لیکوال: حبیب الرحمن تاثیر
کله چې د تیرې شنبې په ماښام د سولې عالي شورا رییس او د اسلامي محاذ ګوند مشر پیر سید احمدګیلاني په ناڅاپي توګه ساه ورکړه، نو له هغه وروسته ځینو فیسبوکي کوتافکرو او عقلي نابالیغو د هغه په روحاني اروا پسې په بدرد ویلو خوله خلاصه کړه او خپل سولیدلي، ناکاره او تر وخت تیر تنقیصي تورې یې د هغه په خلاف کاول پیل کړل، چې دا د دې ټولنې د ځینو خلګو له زړو عادتونو څخه یو ګڼل کیږي او دا د هغوی علمي استعدادي تنقید نه، بلکې د هغوی د جاهلانه تنقیص هغه څه ثابتوي چې دغه ټولنه هر وخت او هره لحظه ورڅخه کړیږي، ځکه چې دا خلګ تر اوسه پورې د مثبت او منفي نقد له اصولو څخه ناخبر پاته دي.

له پیر سید احمد ګیلاني سره د پیرۍ او مریدۍ د رشتې ترڅنګ نه نظریاتي، نه ګوندي او نه جهادي تړاو لرم، خو د هغه روحاني اروا ته د سپکاوي له امله دې ته اړ شوم چې څه دي ولیکم، تنقیص نه بلکې تنقید هم وکړم او دا هم روښانه کړم چې زه په شخصي توګه نه د خلق ډیموکراټیک ګوند د نظریې او نظام پلوی پاته شوی یم او نه په افغانستان کې له (الفه تر یې) د مجاهدینو د هیڅ ګوند د جهاد پلوی وم او نه به یم، ځکه چې: دا امریکایي او پاکستانۍ ډرامه وه چې په برخه برخه چلیږي، خو په افغانستان کې د ډیری نورو خلګو ترڅنګ پیر صاحب هم د شوروي اتحاد د سرو لښکرو په وړاندې په عقیدوي توګه د جهاد په تاوده سنګر کې ودریده، ښه وو بد وو دا بیله خبره ده خو کله چې د روسانو له وتو او (خلقي) نظام له ړنګیدو وروسته مجاهدین کابل ته ننوتل نو د پیر صاحب په مشرۍ (اسلامي محاذ ګوند) یوواځینی ګوند وو چې نور یې جګړې ته د پای ټکی کښېښود.
کله چې کلونه وړاندې په افغانستان کې د مجاهدینو په نوم خلګ په کابل ننوتل نو موږ ته یې هغه کابل پرېښود چې تاریخ به يې زخمونه په یاد لري، خو په خپله پیرصاحب او د دغه پیر ټول مریدان په خپلو کورونو کې د بې وسه تماشایانو په څېر کښېناستل، نه یې عزتونه لوټ کړل، نه یې کابل ړنک کړ، نه یې د خلګو په سرونو کې میخونه ټکوهل، نه یې له ښځو تیان پرې کړل، نه یې پاټکونه واچاول، نه یې له انسانانو سپي جوړ کړل او نه یې ژبني، مذهبي او سیمه ییز تعصب ته لمن ووهله، بلکې د خپل پیرانه او فقیرانه احساس له مخې یې د مجاهدینو دغو ناروا کړنو ته حیران حیران کتل او هر وخت به یې په هغوی باندې د خپل منځي سولې او یووالي غږ کاوه، خو کله چې موجوده نظام رامنځ ته شو، نو بیا یې هم د نورو مجاهدینو په رنګه نه په غصب او نه په فساد لاس پورې کړ، خو په نظام کې یې ونډه واخیسته.
نړۍ او بیا په تیره افغانان شاهدان دي چې کله هم تر پیر سید احمد ګیلاني وړاندې یو ټینګ مجاهد برهان الدین رباني د سولې شورا مشر شو نو له مجاهدینو سره د تعصب په بنیاد یې هیڅ کله نه غوښتل چې سوله دي وشي او نه یې په افغانانو د هوسایي او د ارامۍ ژوند لورونه کوله، خو وايي چې د کوټي شورا یې د سولې شورا او شریف افغانان له شره خلاص کړل، خو پیر صاحب بیا هم د خپل روحاني استعداد او خلوص په برکت له دغه مجاهدینو سره خپله مجاهدانه تربګني ونه ساتله او د ګلبدین حکمتیار غوندې سخت دریځی او د اسلامي حزب په رنګ جنګیالۍ ډله یې په مخلاصانه توګه د سولې له بهیر سره یو ځای او په دولت کې شامله کړه، دا چې دولت او په دولت کې دننه مجاهدین ورسره په یوه کمبله نه ځایېږي دا د هغوی شخصي مشکلات دي، پیرسید احمد ګیلاني په دا وروستیو کې د حزب اسلامي ترڅنګ د طالبانو له ځینو غړیو سره هم لیده کاته کړي او تر ډیره د سولې په کولو کې بریالي شوو خو مرګي انتظار ونه کړ.
که څه هم د سیمې په کچه په اوسني وخت کې په افغانستان کې د بیان ازادۍ ته زیات درناوی کیږي خو بیا هم ځینو فیسبوکي مبارزینو په داسې حال کې د پیر صاحب په عاجزه او مرحومه اروا باندې ړانده، کاڼه او ګونګي ګزارونه وکړل چې د سیمې په ځانګړې توګه د پاکستان او ایران استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې په جعلي ای ډي ګانو او یا هم د خپلو جاسوسي اشخاصو په لاس او واسطه په افغانستان کې د مېشتو قامونو او د مذهبونو د منونکیو ترمنځ ژبني، قامي، مذهبي، سمیه ییز او هر اړخیز نفاق رامنځ ته کړي، نو هغه کسان چې ځان لیکوال، روشنفکره او مدني بولي هغه خو باید د خلګو د ذهنونو د ورانولو نه بلکې د ذهنونو د جوړولو له پاره کار وکړي.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
په بلوچستان کې د پاکستاني استخباراتي ادارو او ملیشو د ظلم او تیري په وړاندې په بلوچستان ایالت کې له بلوڅو میرمنو څخه وروسته په قبایلي سیمو کې هم پښتنې میرمنې د پاکستان پوځ په خلاف میدان ته وتلې دي او په مظاهره یې لاس پورې کړی دی.

د تیرې شنبې په ورځ دغه میرمنو په داسې حال کې د قبایلي سیمې په مومندو ایجنسي کې د پاکستاني پوځ په خلاف مظاهره وکړه چې د دغه پوځ په خلاف یې شهارونه ورکول او ویل یې د پاکستان پوځ په دغه هیواد کې د بلوڅو او پښتنو ځوانانو په تښتولو او بیا وژلو کې لاس لري.
دوی ویل: یوواځې د دغه ایجنسۍ ډیری کسان د دغه ادارو له لورې تښتول شوي او تر اوسه یې هڅ درک هم نه دی مالوم، هغوی غوښتنه کوله که دغه کسان راخوشي نه شي نو دوی به په لویو مظاهرو او لاریونونو لاس پوري کړي.
دغه میرمنو د پاکستاني پوځ او ملیشو ترڅنګ د هغه قبایلي مشرانو په خلاف هم نارې وهلې چې پاکستان ته وفادار او د پښتنو او قبایلو په وروسته پاته ساتلو کې د پاکستاني دولت ترڅنګ ولاړ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان له جوړیدو سره سم په دغه هیواد کې پرته له پنجابیانو نور د ټولو قامونو سیاسي ځوانان د ناڅرګنده کسانو له لورې تښتول کيږي او وروسته یې خراب سوي مړي موندل کیږي، چې ډیری برخه یې بلوڅان دي او د هغوی کورنۍ یې پړه د پاکستان په پوځ، استخباراتي ادارو او امنیتي ملیشو وراچوي.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
امنیتي چارواکي وايي: د کابل ـ کندهار پر لویه لاره په غزني ولایت کې په واوره کې بند سلګونه کسان یې ژغوري دي.
د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ امنیه قومندان انجنیرلطف الله کامران وايي: د خپلو امنیتي ځواکونو په مرسته یې د غزني د قرباغ او مقر ولسوالیو ترمنځ په واوره کې بند خواو شا ۶۶۰ کسان ژغورلي دي.

هغه زیاتوي: دغه موټران چې زیاته برخه یې د کندهار له لوري کابل او غزني ته روان وو د غزني د قره باغ او مقر ولسوالیو ترمنځ په واوره کې نښتي وو او د دغه مسافرو ژوند له خطر سره مخ وو.
هغه زیاتوي: دا چې د قره باغ لوري ته واوره هم زیاته وه او د خوړو بند بست یې هم ناممکن وو نو له دې امله مو دغه کسان چې ښځې او ماشومان هم ورسره وو د امنیتي ځواکونو او پوځي رېنجرو، ټانګونو او نورو وسایلو په مرسته بیرته د مقر بازار ته ورسول.
دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې د زیاتو واورو وریدو له امله د ولایت مرکز او اتو ولسوالیو ترمنځ هم مواصلاتي لاره قطع شوې ده او د دغه لارو د بندیدو له امله نن د غزني ولایتي شورا ریس او ځینې غړي چې له مالستان څخه د غزني پر لاره په څو ساعته بند پاته وو.
هیره دي نه وي چې د غزني ولایت امینه قومنداني هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې د واورې د وریدو او د توپاني هوا د راتلو امله له خلګو غوښتي ترڅو د شنبې له مازیګره بیا د یکشبې تر مازیګر پورې له سفر کولو څخه ډډه وکړي. خو داسې راپورونه هم ورکول کیږي چې د غزني د مقر او د زابل د شاجوی ولسوالیو ترمنځ هم ځینې موټران لا هم بند پاته دي چې ډیری کسان په کې سپاره دي.
h.taseer@gmail.com
0774425580
نن د ورځې د افغانستان ملي ټیم او نامیبیا ترمنځ د صحرا کرکټ جام دریمه لوبه کیږي.
که څه هم چې تیرې دواړې لوبې ماخوستن تر سره سوې دي، خو نننۍ لوبه به د ورځې او د کابل په وخت دوه نیمې بجې د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیلېږي.
د شل اورونو په دغو لوبو کې افغانستان خپلې مخکنۍ دوه مسابقې یوه له متحد عرب اماراتو او بله له ایرلنډه ګټلې دي.
دا لوبې دلته کتلی شئ:
http://www.espncricinfo.com/desert-t20-challenge/engine/match/1074958.html
د باچاخان پوهنتون محصليني ـ له دولتي انتظاماتو مطمينه نه يو
په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون له برید څخه وروسته په دغه پوهنتون کې ښځینه محصلینې ویره څرګندوي. خو هغوی وايي بيا به هم زدکړو ته دوام ورکړي. بشپړ راپور دلته واورئ:
http://www.dw.com/ps/د-باچاخان-پوهنتون-محصليني-ـ-له-دولتي-انتظاماتو-مطمينه-نه-يو/a-19080186
افغان کرکټ ټیم نن ماخوستن په اماراتو کې له ایرلنډ سره لوبه کوي
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسؤل فرید هوتک وايي: د افغانستان د کرکټ ملي ټيم نن په ابوظبۍ کې له ايرلنډ سره په الف ګروپ کې د کرکټ مسابقه لري.
د هوتک په خبره: افغانستان به په دې ګروپ کې خپله دويمه مسابقه له متحده عرب اماراتو سره په ابوظبۍ کې د دوشنبې په ورځ ترسره کړي.
هغه زیاتوي: درېيمه ګروپي مسابقه به په دوبۍ کې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ له ناميبيايي کرکیټ ډلې سره ولري.
په(الف) ګروپ کې افغانستان، ایرلنډ، نامیبیا او کوربه هېواد متحده عربي امارات سره یوځای شوي دي او په (ب) ګروپ کې به سکاتلنډ، عمان او هالنډ لوبې وکړي.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له راتګ سره سم د نورو ناخوالو ترڅنګ یو ناسور د مخدره موادو د کښت هم راغی چې په هیواد کې د سړو، ښځو او ان د ماشومانو له لورې د استعمال ترڅنګ ځینو ځنګلوریو هیواددونو او بیا نورې نړۍ ته پسې قاچاقېږي چې افغانستان په نړۍ کې د دغه توکیو د کښت، قاچاق، استعمال او کاروبار په قطار کې لومړی مقام لري.
که څه هم چې د افغانستان په مرکزي سیمو په ځانګړې توګه په غزني کې د دغه توکیو کښت بېخي لږ ترسترګو کیږي خو بیا هم د دغه موادو له استعمال څخه د دغه ولایت په زرګونه کورنۍ او د کورنیو غړي ځورېږي، چې له امله یې د نور افغانستان ترڅنګ په دغه سیمه کې هم ځوانان، مېرمنې او ماشومان اخلاقي فساد، غلاوو، جګړې او ځینو نورو بدمرغیو ته مخه کوي.
څنګه چې په افغانستان کې د وسله والو ځینې سیمه ییزې جګړې او د ځینو پولیسو ناسمه دنده هم د دغه مخدره توکیو په کاروبار او استعمال پورې تړاو بلل کیږي، نو په غزني کې مدني فعال جمیل وقار وایې: کورنی تاوتریخوالی ورڅخه زیږي او استعدادونه ورڅخه ضایع کیږي، هغه زیاتوي: ((افغانستان د نړۍ نیږدې ۹۹ سلنه مخدره مواد تولیدوي، له بده مرغه په دې وروستیو کې په دې هېواد کې په مخدره موادو د روږدو کسانو شمېر هم مخ په زیاتېدو دی، د اخلاقي فساد، غلا او جګړو سربېره ټولنه له یو شمېر نورو ناخوالو هم متضرره کوي، کورنۍ تاوتریخوالی، بې کاري، په مخدره موادو روږدي کسان د ټولنې په اوږو بار هغه بدمرغۍ دي چې له مخدره موادو څخه را زېږيږي)).
که ځینې کسان د مخدره مواد مخنیوی د هغوی په قانوني ګرځولو او نورې نړۍ ته په استولو او په درملو کې ورڅخه په کار اخیستلو، زعفرانو او نورو دا ډول کښتونو ته د خلګو په پام اړولو او په دې برخه کې له بزګرانو سره په مرسته کولو، د مخدره موادو د قاچاق په مخنیوي او د افغانستان د سرحدونه په مظبوطولو، د هغه زورواکيو او دولتي چارواکیو چې په دولت کې پر لویو ځوکیو ناست او د قاچاقبرو ډلو ملاتړ کوي د هغوی د نیولو او محاکمه کولو، د هغه ځایونو چې مخدره مواد په کې پلورل کیږي له هغوی څخه د دولتي چارواکیو د سرپرستۍ د لرې کولو او له منځه وړلو پورې تړي.
خو ځینې نور بیا د دغه کښت او استعمال د مخنیوي له پاره ځینې نور لارې چارې سنجوي او وايي: د روږديو کسانو تداوي کول تر څو هغوی ورڅخه لاس واخلي او اعتبار یې راټیټ شي، د ملا امامانو، محلي شوراګانو او ځینې غونډو او ورکشاپونو په وایسطه په خلګو کې په عامه پوهاوي پوري تړي، نو په غزني کې د خبریالانو د ټولنې مشر محمد عارف نوري وايي: ((که بزګرو ته د نورو شیانو د ساتلو له پاره سړې خونې جوړې شي او دغه سبزیات یې په غیر موسمونو کې ښې پیسې ورته وګټي شاید د تاریاکو د حرام کښت له کرلو څخه لاس واخلي))
دا چې افغانستان د نورو ناخوالو ترڅنګ له اداري فساد څخه هم ځورېږي نو ډاکټر نظر افغان باور لري چې: ((که د فساد مخه ونیول شي نو د مخدره موادو د کښت، قاچاق، کاروبار او استعمال مخه ورسره ډب کیدی شي))، ځکه د ده په فکر د دغه ناروا عمل تر شا د اداري فساد لاس کیدی شي.
څنګه چې ډیری د نظر خاوندان د دغه کار د مخنیوي له پاره بېلا بېلې لارې بیانوي، نو په ختیځ زون کې د اسوشیټیډ پریس فوټو ژورنالیسټ انور دانشیار بیا درې اساسي لارې ښیې چې د کونکارو او نورو مخدره موادو د کښت او کاروبار مخه ورسره نیول کیدل شي، د ده په خپره: ((د امنیت ټینګول، ځکه کوکنار په هغه ځایونو کې کرل کیږي چې وسله وال په کې جنګیږي او امنیت نه شته، دوهم خلګو ته په سهي مانا عامه پوهاوی ورکول، ترڅو خلګ په ټولیزه توګه د دغه شیانو له اقتصادي، ځاني، روغتیايي، کلتوري، امنیتي او نورو زیانونه څخه خبره شي، دریم په شفاف ډول خلګو ته د اصلاح شویو تخمونو بدیل، که څه هم چې دا پروسه د افغانستان دولت له لورې افغان بزګرو ته پیل شوې وه خو د سیمې د خانانو، ملکانو، ولسوالانو، مشرانو، پولیسو او ځینو نورو اشخاصو له لورې د لاسوهنې له امله ناکامه او ناکاره شوه)).
څنګه چې افغانستان په مذهب باوري ټولنه ده او خلګ ورته زیات درناوی کوي نو ځینې کسان بیا وايي چې تر څو پورې دغه مخدره مواد، د هغوی کښت، کاروبار او استعمال په مطلق ډول حرام نه وي ګڼل شوي تر هغې پورې یې مخنیوی ناشونی کار دی، خو بیا هم د هغوی مطلق حرام ګڼل ځکه ناشونی کار ګڼل کیږي چې ویل کیږي ځینې جګړې د همدغه کار په موخه پر مخ وړل کیږي، چې هلمند یې بېلګه بلل کیږی.
By: Habib Urehman Taseer
h.taseer@gmail.com
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
د غزني ښاروال له خپلې دندې لاس پر سر شو.
د غزني ښاروال فریدون احمدي نن په یوه غونډه کې د ښار خلګو ته خپل کلني حسابونه ورکړل او وروسته یې استفا ورکړه.
که هم تراوسه پورې د هغه استفا منظور شوې نه ده، خو هغه خپله استفا به داسې حال کې وړاندې کوي چې د هغه په سر په غزني کې ځینې جنجالونه راپور شوي وو.
خو تر دې وړاندې په خواله رسنیو کې ځینو خلګو لیکلي وو چې فریدون احمدي له دندې لري کړی شوی دی.
ځینې سندرغاړې، په سندرو ځوانان نشه یي توکیو ته هڅوي
راپور: حبیب الرحمن تاثیر کلید راډیو، غزنی
څنګه چې ویل کیږي ځینې شاعران او سندرغاړې په خپلو شعرونو او سندرو کې اخلاقي فساد خپروي، نو ځیني د نظر خاوندان بیا وايي: ځینې شاعران او سندرغاړي په ځانګړې توګه ښځینه سندرغاړې په خپلو بې مانا او بې مفهومو سندرو ځوانان د مخدره موادو کارولو ته هڅوي.
دوی وايي هغه ښځینه سندرغاړې چې په خپلو سندرو کې د سیګریټو، چرسو او یا شرابو صفتونه کوي، ځوانان د بیلارۍ لوري ته بیايي او دغه سندرغاړې نه شعر، نه موسیقي او نه هم د اصیلې موسیقي د اصیلو اوریدونکیو ذوق ته ګورې، بلکې د یو څو متعدانو له پاره چې څه په خوله ورځي وايي يي.
شاعر او لیکوال اجمل بلهار جلالزي وايي: دغه سندرغاړې چې د مخدره موادو سندرې وايي لومړی خو دغه شاعري ته موږ شاعري نه شو ویلای، دوهم دا چې د دغه سندرو تر ګټو زیان زیات دی، دی وايي د تعجب خبره دا ده چې په ټول هیواد کې د عامو مجالسو ترڅنګ په راډیوګانو او تلویزیونو کې شپه او ورځ دغه سندرې خپریږي خو هیڅوک یې مخنیوی نه کوي.
دا چې سندرې د ذوق د خړوبولو، د اروا د تازه کولو او خوند اخیستلو په موخه ویل کیږي او اوریدل کیږي، نو خیال محمد زماني وايي: دغې سندرې ځوانان له حقیقي، هیوادنۍ او پاکې مینې څخه ناسم لور ته بیايي، دی زیاتوي دا هغه بد اعمال دي چې په سندرو کې یې موږ اورو او ګورو، له بده مرغه څوک نه شته چې مخه یې ونیسي.
څنګه چې دا ډول سندرې او له هغوی سره نیمه بربنډه نڅا د پردي فرهنګ برخه ګڼل کيږي، نو د جانداد جهاني په نوم یو ځوان باور ورکوی چې: دغه سندرغاړې په غیر مستقیم ډول غلط پیغام خپروي، جهاني زیاتوي: له دې پرته چې ځوانان مخدره موادو ته وهڅوي اخلاقي فساد، بې حیايي او ځینې نورې غلطې لارې دی چې له دغه سندرو څخه زیږي.
دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي که روږدي کسان یوځل هم په نشه اموخته شي او هغوی یې د پرېښوودلو هڅه کوي، خو بیا یې هم همدغه سندرغاړې په سندرو کې په یوه یوه سګریټي روږدي ساتي.
دا د هغه ۱۵ کلنې سحر خبرې دي چې ډیری وخت د تخار د چارواکیو او پولیسو ترڅنګ د ځینو ولسي خلګو د جنسي حوس ښکار شوې ده، له نادانۍ، مجبورۍ او ناپوهۍ څخه د جنسي خواهشاتو ښکار شوې (سحر) اوس هیڅ اسره نه لري او په ټیټو سترګو د ټولنې خلګو ته ګوري.
2017-01-12
سحر جانې! ته ګیله مه کوه، خپه کېږه مه، زما د وطن د ځینو خلګو جنسي هواهشات لکه: زما د وطن د ساړه ژمي په وارو پوښلیو غرو لیوان وږي شوي دي.
سحر جانې! ته ګیله مه کوه، خپه کېږه مه، زما د وطن د ځینو خلګو جنسي هواهشات لکه: د دوبي په سره ګرمي، ویړه دښته او ټکڼه غرمه کې د جل وهلي مساپر تندې اخیستي دي.
سحر جانې! ته ګیله مه کوه، خپه کېږه مه، زما د وطن د ځینو خلګو جنسي هواهشات لکه: د تورې شپې لار ورکی نابینا چې هر ځای یې لاس ولګیده، سرپه نه کوي.
سحر جانې! ستا په نازک وجود په یوه وار د نهو لیونیو سپو حمله لومړی وار نه ده،بلکې په دې وطن کې په وار وار ستا په رنګه نازک بدنونه دغه لیونو سپو داړلي دي.
سحر جانې!
موږ تاته شرمینده یو.
موږ تاته خړمخي یو.
مو وبخښه، موږ وبخښه
ورود کاربران
خوش آمدید! لطفا وارد حساب خود شوید