راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 August 2, 2016

 

امنیتي چارواکو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د روزنې پر یو مرکز د بي پیلوټه الوتکو د بریدونو په پایله کې د یو پاکستاني جنرال او پوځي افسر په ګډون وسله والو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي او دغه مرکز یې په بشپړه توګه له منځه وړی دی.

د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل وايي: په هیواد کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو سهار وختي د وسله والو طالبانو د روزنې او کمانډویانو ستر مرکز په نښه کړ چې د یوه پاکستاني جنرال کامران، د هغه د مرستیال او پاکستاني پوځي افسر شوکت علي په ګډون (۵۰) تنه په کې وژل شوي او ډیری نور یې ټپیان دي، چې دغه پاکستاني جنرال په یاد روزنیز مرکز کې د دولت وسله والو مخالفینو ته پوځي زدکړې ورکولې.

 

هغه وویل: «د ګیلان ولسوالۍ په نوي کارېز سیمه کې د پیراغا تر مشرۍ لاندې د دوی د ټرېنینګ مرکز او د کمانډو یا خاصې قطعې مرکز هم وو چې په دې مرکز کې روزل شوو کسانو به تر کابله پورې تروریستي بریدونه کول په نښه شوی، چې د وژل شوو کسانو ترڅنګ (۳۵) عرادې موټرسایکلونه یې هم له منځه تللي دي، خو ملکي وګړوته کوم زیان نه دی اوښتی».

 

که د غزني امنیه قومندان د دغه وژل شوو کسانو شمیره پنځوس تنه ښيي، خو د ګیلان ولسوالۍ امینه قومندان انجنیر لطف الله کامران بیا دغه شمیره زیاته یادوي او وايي: «د یو پاکستاني جنرال چې د دغه ټرېنینګ مرکز مسوول وو او ډیری پاکستانیانو په ګډون (۶۰) تنه وژل شوي دي».

 

‎کامران په خپله فیس پاڼه لیکلي: «په ګیلان ولسوالۍ کې په ننني بمبار کې (۶۰) تنه وسله وال وژل شوي او (۹) تنه نور ټپیان دي، په وژل شوو کسانو کې ۲ تنه د ګیلان، ۱۵ تنه د اب بند او ۱۰ تنه د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي دي او پاته نور ټول کسان پاکستانیان دي.

 

که څه هم چې دا په دا وروستیو کې په افغانستان په ځانګړې توګه په غزني کې تر ټولو لوی برید بلل کېږي چې د بهرنیانو په ګډون په دومره زیات شمیر کسان په کې وژل کیږي، خو په هیواد کې مېشتو بهرنیو ځواکونو او وسله والو طالبانو تر اوسه پورې د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

 

په دغه ورځ چې په غزني کې د امریکایي الوتکو برید ترسره کیږي نو په هلمند کې هم د دې ولایت له پاره د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالرحیم او قوماندان (مستقیم) په نوم د طالبانو یو بل مشر د نادعلي ولسوالۍ په زرغون کلي کې د بې پیلوټه الوتکې په برید ژوند له لاسه ورکوي، ورسره د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې هم په دغه ورځ ۳۷ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوړې.

 

په غزني، ننګرهار او هلمند کې د هوایي ډرون بریدونو د کېدو په ورځ د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیټر کوک د امریکايي ولسمشر بارک اوباما په امر د لومړي ځل له پاره د لېبیا په بندري ښار (سرت) کې چې د لېبیا د پخواني مشر معمر قذافي د زوکړې ځای هم دی د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکوي.

 

که په لېبیا کې په لومړي ځل دغه هوايي برید ترسره کېږي، خو په نړۍ واله کچه امریکايي بې پیلوټه الوتکو په ډیری هیوادونو کې دا ډول بریدونه کړي چې تر ټولو زیات یې په پاکستان ورپسې په افغانستان بیا په یمن او له هغه وروسته په سومالیه کې شوي دي.

 

په پاکستان کې له دوه زره څلورم (۲۰۰۴م) کال څخه نیولې تر دوه زره شپاړسم (۲۰۱۶م) کال پورې څلورسوه درویشت (۴۲۳) ډرون بریدونه شوي دي چې اخیري برید یې د افغان وسله والو طالبانو مشر ملا محمد اختر منصور وواژه او تر ټولو زیات بریدونه په دوه زره لسم (۲۰۱۰م) کال کې شوي دي چې شمير يې یوسل دوه ویشت (۱۲۲) وو.

 

په دغه بریدونو کې تر یوه درزن زیات کورني او دومره بهرني وسل وال قومندانان وژل شوي دي، خو د عامو وسله والو او ملکي وګړو شمېر یې زرګونو تنو ته رسیږي او ټولې لس سیمې په کې په نخښه شوې دي.

 

په افغانستان کې هم درې سوه (۳۰۰) بریدونه شوي دي چې په دا وروستیو کې یې ډېری وخت داعش وسله وال په کې په نخښه کېږي، خو وسله وال طالبان یې هم زیات وژلي دي او په یمن کې د دغه بریدونو شمېر یوسل شل (۱۲۰) دي، خو په سومالیه کې بیا دا شمېره تر ټولو ټیټه ده او یواځې نهه ویشت (۲۹) بریدونه شوي دي.

 

که د دغه بریدونه شمېر په دوه زره لسم کال کې تر ټولو زیات وو، خو دا بریدونه د امریکايي ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ په دوره کې څو چند زیات شوي وو چې درې سوه (۳۰۰) فیصده زیاتوالی په کې راغلی وو.

 

 

نوشته شده در چهارشنبه 10 مرداد 1397ساعت 20:58 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

حبیب الرحمن تاثیر

 

کله چې د کافرستان په کالاشو قوم کې یو کس مري نو د هغه د قبیلې، کلي او کور خلګ د عقیدې، مذهب او کلتور له مخې تر څو ورځو پورې پر مړي سندرې وايي، ډولونه وهي او اتڼونه کوي، خو بختور به هغه وي چې دا لړۍ ورباندې تر ډیره وغځیږي، تر څو د مړي اروا خوشحاله او ګناهونه یې پاک شي، خو په غزني کې بیا له څو ورځو پرته له عقیدې، مذهي رسوماتو، ټولنیزو رواجونو، کلتوري اخلاص او قامي وفادارۍ څخه د مړو پر سر سیاسي، اقتصادي او د چوکۍ ساتلو اتڼ شروع دی.

د تیرې شنبې په ورځ د غزني د قره باغ ولسوالۍ سلګونه ولسي خلګو له هغه وروسته د کابل کندهار لویه لار وتړله او په غزني ښار کې یې مظاهره پیل کړه چې د دوی په وینا اربکي پولیسو یې پر کلي غدۍ وروړې، مظاهره کوونکي چې د وژل سویو کسانو مړي یې له ځان سره د احتجاج په موخه راوړي وايي د یادې ولسوالۍ د نېختې په نوم د هزاره ګانو د کلي اربکیان د پښتنو د شېراباد کلي یوه کور ته د شپې مهال ننوتي چې پلار او پنځه کلن زوی یې وژلي، دوه تنه یې ټپیان کړي او د کور دوه تنه نور یې له ځان سره وړي، چې لا یې هم برخلیک نه دی څرګند.

مظاهرې، مدني حرکتونه، احتجاجونه او له دې لارې حق غوښتل هغه نړیوالې کړنې دي چې اوس موږ هم سوکه سوکه ورڅخه برخمن کیږو، خو چې دغه مظاهرې، مدني حرکتونه، احتجاجونه او له دې لارې حق غوښنل د پردیو له سیاست، مفاداتو او ځینو نورو خود غرضیو څخه پاک وي، لکه څنګه چې په غزني کې روان احتجاج د یوه مقدس هدف په موخه پیل شوی وو، خو وروسته یې سوکه سوکه سیاسي بڼه خپله کړه، چې اوس یې ځیني کسان لکه د بزکشي لوبې سخوندر یو بل لور ته زغلوي.

د دغه مظاهرې ډیری برخه ولسي خلګ چې له غم ځپلې کورنۍ سره خپله خواخوږي لري او په اجتجاج ناست دي په دې ټنیګار کوي چې انصاف دي وشي، تښتول شوي کسان دي راخوښي شي، قاتلین دي سزا شي او د دغه دوو کلیو ترمنځ دي سل کلنه لانجه په قانوني، اصولي او حقوقي ډول پای ته ورسیږي، خو په مظاهره کې ننوتي ځیني عناصر بیا د دغه کسانو پر خوله لاس نیسي او له موقع ګټه پورته کوي، سیاسي عقدې پر مخ وړي او وايي: د غزني والي، امینه قومندان او ځیني نور دولتي او امنیتي کسان دي له دندې ګوښه شي، که نه مظاهرو ته به دوام ورکړي.

دا چې د غزني ولایتي شورا د خپلو سیاسي ملحوظاتو په بنا د نابالغه نندارچي په توګه ناورین ته لاس ترزنې ګوري او ځینې غړي یې د والي د لرې کولو په هڅو لګیا دي، خو والي انجنیر عبدالکریم متین بیا د خپلې چوکۍ د ساتلو په موخه حق حقدار ته له سپارلو، مجرمانو ته له سزا ورکولو او د نیول شویو کسانو له راخلاصولو څخه پرته له اعتراض کوونکیو د مظاهرو ختمولو غوښتنه او له ځینو خلګو د دریمګړيتوب هیله کوي، چې دا د هغه کوتافکري ده.

څنګه چې غزنی له تیرو دریو کالو څخه په سیاسي لحاظ ليوانو ته غورځول شوی دی، نو د دغه ولایت انجنیر محمد خان چې لومړی ځل د خپل ولایت په درد ځان خبروي د مظاهرو ختمول غواړي او وايي: لومړۍ غوښتنه يې دا ده چې لاره دي خلاصه او مړي دي خاور ته وسپارل شي، چې دا خبره نه کوم انصاف نه او نه هم کوم قانون دی.

که ځیني خود غرض عناصر د خپلو شخصي، سیاسي، اقتصادي او نورو نامشروع ګټو له پاره په دغه ولسي ناورین کې ښکېل او ځان ته یې کښوي، خو پښتانه متل کوي: «غم دی د لالي پر سر چټه دي تازه ګرزي» هغه دا چې د وژل شویو، ټپي شویو او تښتول شویو کسانو کورنۍ له ویر او پر لاره بند مساپر د سړځګۍ، لوږې، تندې او ناروغیو څخه ګړیږي.

د دې ټولو ګټو او زیانونو ترڅنګ د سیمې د ځینو هیوادونو استخباراتي کړۍ به هم خپل اهداف سنجوي او د تل په څېر به دغه اور ته لمن وهي چې پښتانه او هزاره قومونه په دې پلمه په جګړه سره واچوي، که افغان ولسمشر محمداشرف غني په مستقیم ډول په دغه پېښه کې دخیل نه شي او د حل لارې چارې یې پیدا نه کړي لاسوهنې به په کې ډیرې او ستونځې به یې زیاتې شي، نه دا چې په لیږل شوي بې کفایته هیت کفایت وکړي.

 

نوشته شده در چهارشنبه 16 اسفند 1396ساعت 23:33 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

 

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

د تیرې شنبې په ورځ د غزني د قره باغ ولسوالۍ سلګونه ولسي خلګو له هغه وروسته د کابل کندهار لویه لار د څلورو ورځو له پاره وتړله او په غزني ښار کې یې مظاهره پیل کړه چې د دوی په وینا اربکي پولیسو یې پر کلي غدۍ وروړې او د مرګ ژوبلې وراړولو ترڅنګ یې دوه تنه له ځان سره وړي دي.

مظاهره  کوونکي چې د وژل سویو کسانو مړي یې له ځان سره د احتجاج په موخه راوړي وايي د غزني د قره باغ ولسوالۍ د نېختې په نوم د هزاره ګانو د کلي اربکیان د پښتنو د شېراباد کلي یوه کور ته د شپې مهال ننوتي چې پلار او پنځه کلن زوی یې وژلي، دوه تنه یې ټپیان کړي او د کور دوه تنه نور یې له ځان سره وړي دي.

دغه مظاهرچیانو د غزني په مرکز کې د ښار په بیلو بیلو برخو درې ځایه د اعتراض خیمې درولې او مظاهره یې پیل کړې ده، دوی وايي تر هغوی به خپلو مظاهرو او د لارې تړلو ته دوام ورکوي تر څو چې یې دولت د وژل سویو، ټپي سویو او تښتول سویو کسانو عاملینو ته سزا ورکړې نه وي.

که دغه مظاهرچیانو له تېرو څلورو ورځو څخه په  سوله ییز اعتراض لاس پورې کړی دی، خو مظاهره کوونکي وايي: د دوشنبې او سه شنبې په منځنۍ شپه شاوخوا دوولس بجې افغان امنیتي ځواکونو پر مظاهرچیانو ډزې کړې د تحصن خیمه یې وروسوځولې او څلور تنه مظاهره کوونکي یې ټپیان کړي دي.

که څه هم چې دغه مظاهره ورځ تربلې غښتلې کیږي او د خلګو شمیر په کې زیاتیږي، نو د غزني ولایت ویاند محمد عارف نوري وايي د پېښې د ځیړلو او پای ته رسولو په  موخه له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه یو پلاوی راغلی، تر څو ستونځي ته د پای ټکی کښیږدي.

که له تیرو څلورو ورځو څخه د غزني ولسونه د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه په احتجاج ناست دي، خو د دغه احتجاجونو لړۍ له غزني څخه د هیواد مرکز کابل ته هم غځېدلې ده، چې د سه شنبې له ورځې یې په ملاتړ په کابل کې مظاهرې پیل سوې او نن د کابل په عیدګاه جومات کې سلګونه کسان سره راټول سوي وو.

د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې وخت په وخت د پښتو او هزاره قومونو ترمنځ شخړې رامنځ ته شوې دي چې وخت په وخت یې مرګ ژوبله هم اړولې ده، خو ډیری کسان په دې باور دي که د دغه خلګو ستونځه حل نه سي او د پېښې عاملینو ته له قانون سره سمه سزا ور نه کړل سي، ناسمې پایلې به یې رامنځ سي.

که یوې خواته نن د احتجاج په څلورمه ورځ په غزني ښار کې ټول دوکانونه او کاروباري مرکزونه هم د دغه پېښې په خلاف په احتجاجي توګه تړل شوي دي، خو بلې خواته د غزني د قره باغ په سیمه کې د کابل کندهار پر لویه لار سلګونه موټران بند پاته دي او زرګونه مساپر یې له سړځګۍ، لوږې او ناروغیو څخه کړیږي.

یاده دي وي چې د قرباغ  نیختې او شېراباد کلیو ترمنځ له تیرو څو کلونو څخه د اوبو پر سر جنجال رامنځ ته شوی دی، خو په اوسني وخت کې یې زور اخیستی وخت په وخت یې کیسه تر مرګ ژوبلې رسیږي، خو دا لومړی ځل دی چې په هزاره قوم پورې تړلي اربکیان د پښتنو پر کورونو ورخیږي او مرګ ژوبله اړوي.

 

نوشته شده در سه‌شنبه 15 اسفند 1396ساعت 17:54 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

 

د کابل، کوټي، پېښور او کراچۍ ترڅنګ پرون شنبه په غزني کې هم د پښتو ژبې د وتلي او منلي شاعر او لیکوال ریاض تسنیم ویر غونډه وسوه، دغه غونډه چې د کلیوال ملګري ټولنې لورې جوړه سوې وه، په کې د دغه ولایت ګڼ شمیر شاعرانو، لیکوالو، ژورنالیسټانو، ځوانانو، مدني فعالانو او د شعر او ادب مینه والو ګډون کړی وو.

 

د یادې ټولنې مشر انعام الله ګوهر وویل: خدای بخښلی ریاض تسنیم هغه شاعر او لیکوال وو چې په اوسني وخت کې یې ساری ډیر کم لیدل کیږي، انعام الله ګوهر زیاتوي: که څه هم چې ارواښاد تسنیم د نثر په برخه کې ډیر اثار لري خو د شعر په برخه کې یې هره خبره د کاڼي کرښه کڼل کیږي.

 که د غزني ترڅنګ په ځینو نورو ځایونو کې د ارواښاد ریاض تسنیم ویر غونډې نیول سوې دي، نو لیکوال، شاعر او ژورنالیسټ حبیب الرحمن تاثیر ارواښاد ریاض تسنیم د پراخ ذهن څښتن شاعر او لیکوال یاد کړ او ویې ویل: همیشه یې پښتنو ته د نوي ژوند او مثبت فکر خبره کړې ده، هغه زیاته کړه: ریاض تسنیم هغه شاعر او لیکوال دی چې د نورو ترڅنګ یې د لوی افغانستان د جوړیدو خبره کوله.

 دا چې ریاض تسنیم په پښتنو کې د جدید غزل او جدیدې شاعري له سرخیلو څخه ګڼل کیږي، نو ځوان لیکوال او د لوی افغانستان تحریک مشر جمیل وقار وايي د خپلو افکار شعرونو او لیکنو له لارې یې پر پښتنو د یووالي او مترقي ژوند غږ کړی دی، جمیل وقار زیاتوي: له دغه غونډو څخه څرګندیږي چې هغه د لوړ فکر شخصت وو.

 یاده دي وي چې ریاض تسنیم د کورمې ایجنسۍ اوسیدونکی وو چې دا وخت یې په کراچۍ ښار کې ژوند کاوو او د تیرې دوشنبې په ورځ د ډسامبر په څلورمه نیټه یې د ورپېښې ناروغۍ له امله له ژوند سره مخه ښه وکړه، ریاض تسنیم له خپلو مینه والو سره په داسې حال کې د تل له پاره مخه ښه وکړه چې هغوی ته یې په میراث کې پنځه کتابونه چې درې یې شعري او دوه یې هم نثري دي پرېښوو دل.

 

نوشته شده در شنبه 18 آذر 1396ساعت 21:35 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

نن یک شنبه د مېزان میاشتې په ۲۴مه نېټه په غزني کې د افغانې سرې میاشتې له لورې (د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په مناسبت) یوه پرتمینه غونډه وشوه، په دغه غونډه کې چې د دغه ټولنې په ریاست تر سره شوه، په کې د سرې میاشتې کارکاوونکو ترڅنګ د دغې ټولنې رضاکارانو، ځینو دولتي چارواکیو، قومي مشرانو، علماء کرامو، ژورنالیسټانو، مدنی فعالانو، مېرمنو او لسګونو ولسي خلګو ګډون کړی وو.

دغه غونډه چې د قرآن کریم په مقدسو ایاتونو سره پیل شوه په لومړي سر کې د دغې ټولنې سرپرست ریئس عبدالعلیم نوري خپله وینا وکړه، هغه په خپلو خبرو کې افغاني سره میاست یوه بې طرفه ټولنه وبلله او غوښته یې وکړه چې: دولت، د دولت وسله وال مخالفین او ولسي خلګ دي ورسره همکاري وکړي.

نوري ټینګار وکړ چې په جګړه کې ښکېل لوري دي د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو خنډ نه جوړي، تر څو د دوی کارکوونکي، له جګړې او طبیعي افتونو څخه له ځپل شويو اړمنو سره په ښه توګه مرستې وکړي او خپله فریضه ادا کړي، هغه په غزني کې له شخصي او دولتي پوهنتونو، خیریه ټولنو، ملي تجارانو او نورو شتمنو څخه له افغاني سرې میاشتې سره د مرستې غوښتنه وکړه.

سره میاشت چې د مليت، توکم، مذهبي و دیني عقيدې او سياسي نظریاتو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او تل هڅه کوي تر څو د خلکو اړتياوو ته په کتو سره د دوى پر ټپونو پټۍ کيږدي، نو ښاغلي نوري د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال او سر پرست ډاکټر میرویس اکرم رالېږلی پیغام ولوست، چې په کې راغلي وو:

(زه په غزني کې له خپلو ټولو همکارانو او د سرې میاشتې له رضاکارانو څخه خوشحاله یم او له هغوی څخه مننه کوم چې په هر حالت کې یې د هیواد له بېوزلو او اړمنو کسانو سره مرستې کړې دی، د سره صلیب او حلال احمر په رنګه په افغانستان کې په ټولیزه توګه یې بېطرفي، استقلالیت او غیر جانب دارانه لاره خپله کړې ده، د سرې میاشتې ټولنې رهبري د سره صلیب د داخلي او خارجي همکارانو د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وايي او دې کار د دوي هڅې هم متاثره کړې دي.

خوښ یم چې یو ځل بیا د افغانې سرې میاشتې ټولنې ځانګړې اونۍ لمانځو، ټول پوهیږو چې یاده ټولنه د اعانو او صدقو ټولولو او مالي پیاوړتیا په موخه په ټول هیواد کې ځانګړې اونۍ لمانځي، ځکه چې سره میاشت د دولت د مالي پانګې برخه نه ده، بلکې د هیواد د خیریه وګړو د مرستو، د سره صلیب د نړیوال غورځنګ، د نړیوالو سرو میاشتو او سرو صلیبونو، د ملي سوداګرو او خیریه ملي او نړیوالو ټولونو له لوري تمویلیږي، د افغاني سرې میاشتې ټولنه له ټولو خیریه هیوادوالو څخه هیله کوي چې د تیر په شان یو ځل بیا د بې وزلو سره د مرستې په موخه له موږ سره ملګري شي).

دا چې افغاني سره میاشت په هر وخت او هر ځای کې د خپلو پېښځپلو هیوادوالو مرستو ته ځان رسوي، نو په دغه غونډې کې په غزني کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د حوادثو مدیر ستارخان وینا وکړه، هغه په تیر یوه کال کې د افغاني سرې میاشتې په فعالیتونو رڼا واچوله او دا کال یې له خپلو لاسته راوړنو څخه ډک کال وبارله، هغه د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په مناسبت د افغانستان د ولسمشر جلالتمآب محمداشرف غني پیغام هم ولوست، چې په کې راغلي وو: (افغاني سره میاشت یوواځینۍ ملي او نړیواله بشردوستانه ټولنه ده چې په هر حالت کې یې په افغانستان کې د خپلو هیوادوالو ملاتړ او مرستې ته دوام ورکړی دی، له مصیبت ځپلو او جګړې ځپلو سره یې خپل مصولیت په ډیره ښه توګه ترسره کړی دی، چې زموږ پاک دين اسلام هم په دغه کار ټینګار کوي).

د غونډې په جریان کې د مرکزي جنوب غرب زون مدیر عبدالمستعان د افغاني سرې میاشت د سکرټر جنرال اغلې ډاکټر نېلاب مبارز پیغام د غونډې ګډونواله ته واوراوه چې په کې راغلي وو: (افغاني سره میاشت هغه ټولنه ده چې له تیرو اتیا کالو څخه د خپلو خلګو له پاره جوپړ وهي، نو موږ د دغه جوپړ د بریالیتوب له پاره له خپلو هیوادوالو په ځانګړې توګه له تجارانو او شتمنو کسانو څخه د مرستې غوښتنه کوو چې د ځانګړې اونۍ په لړ کې له خپلې سرې میاشتې سره مرسته وکړي).

د دې ترڅنګه په غونډه کې ځینو مخورینو او قومي مشرانو هم ویناوې وکړې او په غزني کې د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه یې وستایل او د هر ډول مرستو ډاډ یې ورکړ، هغوی وویل: په دا وروستیو کلونو کې په غزني کې د افغاني سرې میاشتې له فعالیتونو څخه خلګ زیات خوشحاله دي، ددې ترڅنګ د غونډې په جریان کې د افغاني سرې میاشتې د ستاینې او ډاډګیرنې په موخه ترانې او شعرونه هم د غونډې ګډونواله ته واورول شول.

یاده دي وي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنه په (۱۹۳۴) زیږدیز کال کې جوړه او په ۱۹۵۴ کال کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له لوري د نړیولوال سره صلیب او سرې میاشتې د غورځنګ د یوه غړي په توګه په رسمیت و پېژندل شوه، د (۱۹۵۵) کال د نومبر پر ۱۱ نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنه د سره صلیب او سرې میاشتې د فدراسیون د ۸۳ وم غړي په توګه ومنل شوه، چې تر اوسه یې په هیواد کې د مصبت ځپلو او پېښځپلو هیوادوالو سره مرستې ته وږه ورکړې ده.

 

نوشته شده در سه‌شنبه 25 مهر 1396ساعت 22:27 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

د پنج شنبې په ورځ د بلوچستان ایالت په بلوڅ میشته سیمه جلمکسي کې ځانمرګي بریدګر د پاکستاني امینتي سرتیرو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

پولیسو وايي چاودنه د فتح پور شریف په نوم په یوه زیارت کې په داسې حال کې شوې ده چې په زیارت کې ډیری کسان د صوفیانو موسیقۍ د اوریدو له پاره سره راټول شوي وو.

دوی وايي په دغه پېښه کې د پولیسو د یوه انسپکټر او دریو ماشومانو په ګډون  ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۶  نور په کې ټپیان دي، خو دا چې د ځینو ټپیانو حالت مرګونی بلل کیږي، نو له دې وجې د وژل سویو کسانو په شمیر کې نور هم زیاتوالی راتلی سي.

که څه هم چې په پاکستان کې ډیری وخت په مزاراتو کې دغه ډول بریدونه سوي او سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده، نو پولیس وايي د پنج شنبې په ورځ په دغه زیارت کې ګڼه ګوڼه زیاته وي نو ځکه ډیری کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه پېښه په داسې حال کې ترسره کیږي چې تر دې وړانې هم د بلوچستان په ډیری صوفیانه، زیارتونو، جوماتونو امام بارګاهو او ځینو نورو محافلو کې ځانمرګي، وسله وال او بمي بریدونه شوي دي، چې  د دغه سیمې سیاسي ډلې یې پړه د پاکستان په استخباراتي ادارو او امنیتي ځواکونو وراچوي او وايي ځکه دا کار تر سره کوي چې په دغه ایالت کې ملتپال او د خپلواکۍ تحریکونه کمزوري کړي.

دوی وايي په دې خاطر د ډیری مذهبونو منونکیو ته هم له مذهب څخه د ګوښه کیدو اخطارونه ورکول کیږي، چې ذاکریان یې د یادولو وړ دي، څه موده وړاندې په بلوچستان ایالت کې وسله والو تندلارو چې ویل کیږي د پاکستان د استخباراتي کړیو ملاتړي دي د ذاکري مذهب منونکیو ته ګواښ وکړ چې یا خو دي له خپل مذهب څخه واړوي ګنه نو بیا دي ځان مرګ ته تیار کړي.

پاکستان په دې مشهور دی چې تل یې په بلوچستان او پښتونخوا ایالتونو کې د مذهب به نوم جګړه توده ساتلې خو په قیایلي سیمو کې له تروریزم سره د مبارزې په نوم ولسي خلګ وژني او دغه قیایل یې له خپلو سیمو څخه ایستلو ته مجبور کړي دي.

 

نوشته شده در جمعه 14 مهر 1396ساعت 09:10 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر.

د غزني له بندیخانې څخه وخت په وخت راخوشي شوي بندیان وايي: که یوې خواته زندانیان په زندان کې د ژوند یوه اسانتیا هم نه لري، خو بلې خواته د زندانیانو ډیری برخه یې د پولیسو په لاس په مخدره موادو روږد شوي او ژوند یې برباد شوی دی، دوی وايي: د زندان ساتونکي پولیس کوښښ کوي چې د دغه معتادانو په شمیر کې زیاتوالی راولي، تر څو د دوی کاروبار پراختیا وومومي.
د نقیب الله په نوم یو تن چې دوه کاله یې په زندان کې بند تیر کړی دی وايي: په زندان کې د پولیسو په لاس لومړی په چرسو او وروسته بیا په هیروینو او شیشه باندې روږدی شو چې اوس یې هم څکوي، نقیب الله زیاتوي: په زندان کې پولیس هڅه کوي چې زیات خلګ د نشه یي توکیو کارولو ته وهڅوي، ځکه له دې سره د دوی کاروبار زیاتیږي.
دا چې د هیواد د مرکزي پل څرخي زندان ترڅنګ د هیواد په ټولو زندانونو کې د پولیسو له لورې د نشه یي توکیو د خرڅلاو او کاروبار راپورونه ورکول کیږي، نو دغه بندیان وايي په زندان کې د ناسم خوراک، د کتابونو او نورو تفریحی اسانتیاوو نه شتون هم د دې سبب جوړیږي چې بندیان له پولیسو څخه مخدره مواد ترلاسه او استعمال کړي.
محمدکریم که څه هم چې په بندیخانه کې د پولیسو له دغه ستم څخه خوندي پاته شوی دی خو وايي: هره لحظه یې به لیدل چې پولیس په ښکاره توګه په بندیانو د سیګرېټو او نسوارو ترڅنګ چرس او هیروین خرڅول او هڅه به یې کوله چې د خپلې ګټې په خاطر زیات بندیان په نشه یي توکیو روږدي کړي، کریم وايي دا په پولیسو یوه ډله خلګ نه بلکې د زندان ټول ساتونکي پولیس په دغه کاروبار کې برابر شریک دي.
دا چې د غزني په زندان کې د مخدره موادو کاروبار او استعمال په ښکاره توګه کیږي، خو پکه یې نه په چا اوبي او نه یې په چا وریښي، په غزني کې له مخدره موادو سره د مبارزې ریس عنایت الله رفعت وايي: تر اوسه نه دي ورباندې خبر چې په زندان کې به دا کار کیږي، دی وايي: (ستاسو د تشویش) په موخه به له قومندانۍ سره دا خبره شریکه کړي، خو نور د هغوی کار دي، رفعت وايي دا کار په ده پورې اړه نه لري، پولیس به ورباندې خبر کړي.
که له مخدره موادو سره د مبارزې رییس رفعت له پنځلس کاله وروسته د پولیسو پام په زندان کې د مخدره موادو د کاروبار او استعمال و لور ته وراړوي، نو د غزني پولیس وايي موږ ورباندې خبر یو چې دا کار کیږي، د دغه ولایت د امینه قومندانۍ ویاند فهیم امرخیل یې مني او وايي د چرسو او هیروینو زیاته برخه یې زندان ته د پولیسو ترڅنګ د زندانیانو خپل خپلوان انتقالوي، هغه وايي هڅې مو پیل کړې دي چې هم یې مخنیوی وشي او هم معتاد کسان د پولیسو له لیکو پسې واخلو او هم د معتادو زندانیانو درملنه وکړو، خو مرکزي دولت هم په دې برخه کې راسره ناغیړي کوي.
دا چې د پولیسو قومنداني دا خبره په ډکه خوله نه مني، خو ولایتي شورا بیا د پولیسو په دغه کار اعتراف کوي او وایي د افغانستان د نورو محبسونو په څیر د غزني په زندان کې هم معتبر کسان په دغه کاروبار لګیا دي، د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي وايي: دا د زندانیانو د کورنۍ غړي نه بلکې د زندان خاص خلګ دغه زندانیانو ته مخدره مواد رسوي، د هغه په خبره عام کسان نه شي کولی چې مخدره مواد زندان ته قاچاق کړي.
دا چې د افغانستان غریبه ټوله او په بند کې پراته ځوانان به د دغه مخدارو دروند اقتصادي پیټی څنګه پورته کوي؟ شاید دا پوښتنه بې ځوابه پاته ده، خو مدني فعالان او د بشري حقوقو مدافعین ټینګار کوي چې دولت دي ددغه زندانیانو په دغه ستونځمن حالت و رحمېږي، دوی وايي دولت نه د زندانیانو اقتصادي حالت، نه راتلونکي او نه هم د هغوی ماشومانو او کورنیو ته ګوري.

 

نوشته شده در شنبه 25 شهریور 1396ساعت 13:23 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

لیک: حبیب الرحمن تاثیر

په هیواد کې اوږدې او خونړۍ جګړې نه یواځې د افغانستان زیربناوې ړنګې کړې، بلکې کاري ځواک چې ډیری برخه یې ځوانان دي هم ترې چور کړ، خو د دې چور ترڅنګ یې د ځوانانو استعدادي حیثیت او مهالنۍ خودمختاري هم ورڅخه واخیسته، هغه دا چې په افغاني ټولنه کې په یوویشتمه پېړۍ کې هم ځینې ځوانان په ځینو تر ځان ټیټو او لویدلیو کسانو پسې روان او له خپل صلاحیت، تعلیم او مسلکیتوب څخه ګټه نه پورته کوي.

د ټولنې د تقاضاوو او اړتیاوو له مخې ځوانان باید خپل استعداد او پوهه په کار واچوي، د یوویشتمې پیړۍ له ضرورتونو او غوښتنو سره سفر وکړي، خو د ساینس، ټیکنالوژۍ او نورو پرمختګونو ترڅنګ سیاسي پوهه او خود مختاري هم په نظر کې ونیسي، ځکه ځینې ځوانان لا هم په ړانده، کاڼه او وراسته تقلید بوخت او په هغه چا پسې روان دي چې پوهه، علم او استعداد یې ورڅخه کم او د نېشت برابر وي.

ظاهره خبره ده چې موږ او تاسو په یوه داسې ټولنه کې ژوند کوو چې په روایاتو ټینګار کوي او ځوانان یې د روایتې فرهنګ په قید کې بندیوان ژوند کوي، خو ځینې هغه ځوانان چې له پورته ذکر شوي تقلید څخه ځوریږي، اړکیږي چې د تېښتې لاره خپله کړي، نورو هیوادونو ته لاړ شي او هیواد او هیوادنۍ زمواري ته شا واوړي.

ځوانان د هرې ټولنې له پاره بې بدیله انرژي ده، له نیکه مرغه ځوانان د افغانستان د ټولنې یوه لویه برخه جوړوي، که چیری دغه ځوانان په ګډه د پرمختګ له پاره نه ستړي کیدونکي کارونه وکړي او د ځینو بې خونده څیرو له نامناسب تقلید څخه مخ واړوي، ګټې به یې زیاتې وي، یوه دا چې تش په نامه مشران به بې پر ځای پاته شي بله دا چې دوی به د نوې نړۍ په نوي سیاسي کاروان کې ولس ورسره روان کړي.

 

نوشته شده در شنبه 25 شهریور 1396ساعت 11:59 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

 

د غزني د قره باغ ولسوالي امنیه قومندان په یوه وسله واله نښته کې ټپي سوی دی.

سمونوال انجنیر لطف الله کامران له کلید راډیو سره په خبرو کې وویل: پرون سه شنبه په داسې حال کې ټپي شو چې وسله والو طالبانو د یادې ولسوالي د شیراباد کلي ته څیرمه ورته کمین نیولی وو.

کامران زیاتوي: کله چې وسله والو پر دغه ځای کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل او دوی یې مرستې ته ورتلل نو پر لاره دغه پیښه رامنځ ته شوه، د ده په خبره: جګړه پورون د ورځې په نهه بجې پیل او تر ماښاما ناوخته يې دوام وکړه.

 کامران زیاته کړه: په دغه پېښه کې وسله والو ته سخت زیان اوښتی دی، چې لس کسه یې وژل شوي او شاوخوا پنځلس نور یې ټپیان دي، هغه وویل: په دغه پېښه کې د ده په شمول دوه سرتیري برسیرن ټپیان شوي دي، کامراني وايي روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ دی او یواځې په پښه کې یې درې مرمۍ لګېدلې دي.

 کامران وايي که څه هم چې وسله والو د ولسي خلګو له کورونو او د کوچیانو له کیږدیو پر امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کول خو په دغه جګړه کې ولسي خلګو ته کوم زیان نه دی اوښتی، وسله والو طالبانو په دې اړه تر اسوه څه نه دي ویلي.

 یاده دي وي چې انجنیر لطف الله کامران څو کاله وړاندې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په وړاندې په ولسي پاڅون لاس پورې کړ چې دغه پاڅون وروسته د افغانستان ځینو نورو ولایتونو ته هم پسې وغځید، خو دا وخت د غزني د قره باغ د امنیه قومندان په توګه دنده پر مخ وړي.

 انجنیر لطف الله کامران تر دې وړاندې هم په یوه بمي چاودنه کې سخت ټپي شوی وو.

نوشته شده در چهارشنبه 21 تیر 1396ساعت 11:04 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

ژباړه: حبیب الرحمن تاثیر

 

ماهرین وايي: په نړۍ کې د ډولفین ماهي څلور ډوله دي، چې له جملې څخه یې یو ډول ړوند دی، چې د پاکستان په سندهـ دریاب کې ژوند کوي، په سیمه ییزه ژبه دغه ماهي ته (بلهن) ویل کیږي، په اصل کې دغه ماهی ړوند نه دی، بلکې له کلونو کلونو څخه په دغه دریاب کې د خړو اوبو او د چاپیریال د ککړوالي له امله دغه ماهیان د خپلو سترګو څیر له لاسه ورکوي.

انډس ډولفین هیڅ معذور ماهی نه دی، ماهرین وایی: د نابینا بلهن سترګې په شپه او ورځ کې توپیر کولی شي، د لامبو او لارې د مالوماتو له پاره دغه ماهی یو ډول غږ باسې له کوم څخه چې بیرته راستنید او بېرته راغبرګیده تر سره کوي، څنګه چې هغه په قدرتي توګه خپل زړور وصول کوي، له دې څخه دغه نابینا ډولفین د څیزونو د پېژندلو او لارې درک هم اخلي.

خو پر دغه نابینا ماهي باندې له تیرو څو کلونو څخه جنسي تیری کیږي، ځینې وحشي ځناور دغه بې ضرره ماهیان د خپلو خواهشاتو له پاره کاروي او خپل جنسي لیوان پر دغه خواهش مړوي، د سندهـ دریاب پر غاړه اباد خلګ د بلهن ماهي د شرم ګاه ځای ته له صنف نازک سره (مشابهت) برابری او د هغه جنسي استحصال کوي.

د سندهـ دریاب پر غاړه اباد خلګ چې زياتره ماڼوګان یا شپانه دي او مالونه پیایی او ډیری وخت دغه خلګ له دغه بې خولې او بې ژبې حیوان سره زنا کولو ته راځي، د سیمې خلګ په دې ناروا عمل خبر دي، خو تر اوسه پورې یې په دې اړه سپڼ هم نه دی وهلی او نه یې د دغه ځناورانه عمل په وړاندې غږ پورته کړی دی.

که یوې خواته د دغه ړانده ماهي وجود د دغه ځناور صفته انسانانو د ناروا کړنو له امله ځب ځب دی، نو بلې خواته په دغه سیمه کې د کرنې له پاره د کوډ، د چنجیو د مخنیوي درملو د کارولو له امله زهرجن کیمیکل په دغه دریاب کې تویېږي او اوبه یې زهرجنې کېږي، چې د دغه ړندو بیچاره ماهیانو د مرګ سبب جوړیږي.

 

نوشته شده در دوشنبه 22 خرداد 1396ساعت 14:17 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

صفحه قبل123...10صفحه بعد

کپی برداری بدون ذکر منبع غیر مجاز می باشد
www.sharghi.net & www.kafkon.com & www.naztarin.com
💬 نظرات کاربران
💬ثبت نام کاربران
💬ورود کاربران