راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 

د غزني له بندیخانې څخه وخت په وخت راخوشي شوي بندیان وايي: که یوې خواته زندانیان په زندان کې د ژوند یوه اسانتیا هم نه لري، خو بلې خواته د زندانیانو ډیری برخه یې د پولیسو په لاس په مخدره موادو روږد شوي او ژوند یې برباد شوی دی، دوی وايي: د زندان ساتونکي پولیس کوښښ کوي چې د دغه معتادانو په شمیر کې زیاتوالی راولي، تر څو د دوی کاروبار پراختیا وومومي.

د نقیب الله په نوم یو تن چې دوه کاله یې په زندان کې بند تیر کړی دی وايي: په زندان کې د پولیسو په لاس لومړی په چرسو او وروسته بیا په هیروینو او شیشه باندې روږدی شو چې اوس یې هم څکوي، نقیب الله زیاتوي: په زندان کې پولیس هڅه کوي چې زیات خلګ د نشه یي توکیو کارولو ته وهڅوي، ځکه له دې سره د دوی کاروبار زیاتیږي.

دا چې د هیواد د مرکزي پل څرخي زندان ترڅنګ د هیواد په ټولو زندانونو کې د پولیسو له لورې د نشه یي توکیو د خرڅلاو او کاروبار راپورونه ورکول کیږي، نو دغه بندیان وايي په زندان کې د ناسم خوراک، د کتابونو او نورو تفریحی اسانتیاوو نه شتون هم د دې سبب جوړیږي چې بندیان له پولیسو څخه مخدره مواد ترلاسه او استعمال کړي.

محمدکریم که څه هم چې په بندیخانه کې د پولیسو له دغه ستم څخه خوندي پاته شوی دی خو وايي: هره لحظه یې به لیدل چې پولیس په ښکاره توګه په بندیانو د سیګرېټو او نسوارو ترڅنګ چرس او هیروین خرڅول او هڅه به یې کوله چې د خپلې ګټې په خاطر زیات بندیان په نشه یي توکیو روږدي کړي، کریم وايي دا په پولیسو یوه ډله خلګ نه بلکې د زندان ټول ساتونکي پولیس په دغه کاروبار کې برابر شریک دي.

دا چې د غزني په زندان کې د مخدره موادو کاروبار او استعمال په ښکاره توګه کیږي، خو پکه یې نه په چا اوبي او نه یې په چا وریښي، په غزني کې له مخدره موادو سره د مبارزې ریس عنایت الله رفعت وايي: تر اوسه نه دي ورباندې خبر چې په زندان کې به دا کار کیږي، دی وايي: (ستاسو د تشویش) په موخه به له قومندانۍ سره دا خبره شریکه کړي، خو نور د هغوی کار دي، رفعت وايي دا کار په ده پورې اړه نه لري، پولیس به ورباندې خبر کړي.

که له مخدره موادو سره د مبارزې رییس رفعت له پنځلس کاله وروسته د پولیسو پام په زندان کې د مخدره موادو د کاروبار او استعمال و لور ته وراړوي، نو د غزني پولیس وايي موږ ورباندې خبر یو چې دا کار کیږي، د دغه ولایت د امینه قومندانۍ ویاند فهیم امرخیل یې مني او وايي د چرسو او هیروینو زیاته برخه یې زندان ته د پولیسو ترڅنګ د زندانیانو خپل خپلوان انتقالوي، هغه خوايي هڅې مو پیل کړې دي چې هم یې مخنیوی وشي او هم معتاد کسان د پولیسو له لیکو پسې واخلو او هم د معتادو زندانیانو درملنه وکړو، خو  مرکزي دولت هم په دې برخه کې راسره ناغیړي کوي.

دا چې د پولیسو قومنداني دا خبره په ډکه خوله نه مني، خو ولایتي شورا بیا د پولیسو په دغه کار اعتراف کوي او وایي د افغانستان د نورو محبسونو په څیر د غزني په زندان کې هم معتبر کسان په دغه کاروبار لګیا دي، د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي وايي: دا د زندانیانو د کورنۍ غړي نه بلکې د زندان خاص خلګ دغه زندانیانو ته مخدره مواد رسوي، د هغه په خبره عام کسان نه شي کولی چې مخدره مواد زندان ته قاچاق کړي.

دا چې د افغانستان غریبه ټوله او په بند کې پراته ځوانان به د دغه مخدارو دروند اقتصادي پیټی څنګه پورته کوي؟ شاید دا پوښتنه بې ځوابه پاته ده، خو مدني فعالان او د بشري حقوقو مدافعین ټینګار کوي چې دولت دي ددغه زندانیانو په دغه ستونځمن حالت و رحمېږي، دوی وايي دولت نه د زندانیانو اقتصادي حالت ته ګوري، نه راتلونکي ته او نه هم د هغوی ماشومانو او کورنیو ته.

 

 

نوشته شده در یکشنبه 08 اسفند 1395ساعت 16:49 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

ليكوال: سليم ساپى

ژباړه: حبيب الرحمن تاثير، كوټه

۲۶ ډسمبر ۲۰۱۳

 

پاكستان يو هيواد دى، لاكن د افسوس ځاى دا دى چې د ټولو پاكستانيانو قسمتونه يو ډول نه دي، كه يو څوك غير پښتون پاكستانى دى نو د هغه قسمت ښه دى، خو كه څوك د منځني پنجاب په ځانګړې توګه د لاهور پاكستانى وي نو د هغه قسمت خو بيا تر هر چا ښه دى (د طيب اردغان د اسلام اباد پر ځاى لاهور ته راتګ ته اشاره ده، چې لاهور د باقاعده پلازمېنې خواته بېول كېږي) او كه څوك يو پښتون وي هغه به تر هر چا بدقسمت پاكستانى وي، كه څوك يو قبايلي پښتون وي نو تر هغه بيا لوى بد قسمته پاكستانى نه شته، خو كه څوك په وزيرستان كې اوسي نو هغه بيا انتهايي بدقسمته دى، پښتون تر هغه اندازې بدقسمته قام دى چې الله پاك خو يې سيمې ته تزويراتي اهميت وربخښلى دى، لاكن د شعور او تعليم له نعمت څخه بېخي بې برخې دى، هغه ته خداى داسي رهبري ورنصيب كړې ده چې يا خو يې د ملتپالنې په رنګينو خوبونو كې ښكېل كړى دى او يا يې ورته د پلار او نيكه د كيسو په اورولو باندې هغوى په مځكه باندې مېخ كړى دى، د هغه رهبران خو پر خپلو اولادونو په امريكا، بريتانيا او د لاهور په ايچي سن كالج كې زدكړې كوي، خو د هغوى زامن كله په يو او كله په بل نوم جنګوي، پښتو غريب دى، بېچاره دى، نالوستى دى، له مرګونو او وژنو څخه پرته نور هيڅ هم نه پېژنې، څوك هغه په ديني او څوك په ملي غيرت لوړوي او جنګوي يې، څوك يې د پيسې په زور او څوك يې مجبورا وژني، نتېجتا د هغه سيمه د نړۍ والو استخباراتي ادارو له پاره لېبارټري جوړه شوې ده، د جګړې ميدان خو د هغه سيمه ګرځېدلې ده، اوږه خو د هغه استعمالېږي، وينه خو د هغه بهېږي، مړه كېږي هم هغه، د وژلو والو والا هم هغه په خپله دى، لاكن جګړه، پيسه او وسله د نورو خلګو ده.

لومړى پښتون د فرنګي او وروس د جګړې نغرى شو، بيا دا هغه خپله جګړه و ګڼله د امريكا او سويت يونين په جګړه كې وجنګېده او اوس بيا د نړۍ والو او سيمه ييزو طاقتونو لاس پاكونى جوړ شوي جنګېږي او مړ كېږي، پښتون په ځانګړې توګه قبايلو ته دي وويل شي (امريكا، عرب دنيا، پاكستاني جرنېلان، مذهبي سياسي مشران، رسنۍ او داسي نور دي ورته وايي) چې اسلام په سرحدونو باندې باور نه لري، په افغانستان كې د سوويت يونين په خلاف جګړه او مړي كېدل ديني او قامي فرض دى، دا چې له عرب او عجم څخه مجاهيدين راغلي وو او هغوى ته په خپلو كورونو كې پناوې وركړل شوې وې او د هغوى نصرت كول ستاسو ديني، اخلاقي او قامي فريضه وه، كه په دغه لاره كې تاسو ژوندي پاته شوئ نو غازيان ياست او كه مړه شوئ نو شهيدان ياست، چې هغوى همداسي كول، خو كله چې د دغه مجاهدينو په مقابله كې په افغانستان كې طالبان راووتل نو بيا نو د لاهور، كراچۍ او اسلام اباد عالمانو فتواوې وركړې، مذهبي او سياسي رهبرانو ترغيب وركړ او جرنېلانو هغوى مجبور كړل چې د دغه مجاهدينو په وړاندې د طالبانو ملګري شئ، دغه وجه ده چې ټول پښتون په ځانګړې توګه قبايلو پښتنو جلالدين حقاني او د هغه په رنګه نور مشران د سر پر سترګو كښېنول، شمالي وزيرستان د افغان مجاهدينو مركز جنرل اختر عبدالرحمن او جنرل حميدګل جوړ كړى وو، څنګه چې د دغه جلالدين حقاني او نورو طالبانو مركزونه د بېنظيربهټو او نوازشريف د حكومتونو په وختونو كې د هغوى سړو ته ورپاته وو.

د ناين الېون له پېښې څخه وروسته پروېزمشرف اعلان وكړ چې:له نن څخه وروسته دا هېرو زيرو، يعني طالبان ترهګر دي، نور بايد د دوى ملګرتيا ته د پاى ټكى كښېښوول شي، ګويا پښتنو ته يې وويل چې: په تېرو دېرشو كالو كې هغوى كومه نظريه خپله كړې وه په شپه شپه كې دي هغه بدله كړي، د جنرل علي محمد وركزي په سربراهي كې جنرل پروېز مشرف په زركونه تنه پوځيان په قبايلي سيمه ګې ځاى پر ځاى كړل، په هره ايجنسۍ كې دغه قبايلي مشرانو د ګلونو غاړګۍ په غاړه كې ورواچولې او هغوى ته يې ښه راغلاست ووايه، ځكه چې ورته ويل شوي وو چې: دغه پوځ د دې له پاره دلته راغلى دى چې د القاعده او طالبانو ملګري قبايلي سيمې ته را نه شي، لاكن دا د پاليسۍ اعلانيه وه، خو تر پردې لاندې نور څه كېدل او دا لامل وو چې په زرګونه تنه د القاعدې او طالبانو تړاو لرونكي دغې سيمې ته راغلل، كله چې رسنيو د دغه شي په اړه راپورونه خپاره كړل چې دلته دا لوبه روانه ده، نو هيچا هم غوږ و نه ګيراوه، كله چې بيا كيسه تر حد تېره شوه نو امريكا زور راووړ چې بيا په جنوبي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو كې اقدم وكړ، په ټول پاكستان كې دا خبره مشهوره شوه چې قبايل ترهګر دي او يا هم د ترهګرو ملګري كوي، پايله يې دا راووته چې د پاكستان په هر ښار كې پښتون او قبايلي ته د شك په سترګه كتل كېدل، كه محرم وي او يا كومه بله دا ډول موقع، په لاهور او راولپنډۍ كې د حفظ ماتقدم په توګه پښتانه نيول كېږي په تاڼو كې بنديانېږي، نورې قبايلي سيمې خو يوې خواته يواځې د شمالي وزيرستان جاج اخلو چې حال يې دا ډول مخې ته راځي، چې دلته افغان طالبان له ناين الېون څخه وروسته هم په يو نه يو ډول رياستي سرپرستي او بيا لږ تر لږه د رياست د سترګو پټېدو له امله پاته كېږي. 

زموږ پاليسي جوړوونكيو افغان او پاكستاني طالبان په جلا جلا باور كولو په مفروضه باندې درول د پاكستانيانو په نظر كې رښتيا له پاره بېخي زور لګوي، لاكن په وزيرستان كې افغان او پاكستاني طالبان كله هم جلا نه شي پاته كېدى، هغوى يو وو، يو دي او يو به وي، د هغوى موخه او مقصد هم يو دى او اميرالمومنين هم يو دى، دا لامل دى چې په شمالي وزيرستان كې پاكستاني طالبان د افغان طالبانو تر سايې لاندې ځي، د هغه ځاى خلګ دا هر څه په خپلو سترګو له ډېر نزدې څخه ويني او څاري او كله چې اولس په دې پوه شو چې د دوى رياست د يو قوت په خلاف نه دى، نو دوى لېوني دي چې هغوى به د چا په وړاندې پورته كېږي، له دغه خلګو سره په دوه زره اووم (۲۰۰۷م) كال كې ګورنر يا والي علي محمدجان وركزي پرېكړه وكړه او د هغوى له پاره يې ټول رياستي مراعات بحال كړل، څنګه چې يوې خواته هغه جهاد كوي له امريكا سره جنګېږي، بلې خواته هغه د مدرسو او مسجدونو سمبالوونكي دي، دريم لور ته د هغوى په اړه رياست سترګې هم پټوي، نو ځايي قبايل به هغه پر خپلو اوږو ولي نه كښېنوي؟، د تېرو اووه كالو په موده كې هلته د زرګونو په شمېر كې پوځيان شتون لري، د بنو او ميرانشا ترمنځ په لويه لاره كې يې په درزنونو باندې پوستې جوړې كړې دي، د شمالي وزيرستان اوسېدونكي چې تر دغه پوستو تېرېږي نو له ډول ډول خبرو اورېدو سره مخامخ كېږي، خو كله چې دوى تر هغوى تېر شي نو بيا د طالبانو تر واك لاندې رياست ته داخلېږي، په دغه دروان كې چې د پاكستان په كوم ځاى كې هم د طالبانو كړنې كېږي، چارواكي اعلان كوي چې ريښې يې له شمالي وزيرستان سره تړلې دي، چېري چې هم خلګ تښتول كېږي هغه وزيرستان ته وړل كېږي.

له دغه ځايه طالبان راغلل او د بنو بندي خانه يې ماته كړه، بېرته ولاړل لاكن هلته موجود پوځ ته د هغوى په خلاف د كړنې اجازه ورنه كړل شوه، اوس له تېرو څو ورځو څخه د شمالي وزيرستان په څه برخه كې پوځ كاروايي پيل كړې ده، نو له دې څخه وړاندې نه خو د سيمې خلګو ته د سيمې د پرېښوودلو خبردارى وركړل شوى وو او نه هم هغوى ته لاره وركړل شوه، له تېرو پنځو ورځو څخه هلته ګرځ بنديز دى، څرخي الوتكې بمبار كوي، خوراكي توكي نه پيدا كېږي، خلګ خپل ټپيان هم بنو او يا پېښور ته نه شي راوړلاى، له سيمې څخه د روزګار او تعليم لپاره دباندې تلونكي وزيرستاني د خپل ال و عيال له پاره فكرمند او پرېښانه دي، رسنيو ته هلته د ورتګ او بې طرفه رپورټينك كولو اجازه نه وركول كېږي، د رياستي ادارو دعوه ده چې ترهګر وژل شوي دي، لاكن د سيمې د خلګو دعوه ده چې په درزنونو اولسي خلګ يې وژل شوي دي، پوښتنه دا ده چې د جنرل ضياءالحق، جنرل حميدګل، جنرل علي محمدجان وركزى، جنرل مشرف او داسي نور يا بيا نوازشريف، اصف علي زرداري، سيد منورحسن او مولانا فضل الرحمن او نورو د غلطو پاليسيو سزا ولي پښتون او قبايلي ته وركول كېږي؟، پوښتنه دا ده چې د دولت په مذاكراتو باندې څه وشول؟ او كه يې د عملياتو پرېكړه كړې وي، نو اعلان يې ولي نه كېږي او له هغه ځايه د سيمې خلګ ولي نه ايستل كېږي؟، ولې په دې هيواد كې پښتون يا قبايل جرم دى؟ او زموږ چارواكي دا غواړي چې هر پښتون يا لږ تر لږه هر قبايلي دي طالب جوړ شي؟.

 

نوشته شده در شنبه 07 اسفند 1395ساعت 16:16 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

لـيك: مولانا محمدخان شـېراڼى

ژباړه: حبيب الرحمن تاثير، كوټه

۱۱م د فبروري ۲۰۱۴

 

ترهګري او جهاد دوه خبرې دي، چې زما او د لوېديڅ والو ډيپلوماټانو ترمنځ په هر وار ليدو كتو كې ورباندې خبرې او بحث كېږي، خو د بدمرغۍ خبره ده چې د لوېديځ والو دا خيال دى چې جهاد، اسلام او مسلماني دا درې واړه كلمې له ترهګرۍ سره برابرې دي، د دوى په خيال هر مسلمان ترهګر دى چې نړۍ په ځانمرګو بريدونو باندې تالا كول غواړي، د هغوى په خبره: دا ترهګري، چې نن روانه ده دا مسلمانان كوي، ليكن هغوى حقيقت هېر كړى دى، په اصل كې دا ترهګري دوى پيدا كوي او د مسايلو د لېري كولو له پاره ناكامه هڅې كوي.

د شوروي اتحاد له ماتې څخه وروسته په كال ۱۹۹۲م كې څه وخت چې مجاهدينو په افغانستان كې يو ستر قوت ته د بدلون په موخه بل ستر قوت ته انكار وكړ نو لوېديځو هيوادونو د غلط جهاد استعمال وكړ، د مدرسو جذباتي ځوانان يې د وسلو په توګه د كارولو لړۍ پيل كړه او هغوى ته يې له مالي او نورو لارو څخه مرستې ورشروع كړې، چې نن يې لوېديځ د القاعده په نوم سره يادوي، تر ټولو له مخه لوېديځ د دې ډلې تخليق پيل كړ، چې هغه يې وروزل او قوي يې كړل.

د يوولسم ډسامبر له پېښې څخه وروسته يو بل پېچومى مخې ته راغى، كله چې لوېديځ شوروي اتحاد ته له ماتې څخه وروسته د ناټو له جوړېدو څخه وروسته د يو نوي دښمن او د جواز د مندولو د اړتيا د پيدا كولو له پاره له ناين الېون څخه وروسته د تهذيبي او ثقافتي جګړې دوره پيل كړه، چې ډېرى شنونكيو دې ته د اسلام او كفر ترمنځ د جګړې نوم وركړ، د ناټو اتحاد يو ځل بيا د ترهګرۍ په خلاف د جګړې له پاره ډېرى ډلې جوړې كړې او تش په نامه جګړه يې پيل كړه او هغوى يې په هر ځاى كې مرسته وكړه، لېكن له بده مرغه د دوى په قول د ترهګرۍ په كنټرولولو كې پاته راغلي دي، زه دغه ترهګرۍ ته د خانه جنګۍ نوم وركوم، چې په عراق، افغانستان او لېبيا كې يې پيل كړې ده

د لوېديځ والو په لاسونو د دغه هيوادونو د تباهي زموږ په وړاندې ژوندۍ بېلګې دي او دوهمه خبره دا ده چې: په پاكستان كې هم د دغه تش په نامه ترهګرۍ په خلاف جګړه كې په لكونو كسان بې كوره شول، ډېرى اولسي وګړو چې په هغوى، ښځې، ماشومان، ځوانان او ډېرى نورو خلګ وو خپل ژوند له لاسه وركړ.

كه څه هم په سيمه كې د تباهي زموار لوېديځوال ككړ بلل بې ځايه خبره نه ده، د هر چا له پاره د خپل خالق د مشرانو هم عمره خلګو احترام او له ماشومانو سره چې د شفقت كومه رشته ده هغه ډېره مهمه ده او كليدي حيثيت لري، كه اوس نن كوم بهرنى قوت او د دغه رشتو ترمنځ سپكاوى، عداوت او يا هم د بغاوت د پيدا كولو هڅې كېږي، نو دا راته ترهګرۍ ښكاره كېږي او د دغه رشتو پالل جهاد ګڼم، په دغه پېژند ګلوي يوه عام لوستونكى په دې پوهيږي چې جهاد په اسلام كې يوه مقدسه فريضه ده، كوم چې لوېديځ وال دا د يو خنجر په توګه استعمالوي، خو له بدمرغۍ څخه نن په لوېديځ كې چېري چې كم عمره نجونو په حامله كېدو كې د اندېښنې وړ زياتوالى راغلى دى، نو زموږ په خانداني نظام او سماجي رشتو باندې زور راوړي، د ګوم بېلګه چې په اسلام اباد كې د هم جنس پرستو د واده د تقريب جوړول وو، كه په لوېديځه نړۍ كې د امن اتشي او ورورولۍ ماحول ليدل غواړي نو په وړاندې تجويز باندې غور كول په كار دى.

تر ټولو لومړى اصول دغه دي، هغه چې خپل ځان ته خوښوي هغه دي نورو ته هم خوښوي، د ملګرو ملتونو د چارټر سره سم مذهبي ازادي دي په حقيقي توګه يقيني كړى شي، دغه ډول هڅې دي نه كېږي چې په عقايدو باندې ولاړه ټولنه د غير مذهبي طرز ټولنې و خواته اړ كول كېږي او يا په نورو ټكو په خلګو مشتملې ادارې كه د خپل سياسي، معاشي او ټولنيز ډول ژوند ته د خپلو مذهبي عقيدو سره سم استوار كول غواړي، نو د دي لاره دي بنده شي.

دغه خبره مسلمه ده چې اسلام زموږ د اخري پېغمبر حضرت محمدص نه صرف مذهبي تعليمات او د هغه علمي اقدامات د مسلمانانو له پاره د لارې څراغ دى بلكې د هغه طرز حكمراني تجربه هم يو بهترينه بېلګه ده، مغرب ته په نړۍ واله سطح د يوه داسي كوښښ كولو اړتيا ده چې د عقايدو پېروكار له خپل مذهب سره د لېري كولو پر ځاى سره نزدي كړي، ځكه چې ټول مذهبونه د همدردۍ او رواداري تلقين كوي له درواغو او بدكاريو څخه د پرهېز درس وركوي او د ښو خبرو تبليغ وركوي، په دغه سيمه كې دي د داسي ډلو مرسته وشي چې هغه د خلګو د عقيدو او په ټولنيز طرز زندګي باندې زور راوړي، دې ټولو خبرو ته كه په حقيقي توګه هغوى عملي جامه ورواغوندي نو د امن، رواداري انصاف او د رشتو د قدرونو خونديتوب به يقيني شي او تش په نامه ترهګري به په خپله پاى ته ورسېږي.

 

نوشته شده در شنبه 07 اسفند 1395ساعت 15:55 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

قدرمنو لوستونکيو! دا ليکنه مې د شهيدې انګېزې تر وژل کېدو یوه ورځ وروسته ليکلې او خپره کړې وه، خو د ویبلاګ له جوړیدو وروسته یې دا دی چې يو ځل بيا يې دلته خپروم.

 

لیکنه: حبیب الرحمن تاثیر

۰۵ د اګست ۲۰۱۵


که پښتنې مبارزې زرينې زرګونه کاله وړاندې د پښتنو د يووالي له پاره مټې راونغښتې او ايراني استعمارګران يې تر اوسني بغداد ها خوا واړول، نو شهيدې انګېزې هم په خپل وخت کې په تنګۍ ځوانۍ کې مبارزې ته لاس واچاوه.

که نازو انا د پښتنو د ملي قايد او مشر ميرويس خان نيکه عالمه او فاضله مور او د خپل وخت د پښتنو مېرمنو يوه مېړنۍ او باتوره څېره وه او د ژوند تر پايه پورې يې د پښتنو د يووالي او برياليتوب مينې په زړه کې ټوپونه وهل، خو انګېزه شينوارې هم په خپل وخت کې  په خپله سيمه ننګرهار کې د خلګو ترمنځ د نزدې والې له پاره منډې ترړې کولې.

که د ميوند ولسوالۍ له څنډې (خيګ) څخه ديوه شپانه لور اتله ملالـــــۍ او د هغي پلار د غازي ايوب خان له لښکرو سره د (١٨٨٠) کال د جولايي د مياشتې په (٢٧) نيټه يو ځاى شول او ملالـــــۍ د نوروکيلو د ښځو په څېر د خپلو غازيانو وروڼو ملا ور وتړله، نو په روان وخت کې شهيدې انګېزې هم له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه د جهالت ختمولو له پاره ميدان ته راووته.

که د پښتونخنوا وطن د خانوزۍ سيمې بخت نامې د انګرېږي استعمارګرو د وژلو په بدل کې تورې ماټوۍ د (مچ) بندې خانې ته يووړې، نو انګېزې هم په خورو زلغو خپلې ډېر هيلې چې د وطن د ښېرازۍ او ملتپالنې په موخه يې درلودې د وحشت په توره بندې خانه کې بندې او دا ورڅخه ولاړه.

که استاد بېنوا وايي چې: حميده د مرحوم حضرت شاه چې د تېګړیو د پاچا صاحب په نوم مشهور و فاضله لور وه، چې په ۱۲۹۷هـ ش کال د ننګرهار د ولايت د برکونړ د (شينګوړک) په کلي کې زېږېدلې وه، له ليکنو او اشعارو څخه يې د وطندوستي، ملیت پرورۍ او د نوع پالني پاک احساسات ډېر ښه څرګندېږي، نو د دغې سيمې شهيدې انګېزې هم د سياسي مبارزې او خدمت ترڅنګ د شعر په ژبه خلګ په فکري توګه راويشول.

که د سوات ملالې يوسفزۍ (ګل مکۍ) په يوويشمې پېړۍ کې د هغه چا په وړاندې چې د علم څراغونو ته ورپوکې غز پورته کړ، نو انګېزې هم د تعلم په ځانګړې توګه د نجونو د تعلم په برخه کې شپه او ورځ په ځان يوه کړې وه، د وطن، خاورې، ځوانانو او د هيواد د ښه راتلونکي دوښمنانو د هغې ټولې هيلې له خاورو سره خاورې کړې.

که د دې ترڅنګ په زرګونو پښتنو مبارزو مېرمنو په وخپل وخت او خپل خپل انداز د ملت او هيواد پالنې په برخه کې مبارزه کړې ده او د انګېزې په رنګه ډېرې مېرمنې به ميدان ته راووځي او د وطن د مستقبل له پاره به هلې ځلې پيل کړي، خو د شهيدې انګېزې فکري انګېزه به په هر حالت کې د هيوادوالو تر غوږ کېږي او دا تشه به د همېشه لپاره همداسې خالي پاته وي.

د ننګرهار ولايت د ولايتي شورا غړې شهيدې انګېزې شينوارې! پوهېږم چې په پښتني ټولنه کې سړي په مېرمنو لاس نه پورته کوي، خو ناځوانه: دوښمن دي ځان مېړنى، توريالى او مجاهد ګڼي، دى شايد له پښتني دودونو څخه ناخبر او له دباندې رالېږل شوى وو، چې د فبروري د مياشتې په شپاړسمه نېټه يې ستا په وينو د ښار کوڅې ولړلې، روح دي ښاد،ګور دي منور، فکر دي ژوندى، کورنۍ دي صابره شه.

 

نوشته شده در شنبه 07 اسفند 1395ساعت 15:41 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

۰۸ د فبروري ۲۰۱۶

په غزني کې د اوبو لګولو د ریاست د ریس شفیق الله جهانیار په خبره چې وایي د غزني د بندسردې پروژې له شپږ اویازره (۷۶۰۰۰) جریبه مځکې څخه یواځې اووه سوه جریبه مځکه په اختیار کې لري او نوره پاته یې ټوله زورواکو او د وخت قومي مشرانو، قومندانانو، ملکانو، خانانو او د اوسني وخت د وسله والو طالبانو امرانو لاندې کړې ده، دی وايي یو وخت چې له دغې سیمې څخه به په لاریو لاریو غنم او نور خوارکي توکي د ولایت مرکز غزني او نور سیمو ته وړل کیدل خو اوس د غه خلګ په خپله دغه خوراکي توکي په پیسو اخلي.

که په غزني کې د اوبو لګولو ریس جهانیار له غاصبینو څخه د خلاصې مځکې برخه په سلو کې یواځې اووه فیصده ښیي، نو د غزني لایت ولایتي شورا چې ځان د خلګو استازي ګڼي، هم ځان ورته بېوسه ښکاره کېږي او وایي: د سردې د کرنیزو مځکه ترڅنګه د هوایي میدان مځکه هم زورواکیو لاندې کړې او ویشلې ده، د دغې شورا یو غړی امان الله کامران وایي: که یوې خواته دغه مځکې غصب شوې دي خو بلې خواته د دغه کرنیزو حاصلاتو اجاره د دولت پر ځای وسله وال طالبان ټولوي.

د یادې شورا یو بل غړی عبدالجامع جامع بیا د دولت بې غوري او نه پاملرنه یادوي او وايي: نه خو د غصب په وړاندې مبارزه شوې او نه هم هیڅ ګام پورته شوی دی، ځکه دلیل یې دا دی چې د بند اوبه لومړی د وسله والو په غصب شویو مځکو لګېږی او وروسته چې زیاتې شي نو بیا نورو خلګو ته وار ورځي.

عبدالجامع جامع زیاتوي: ستونځه دا ده چې دغه وسله وال کله کله د دولت تر ولقې لاندې سیمو ته اوبه هم نه ورپرېږدي نو له غاصبینو څخه د مځکو خلاسول خو بېخي لوی کار دی او دا چې د مځکو ډیری عواید طالبانو ته ځي، خو کله چې دغه پروژه یو مستقل ریات ولري، پوره تشکیل ولري بیا نو د غصب په مخنیوي لاس پوري کیدی شي.

که دولت د دغې خبرې بخلی کوي چې مځکه یې زورواکو لاندې کړې ده، نو د سیمې خلګ هم وایي: کله چې درې لسیزې وړاندې په افغانستان کې د جهاد په نوم جګړه پیل شوه، نو د نور هیواد په رنګه په دغه سیمه کې هم د قاري بابا په نوم د مجاهدینو یوه مشر د جګړې د پرمخوړولو په بدل کې خپلو قومندانانو ته دغه دولتي مځکه ورویشله چې تر اوسه پورې یې ورباندې خیټه اچولې ده.

د سردې د دغې سیمې خلګ چې د ژوند ټولې لاسته راوړنې د کرنې له لارې ترلاسه کوي، نو یو تن جمعه ګل وایي دغه مځکې اوس د غصب له حالت څخه وتلې، بلکې د غاصبینو ملکیتونه ګرځیدلي دي، دلیل یې هم دا شی دی چې د دغه مځکو خرید او فروش روان دی او د دې کار ثبوتونه شتون لری، موږ د هغه اولسوالۍ خلګ یو، له هغه خلګو سره شته چې هلته اوس هم ژوند کوي، بیه یې مالومه ده، کورونه یې ورباندې جوړ کړي دي او کري یې.

هغه زیاتوي: که دولت دا بهانه کوي چې په دا سیمه کې امنیتي ستونځې دي او دولت نه شي کولای چې هلته شتون ولري، خو زه خبر یم چې هلته ځینې خیره موسیسې په خپله کارونو باندې بوختې دي او هیڅ ډول ګواښ نه دی ورته شوی، هغه زاتوي: دولت او هغه کسان چې مسوولیت لري هیڅ پام یې نه دی ورته اړولای.

 

نوشته شده در شنبه 07 اسفند 1395ساعت 13:30 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

۱۵ د فبروري ۲۰۱۶

 

د سیمې ځایي خلګ وايي چې د غزني له مرکز څخه په لس کیلومترۍ شمال لوېدیځ لورته پرته د واغظ په ولسوالۍ کې د جیټ په نوم د ډبرو په کان کې د وسله والو طالبانو په مرسته د خارجي کانکیندونکیو له لورې کیندنې روانې دي، دوی وایي: د یادې ولسوالۍ د رڼاخېلو تور کلي په سیمه کې چې د پاکستاني انجنيرانو له لوري پرې کار پيل شوی او وسله والو طالبانو يې د امنيت ساتنې زمه واري په غاړه اخيستې ده، د دغه قیمتي ډبرو موټران د وسله والو په بدرګه پاکستان ته انتقالېږي.

دا چې غزنی په بېلابېلو ولسوالیو کې له معادن څخه برخمن ولایت دی، نو د دغې سیمې یو تن اوسېدونکی عبدالکریم وايي: که څه هم وسله وال طالبان ټینګار کوي چې دغه انجیران داخلي او د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ خلګ دي خو له ژبې او کړو وړو څخه مالومېږي چې هغوی داخلي نه بلکې خارجي او د جنوبي وزیرستان خلګ مالومېږي، دی زیاتوي: کیدی شي دا کان د وسله والو له لوري پاکستانیانو ته په قرارداد ورکړل شوی وي چې د انجینرانو ترڅنګ کارکوونکي او مزدوران یې هم ځايي خلګ نه بلکې له بل ځای څخه راوستل شوي کسان دي.

که د سیمې زیاتره خلګ ټینګار کوي چې د جیټ ډبرو دغه کان ته څوک نزدې نه ورپرېښوودل کېږي، نو شیرجان هم وایي: د وطن دغه ښایسته ډبرې چې خام زرغون او خام اسماني رنګ لري او هره ډبره یې شاوخوا کیلو او نیم کیلو وزن لري، شاید د ډېرو لږو پاکستانيو کالدارو په بدل کې له همدغه سيمې څخه پاکستان ته وړل کېږي، که يې دولت غم ونه خوري، نو ښايي چې دغه کان به ډېر ژر د خپل سريو کندنو په پايله کې له منځه ولاړ شي، دی زیاتوي: که دولت په ياده سيمه کې د کان د خپل سريو کندنو مخه ډب نه که، نو لرې نه ده چې په نورو سيمو کې هم کشف شوي کانونه له ورته برخليک سره مخ شي.

په غزني کې د ولسي خلګو ترڅنګ دولتي چارواکې هم دغه کندنې منی او د ولایتي شورا غړی امان الله کامراني یې په اړه وایي، زما د مالوماتو په اساس د واغظ په هغه سیمه کې چې د هزاره او پښتنو ترمنځ پرته سیمه ده کندنې په کې روانې دي چې وسله وال طالبان یې د ټراکټرانو او ځینې نورو وسایلو په واایسته سره کاږي او هر موټر د څلور لکه پاکستانیو کالدارو په بدل کې ورکوي، لنډه دا چې امنیت یې طالبانو نیولی او کندنې پاکستانیان کوي.

که څه هم د ولایتي شورا غړی کامراني وايي چې دلته د دولت امنیتي سرتیري شتون نه لري او وسله وال په ډاډه زړه د پنجابي انجنیرانو په مرسته کندنې کوي، خو د غزني ولایت والي امان الله حمیمي هم د دغه معدن کندل مني او وايي: له څه مودې څخه د وسله ولو له لوري په پټه کندنې په کې روانې دي او دا چې هغوی د غلو په رنګه کله کله په کندنو لاس پوري کوي، موږ تصمیم لرو چې د دغه کار مخنیوی به کوو، که کامراني وایي چې وسله وال زیاتې پیسې له دې لارې ترلاسه کوي او یو موټر په څلور لکه پاکستانۍ کالدارې پلوري، نو حمیم زیاتوي: موږ ته دا نه مالومیږي چې څومره پیسې په د دغه معدن له لارې د وسله والو لاس ته ورځي.

دا چې د واغظ ولسوالۍ د رڼاخېلو دغه سیمه د غزني مرکز ته بېخي نزدې او یواځې د څو دقیقو لاره ده، نو داسې څرګندېږي چې په غزني کې د نورو کانونو د خپل سرو کندنو په رنګه چې: ویل کېږي دولتي چارواکي او د ولسي جرګې غړي په کې لاس لري، د دغه کان په سر هم د سیمیز دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ معاعده شوې وي، ځکه چې نه یې دولت مخنیوی کوي او نه هم ورسره غبرګون ښیي، چې د دغه ولایت والي په هره جلسه او غونډه کې هم د کانونو د کندنو یادونه کوي.

 

نوشته شده در شنبه 07 اسفند 1395ساعت 13:09 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

لیکوال: عصمت الله زهیر ، پښين

October 1, 2014

 

یو خو ژورنالیزم هم دې ځینو،ځینو په خپلو تجاراتي هڅو وشرمولو ، د خبریالۍ یې سم دم د استاکار دکان جوړ کړی دی که یې خوله ور خوږه کړې خو خیر به دي ایمان ته ورسیږي او که یې تر غوښتني کم ورسره ومنې داسي به دي په سکرو تور کړي ته به وایې یو دي غاښونه سپین پاته دي :

د پردۍ میرمنو عکسونه به درپسي د پردۍ ایي.ډي. شریک کړي دایې مور ده ، دایې خور ده ، دا یې میرمن ده .

خو خپله چي څادر تر سر لونګټه کړي په تور ګیټ ور داخل سي خړه لفافه را واخلي یو نر پښتون ، افغان او د قلم رښتونی امانتګر ورته په نخښه کړي ، په ټول ایماني پښتني او افغاني غیرت ورته وایي ( د افغانستان جاسوس دی ، د افغانانو لپاره کار کوي ، ملي ګټي ورته مهمي دي ):

اوس چي هغه د ملي ګټو د لیوني له کیسې خبریږم ، د خپل سوري هم وډاریږم او رښتیاهم نور خو هرڅه ته په شکمنو سترګو کتل ځکه اړینه ده چي دلته هرڅوک د شکمنو سترګو او سولیدلو نیتونو سره ژوند خوښوي .

هغه د ملي ګټو طرفدار اورم اوس لیري ،دما بیخي ډېر لیري د غرونو په هېواد کي نور میشت سو :

وو! هغه خو پخوا چي لا ماشوم و ، دهم دې غرني هېواده دلته راکډه سو اوس چي بیرته د یو شمېر ارمانونو د ایرو بادولو لره په هسکو غرونو کي سوالګري سترګي ګنډلي ساتي ته به وایې د خپل ستومان ژوند کیسه ورته په حسرت لړلې چوپتیا کي بیانوي :

د خړوسترګو شاعر چي ډېر وختونه یې په وطاق کي دومره چوپتیا به جوړه کړې وې چي د سړي به سا ورپکي تنګه سوه او کله به یې شور په وطاق کي اتڼونه اچولي و، خو په دواړو صورتو کي به یې خړي سترګي ویاندي پاته وې .

نور یې د ژړو لنګټو او اوږدو ژیرو لرونکو خلکو په منځ کي ساه په تنګېدو وه، نوځکه یې یو داسي مصروف او نالیدلي ښار ته پېښه راوکړه چي هرڅه ورته نالیدلي او هرڅوک ناپېژندونکي ورته وایسېدل نویې د کلي او سیمه خبریال وریاد سو چي په هم دې ښار کي استوګن و:

د تاندي ځوانۍ نه هېریدونکي غربتو پوڼولي وختونه یې سره تېرکړي او ډېري خوږې او ترخې خاطرې د یوه او بل سره تړلي وې ، اوس په دې نااشنا ښار کي د خپل کلیوال خبریال په لټون سو :

خبریال چي اوس په خپلاسي چلندونو په دې ښار کي په بدل سوي نوم سره پیژندون درلود نو په خپل اصل نوم چانه پېژندلو ، د یو شاعر ، کیسه لیکوال ، نقدڅېړونکي او خبریال په نوم یې نوی شناخت او شهرت در لاسه کړی و:

د خړو سترګو شاعر هم اوس وار خطا سو ،د ځان سره یې وویل :

ته وایې تېر وتی خو به نه یې دا به هغه نه وي کوم بل څوک به وي !

یو څه ساعت وروسته یې خبریال په یوه داسي نوې بڼه و مخ ته ولاړ ولیدو ، اوس څو،څو ځله شاعر خپلي خړي سترګي په داسي انداز ورپولې لکه چي خوب ویني یا په خپلو سترګو یې باور نه راځي چي په دومره لنډه موده کي دومره ترقي !

شین د جین پتلون ، سور شټ ،کلین شیو ، انګریزي جوړ کړي بیښتان ، تور دسکول ، دوه موبایلونه په یوه لاس کي یو موبایل په دا بل لاس کي ، په رسمي انداز یې خوله خندا ته جوړه کړه ، د حال احوال وروسته یې د تکبر او غرور په ډکه لهجه شاعر ته وویل :

فکر نه کوم دلته په دې ښار کي دي کوم داسي کار پیدا کړې چي لاس ورپوري اخته کړې ، زه کمپویټر در زده کړم د خلکو کتابونه کمپوزوه ، دا ډول به ډوډۍدرته ورسیږي ، زه هم یوازي یم دلته په دې وطاق کي به ګزاره سره کوو ترڅوځان ته یو کار ګورې !

د کمپویټر زدي کړي د ګوتو تر بریکټس وا نه وښتې اوس خو د شاعر پوښتنو او د خبریال مرچکي چلند شاعر دې ته اړ ایستلو چي خبریال سي هم داسي وسول نور به یې اوس هروخت تور دسکول په وږه کي ریکارډر په لاس کي د موضوعاتو په لټه و او د موضوعاتو فوکس به یې د افغانانو ستونځي او د افغانستان سیاست او روان حالت به و:

نور د خړو سترګو شاعر له ساړه باده برخمن سو شعري ټولګه یې هم چاپ کړه ، سریزه یې هم په (ومان نیازي) ورباندي ولیکله ، هم یې په ملګرو ویړیا وویشله ځکه پښتو کتاب خو دی د ویړیا ویشلو لپاره او بیا هلته چي پښتو نه د مکتب ژبه وي ، نه یې دفتري ژبه وي او چي څه مهال د پښتو لوستولو خبره راسي نو په ډېره سپین سترګي به درته وایي انګرېزي او اردو د روزګار ژبي دي په پښتو کي خو ډوډۍ نسته له لوږي به مړه سو.

دخړو سترګو شاعر اوس په یو ګران بیه هوټل کي کوټه په کرایه ونیوله نور دا کوټه یې کور و هم يې دفتر و هم یې د ملګرو لپاره د مسافرخانې اړتیا بشپړوله :

نور چي ټول کوریې له غرو او مندو د دې نابلده ښار استوګن وګرځولو نویې د اطمنیان رڼاوي په خړو سترګوکي اوس به هروخت په اتڼو وې او پر څېره به یې هرکله د اطمنیان ځلاوي لیدل کېدلې په خپلو کارونو به هر وخت بوخت پاته و:

د یوې بهرنۍ رادیو او ویب پاڼي لپاره یې لیکني او راپورونه برابرول چي دا ډول به یې اقتصادي ستونځي اوارولې د اولادونو په روزولو کي به یې هڅي کولې خو تخلیقي قوت یې په ژورنالیسټي بوختیاو کي سخت زیانمن سو ، زما په اند د تخلیق چینه یې نوره پر اوچېدو وه .

په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ستونځو د راسپړولو لپاره کله به تر یوه کمیپ او کله تر بل کمیپ هغه څه به یې راوسپړل چي د پاکستاني اسټبلشمنټ لپاره هیڅ د قبول وړ نه و ، د پاکستاني سیاست او په ځانګړې توګه د پښتون او بلوڅ ملت پالو ډلو دومخیزه سیاست باندي به یې نقدونه واردول چي دا هم د ډېرو شخصیاتو او ادارو لپاره د زغم وړ نه و.

دا د خړو سترګو شاعر خو د بلوڅو وسلوالو هغه پټ ځایونو ته هم ځان ورسولو چي ورتګ یې د لیوني خوب پامیږي ، دا حرکت خو یې بیخي لنډي ماران نور هم د ځان لپاره اوږده کړل هم یې را وقهرول .

اوس چي دخړو سترګو شاعر د ژوند او کورنۍ په ملتیا سلامت له دې دوږخه ، خپل جنت ته رسېدلی دی نو هروخت راترزړه سي ، یو سوړ اسویلی ورپسي وکړم خدای پاک ته یې د سلامتیا لپاره لاسونه لپه کړم د روښان مستقبل یې برخمن وغواړم ، او په دې هیله چي ( د سرو زرو مشکڼي ) به په نوي رنګ او زړه وړونکي اهنګ کي راته ډالۍ کړ ي ځکه چي حبیب الرحمن تاثیر تر خبریال بیخي ښه شاعر دی دا ځان ته موضوع ده چي ژورنالیزم زموږ څومره تکړه او د افتخار وړ نوښتګر شاعران د (خبر) په لټون خشک ، بې خوند او بې رنګ وګرځول ، چي اوس د غزل سره هم د (خبر) یا (راپور) چلند روا ساتي ، دسترګو په رپ کي غزل بشپړه کړي ، وایي هم دا اوس تازه په تازه .

 

نوشته شده در شنبه 07 اسفند 1395ساعت 12:09 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

 

لسګونه افغانې نجونه به د زروګونو رییسانو په وړاندې سندریزه ننداره وړاندې کړي

(ارکسټر) یا د افغان ښځینه موسیقکارانو یوه ډله به د سویس په داووس ښار کې د نړۍ د دریو زرو سیاسي مشرانو او رییسانو په وړاندې یو سندریز کنسرټ وړاندې کړي.

دا چې کره نېټه یې نه ده په ګوټه کړې، نو د سپوټینګ په نوم یوه غربي رسنۍ راپور ورکوي چې په لومړي ځل پنځه دېرش کسیزه ډله افغانې نجونې چې عمرونه به یې له ۱۳ تر ۲۰ کلونو پورې وي په نړیوال اقتصادي کنفرانس کې چې د سویس په داووس ښار کې جوړیږي سندریزه ننداره وړاندې کړي.

که څه چې افغاني ټولنه یوه کلتوري ټولنه ده او چندان خلګ نه غواړي چې لوڼې او خویندې دي یې په دا ډول مجلسونو کې ونډه واخلي، نو په راپور کې راغلي دي چې ددغو نجونو ډیری برخه یې په دغه کنسرټ کې په داسې حال کې ګډون کوي چې په افغانستان کې یې ژوند چندان خوندي نه دی او د ویرې له امله نه شي کولای چې په هیواد کې دننه په دا ډول کنسرټونو کې ونډه واخلي.

 

نوشته شده در شنبه 07 اسفند 1395ساعت 12:07 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

 

په غزني کې وسله والو طالبانو د سړک پر سر د دوکانونو تر مخې ناستو هغه کسانو ته چې د کاروبار په موخه د کمپیوټرونو په واسطه د خلګو کمپیوټرونو او موبایلونو ته سندرې، فلمونه، ګېمونه، عکسونه او نور مواد وراچوي خبرداری ورکړی دی چې نور دې له دې کاره لاس واخلي.

په غزنې کې د وسله والو طالبانو ځینې سرچینې وايي چې دوی څو ورځې وړاندې دغه کسانو ته اخطار ورکړی وو او د تیرې یکشنبې ورځ یې ورته اخیرې ضرب العجل ټاکلي دی، چې له دې کاره لاس واخلي ګنې له جدي غبرګون سره به مخ سي.

په غزني ښار کې هم یو شمیر هغه کسان چې د کمپیوټر پر مټ د خلګو میموریانو ته سندرې، فلمونه، ګېمونه او عکسونه وراچوي د نوم نه ښوودلو او غږ نه خپرولو په شرط رسنیو ته ویلي چې د تیرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ ورته د ټلیفون له لارې خبر ورکړل شوی چې له دغه کار څخه لاس واخلي.

خو د غزني دولتي او نظامي چارواکي وايي: وسله والو طالبانو دا کار خلګو ته د اقتصادي ضربې د رسولو په موخه کړی دی، د دغه ولایت امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امیرخیل که څه هم چې له دغه کار څخه ناخبري ښيي وايي: هغوی تل ولسي خلګو ته زیان اړولی دی، امرخیل ډاډ ورکوي چې پولیس په ټول توان د خلګو له ژدوند او مال څخه دفاع وکړي.

امیرخېل زیاتوي: روان کال په غزني کې وسله وال طالبان په خپله هیڅ موخه کې بریالي نه شول او هیڅ موخه یې ترلاسه نه کړه، چې په وینا یې اوس هڅه کوي د ولسي او غیر مسلح وګړو په منځ کې د دغه راز ګواښونو له لارې ویره خپره کړي.

 

نوشته شده در شنبه 07 اسفند 1395ساعت 10:42 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

April 3, 2016

 

د افغانستان په مرکزي ولایت غزني کې د شمالي ټلوالې یو شمېر وګړیو د ولایت مقام ته څېرمه د ښاروالي ریاست مخې ته له تېرو اتو ورځو څخه د زاړه ښاروال فریدون احمدي د ګوښه کېدو او د نوي ښاروال انجنېر نصیراحمد لیلزي د مقررېدو په خلاف د احتجاج کيږدۍ درولې او په مظاهره یې لاس پورې کړی دی، دوی ټینګار کوي چې د غزني ښاروال به تاجک او د ټلوالې سړی به وي، ګنې بل هیڅوک ورته د منلو نه دی.

 

که څه هم د دغه ښار له پاره نوی ټاکل شوی ښاروال پښتون، د غزني ولایت اوسېدونکی او د افغانستان د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني په رسمي فرمان راغلی دی او دغه احتجاج کوونکي یې له مقررېدو سره سخت مخالفت کوي، نو د مدني فعالانو، قومي مشرانو، خبریالانو، قانوندانانو، سیاسي ډلو، مبصرینو او ولسي خلګو ترڅنګ د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي هم د هغوی دا کار غیرقانوني عمل ګڼي او وايي: دغه احتجاج کوونکي د افغانستان له اساسي قانون او د ولسمشر له فرمان څخه سرغړونه کوي، دولت یې باید په خلاف په عمل لاس پوري کړي.

دوی وايي: دغه کسانو ځکه په احتجاج لاس پوري کړی دی چې له کاره د ګوښه شوي ښاروال فریدون احمدي په مرسته چې د شمالي ټلوالې سړی دی زیاتې دولتي مځکې غصب کړې او نه غواړي چې نوی ښاروال دي یې په قانوني توګه د کړنو په خلاف په عمل لاس پوري او غصب شوې مځکې ورڅخه خلاصې کړي، هغوی زیاتوي: دغه احتجاج کوونکي د خپل غصب او غیرقانوني کړنو د پټولو په موخه په خپل ناروا موقف کلک ولاړ او په هیواد په ځانګړې توګه په غزني کې د قومي او ژبني تعصب اور ته لمن وهي.

دا چې د نور افغانستان ترڅنګ په غزني کې هم د قانون د حاکمیت یو فعال تحریک ته زیاته اړتیا لیدل کیږي، نو بلې خواته بیا د غزني د ښاروالۍ ریاست مخې ته د احتجاجي کيږدۍ په خلاف، د نوي ښاروال د ګومارلو او د قانون د تطبیق په ننګه د غزني په مرکز او ځینو پښتون مېشتو ولسوالیو کې مدني ټولنو، قومي شوراګانو، رشنفکرانو او پښتنو ولسونو په مظاهرو لاس پوري کړی دی، دوی وايي هیچا ته به دا اجازه ورنه کړي چې قانون مات او د ولسمشر له فرمان څخه سرغړونه وکړي، هغوی ټینګار کوي چې په هیڅ حال کې د نوي ښاروال انجنېر نصیر احمد لیلیزي له مقررېدو څخه تېر نه دي او دا به د غزني ښاروال وي.

که څه چې د یوې سرشمېرنې په لحاظ په دغه ولایت کې یواځې اووه په سلو کې یې تاجګ او پاته نور یې پښتانه او هزاره وګړي دي، نو دغه مظاهره چیان ټینګار کوي چې دوی د قانون د تطبیق له پاره راوتلي نه دا چې د پښتانه ښاروال په ملاتړ یې مظاهرو ته مخه کړې ده، هغوی وايي: د ښاروالۍ ریاست مخې ته د کیږدۍ خلګ د پردو په اشارو روان چې له نورو ولایتونو څخه تربیه او غیر قانوني کړنو ته هڅول کیږي، چې دا د هیواد او په هیواد کې د پرتو قامونو په زیان تمامیږي.

څنګه چې د غزني ولایت له اتلسو ولسوالیو څخه یې څوارلس د پښتنو اوسېدونکیو دي، نو د قانون د تطبیق په ملاتړ پښتانه مظاهره کوونکي چې تېره ورځ یې هم د کابل کندهار لویه لاره د څو ساعتونو پرمخ تړلې وه وایي: د ولایت له دوه څلوېښتو ریاستونو او امریتونو څخه یواځې څلور هغه يې له پښتنو او پاته نور یې له تاجکو او هزاره ګانو سره دي، خو دوی یې په وړاندې هیڅ غبرګون نه وو ښوودلی، نو دا چې د ټلوالي کسان د خپل ګوښه شوي ښاروال په خلاف ټینګ ولاړ دي، نو دوی به نور د خپل حق د ترلاسه کولو په موخه په قانوني او سوله ییزو لاریونو او مظاهرو لاس پوري کړي، دوی وايي: دولت هم د بې وسه تماشاچي په څېر کردار ترسره کوي او د قانون د پلې کولو په موخه په هیڅ غبرګون لاس نه پوري کوي.

 

نوشته شده در شنبه 07 اسفند 1395ساعت 10:41 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

کپی برداری بدون ذکر منبع غیر مجاز می باشد
www.sharghi.net & www.kafkon.com & www.naztarin.com
💬 نظرات کاربران
💬ثبت نام کاربران
💬ورود کاربران