله بوټۍ د سولې شورا ریس او دغه شورا هڅې پیل کړې دي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره سوله وکړي، خو ځینې د وطن نافرمانه اولاد یې مخنیوی او مخالفت کوي، وجه یې ښکاره او ګټې یې مشخصې دي، که څه هم چې د سولې شورا، افغان دولت او ولسمشر یې په ښکاره نوم نه دی اخیستی خو ولس ته یې په اعشاره ویلي چې له سولې سره د مخالفت ږغ له پنجشېر درې راخیژي او له ځینو نورو سیمو بدرګه کیږي.
د پنجشېر درې تر واک او امر لاندې ټلواله او د ټلوالې سیاسي مفکرین، دانشوران او د لومړي صف ژورنالیسټان په دې باور دی چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب په کورنیو جګړو کې د ټلوالې ځینې کسان وژلي دي، خو دوی دي خبر وي چې په افغانستان کې په دغه جګړو کې له تیرو څو کالو څخه دغه مجاهدینو د یو بل په وزغنو کې منګولې بندې کړې وې او په زرګونه ولسي خلګ یې ووژلې، دومره زیان ټوپک مارو ونه لیدلی څومره زیان چې یې ولس او خلګو ته رسولی دی.
ظاهره خبره ده: چې د جګړییزو کسانو شخصي منافع او ګټې د سولې په راتلو سره په خطر کې لویږي، نو دوی د سولې په نه راتلو ټینګار کوي، وسلې ته لاس کوي او جګړه پر مخ وړي، خو زما په خیال چې دا ځل به د شورا نظار، شمالي ټلوالې، استاد ستاف او په افغانستان کې د سولې نور مخالفین په دغه ځای کې له ډیر احتیاط څخه کار واخلي، ځکه چې دا وخت په کابل کې تر نورو ډیر د دوی غصب شوې شتمنۍ په خطر کې لویږي، که څه هم چې هیڅ امکان نه لري خو دوی فکر کوي چې هسې نه په کابل کې د مجاهدینو لسیزه یو ځل بیا د دوی له لاسه تقرار سي.
د میرالله او خیرالله د خره متل هم دلته اړین دی، ځکه که یوې خواته د نظار شورا او شمالي ټلواله د سولې د دغې پروسې مخالفت او مخنیوی کوي خو د دې ترڅنګ د دغه شورا بې نظره متحدین هم د سولې پر شورا او دولت زور راوړي چې تر سولې جګړه غوره ده، ځکه دوی هم د ګلببو د چرګې مثال لري، هګۍ یو ځای اچوي کړوتا یې بل ځای خېژي، په ښکاره د حکمتیار طرفدار دي، خو په پټه له حکمتیار سره د سولې مخالفت پر مخ وکړي.
By: Habib Urehman Taseer
h.taseer@gmail.com
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
نوم مې سحرګله ده.
له کندوز څخه راغلې یم.
مور مې مړه ده.
پلار مې ژوندی دی.
پلار مې نه دی خبر چې سحرګله ژوندۍ که مړه ده؟.
وسله والو کسانو راڅخه درې کاله د جنسي وینځې په توګه استفاده وکړه.

دا د هغه ۱۵ کلنې سحرګلې خبرې دي چې ډیری وخت د تخار د چارواکیو او پولیسو ترڅنګ د ځینو ولسي خلګو د جنسي حوس ښکار شوې ده او دا چي په یوه وار نهو کسانو ورباندې جنسي تیری کړی، له نادانۍ، مجبورۍ او ناپوهۍ څخه د جنسي خواهشاتو ښکار شوې (سحرګله) اوس هیڅ اسره نه لري او په ټیټو سترګو د ټولنې خلګو ته ګوري.
سحرګلې! ته ګیله مه کوه، خپه کېږه مه، زما د وطن د ځینو خلګو جنسي خواهشات لکه: زما د وطن د ساړه ژمي په وارو پوښلیو غرو لیوان وږي شوي دي.
سحرګلې! ته ګیله مه کوه، خپه کېږه مه، زما د وطن د ځینو خلګو جنسي خواهشات لکه: د دوبي په سره ګرمي، ویړه دښته او ټکڼه غرمه کې د جل وهلي مساپر تندې اخیستي دي.
سحرګلې! ته ګیله مه کوه، خپه کېږه مه، زما د وطن د ځینو خلګو جنسي خواهشات لکه: د تورې شپې لار ورکی نابینا چې هر ځای یې لاس ولګیده، سرپه نه کوي.
سحرګلې! ستا په نازک وجود په یوه وار د نهو لیونیو سپو حمله لومړی وار نه ده،بلکې په دې وطن کې په وار وار ستا په رنګه نازک بدنونه دغه لیونو سپو داړلي دي.
سحرګلې!
موږ تاته شرمینده یو.
موږ تاته خړمخي یو.
مو وبخښه
لیکوال: حبیب الرحمن تاثیر
د کوټي، پېښور، ږوب، چارسدې او یا نورو سیمو بې پښتو، بې وجدانه او پردي پال پښتانه چې د کشمیریانو، ترکیانو او ځینو نورو پر ویر او غم مرثيې وايي، مظاهرې ورباندې کوي ګټې ورباندې کوي، نن دي د خپل ورور په وژلو هم خوابده کړي، مظاهرې دي وکړي، ګرم ته دي د ګرم ګوته ونیسي او میدان ته دي راووزي.

هغه قامپرستان چې پاکستاني اسټبلشمنټ یې پر مرۍ پښه ورایښې او یواځې د نلکۍ، اوبو، پلچکونو، بندو شناخت کارډونو تر مسلو یې محدود کړي هغه دي نور د پښتنو او بلوڅو د نسل کوشۍ په ځانګړې توګه د هغوی د ځوان او د تعلیم یافته نسل د وژنې د مخنیوی لاره خپله کړي، غدار دي سي او بغاوت دي وکړي، د کامپرستۍ په نوم دی نور د خپلو هیوادوالو ضمیر وژنه، غیرت وژنه او افغانیت وژنه بس کړي.
هغه مذهبي ډلې چې ځان د اسلام ټیکداران بولي او په ژوند، نصاب او دونیا کې د جهاد پیلتې دودوي، کشمیر، بوسنیا، چیچنیا او افغانستان ته مجاهدین لیږي هغه دي د روانې دومخې جګړې، د ښکاره کولو له پاره ږغ پورته کړي، ولې دوی نه دي خبر چې په بلوچستان کې انسان وژنه چا پیل کړې ده؟، څوک یې کوي، ولې یې کوي؟ د خلګو ولس او خپلو کارکنانو پر سترګو غوړولې تورې پټۍ دي نورې ورڅخه لرې کړي، نور دی له دا مقدس نوم څخه ګټه نه پورته کوي.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
إنّا لله وإنّا إليهِ رَاجعُون دا د خدای تعالی د سپیڅلي کتاب هغه مقدس دوعایه ایات دی چې د نړۍ ټول مسلمانان په ځانګړې توګه افغانان یې د خپلو هیوادوالو په مرګ هره ورځ د ورځې څو ځله وايي:

خو د تیرې جمعې په ورځ افغانانو، د ځینو سندرو، ټپو، شعري بیتونو او د نظم د ټوټو ترڅنګ دغه ایات د یوه داسې شخصیت په حواله په زرګونو ځله تقرار کړ چې د پښتو، هندي او پارسي موسیقي په دونیا کې یو لوی نوم لري، ډاکټرمحمدصادق فطرت چې موږ او تاسو یې د ناشناس په نوم پیژنو.
د ډاکټر ناشناس د مرګ خبر افغانانو په سوشل میډیا کې لکه د ځنګل اور خپور کړ، خو نه یې مرجع مالومه وه، نه یې منبع، چا ویل دوی ویل، خو په دوی کې د هیواد د معتبرو ژورنالیستانو ترڅنګ لوی مدني فعالان او نوموړي لیکوالان هم ورګډ وو، خو ناشناس د خپل مرګ خبر له رسنیو سره په مرکو کې رد کړ او دا یې له وخته وړاندې خبره وبلله.
ځوان لیکوال او شاعر وحیدالله جمعه زاده وايي دا ډول شیان خپرول د خبریالانو هڅې تر پوښتنې لاندې راولي باید دوله له احتیاط څخه کار واخلي.
په افغانستان کې د خواله رسنیو په ډیری کارکوونکیو دا پړه وراچول کیږي چې د نوم د ګټلو، د پردیو د ګټو له باره د خلګو د ذهنونو د مخشوشولو او یا هم د راپور له وصولو څخه د غړولو په موخه له رسنیو څخه ناسم کار اخلي، په غزني کې د خبریالانو د ټولنې مشر محمدعارف نوري دا ډول کار تروریم برخه ګڼي او وايي: ژوندی مثال یې هم د ناشناس د مرګ خبر خپرول دي.
دا چې په افغاني ټولنه کې په سوشل میدیا کې د سیاسي شخصیتونو، خبریالانو، سندرغاړو او ځینو پیژندل سویو څیرو په نومونو په سلګونو پاڼې جوړې سوې دي نو په غزني کې د شمشاد ټلویزیون خبریال محمدابراهیم امیر افغانان باید له دغه رسنیو څخه هغه ډول استعفاده وکړي لکه نوره نړۍ چې ورڅخه ګټمنه کیږي.
د ډاکټرمحمدصادق فطرت ناشناس د مرګ دروغژنه خبر په داسې حال کې په سوشل میډیا کې خپریږي چې تر دې وړاندې هم دغه افغانانو په خپلو انټرنیټي پاڼو او ټولنیزو رسنیو کې د زرڅانګې، خیال محمد او استاد ګلزمان ترڅنګ ډیری نور سندرغاړي په څو ځله مړه کړي او بیا یې ژوندي کړي دی.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
په غزني کې مدني فعالان، خبریالان او د ښخو د حقونو مدافعین وايي چې: په دغه ولایت کې د ښځو په وړاندې په تاو تریخوالي کې زیاتوالی راغلی دی، چې له امله یې ډیر ښځې ځوریږي.

هغوی زیاتوي: ترڅو پورې چې مېرمنې د ژوندپه هر ډګر کې د ږغ پورته کولو له پاره راوتلې نه وي، تر هغې پورې به ورباندې همدا ډول تشدد او تېرى کېږي.
دوی وايي د ناسمو رواجونو او دودونو له امله د خواښې، خسر، وسله والو او محلي پولیسو له لورې دغه میرمنې په بیلا بیلو پلمو ځوریږی، لیکواله او خبریاله سرینا احساس وايي: په دغه ولایت کې ښځې نه شي کولای چې خپلواک ژوند وکړي.
څنګه چې د ټولنې په جوړولو او پر ښځو د تشدد او تیري د مخنیوي له پاره د ښځو کردار بېخي اړين بلل کیږي، د سکینې په نو یوه میرمنه وايي: ترڅو پورې چې میرمنې د خپل حق د غوښتلو په موخه نه وي راوتلې تر هغې پورې حق نه سي ترلاسه کولای او داسې تشدد به ورباندې کیږي.
د عايشې درانۍ په نوم یوه میرمن وايي: څه وخت چې مېرمنې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو له پاره ږغ پورته کړي، هله نو بيا دوى دغه نعمت څخه برخمنې کېدى شي، دا وايي: په دولتي محکمو، په خيريه موسيسو او نورو دې په وړ ځايونو کې چې کومې مېرمنې کار کوي هغه بايد د اولسي مېرمنو د راپورته کولو او له ځان سره د ملګري کولو له پاره لستوڼي راونغاړي.
دا چې ځينې مېرمنې دا باور ورکوي چې: د سړو له مرستې پرته د مېرمنو او د مرمنيو له مرستې پرته د ټولنې پرمختګ ناشونى بلل کېږي، نو د علاوالدين یو کس وايي: د مېرمنو په حقونو او د هغوى په اړتيا باندې تر سړو مېرمنې ښې خبرې او پوهېږي، نو ښځې ورباندې د تشدد خلاف غږ پورته کړي.
دا چې په ځينو ځايونو او سيمو کې د مېرمنو کار نه کول او په ټولنه کې د هغوى ميدان ته نه راوتل په غيرت او قامي وقار پورې تړلې مسله ګڼل کېږي، نو ځينې هغه مېرمنې چې د ښځو د پرمختګ او ښه راتلونکي له پاره کار کوي وايي: که دغه مېرمنې همدا ډول په کور پاته شي نو راتلونکى به يې تياره او ژوند به يې ستونځمن وي.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
ډیری کسان وايي: په غزني او شاوخوا سیمو کې ځوانانو له زیاتره مشکلاتو پرته هم زدکړو ته مخه کړې ده او دغه ځوانان فکر کوي چې له زدکړو پرته د ابادۍ او شیرازۍ بله لاره نه ترسترګو کیږي.

دوی وايي ځوانان په دې پوهه شوي دي چې له تعلیم څخه پرته بل شی د وطن اقتصادي، ژبني، مذهبي او هر اړخیزې ستونځې نه شي هوارولای.
د قاضیي حبیب په نوم یو ځوان وايي: که څه هم چې د ښوونې او روزنې وزارت هغه زمینه نه ده ورته برابره کړې چې لازمه ده خو بیا هم ځوانانو زدکړو ته پام اړولی دی.
که قاضي د معارف ناسم چلند د ځوانانو ضایع کول ګڼي، خو خیال محمد زماني وايي له دې پرته هم افغان ځوانانو دا محسوس کړې ده چې له تعلیم څخه پرته له جګړو او خپل منځیو ستونځو وتل ناشونی کار دی.
افغانستان په ځانګړې توګه غزنی او ځنګلوري ولایتونه چې وګړي یې له فکر او غریبۍ څخه کړیږي، نو سلام افغان وايي: خلګ پوه سوي دي چې له ناخوالو، فکر او غریبۍ څخه د وتلو یواځینۍ لاره تعلیم ده چې خلګو ته نجات ورکولی سي.
څنګه چې زدکړې د خلګو له پاره بنیادي شی ګڼل کیږی، نو مرتضی وردګ، وايي: زدکړې دي چې د انسانانو ټولې ستونځې هوارولی شي، نو ځکه ځوانانو ته ورته پام اړولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې لا هم په غزني او ځینو نورو ولایتونو کې د جګړو او ناامنیو له امله د هلکانو په سلګونه ښوونځي تړلي پاته دي، خو د نجونو په سلو کې بیخي لږ فیصدي یې ترسترګو کیږي، چې د دغه جګړو او ناامینو ترڅنګ یې ناسم رواجونه هم لامل بلل کیږی.
لیک: حبیب الرحمن تاثیر
کله چې ځینو کوتا فکره اشخاصو او د هغوی تالۍ څټو د قومي او ژبني سیاست د پرمخ وړلو په نیت، د افغانستان د معاصر تاریخ لیکونکي میر غلام محمد غبار په خبره: (چې حبیبالله کلکانی مشهور به «بچه سقو» د غلو، بیسوادو، فاسقو، فاجرو، مرتجعو او راهزنو پاچانو له مجلې څخه وو)، د ورستو هډوکو د بیا ښخولو خبره راپورته کړه، نو د نورو حساسیتونو د راپورته کیدو ترڅنګ یې په حزب اسلامي ډله کې هم چاکونه واچول، د دغه ګوند له فکري ګوندي جوړښت څخه ځینې د مثبت فکر لرونکي ځوانان او فکري ملګري خواتوري شول، وجه یې هم د کلکاني په اړه د کلبدین حکمتیار او بچه حکمیتار دریځ او نظرونه دي.
![]()
ښاغلی ګلبدین حکمتیار چې له تیرو څلویښتو کالو څخه په افغانستان کې د هر ډول انظام په خلاف په مبارزه بوخت دی، کلکانی یو رښتونی مجاهد او د دین رسول الله خادم یاد کړ، په اوسنيو حساسو حالاتو کې ځینو فیس پاڼو او سوشل میډیا ګلبدین حکمتیار ته منسوب یو آډیو کلیپ راپور ته کړ چې: د سقاو زوی یې په کې د خادم دین رسول الله او غازي محمدنادرخان یې په کې د جلاد په نومونو یاد کړ دي چې دغه کار د حکمتیار به محبوبیت منفي اغیزه وکړه او د نورو روشنفکره هیوادوالو ترڅنګ د ګوندي ځوانانو تر سختو نیوکو لاندې راغی.
که څه هم چې په افغانستان کې د خلګو د علمي، سیاسي او فکري کچې د لوړیدو له امله د افغان مجاهدینو جهادي مفکره او جهادي رهبریت ورو ورو خپل محبوبیت له لاسه ورکوي او وايي چې دا په سیمه کې د امریکايي، پاکستاني او ځینو نورو کفري او سلامي اسختباراتي کړیو ګړه پروژه ده، خو د ګلبدین حکمتیار ترڅنګ بچه حکمتیار هم په خپله فیسبوک پاڼه چې دا وخت د خلګو د سختو غرګونو له امله بنده ده ولیکل چې: (له تعلیمي او تاریخي کتابونو څخه دې کلکاني ته د غله خطاب حذف شي، ځکه چې هغه خادم دین رسول الله...)، که ښاغلی حبیب الرحمن حکمتیار له تعلیمي او تاریخي کتابونو څخه کلکاني ته د غله د خطاب د حذف کولو غوښته کوي نو تاریخ به دا هم ولیکي چې د ځینو شخصي ګټو په خاطر بچه حکمتیار دا تېروتنه هم کړې وه چې تاریخ یې درواغژناوه، وړوکی حکمتیار دي دا خبره له ذهنه نه باسي چې: (له تعلیمي او تاریخي کتابونو څخه کلکاني ته د غله خطاب دي حذف شي) په تاریخ کې د کاڼي کرښه شوه.
شاید ګلبدین حکمتیار او حبیب حکمتیار دغه کار د سیاسي ګټې او له شمالي ټلوالي سره د ځینو نورو ترڅنګ: د ګلبدین حکمیتار کابل ته په راتللو، د حزب اسلامي نه بې وسلې کولو، د شمشتو پنډغالي را اتقالولو، په دولت کې اسلامي حزب ته په وړ ځای ورکولو او د ځینو نورو مجاهدانه اختلافاتو د لري کولو په موخه کړی وي، خو ځینې سیاسي شنونکي د کلکاني بیا ښخول او سقاوي کیسې راژوندۍ کول د تېرو خپلمنځي، جهادي، ګوندي، ژبني او مذهبي جګړو او ناخوالو د ځنځیر یوه بله کړۍ ګڼي او وايي: دا یو سټراتیجک ګواښ دی، سیاسي شنونکی او لیکوال خان زمان کاکړ لیکي: سقاوي افغان ضد ذهنيت او پروسه ده، دوام لري افغان ماډرنیزم ته راجع دا ايډيالوجيکل او سټراټيجک ګواښ په يوه منظمه سياسي مبارزه ناکامه کېدی شي، سقاوي په کوم نژاد، توکم يا اتهنيک ګروپ پورې تړلې مفکوره هرګز نه ده.
له اوږدو خبرو تېرېږم او اصلي خبرې ته راځم، هغه دا چې د ښاعلي ګلبدین حکمتیار او حبیب الرحمن حکمیتار له لورې بچه سقاو ته د خادم دین رسول الله خطاب کول او له تعلیمي او تاریخي کتابونو څخه د کلکاني په اړه د غله خطاب د حذف کولو غوښتنه د دوی دواړو ترڅنګ اسلامي حزب ته هم سرخوږی جوړ کړ، ځکه چې دغه کار د نور افغان ملت ترڅنګ په خپلو ګوندي ملګرو کې د هغوی د محبوبیت سطح راټیټه کړه، د ګوند له لیکو څخه یې د ځینو لوستو، بااحساسه او روشنفکره ځوانانو او پخواني فکري ملګرو ایستل هم پر ځان ومنل، وینم او اورم چې د حزب اسلامي له لیکو څخه ډلې ډلې هغه ځوانان او فکري ملګري چې د کلکاني په موضوع دردېدلي د حزب اسلامي له صف څخه بېلیږي.
حبیب الرحمن تاثیر
لیک: حبیب الرحمن تاثیر
که یوې خواته پاکستان په ډول ډول کړنو سره د پښتنو د ذهنونو خرابولو له پاره لکه: مذهبي اختیارات ورکول، د پښتنو ځینو مشرانو ته امنتیازات ورکول، پښتانه په سیاسي ګوندونو، مذهبي ډلو او قبیلوي اتحادیو ویشل، له ځینو لویو درسګاوو څخه د پښتو نصاب ایستل او له درسي نصاب څخه د پښتنو اتلانو، مضمونونو ایستل او پر ځای يې جګړییز او زیانمن مضمونونه وراچول او د ځینو مشرانو او سخت دریځو پښتنو د شکنجه کولو په وسیله پښتانه کمزوري کول او داسې نورې وسیلې کاروی، خو د دې ترڅنګ د عام، ساده او بې سواده پښتنو ذهنونه بیا د رسنیو له لارې خرابوي.
![]()
پاکستانی دولت او د دغه هیواد استخباراتي ادارې کوښښ او ټینګار کوي چې په پاکستاني راډیوګانو، تلوېزیونانو، ورځپاڼو بلکې په ټولیزه توګه په رسنیو کې د ځینو مسلم لیګي او جاسوسو پښتنو پروډیوسرانو، نطاقانو او خبریالانو په وسیله داسې پروګرامونه، ریپورټونه او ګردي مېزونه ورته تیاروي چې د پښتنو فکرونه وراسته، خراب او بدل کړي، د یوووالي له لورې یې د خپل منځي ځانځانۍ، بدبینې او نفرتونو و لورته راوګرځوي، چې دا د پاکستاني دولت او استخباراتي ادارو ایماني، وژداني او وطني فریضه جوړیږې.
له بده مرغه چې په دې برخه کې افغان دولت هیڅ کار نه دی کړی، نه مضبوطې رسنۍ لري او نه هم په رسنیو کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو د ذهنونو د جوړولو کسان شته چې هم په تروریستي توګه ورڅخه ځان خلاص کړی او هم په فکري، سیاسي او ذهیني توګه د هغوی ذهنیت سازي وکړي، په پاکستان کې د دولتي رسنیو ترڅنګ شخصي رسنۍ هم د پښتنو د ویش لپاره ښه رول ترسره کوي، خو له بده مرغه چې په افغانستان کې یو خو پښتانه په ټولیزه توګه خپلې رسنۍ نه لري، خو که یې لري هغه یواځې تر سندرو، هندی، ترکيي او انګریزي سریالونو او او نورو دا ډول پروګرامونو پورې محدودې دي، نه غواړي چې له سندریزو پروګرامونو، هندي، ترکيي او انګریزي سریالونو څخه راووځي، چې په سر کې یې (شمشاد) او (ژوندون) تلوېزیونو راځي.
د مطلب خبرې ته راځم که ملي تجاران، جهادي مشران، بهرمیشتي افغانان او نور شتمن کسان په هیواد کې د ځینو راډیو ګانو او تلویزیونو د جوړولو و لور ته پام واړوي هم به په زیاته اندازه پیسې وګټي او هم به د پولې دواړو لوریو ته د پرتو پښتنو قامونو ذهنیت سازي وکړي، په افغانستان کې له تیرو څلوېښتو کالو څخه د نړۍ استخباراتي او مېډیايي جګړه روانه ده، خو قرباني کیږي په کې یواځې پښتانه او تر څو پوري چې د پښتنو ذهنونه جوړ شوي نه وي تر هغې پورې به همدا ډول پښتانه د دغه جګړې قرباني کېږي، همدا ډول به په پردۍ جګړه کې ښکېل وي، د ذهنیت سازۍ او فکر جوړونې تر ټولو ښه او یواځینۍ لاره هم رسنۍ دي، که لوی افغانستان جوړول غواړو، که د پښتنو وڼه او یووالی غواړو، که غواړو چې ځان د پاکستان غوندې له مکاره او دوه مخي دوښمن څخه خلاص کړو، رسنۍ باید فعالې شي.

خوږو دوستانو له سلامونو او درنښتونو څخه وروسته زما شخصي ویبلاګ ته ښه راغلاست درته وایم، په دغه ویبلاګ کې تاسو خبرونه، راپورونه، تحلیلونه، لیکنې مرکې، لنډې کیسې او شعرونه لوستلی او اوریدلی شئ، درنو دوستانو! کوښښ به کوم چې په دغه ویبلاګ کې تاسو هغه خبرونه راپورونه او تحلیلونه ولولئ چې یا خو مو بل ځای لوستي نه وي او یا هم که مو لوستي وي نو دلته به یې له هغوی څخه بڼه جلا وي، د بلګې په توګه تاسو (د شپږ کلنې (غریب ګلې) ولور: چای، ګوړه، وریجې او وزه) او (د تخار سحرګله) وګورئ چې دا عام خبرونه دي خو د لیک، لوست او جوړښت بڼه یې له ټولو رسنیو څخه جلا ده او افسانوي شکل لري، د دې ترڅنګ به تاسو په دغه ویبلاګ کې ژباړې هم لوستلی شئ.
مننه تاثیر
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له راتګ سره سم په دغه هیواد کې د نورو ناخوالو ترڅنګ یو ناسور د مخدره موادو د کښت هم دی چې په هیواد کې د سړو، ښځو او ان د ماشومانو له لورې د استعمال ترڅنګ ځینو ځنګلوریو هیواددونو او بیا نورې نړۍ ته پسې قاچاقېږي چې افغانستان په نړۍ کې د دغه توکیو د کښت، تولید او استعمال په قطار کې لومړی مقام لري.

که څه هم چې د افغانستان په مرکزي سیمو په ځانګړې توګه په غزني کې د دغه توکیو کښت بېخي لږ ترسترګو کیږي خو بیا هم د دغه موادو له استعمال څخه د دغه ولایت په زرګونه کورنۍ او د کورنیو غړي ځورېږي، چې له امله یې د نور افغانستان ترڅنګ په دغه سیمه کې هم ځوانان، مېرمنې او ماشومان اخلاقي فساد، غلاوو، جګړې او ځینو نورو بدمرغیو ته مخه کوي.
څنګه چې په افغانستان کې د وسله والو ځینې سیمه ییزې جګړې او د ځینو پولیسو ناسمه دنده هم د دغه مخدره توکیو په کاروبار او استعمال پورې تړاو بلل کیږي، نو په غزني کې مدني فعال جمیل وقار وایې: کورنی تاوتریخوالی ورڅخه زیږي او استعدادونه ورڅخه ضایع کیږي، هغه زیاتوي: ((افغانستان د نړۍ نیږدې ۹۹ سلنه مخدره مواد تولیدوي، له بده مرغه په دې وروستیو کې په دې هېواد کې په مخدره موادو د روږدو کسانو شمېر هم مخ په زیاتېدو دی، د اخلاقي فساد، غلا او جګړو سربېره ټولنه له یو شمېر نورو ناخوالو هم متضرره کوي، کورنۍ تاوتریخوالی، بې کاري، په مخدره موادو روږدي کسان د ټولنې په اوږو بار هغه بدمرغۍ دي چې له مخدره موادو څخه را زېږيږي)).
که ځینې کسان د مخدره مواد مخنیوی د هغوی په قانوني ګرځولو او نورې نړۍ ته په استولو او په درملو کې ورڅخه په کار اخیستلو، زعفرانو او نورو دا ډول کښتونو ته د خلګو په پام اړولو او په دې برخه کې له بزګرانو سره په مرسته کولو، د مخدره موادو د قاچاق په مخنیوي او د افغانستان د سرحدونه په مظبوطولو، د هغه زورواکيو او دولتي چارواکیو چې په دولت کې پر لویو ځوکیو ناست او د قاچاقبرو ډلو ملاتړ کوي د هغوی د نیولو او محاکمه کولو، د هغه ځایونو چې مخدره مواد په کې پلورل کیږي له هغوی څخه د دولتي چارواکیو د سرپرستۍ د لرې کولو او له منځه وړلو پورې تړي.
خو ځینې نور بیا د دغه کښت او استعمال د مخنیوي له پاره ځینې نور لارې چارې سنجوي او وايي: د روږديو کسانو تداوي کول تر څو هغوی ورڅخه لاس واخلي او اعتبار یې راټیټ شي، د ملا امامانو، محلي شوراګانو او ځینې غونډو او ورکشاپونو په وایسطه په خلګو کې په عامه پوهاوي پوري تړي، نو په غزني کې د خبریالانو د ټولنې مشر محمد عارف نوري وايي: ((که بزګرو ته د نورو شیانو د ساتلو له پاره سړې خونې جوړې شي او دغه سبزیات یې په غیر موسمونو کې ښې پیسې ورته وګټي شاید د تاریاکو د حرام کښت له کرلو څخه لاس واخلي))

دا چې افغانستان د نورو ناخوالو ترڅنګ له اداري فساد څخه هم ځورېږي نو ډاکټر نظر افغان باور لري چې: ((که د فساد مخه ونیول شي نو د مخدره موادو د کښت، قاچاق، کاروبار او استعمال مخه ورسره ډب کیدی شي))، ځکه د ده په فکر د دغه ناروا عمل تر شا د اداري فساد لاس کیدی شي.
څنګه چې ډیری د نظر خاوندان د دغه کار د مخنیوي له پاره بېلا بېلې لارې بیانوي، نو په ختیځ زون کې د اسوشیټیډ پریس فوټو ژورنالیسټ انور دانشیار بیا درې اساسي لارې ښیې چې د کونکارو او نورو مخدره موادو د کښت او کاروبار مخه ورسره نیول کیدل شي، د ده په خپره: ((د امنیت ټینګول، ځکه کوکنار په هغه ځایونو کې کرل کیږي چې وسله وال په کې جنګیږي او امنیت نه شته، دوهم خلګو ته په سهي مانا عامه پوهاوی ورکول دی، ترڅو خلګ په ټولیزه توګه د دغه شیانو له اقتصادي، ځاني، روغتیايي، کلتوري، امنیتي او نورو زیانونه څخه خبره شي، دریم په شفاف ډول خلګو ته د اصلاح شویو تخمونو بدیل، که څه هم چې دا پروسه د افغانستان دولت له لورې افغان بزګرو ته پیل شوې وه خو د سیمې د خانانو، ملکانو، ولسوالانو، مشرانو، پولیسو او ځینو نورو اشخاصو له لورې د لاسوهنې له امله ناکامه او ناکاره شوه)).
څنګه چې افغانستان په مذهب باوري ټولنه ده او خلګ ورته زیات درناوی کوي نو ځینې کسان بیا وايي چې تر څو پورې دغه مخدره مواد، د هغوی کښت، کاروبار او استعمال په مطلق ډول حرام نه وي ګڼل شوي تر هغې پورې یې مخنیوی ناشونی کار دی، خو بیا هم د هغوی مطلق حرام ګڼل ځکه ناشونی کار ګڼل کیږي چې ویل کیږي ځینې جګړې د همدغه کار په موخه پر مخ وړل کیږي، چې هلمند یې بېلګه بلل کیږی.
By: Habib Urehman Taseer
h.taseer@gmail.com