راپور: حبیب الرحمن تاثیر

۱۵ د فبروري ۲۰۱۶

 

د سیمې ځایي خلګ وايي چې د غزني له مرکز څخه په لس کیلومترۍ شمال لوېدیځ لورته پرته د واغظ په ولسوالۍ کې د جیټ په نوم د ډبرو په کان کې د وسله والو طالبانو په مرسته د خارجي کانکیندونکیو له لورې کیندنې روانې دي، دوی وایي: د یادې ولسوالۍ د رڼاخېلو تور کلي په سیمه کې چې د پاکستاني انجنيرانو له لوري پرې کار پيل شوی او وسله والو طالبانو يې د امنيت ساتنې زمه واري په غاړه اخيستې ده، د دغه قیمتي ډبرو موټران د وسله والو په بدرګه پاکستان ته انتقالېږي.

دا چې غزنی په بېلابېلو ولسوالیو کې له معادن څخه برخمن ولایت دی، نو د دغې سیمې یو تن اوسېدونکی عبدالکریم وايي: که څه هم وسله وال طالبان ټینګار کوي چې دغه انجیران داخلي او د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ خلګ دي خو له ژبې او کړو وړو څخه مالومېږي چې هغوی داخلي نه بلکې خارجي او د جنوبي وزیرستان خلګ مالومېږي، دی زیاتوي: کیدی شي دا کان د وسله والو له لوري پاکستانیانو ته په قرارداد ورکړل شوی وي چې د انجینرانو ترڅنګ کارکوونکي او مزدوران یې هم ځايي خلګ نه بلکې له بل ځای څخه راوستل شوي کسان دي.

که د سیمې زیاتره خلګ ټینګار کوي چې د جیټ ډبرو دغه کان ته څوک نزدې نه ورپرېښوودل کېږي، نو شیرجان هم وایي: د وطن دغه ښایسته ډبرې چې خام زرغون او خام اسماني رنګ لري او هره ډبره یې شاوخوا کیلو او نیم کیلو وزن لري، شاید د ډېرو لږو پاکستانيو کالدارو په بدل کې له همدغه سيمې څخه پاکستان ته وړل کېږي، که يې دولت غم ونه خوري، نو ښايي چې دغه کان به ډېر ژر د خپل سريو کندنو په پايله کې له منځه ولاړ شي، دی زیاتوي: که دولت په ياده سيمه کې د کان د خپل سريو کندنو مخه ډب نه که، نو لرې نه ده چې په نورو سيمو کې هم کشف شوي کانونه له ورته برخليک سره مخ شي.

په غزني کې د ولسي خلګو ترڅنګ دولتي چارواکې هم دغه کندنې منی او د ولایتي شورا غړی امان الله کامراني یې په اړه وایي، زما د مالوماتو په اساس د واغظ په هغه سیمه کې چې د هزاره او پښتنو ترمنځ پرته سیمه ده کندنې په کې روانې دي چې وسله وال طالبان یې د ټراکټرانو او ځینې نورو وسایلو په واایسته سره کاږي او هر موټر د څلور لکه پاکستانیو کالدارو په بدل کې ورکوي، لنډه دا چې امنیت یې طالبانو نیولی او کندنې پاکستانیان کوي.

که څه هم د ولایتي شورا غړی کامراني وايي چې دلته د دولت امنیتي سرتیري شتون نه لري او وسله وال په ډاډه زړه د پنجابي انجنیرانو په مرسته کندنې کوي، خو د غزني ولایت والي امان الله حمیمي هم د دغه معدن کندل مني او وايي: له څه مودې څخه د وسله ولو له لوري په پټه کندنې په کې روانې دي او دا چې هغوی د غلو په رنګه کله کله په کندنو لاس پوري کوي، موږ تصمیم لرو چې د دغه کار مخنیوی به کوو، که کامراني وایي چې وسله وال زیاتې پیسې له دې لارې ترلاسه کوي او یو موټر په څلور لکه پاکستانۍ کالدارې پلوري، نو حمیم زیاتوي: موږ ته دا نه مالومیږي چې څومره پیسې په د دغه معدن له لارې د وسله والو لاس ته ورځي.

دا چې د واغظ ولسوالۍ د رڼاخېلو دغه سیمه د غزني مرکز ته بېخي نزدې او یواځې د څو دقیقو لاره ده، نو داسې څرګندېږي چې په غزني کې د نورو کانونو د خپل سرو کندنو په رنګه چې: ویل کېږي دولتي چارواکي او د ولسي جرګې غړي په کې لاس لري، د دغه کان په سر هم د سیمیز دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ معاعده شوې وي، ځکه چې نه یې دولت مخنیوی کوي او نه هم ورسره غبرګون ښیي، چې د دغه ولایت والي په هره جلسه او غونډه کې هم د کانونو د کندنو یادونه کوي.

 

نوشته شده در شنبه 07 اسفند 1395ساعت 13:09 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

لیکوال: عصمت الله زهیر ، پښين

October 1, 2014

 

یو خو ژورنالیزم هم دې ځینو،ځینو په خپلو تجاراتي هڅو وشرمولو ، د خبریالۍ یې سم دم د استاکار دکان جوړ کړی دی که یې خوله ور خوږه کړې خو خیر به دي ایمان ته ورسیږي او که یې تر غوښتني کم ورسره ومنې داسي به دي په سکرو تور کړي ته به وایې یو دي غاښونه سپین پاته دي :

د پردۍ میرمنو عکسونه به درپسي د پردۍ ایي.ډي. شریک کړي دایې مور ده ، دایې خور ده ، دا یې میرمن ده .

خو خپله چي څادر تر سر لونګټه کړي په تور ګیټ ور داخل سي خړه لفافه را واخلي یو نر پښتون ، افغان او د قلم رښتونی امانتګر ورته په نخښه کړي ، په ټول ایماني پښتني او افغاني غیرت ورته وایي ( د افغانستان جاسوس دی ، د افغانانو لپاره کار کوي ، ملي ګټي ورته مهمي دي ):

اوس چي هغه د ملي ګټو د لیوني له کیسې خبریږم ، د خپل سوري هم وډاریږم او رښتیاهم نور خو هرڅه ته په شکمنو سترګو کتل ځکه اړینه ده چي دلته هرڅوک د شکمنو سترګو او سولیدلو نیتونو سره ژوند خوښوي .

هغه د ملي ګټو طرفدار اورم اوس لیري ،دما بیخي ډېر لیري د غرونو په هېواد کي نور میشت سو :

وو! هغه خو پخوا چي لا ماشوم و ، دهم دې غرني هېواده دلته راکډه سو اوس چي بیرته د یو شمېر ارمانونو د ایرو بادولو لره په هسکو غرونو کي سوالګري سترګي ګنډلي ساتي ته به وایې د خپل ستومان ژوند کیسه ورته په حسرت لړلې چوپتیا کي بیانوي :

د خړوسترګو شاعر چي ډېر وختونه یې په وطاق کي دومره چوپتیا به جوړه کړې وې چي د سړي به سا ورپکي تنګه سوه او کله به یې شور په وطاق کي اتڼونه اچولي و، خو په دواړو صورتو کي به یې خړي سترګي ویاندي پاته وې .

نور یې د ژړو لنګټو او اوږدو ژیرو لرونکو خلکو په منځ کي ساه په تنګېدو وه، نوځکه یې یو داسي مصروف او نالیدلي ښار ته پېښه راوکړه چي هرڅه ورته نالیدلي او هرڅوک ناپېژندونکي ورته وایسېدل نویې د کلي او سیمه خبریال وریاد سو چي په هم دې ښار کي استوګن و:

د تاندي ځوانۍ نه هېریدونکي غربتو پوڼولي وختونه یې سره تېرکړي او ډېري خوږې او ترخې خاطرې د یوه او بل سره تړلي وې ، اوس په دې نااشنا ښار کي د خپل کلیوال خبریال په لټون سو :

خبریال چي اوس په خپلاسي چلندونو په دې ښار کي په بدل سوي نوم سره پیژندون درلود نو په خپل اصل نوم چانه پېژندلو ، د یو شاعر ، کیسه لیکوال ، نقدڅېړونکي او خبریال په نوم یې نوی شناخت او شهرت در لاسه کړی و:

د خړو سترګو شاعر هم اوس وار خطا سو ،د ځان سره یې وویل :

ته وایې تېر وتی خو به نه یې دا به هغه نه وي کوم بل څوک به وي !

یو څه ساعت وروسته یې خبریال په یوه داسي نوې بڼه و مخ ته ولاړ ولیدو ، اوس څو،څو ځله شاعر خپلي خړي سترګي په داسي انداز ورپولې لکه چي خوب ویني یا په خپلو سترګو یې باور نه راځي چي په دومره لنډه موده کي دومره ترقي !

شین د جین پتلون ، سور شټ ،کلین شیو ، انګریزي جوړ کړي بیښتان ، تور دسکول ، دوه موبایلونه په یوه لاس کي یو موبایل په دا بل لاس کي ، په رسمي انداز یې خوله خندا ته جوړه کړه ، د حال احوال وروسته یې د تکبر او غرور په ډکه لهجه شاعر ته وویل :

فکر نه کوم دلته په دې ښار کي دي کوم داسي کار پیدا کړې چي لاس ورپوري اخته کړې ، زه کمپویټر در زده کړم د خلکو کتابونه کمپوزوه ، دا ډول به ډوډۍدرته ورسیږي ، زه هم یوازي یم دلته په دې وطاق کي به ګزاره سره کوو ترڅوځان ته یو کار ګورې !

د کمپویټر زدي کړي د ګوتو تر بریکټس وا نه وښتې اوس خو د شاعر پوښتنو او د خبریال مرچکي چلند شاعر دې ته اړ ایستلو چي خبریال سي هم داسي وسول نور به یې اوس هروخت تور دسکول په وږه کي ریکارډر په لاس کي د موضوعاتو په لټه و او د موضوعاتو فوکس به یې د افغانانو ستونځي او د افغانستان سیاست او روان حالت به و:

نور د خړو سترګو شاعر له ساړه باده برخمن سو شعري ټولګه یې هم چاپ کړه ، سریزه یې هم په (ومان نیازي) ورباندي ولیکله ، هم یې په ملګرو ویړیا وویشله ځکه پښتو کتاب خو دی د ویړیا ویشلو لپاره او بیا هلته چي پښتو نه د مکتب ژبه وي ، نه یې دفتري ژبه وي او چي څه مهال د پښتو لوستولو خبره راسي نو په ډېره سپین سترګي به درته وایي انګرېزي او اردو د روزګار ژبي دي په پښتو کي خو ډوډۍ نسته له لوږي به مړه سو.

دخړو سترګو شاعر اوس په یو ګران بیه هوټل کي کوټه په کرایه ونیوله نور دا کوټه یې کور و هم يې دفتر و هم یې د ملګرو لپاره د مسافرخانې اړتیا بشپړوله :

نور چي ټول کوریې له غرو او مندو د دې نابلده ښار استوګن وګرځولو نویې د اطمنیان رڼاوي په خړو سترګوکي اوس به هروخت په اتڼو وې او پر څېره به یې هرکله د اطمنیان ځلاوي لیدل کېدلې په خپلو کارونو به هر وخت بوخت پاته و:

د یوې بهرنۍ رادیو او ویب پاڼي لپاره یې لیکني او راپورونه برابرول چي دا ډول به یې اقتصادي ستونځي اوارولې د اولادونو په روزولو کي به یې هڅي کولې خو تخلیقي قوت یې په ژورنالیسټي بوختیاو کي سخت زیانمن سو ، زما په اند د تخلیق چینه یې نوره پر اوچېدو وه .

په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ستونځو د راسپړولو لپاره کله به تر یوه کمیپ او کله تر بل کمیپ هغه څه به یې راوسپړل چي د پاکستاني اسټبلشمنټ لپاره هیڅ د قبول وړ نه و ، د پاکستاني سیاست او په ځانګړې توګه د پښتون او بلوڅ ملت پالو ډلو دومخیزه سیاست باندي به یې نقدونه واردول چي دا هم د ډېرو شخصیاتو او ادارو لپاره د زغم وړ نه و.

دا د خړو سترګو شاعر خو د بلوڅو وسلوالو هغه پټ ځایونو ته هم ځان ورسولو چي ورتګ یې د لیوني خوب پامیږي ، دا حرکت خو یې بیخي لنډي ماران نور هم د ځان لپاره اوږده کړل هم یې را وقهرول .

اوس چي دخړو سترګو شاعر د ژوند او کورنۍ په ملتیا سلامت له دې دوږخه ، خپل جنت ته رسېدلی دی نو هروخت راترزړه سي ، یو سوړ اسویلی ورپسي وکړم خدای پاک ته یې د سلامتیا لپاره لاسونه لپه کړم د روښان مستقبل یې برخمن وغواړم ، او په دې هیله چي ( د سرو زرو مشکڼي ) به په نوي رنګ او زړه وړونکي اهنګ کي راته ډالۍ کړ ي ځکه چي حبیب الرحمن تاثیر تر خبریال بیخي ښه شاعر دی دا ځان ته موضوع ده چي ژورنالیزم زموږ څومره تکړه او د افتخار وړ نوښتګر شاعران د (خبر) په لټون خشک ، بې خوند او بې رنګ وګرځول ، چي اوس د غزل سره هم د (خبر) یا (راپور) چلند روا ساتي ، دسترګو په رپ کي غزل بشپړه کړي ، وایي هم دا اوس تازه په تازه .

 

نوشته شده در شنبه 07 اسفند 1395ساعت 12:09 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

 

لسګونه افغانې نجونه به د زروګونو رییسانو په وړاندې سندریزه ننداره وړاندې کړي

(ارکسټر) یا د افغان ښځینه موسیقکارانو یوه ډله به د سویس په داووس ښار کې د نړۍ د دریو زرو سیاسي مشرانو او رییسانو په وړاندې یو سندریز کنسرټ وړاندې کړي.

دا چې کره نېټه یې نه ده په ګوټه کړې، نو د سپوټینګ په نوم یوه غربي رسنۍ راپور ورکوي چې په لومړي ځل پنځه دېرش کسیزه ډله افغانې نجونې چې عمرونه به یې له ۱۳ تر ۲۰ کلونو پورې وي په نړیوال اقتصادي کنفرانس کې چې د سویس په داووس ښار کې جوړیږي سندریزه ننداره وړاندې کړي.

که څه چې افغاني ټولنه یوه کلتوري ټولنه ده او چندان خلګ نه غواړي چې لوڼې او خویندې دي یې په دا ډول مجلسونو کې ونډه واخلي، نو په راپور کې راغلي دي چې ددغو نجونو ډیری برخه یې په دغه کنسرټ کې په داسې حال کې ګډون کوي چې په افغانستان کې یې ژوند چندان خوندي نه دی او د ویرې له امله نه شي کولای چې په هیواد کې دننه په دا ډول کنسرټونو کې ونډه واخلي.

 

نوشته شده در شنبه 07 اسفند 1395ساعت 12:07 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

 

په غزني کې وسله والو طالبانو د سړک پر سر د دوکانونو تر مخې ناستو هغه کسانو ته چې د کاروبار په موخه د کمپیوټرونو په واسطه د خلګو کمپیوټرونو او موبایلونو ته سندرې، فلمونه، ګېمونه، عکسونه او نور مواد وراچوي خبرداری ورکړی دی چې نور دې له دې کاره لاس واخلي.

په غزنې کې د وسله والو طالبانو ځینې سرچینې وايي چې دوی څو ورځې وړاندې دغه کسانو ته اخطار ورکړی وو او د تیرې یکشنبې ورځ یې ورته اخیرې ضرب العجل ټاکلي دی، چې له دې کاره لاس واخلي ګنې له جدي غبرګون سره به مخ سي.

په غزني ښار کې هم یو شمیر هغه کسان چې د کمپیوټر پر مټ د خلګو میموریانو ته سندرې، فلمونه، ګېمونه او عکسونه وراچوي د نوم نه ښوودلو او غږ نه خپرولو په شرط رسنیو ته ویلي چې د تیرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ ورته د ټلیفون له لارې خبر ورکړل شوی چې له دغه کار څخه لاس واخلي.

خو د غزني دولتي او نظامي چارواکي وايي: وسله والو طالبانو دا کار خلګو ته د اقتصادي ضربې د رسولو په موخه کړی دی، د دغه ولایت امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امیرخیل که څه هم چې له دغه کار څخه ناخبري ښيي وايي: هغوی تل ولسي خلګو ته زیان اړولی دی، امرخیل ډاډ ورکوي چې پولیس په ټول توان د خلګو له ژدوند او مال څخه دفاع وکړي.

امیرخېل زیاتوي: روان کال په غزني کې وسله وال طالبان په خپله هیڅ موخه کې بریالي نه شول او هیڅ موخه یې ترلاسه نه کړه، چې په وینا یې اوس هڅه کوي د ولسي او غیر مسلح وګړو په منځ کې د دغه راز ګواښونو له لارې ویره خپره کړي.

 

نوشته شده در شنبه 07 اسفند 1395ساعت 10:42 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

April 3, 2016

 

د افغانستان په مرکزي ولایت غزني کې د شمالي ټلوالې یو شمېر وګړیو د ولایت مقام ته څېرمه د ښاروالي ریاست مخې ته له تېرو اتو ورځو څخه د زاړه ښاروال فریدون احمدي د ګوښه کېدو او د نوي ښاروال انجنېر نصیراحمد لیلزي د مقررېدو په خلاف د احتجاج کيږدۍ درولې او په مظاهره یې لاس پورې کړی دی، دوی ټینګار کوي چې د غزني ښاروال به تاجک او د ټلوالې سړی به وي، ګنې بل هیڅوک ورته د منلو نه دی.

 

که څه هم د دغه ښار له پاره نوی ټاکل شوی ښاروال پښتون، د غزني ولایت اوسېدونکی او د افغانستان د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني په رسمي فرمان راغلی دی او دغه احتجاج کوونکي یې له مقررېدو سره سخت مخالفت کوي، نو د مدني فعالانو، قومي مشرانو، خبریالانو، قانوندانانو، سیاسي ډلو، مبصرینو او ولسي خلګو ترڅنګ د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي هم د هغوی دا کار غیرقانوني عمل ګڼي او وايي: دغه احتجاج کوونکي د افغانستان له اساسي قانون او د ولسمشر له فرمان څخه سرغړونه کوي، دولت یې باید په خلاف په عمل لاس پوري کړي.

دوی وايي: دغه کسانو ځکه په احتجاج لاس پوري کړی دی چې له کاره د ګوښه شوي ښاروال فریدون احمدي په مرسته چې د شمالي ټلوالې سړی دی زیاتې دولتي مځکې غصب کړې او نه غواړي چې نوی ښاروال دي یې په قانوني توګه د کړنو په خلاف په عمل لاس پوري او غصب شوې مځکې ورڅخه خلاصې کړي، هغوی زیاتوي: دغه احتجاج کوونکي د خپل غصب او غیرقانوني کړنو د پټولو په موخه په خپل ناروا موقف کلک ولاړ او په هیواد په ځانګړې توګه په غزني کې د قومي او ژبني تعصب اور ته لمن وهي.

دا چې د نور افغانستان ترڅنګ په غزني کې هم د قانون د حاکمیت یو فعال تحریک ته زیاته اړتیا لیدل کیږي، نو بلې خواته بیا د غزني د ښاروالۍ ریاست مخې ته د احتجاجي کيږدۍ په خلاف، د نوي ښاروال د ګومارلو او د قانون د تطبیق په ننګه د غزني په مرکز او ځینو پښتون مېشتو ولسوالیو کې مدني ټولنو، قومي شوراګانو، رشنفکرانو او پښتنو ولسونو په مظاهرو لاس پوري کړی دی، دوی وايي هیچا ته به دا اجازه ورنه کړي چې قانون مات او د ولسمشر له فرمان څخه سرغړونه وکړي، هغوی ټینګار کوي چې په هیڅ حال کې د نوي ښاروال انجنېر نصیر احمد لیلیزي له مقررېدو څخه تېر نه دي او دا به د غزني ښاروال وي.

که څه چې د یوې سرشمېرنې په لحاظ په دغه ولایت کې یواځې اووه په سلو کې یې تاجګ او پاته نور یې پښتانه او هزاره وګړي دي، نو دغه مظاهره چیان ټینګار کوي چې دوی د قانون د تطبیق له پاره راوتلي نه دا چې د پښتانه ښاروال په ملاتړ یې مظاهرو ته مخه کړې ده، هغوی وايي: د ښاروالۍ ریاست مخې ته د کیږدۍ خلګ د پردو په اشارو روان چې له نورو ولایتونو څخه تربیه او غیر قانوني کړنو ته هڅول کیږي، چې دا د هیواد او په هیواد کې د پرتو قامونو په زیان تمامیږي.

څنګه چې د غزني ولایت له اتلسو ولسوالیو څخه یې څوارلس د پښتنو اوسېدونکیو دي، نو د قانون د تطبیق په ملاتړ پښتانه مظاهره کوونکي چې تېره ورځ یې هم د کابل کندهار لویه لاره د څو ساعتونو پرمخ تړلې وه وایي: د ولایت له دوه څلوېښتو ریاستونو او امریتونو څخه یواځې څلور هغه يې له پښتنو او پاته نور یې له تاجکو او هزاره ګانو سره دي، خو دوی یې په وړاندې هیڅ غبرګون نه وو ښوودلی، نو دا چې د ټلوالي کسان د خپل ګوښه شوي ښاروال په خلاف ټینګ ولاړ دي، نو دوی به نور د خپل حق د ترلاسه کولو په موخه په قانوني او سوله ییزو لاریونو او مظاهرو لاس پوري کړي، دوی وايي: دولت هم د بې وسه تماشاچي په څېر کردار ترسره کوي او د قانون د پلې کولو په موخه په هیڅ غبرګون لاس نه پوري کوي.

 

نوشته شده در شنبه 07 اسفند 1395ساعت 10:41 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

 

د غزني ولایت د اولمپیک امریت وايي: د هیواد په کچه په ملي لوبو کې له غزني څخه د یو شمیر ځوانانو په ګډون په کابل کې د کراټې یوه مسابقه وشوه چې دغه ځوانانو هم یو شمیر د سرو زرو، سپینو زرو او برنزو میډالونه غزني ته ور څخه راوړل.

 

غزني ته په رارسیدو سره د دغه ځوانانو له پاره په یوه جوړه سوې غونډه کې د دغه امریت امیر پاچا خان هزبر له په خپلو دغه بریاوو خوښي وښووده او وايي: دا لوبې د کراټو په برخه کې وې، په دې لوبو کې له غزنې څخه ۱۵ کسانو ګډون کړی وو  چې د افغانستان په ټولو ولایاتو کې غزنې  دریم مقام خپل کړ چې: یو د سرو زرو، دوه د سپینو زرو او او شپږ نور د برنزو میډالونه مو ترلاسه کړل. هزبر

که څه چې د ژمې موسم دی او په سړو ولایتونو کې لوبې چندان نه ترسره کیږي،  نو د علی احمد نوروزي په نوم یو ځوان چې ځان د محمد مصطفی د کلپ مسوول ګڼې او په دغه مسابقه کې یې ګډون کړی وو وايي: دا چې په دغه پنځلس کسانو کې زموږ د ټیم کسانو ګډون کړی وو او په ایران کې میشتو کډوالو ته هم بلنه ورکړل شوی وه خو ګډون یی ونکړ، نو موږ زیات خوشحاله یو او په راتلونکي کې هم په پام کې لرو چې په دا ډول مسابقو کې برخه واخلو.

په دغه غونډه کې په غزني کې میشت مدني فعال حاجی زمان ذکې ورزش کاران د سولې سفیران یاد کړل او ویې ویل: ورزش کاران باید تشویق شي، دوی چې مډال او افتخار اخلي موږ باید له دوی څخه مننه وکړو ځکه چی دوی زموږ د غزني آبرو او عزت دي او دوی د دغه ولایت سرلوړوي، دوی جنګ نه کوي، دوی نشه یي توکه نه کاروي بلکې دوی د هیواد سرلوړي غواړي.

په دغه مسابقو کې د لومړي مقام ګټونکی علي نويد وايي: ډیر زیات خوشحاله دی چې په دغه مسابقه کې یې برخه واخسته او لومړی مقام یې ترلاسه کړ، دی وايي په دی مسابقو کې مې ګدون کړی او اول مقام می خپل کړی دی او ډیر تمرین مې هم کړی او د خپل مقام څخه راضي یم.

 

نوشته شده در شنبه 07 اسفند 1395ساعت 10:35 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 

پاکستاني دولتي چارواکي وايي: د قبایلي سیمې په پاڼه چنار کې بمي چاودنې ۲۰ تنه وژلي او تر پنځوستو پورې نور یې ټپیان کړي دي، چې کیدی شي په دغه شمیره کې نور هم زیاتوالی راشي.

دوی وايي دغه چاودنه به داسې حال کې د ښار په غیدګاه مارکیټ سیمه کې وشوه چې سهار وختي خلګ د سبزيو په مارکیټ کې د سبزیو د اخیستلو په موخه سره راټول شوي او د خپلو دوکانونو له پاره په سبزیو اخیستلو بوخت وو.

 دوی وايي: چاودیدونکي توکي د سبزي په یو کریټ کې ځای پر ځای شوي وو او د ګڼې ګوڼې د زیاتیدو پر وخت د ریموټ کنټرول په واسط چاودنه ورکړل شوې ده.

 دا چاودنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې په ۱۳ ډسامبر  ۲۰۱۵م کال کې هم په دغه ځای لښکر جنګوي العالمي وسله والې ډلې بمي چاودنه کړې وه او په کې ۲۲ تنه یې وژلي او ډیری نور یې ټپیان کړي وو.

دغه سیمه چې ټوله ابادي یې ۴۰ زره کسان ښوودل کیږي او د ډیورنډ کرښې ته نزدې پرته سیمه ده د سنیانو ترڅنګ زیاته برخه یې شعیه نژاد اوسیدونکي دي.

که څه هم چې تر اوسه پورې چا د دغه پیښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو په بلوچستان، پښتونخوا او قبایلي سیمو کې پر شیعه وکړو د داسې پیښو زمواري ډیری وخت لښکر جنګوي او ځینې نورې ډلې مني.

 

نوشته شده در شنبه 07 اسفند 1395ساعت 10:29 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

فبروري 5, 2016

نن د جمعې ورځ د فبروري د میاشتې په پنځمه نېټه د اسټرالیا په مرکز د سډني ښار په مارټین پلس کیستر کې د لراو بر مېشتو پښتو افغانانو د (د پښتنو ټولوژنه بس کړئ) تر شعار لاندې د پاکستان او د دغه هیواد د استخباراتي ادارو د کړنو په خلاف یوه لویه مظاهره وسوه، دغه مظاهره چې د (پښتون ایسوسي ایشن اف اسټرالیا)، (د قانون د حاکمیت تحریک)، (میشن افغانستان) او (لر او بر یو افغان) غورځنګونو لخوا پر لاره اچول سوې وه په کې د پاکستان مرداباد شعارونه ورکړل شول او په اسټرالیا کې د پاکستان قونسلګرۍ ته یې احتجاجي لیک هم ورکړل شو.

په دغه مظاهره کې چې سیار دهسبزي، عبدالهادي هادي، زاهد سباوون، فریدون افغان، ډاکټر عبدالرحمن شینواري ذین الله کاموال، حهانزیب او ځینو نورو ګډونوالو په کې په پښتو او انګلیسي ژبو ویناوې وکړې او ویې ویل: پاکستان چې د نړۍ د ترهګرو اډه ده د پښتنو پر وطن د بې اتفاقۍ او ورور وژنې اور ته لمن وهي، د افغانستان او پښتنو په خلاف د القاعده، داعش او طالبانو ترڅنګ د نورو وسله والو ډلو ملاتړ کوي او روزي یې، خو پاکستان د ترهګرۍ ترڅنګ د نشيي توکیو ترټولو لوی تولیدوونکی هیواد دی او دا چې په افغانستان کې هم څومره نشیي توکي کرل کیږي او یا هم قاچاق کېږي تر شاه یې د پاکستان لاس دی. 

ویناوالو پر باچاخان پوهنتون وسله وال برید او په کابل کې وروستۍ بمي چاودنه په سختو ټکو وغندله او دایې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای ایس ای) کار وباره او ویې ویل: پنجاب دي په دې ځان پوهه کړي چې پښتانه اوس د حرکت په حالت کې دي نور یې په دا ډول کړنو له تعلیم او یووالي څخه نه شي راګرځولای او دا چې په پښتونخوا کې له نصاب څخه د پښتو ژبې ایستل او بیا په اسلامیه کالج یونیورسټۍ کې د پښتو څانګې بندول غیر اسلامي، غیر اخلاقي او غیر حقوقي عمل دی، دولت دي له دا ډول کړنو څخه لاس واخلي. 

 دغه مظاهره په داسې حال کې ترسره کې چې په دا وروستیو کې د نړې په ځینو هیوادونو کې د پاکستان په خلاف او د لراوبر پښتنو د یووالي په موخه ځینې مظاهرې او احتجاجونه دوام لري او د نړیوالو پام یې ځان ته اړولای دی او دا چې پاکستاني رسنیو هم د دې خبرې پخلی کوی چې: د لوی افغانستان د جوړېدو هڅې روانې دي.

 

نوشته شده در شنبه 07 اسفند 1395ساعت 10:25 توسط taseer| ارسال نظر(1) |

 لیک: حبیب الرحمن تاثیر

 

په کابل او مزار شریف کې د عاشورا پر ماتمي جلوسونو له بریدونو څخه وروسته د هزاره قام ځینې فیسبوکي روشنفکرانو او د هغوی مدني فعالانو په ټولیزه توګه په پښتنو پسې په سوشل میډیا کې سپکې سپورې پیل کړې دي، ترهګر، قاتلان او د افغانانو دوښمنان یې یادوي او هر تروریستي عمل د پښتنو کار ګڼي، چې دا د هغوی خام خیالي او کوتا فکري ګڼل کیږي.

که دغه کار دوی د طالبانو، داعیشیانو او یا نورو وسله والو ډلو کار ګڼي نو په دغه ډلو کې د هرې ژبې او هر مذهب خلګ شتون لري لومړی دا چې دا وخت له سوریې او عراق څخه راغلي د کرایې جنګیالي هزاره ګان په افغانستان کې د جګړې په تیارۍ بوخت دي، نو پښتانه، تاجک، اوزبک او نور افغانان به ټول هزاره وسله وال ګڼي؟ بله دا چې د غزني هزاره ګانو څه موده وړاندې له وسله والو طالبانو سره د یووالي ژمنه وکړه، نو بیا به هم غیر هزاره ټول هزاره ګان وسله وال ګڼي؟ داسې هیڅ نه، بلکې دا ډول پیښې د ځینو نړیوالو او سیمه ییزه استخباراتي کړیو کار ګڼل کېږي.

تېر کال همدغه شپې د غزني ولايت مخور شخصيتونه او څو نورو سرچينو، د دې خبرې پخلی کړی وو چې هزاره ګان د داعش ډلې له ويرې له طالبانو سره مرسته کوي، په راپورونو کې راغلي وو چې: د هزاره توکم خلګ له طالبانو سره د نورو مرسته تر څنګ ان وسلې هم دوی ته ورکړې چې د داعش ډلې مخنيوی وکړي او دا چې د غزني د زندان په ماتولو او د بنديانو په خوشي کولو کې هم هزاره ګانو له طالبانو سره مرسته کړې ده، وجه یې هم دا وه چې: داعش ډله د شيعه مذهبو سخته مخالفه ده او په هر هېواد کې چې دوی شتون لري، مرګ ژوبله يې وراړولې ده.

کلونه وړاندې سعودي عربستان او ایران په پاکستان په ځانګړې توګه د دغه هیواد په پنجاب ایالت کې د دغه هیواد د استخباراتو په ګټه او مرسته د سني او شیعه مذهبونو د منونکیو ترمنځ خپله ګوډاګیزه (نیابتي) جګړه پیل کړه، خو پاکستان او د دغه هیواد استخباراتي ادارو له اوښیارۍ څخه کار واخیست، د ازادۍ د تحریکونو د کمزوري کولو، د پاکستان له ماتیدو څخه د ژغورلو، پښتون او بلوڅ په جګړه کې د ساتلو او د هغوی په وسایلو د خیټې اچلو په موخه یې دغه جګړه په بلوچستان ایالت په ځانګړې توګه په کوټه کې روانه وساتله چې تر اوسه پورې په کې له دواړو لوریو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون په زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

که څه هم چې دا جګړه مستیقما دغه هیوادونه پر مخ نه وړي خو د دغه هیوادونو ګوداګیان او د هغوی تالۍ څټي له هغه وروسته اوس په اسلام اباد کې ځینې شیعه او سني خپل مطلبه او د پردیو ګټو ته ژمن مشران د ایران او سعودي عربستان ترڅنګ د ځینو نورو هیوادونو په سفارتخانو وځي او ننوځي، موخه یې هم پورته ذکر شوی عمل روان ساتل دی، مطلب مې اصلي خبرې ته راتګ دي: څنګه چې افغانستان له تیرو څلوېښتو کالو څخه د نړۍ د ځینو استخباراتي ادارو د پټې او ښکاره، سړې او تودې جګړې میدان ګرځیدلي دی، نو ګومان کیږي چې په افغانستان کې د یو بل جنګ نغری تودیږي، هغه هم د دره نوي فیصده سني او اووه فیصده شیعه مذهبونو د منونکیو ترمنځ چې ملاتړ به یې هم همدغه د مذهبونو میراث خواره هیوادونه ایران او سعودي عربستان کوي، خو د دې ترڅنګ د سیمې نور استخبارات هم په دې کار کې لاس لرلي شي.

هغه هزاره فیسبوکي جنونیات او د هغوی ځینې مدني لېونیان باید په دې ځان پوه او خبر کړي چې په افغانستان کې د قامونو او مذهبونو ترمنځ د نفاق اور ته لمن وهل کیږي، د نړۍ او سیمې ځینې استخباراتي کړۍ غواړي چې دلته د یو بل اور نغری تود کړي او تفرتونه خوارته کړي، تر څو د دوی هر اړخیزې ګټې لکه: قامي سلامتیا، مذهبي میراث خوري او کلتوري تیری پرځای پاته شي، خو د دې ترڅنګ افغان دولت او د دغه دولت استخباراتي ادارې باید اوس له ډیرې اوښیارۍ او سنجدګۍ څخه کار واخلي، ترڅو د پردیو دغه ډول دسیسې ټولې شنډې او له منځه یوسي، ګنې زموار به یې همدغه دولت او د افغانستان ملي امنیت ګڼل کیږي، که نه نو د تیرې شپې د کابل او له هغه وروسته د مزار شریف پېښې به شاوخوا هره ورځ تقراریږی.

Habib Urehman Taseer

 

نوشته شده در شنبه 07 اسفند 1395ساعت 10:18 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 

د غزني ولایت د یوسل پنځلس زره اوسېدونکیو کسانو د ګېرو ولسوالۍ که څه هم چې په ټوله ولسوالۍ کې د ګوتو په شمېر د هلکانو ښوونځي لري، خو وايي چې د زدکړو په موخه یې د نجونو پرمخ ټولې دروازې تړلې پاته دي، چې دا د هغوی پر حقونو ښکاره تیری ګڼل کیږي.

که څه هم چې د غزنې ترڅنګ په ټول افغانستان کې د دولت وسله وال مخالفین د نجنونو له زدکړو سره اختلاف نه لري، خو په غزني کې د ښوونې او روزنې چارواکي هغوی ته د زدکړو زمنیه نه برابرول د امنیتي ستونځو ترڅنګ د ځان خلاصونې په موخه بېلابېل لاملونه ښیي.

که د افغانستان په اساسي قانون کې د امکان ترحده په افغان ولس باندې زدکړې جبري ښوودل شوې دي، نو د غزني ولایت د ښوونې او روزنې رییس محمد عابد عابد وایي د ګېرو خلګو ورته مراجع نه ده کړې چې ورته د نجونو ښوونځۍ جوړې کړي، دی وايي: موږ څو څو ځله ورته وړاندیز کړی دی، خو د دغه ولسوالۍ خلګ نه غواړي چې لوڼې دي یې لوستې لویې شي.

که عابد عابد د ګېرو ولسوالۍ نیمایي ولس له زدکړو څخه محرومول د خلګو په نه غوښتنه پوري تړي، نو د دغې ولسوالۍ د ښوونې او روزنې امیر حیات الله بیا د نجونو زدکړې له پامه غورځول د افغان دولت د وسله والو مخالفینو دریځ یادوي او وايي: هغوی ورته اجازه نه ورکوي چې ښوونځۍ ورته جوړې کړي، حیات زیاتوي: په دغه ولسوالۍ کې وسله وال طالبان نه غواړي چې نجونې دي په کې زدکړې وکړي.

دا چې په دغه ولسوالۍ کې د نجینو د ښوونځیو د نه شتون پړه د یو او بل پر غاړه وراچول کیږي، خو عام خلګ وايي: ډیری وخت مو د معارف له چارواکیو څخه غوښتنه کړې ده، خو بېرته ورڅخه ناهیلي تللي دي، د ګېرو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی جمیل الرحمن وایي: ولسوال طالبان په اوسني وخت کې د ښوونې او روزنې په خلاف په هیڅ عمل لاس نه دی پوري کړی، خو د معارف ريئس او د ګېرو ولسوالۍ د معارف امیر په خپله کرپټ خلګ دي نه غواړي چې سیمه دي لوستې شي.

یاده دي وي چې د غزني ولایت د څوارلس پښتني ولسوالیو له جملې څخه د ډیری هغوی نجونې یې د زدکړو له رڼا څخه محرومې او د جهالت په توره شپه کې ژوند کوي، خو د ګېرو ولسوالۍ ده چې سل په سل کې یې نجونې له دغه لومړي حق څخه محرومې پاته دي.

 

 

نوشته شده در شنبه 07 اسفند 1395ساعت 10:17 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

صفحه قبل1...34567...10صفحه بعد

کپی برداری بدون ذکر منبع غیر مجاز می باشد
www.sharghi.net & www.kafkon.com & www.naztarin.com
💬 نظرات کاربران
💬ثبت نام کاربران
💬ورود کاربران