راپور: حبیب الرحمن تاثیر

نورین لغاري چې په سندهـ ایالت کې په پوهنتون کې د یوه پورفیسر لور ده، په لسم فبروري په پوهنتون کې سهار له سبق ویلو  وورسته بیا چا نه ولیده او د خلګو له سترګو لکه د هوا مرغۍ پو فناء شوه.

د پاکستان د سندهـ ایالت په حیدراباد کې پولیس وايي چې: د دغه ایالت د لیاقت پوهنتون د میدیګل ساینس د دوهم کاله محصله نورین لغاري چې له څه مودې څخه ورکه وه په خپله خوښه د تندلارو له یوې ډلې داعش سره یو ځای شوې ده.

پاکستانۍ مشهوره ورځپاڼه (دي نیوز) د امنیتي او استخباراتي ادارو په حواله راپور ورکوي چې له څه مودې څخه د دغه ایالت له بېلابېلو سیمو څخه د شهرت یافته تعلیمي ادارو زده کوونکې شاوخوا یو درزن ورکې تعلیم یافته نجونې به له داعش ډلې سره یو ځای شوې وي.

د لیاقت پوهنتون یوه محصله نورین جبار د روان کال د فبروري د میاشتې په لسمه نیټه تری تم شوه، د حیدراباد د پولیسو مشر عرفان بلوڅ رسنیو ته وویل: دغه پېغله نجلۍ د داعش له فکر څخه ډیره متاثیره وه او په خپله خوښه دغه ډلې ته ورګډه شوې ده.

پولیس افسر وړاندې وویل: نورين لغاري خپل تندلارې نظریات په سوشل میډیا کې خپرول، ځکه پولیسو یې یوه ویډیو ترلاسه کړې ده، چې په هغې کې نورین ښکاره کیږي چې د ورکې په ورځ نجلې یوواځې لاهور ته روانه وي او بیا هغې د سوشل میډیا له لارې خپل مور او پلار خبر کړي وو چې دا د خلافت خاورې ته ورسیده.

خو د نورین پلار پروفیسر لغاري د حیدراباد د پولیسو خبره بې بنیاده بولي او وايي چې: د هغه د لور نظریات دومره تندلاري نه وو، چې له داعش سره دي لاړه شي، لغاري وویل: چې لور یې تښتول شوې ده.

پولیس وايي د نورین د موبایل شمیره یې د حیدراباد ښار په وحدت کالوني سیمه کې کشف کړې ده، نو له دې څخه دا پوښتنه راولاړیږي چې که: دا په خپله خوښه لاهور ته تللې وي نو د دې د موبایل شمیره څوک په حیدراباد کې کاروي؟.

د دغه مقدمې تفتیش کوونکي وايي: چې نورین په سوشل میډیا دا رنګه ترهګریز مواد خپاره کړي وو چې امنیتي ادارو د دغه ‎پاڼې له تړولو وروسته د نورین پلار ته ویلي وو چې: په ترهکریزه برخه کې دي په خپله لور باندې نظر وساتي.

سرچینې وايي چې په پاکستان کې په تعلیمي ادارو کې د تندلارو ډلو فعالین د اذهانو د خرابولو او په خپلو ډلو کې په دغه ادارو کې په زدکړو د بوخت پېغلو او ځوانانو د جلبولو له پاره کار کوي.

 

نوشته شده در جمعه 04 فروردین 1396ساعت 17:46 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 

کله چې د فبروري په میاشت کې د پاکستان په ډیری برخو کې یو ځل بیا ترهګریزو بریدونو زور ونیو، پاکستاني دولت او امنیتي ځواکونو د پښتنو د ځورولو، نیولو، بندي کولو او وژلو په لړۍ یو ځل بیا لاس پور کړ، نو د دې ترڅنګ یې په ځینو پښتنې سیمو کې د انټرنیټ سسټم هم له کار وغورځاوه.

دا چې په پاکستان کې پرون جمعه ګنګوسې وي چې کیدی شي د دولت له لورې په ټول هیواد کې د فیسبوک ترڅنګ د ځینو نورو ټولنیزو رسنیو په کارولو بندیز ولګول شي، خو د سیمې ځايي خلګ وايي: د تیرې میلادي میاشتې فبرورۍ په اوولسمه نېټه د تورخم، چمن او غلام خان بندرونه له تړلو وروسته دولت ورباندې په بلوچستان ایالت کې د ډیورنډ کرښې ته ځیرمه په پښین، چمن، کلا عبدالله خان، چاغي او ځینو نورو سیمې کې انټرنیټي استانیاوې هم بندې کړې دي.

دا چې د پاکستاني دولت او د دغه هیواد کورنۍ او بهرنۍ پالیسي تر سختو پوښتنو لاندې ده او ډیری وخت ورباندې سختې نیوکې کیږي، نو دولت ویره څرګندوي چې په هیواد کې ولس د فیسبوک تر څنګ په ډیری سوشل میډیا کې له خلګو سره هر ډول اړیکو ته لاسرسی پیدا کولی شي او د دوی له ناسمو کړنو څخه پرده پورته کولی شي.

که څه هم تراوسه پورې د پاکستان دولت په دې اړه په رسمي ټوګه څه نه دي ویلي، خو ځینې سرچینې ټینګار کوي چې د پاکستان دولت غواړي تر څو په دغه شبکو باندې د څه مودې له پاره بندیز ولګوي، خو په پاکستان کې ولسي خلګ د دولت له دغه ممکنه پرېکړې سره اختلاف ښيي او وايي دا ډول کارونه په هیواد کې د نظر د تبادلې او له خلګو سره د رابطې د پرې کولو په موخه ترسره کیږي.

 

نوشته شده در شنبه 21 اسفند 1395ساعت 14:42 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

قدرمنو لوستونکیو! دغه لیکنه مې د اسدالله بلهار جلالزي پر کتاب: (د وړکتون کيسې) باندې د سریزې په پلمه لیکلې ده، چې اوس یې له تاسو سره هم شریکوم.


لیکونکی: حبیب الرحمن تاثیر 

په پښتو اولسي او شفاهي ادب کې د ټپې، غاړې، انګۍ او نورو شعري اصنافو ترڅنګ د ځانګو سندرې هم هغه خوږ صنف دى چې له پېړيو پېړيو څخه تر موږ پورې خوله په خوله رارسېدلې دي، چې ميندې، خويندې دايي ګانې او نورې کراروونکې يې ځانګو ته ناستې او د ماشوم د کرارولو، ويدولو او روزلو په موخه يې ورته وايي، که څه هم دغه سندرې په هره سيمه کې خپله پخوانۍ بڼه له لاسه ورکوي، خو د هرې سيمې دغې سندرې خپل خوند، رنګ، اهنګ، لى، موسيقي او ترنم لري چې هر ماشوم ورته په کم عقلۍ، ناپوهۍ او نادانۍ کې غوږ غوږ او ورڅخه خوند اخلي.

 که څه هم په اولسي شعري اصنافو کې تر ټولو زيات کار ټپې ته سوى او نور صنفونه په کتابي بڼه چندان نه دي څېړل سوي خو له بده مرغه چې د ځانګو سندرې يو مخ له پامه غورځېدلې دي او هيڅ کار نه دى ورته شوى، که ژوندۍ دي هم نو ميندو له خپلو ماشومانو سره د مينې، محبت او عاطفې په بنياد ژوندۍ ساتلې دي.

 که د ځانګو سندرې او د ماشومانو ادب هم د شفاهي يا فولکلوري ادب برخه ګڼل کېږي خو په افغانستان کې فولکلوريسټانو ورته بېخي لږ کار کړى دى، چې بېخي لږ شمېر يې مخې ته راځي، خو په خير پښتونخوا کې بيا شاعرانو ماشومانو ته څه نا څه سندرې ويلې دي.

 استاد حبيب الله رفيع په يوه مقاله کې ليکي: (د پښتنو اولسي سندرو په اوږده لړۍ كې ډېره زړه كړۍ د ميندو سندرې دي چې د ويدي سندرو په څېر ماشوم هلكانو او نجونو ته د دوى له راتلونكي ژوند سره اړوند درسونه په كې وركول كېږي او د دوى ټولنيز مسؤوليتونه په كې ورښودل كېږي، د همدې لړۍ بله زړه كړۍ د ماشومانو سندرې دي چې د خپلو ميندو له سندرو نه ادبي درس او د ژوند پند اخلي او د چاپېراو طبيعت ساده ارزښتونه په كې رانغاړي او خپلې لوبې او ساتېرى پرې تودوي).

څنګه چې د ماشومانو سندرې ځانګو ته ناستو ميندو په بې فهمۍ کې ويلې وي او يواځې د ماشوم د کرارولو او ويدولو په توګه ويل شوې دي، خو ډاکټر پروېز مهجور وايي: (د پښتو په اولسي شاعرۍ کښې د ماشومانو د سندرو هم يوه ډېره لويه ذخيره پرته ده، د ماشومانو دا سندرې د ماشومانو د تخيلاتو او نفسياتو ښکلې هيندارې وي، دا سندرې علامتي رنګونه لري، د دې سندرو شاته تاريخي پېښې هم د محرک په توګه کار کوي، دا سندرې د ماشومانو د ثقافتي او انساني اخلاقو په زدکړه کې لوى لاس لري، دا سندرې ماشومان د مستقبل دپاره د خپلې معاشرې د يو فعال وګړي په حيث په تيارولو کې لوى کار کوي).

.
 د ځانګو سندرې چې زموږ غوږونه هم ورسره اشنا او کېدى شي په نادانۍ کې مو ورڅخه خوند هم اخيستى وي، له ډېرى هغوى څخه يوه يې هم دا سندره ده چې په پښتني ټولنه کې د هر ماشوم تر غوږ شوې ده او په ژړا ژړا کې ورته غوږ شوى دى:

سندره
الله هو شه الله هو
زما جانانه الله هو
يوه زرې دې ده مور
پلار دې نيشته دې په کور
نه مې مور شته او نه خور
هم صحرا کوم هم کور
الله هو شه الله هو
للۍ للو للۍ للو للۍ للو
ته اوده شه زما ځان
مور دې ستا نه شه قربان
ټول کارونه مې دي وران
شپه او ورځ مې ده په ځان
الله هو شه الله هو
للۍ للو للۍ للو للۍ للو



دا هغه سندره چې: ميندې، خويندې، دايې ګانې او نورې قرارونکې يې ماشومانو ته وايي: خو زه نن داسې سندرې اورم چې مور نه بلکې تر مور زړه سواند پلار ويلې دي، ځانګو ته نه دى ناست، بلکې په خيالي دونيا کې په وړکتون کې له ماشومانو سره ناست دى، ماشومان ويدوي نه، بلکې هغه په فکري توګه راويښوي، ورته خاندې هم نه، بلکې په سترګو کې يې ورته اوښکې راځي، د وړکتون کيسې، اسدالله بلهار جلالزى، د يوې نړيوالې راډيو د راپور په موخه د غزني وړکتون ته تللى، د ماشومانو د ژوند او ستونځو په اړه يې ورسره کيسې کړې او دردېدلى دى، نو دغه يې کيسې منظومې کړې دي.
 هغه دغه کيسې د سرمحقق دوست شينواري، پروفيسر ډاکټر محمد نواز طائر او ډاکټر پروېز مهجور غوندې نه، د سعدالله جان برق په ډول طنزيه هم نه، د زرلښتې حفيظ د مورنۍ مينې په ډول هم نه، د عبدالروف قتيل خوږياڼي او محمد عثمان نژند په شان حماسي ډوله هم نه، د علم ګل سحر د (ستوري) او د ابولخير ځلاند (زه تنکۍ غوټۍ يم) کتابونو د شعرونو په رنګه خو هيڅ نه، د خيبر پښتونخوا د عرب خان عرب او د دغې سيمې د يو بل شاعر په رنګه چې ماشومانو ته به يې د مارغانو په ژبه شعرونه ويل:

ګوګوشتو ګوګوشتو ..................که غوښې خوږې نه واى
ښکاري ولې به ويشتو ............. ګوګوشتو ګوګوشتو

خو بېخي نه، بلکې د ډارمسټيټر په کتاب کې د سيکانو تښتولې پېغلې په رنګه چې خپلو څلورو وروڼو ته د لارې ورښوولو په موخه خپل سيک ماشوم ته سندرې وايي او وروڼو ته لار ورښيي:

ټاټۍ په زنګوټۍ 
دلته مه راځيه غلو
په کوزه لارې مه ځئ 
په بره لاره ورو
دننه دواړه سپي دي 
هغه تړلي په ناړو
ټاټۍ په زنګوټۍ
دلته مه راځيه غلو


که پېغلې خپلو وروڼو ته ځان ورښود چې زه دا يم، نو جلالزى په خپل خواږه انداز، په بېل اسلوب او ځانګړي ډول په منظومه ژبه په ترنم کې د وخت چارواکيو او خلګو ته هغه ډول پوهه ورکوي، هغوى ته ماشومان ورښيي چې دا دي، څنګه ژوند کوي؟، څه ورباندې تېرېږي؟ او څوک سته چې ږغ يې واوري؟.
 د جلالزي دغه منظومې کيسې مې له سره ترپايه ولوستې، په دغه کيسه ييزه شعرونو کې نه دا چې د ماشوم تر ذوق، احساس او غوښتنې پورې محدود دي بلکې داسې مسرې هم په کې شتون لري چې: زلميان، ځوانان او حتى د پاخه عمر خلګ هم ورڅخه خوند، پند او پوهه اخيستلاى شي، په دې خيالي سندرو کې هغه څه هم په پام کې نيول شوي دي چې نړۍ والې رسنۍ يې مراعتوي، د خبريالي له اصولو څخه يې هم سرغړونه نه ده کړې، نه يې مبالغه کړې او نه يې په کار کې له مصلحت څخه کار اخيستى، بلکې په وړکتون کې يو ماشوم ورته حال ورکوي، کټ مټ هغه يې منظومه کړې ده، هيڅ ډار او وېره يې نه ده محسوسه کړې، بلکې په ډاډه زړه يې زموږ په وړاندې ايښې دي، په اوسني وخت کې ډېرى ځوانان موږ او تاسو وينو چې شعري ټولګې چاپوي، خو د ښاغلي جلالزى دغه منظومې کيسې په پښتو ادب کې زما په خيال چې هيچا هم نه يې ويلې، نو له دې امله هم بېخي د ستايلو وړ کار دى، بلهار جلالزي داسې کار ته مخه کړې ده چې د ماخذ په توګه به په دغه برخه کې تر ډېره وخته يواځې د (وړکتون) نوم ليکل کېږي، له دې پرته به دا هم ووايم چې: د اسدالله بلهار جلالزي د وړکتون ځينې خيالي او ځينې حقيقي کيسې چې په منظومه بڼه زموږ اوستاسو مخته پرتې دي، دولتي چارواکيو، د وخت حاکمانو، نوابانو، خانانو، ملکانو، ملايانو، سرمايه دارانو او هغه خلګو ته چې د ماشوم پر حق ځان اچوي دا پوهه ورکوي چې زموږ د افغانستان په ځانګړې توګه د غزني او د غزني ولايت د وروسته پاته ولسواليو د ماشومانو حالت ستونځمن او راتلونکى يې تياره مالومېږي، د اسدالله بلهار جلالزي د لا زياتو برياليتوبونو او د ماشومانو د ښه راتلونکي په هيله.

په درنښت 

 حبیب الرحمن تاثیر

‌By: Habib Urehman Taseer 

h.taseer@gmail.com

 

نوشته شده در شنبه 21 اسفند 1395ساعت 08:27 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

اخ د خدای پار دی خو مړه دي کړمه!

 که ته خدای مرداره کړې، په دې ښه پوهېږي چې تر بسو ډوډوی وخورې، خو په دې نه پوهېږي چې دا ګوټونه راپالش کړې؟! قومندان له څو لغتو ورکولو وروسته په قهرجنه لهجه ورته ویل: ژر کوه چې ځم روانېږم.

په تلو تلو کې یې ښاته مخ راواړوه: (له هغه خلقي پلاره به دي څه زده کول)

 قومندان صاحب په دریمې ښځې ږغ وکړ: که دي زما کالي تیار کړل ښه به وي، یوې مهمې غونډې ته روان یم.

 قومندان صاحب وویل: نن د ښځو د نړیوالې ورځې اتم مارچ د غونډې ګډونکوونکو وروڼو او خویندو! شکر دی موږ او تاسو افغانان یو، مسلمانان یو، جهاد مو کړی دی، په دې پوهېږو چې اسلام ښځې ته څومره حق ورکړی دی.

اتم مارچ د ښځو نړیواله ورځ

 

نوشته شده در پنج‌شنبه 19 اسفند 1395ساعت 10:43 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

د ۲۴ عقرب , ۱۳۹۵

د تیرې جمعې په ورځ په کابل کې د لوی افغانستان تحریک له لورې یوه ورځنی سیمینار وشو چې د کابل، پښتونخوا، بلوچستان او وزیرستان ترڅنګ د هیواد له بیلا بیلو ولایتونو څخه په کې په سلګونو تنو سیاسي او قومي مشرانو، لیکولانو، دولتي چارواکیو، مدني فعالانو او د لوی افغانستان ارمانجنو ګډون کړی وو او د لوی افغانستان د جوړیدو او ډیورنډ د نامنلې او تپل شوې کرښې په اړه یې په زړه پورې ویناوې وکړې، دوی په خپلو ویناوو کې وویل: دغه ګرښه چې د هیواد پر سینه تیره شوې ده، هیڅ راز قانوني ارزښت نه لري.

د قرآن کریم له تلاوت او ملی سرود څخه وروسته د دغه شاندارې غونډې په پرانیستونکې وینا کې د دغه تحریک د رهبري شورا غړي حبیب الرحمن تاثیر وویل: دا چې نن تاسو د لوی افغانستان تحریک له لورې راغونډ شوي یاست، نو د دغه تحریک موخه او مقصد یواځې او یواځې د ډیورنډ د تورې او منحوسې کرښې دواړو غاړو ته د بیل سویو افغانانو ترمنځ د سیاسي، ذهني او فکري، یووالي ترڅنګ د فزیکي یووالی له پاره هلې ځلې کول دي، لوی افغانستان تحریک له خورو ورو افغانانو، افغان دولت، قامي تحریکونو، سیاسي مشرانو او د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته له پرتو قامونو، څخه د یووالي په لاره کې د مرستې غوښتنه کوي.

تاثیر په خپلو خبرو کې زیاته کړه: لوی افغانستان تحریک په دې باور دی چې ترڅو پورې له امو ترمارګلې او همدارنګه له بدخشانه تر سیوۍ، پښین او بوري پورې ویشل شوې خاوره بېرته یو وجود او یو وطن نه وي ګرځیدلې تر هغې پورې به همدا ډول په پردیو جګړو کې ښکیل او ستونځمن ژوند تیروي، لوی افغانستان تحریک له امو ترمارګلې له بدخشانه تر سیوۍ، د خورو ورو افغانانو د قام، مذهب، ژبې او کلتور درناوی کوي او دغه ټول د دغه هیواد وګړي بولي او ورته درناوی کوي.

نوموړي ویل: د لوی افغانستان تحريک د نوامبر دولسمه نېټه د ۱۸۹۳ مېلادي کال تش په نوم لوز نامه چې د امير عبدالرحمن خان او ډيورنډ تر منځ لاسليک شوې ده، ناروا تړون بولي، نو په دې اساس د لوی افغانستان تحريک د لوی افغانستان د جوړولو تکل يواځې د یو قوم داعيه نه، بلکې دا په افغانستان کې د ټولو میشتو قومونو لکه: د پښتنو، تاجکو، هزاروو، ازبکو، ترکمنو، بلوڅو، قزلباشو، پښیانو او نورو ټبرونو ګډه داعيه ده، دغه تحريک د لوی افغانستان د جوړولو، په لوی افغانستان کې د قانون د حاکميت ترڅنګ د قومي، مذهبي، ژبني او سیمه ییزو تعصباتو پر وړاندې غښتلې مبارزه کوي.

د غونډې به جریال کې د لوی افغانستان تحریک مشر جمیل وقار د ډیورنډ کرښې په وړاندې خاموشي ناروا وبلله او ويې ویل: تاسو ته بهتره معلومه ده چې ډیورنډ د  ټولو نړیوالو موازینو خلاف د افغانستان د وخت په واکمن امیر عبدالرحمن خان جبراً تحمیل شوه او کاملاً یو طرفه توافق لیک و، چې د نړیوالو میثاقونو او بین المللي معیارونو پر اساس هیڅ راز حقوقي ارزښت نه لري، په دې برخه کې په نړیوالې ټولنې غږ کوم چې له ۱۲۳ کلونو وروسته د نړیوالو اصولو په رڼا کې دې برحقې داعیې ته د رسېدو لپاره د خورو ورو افغانانو غوښتنې ته لبیک ووايي او د تېر په څېر ناروا خاموشي اختیار نه کړي، ځکه دا له ستر افغان ملت سره تاریخي جفا ده.

له شمالي وزیرستان څخه راغلي سیاسي مشر ملک نثار علي خان داوړ په غونډه کې په زړه پورې او عالمانه وینا وکړه او ویې ویل: افغان دولت، د کرښې دواړو غاړو ته پراته قومونه او ټول افغانان دي د دغې کرښې په ورانولو کې ونډه واخلي، هغه زیاته کړه: په ازاد افغانستان کې چې کوم قومونه ژوند کوي هغه ښه دي، خو موږ چې ژوند کوو ژوند مو غلام دي، موږ تر پردي امر، تر پردي قانون او پردي واک لاندې اوسیږو او تر څو پورې چې دا کرښه له منځه وړل شوې نه وي تر هغې پورې به د کرښې دواړو لوریو ته پراته قومونه ځپل کیږي.

دا چې د پاکستان او یا هم د هغوی د لاسپوڅو له لورې د ډیورنډ کرښې د لاسلیک خبره کیږي، نو د غور پخواني والي او د افغانستان نوین څېړنیز مرکز مشر ښاغلي عبدالله هیواد په خپله اوږده او عالمانه وینا کې یادونه وکړه چې له ډیرو څیړنو څخه وروسته دې نتیجې رسیدلي یو چې د ډیورنډ او امیر عبدالرحمن خان ترمنځ هیڅ ډول موافقتنامه نه ده لاسلیک شوې، د ده په خبره کوم خلګ چې د دې لوزنامې خبرې کوي دا دروغ او بې ځایه خبرې دي.

په دغه غونډه کې د افغان ولسمشر علمي سلاح کار لال پاچا ارمون وینا وکړه او په خپلو خبرو کې يې د ډیورنډ کرښې شتون یوه خیالي او دروغژنه معامله وبلله، له هغه وروسته د ودان افغانستان ګوند مشر اباسین بریال په خپلو خبرو کې وویل: هغه وخت رارسیدلی دی چې افغانان په ځانګړې توګه په محکوم افغانستان کې خلګ له پاکستان‎څخه په ازادۍ لاس پورې کړي.

په دغه غونډه کې چې په افغانستان کې د میشتو قامونو د ګډ نمایش ننداره هم وړاندې شوه ډیری نورو کسانو هم ویناوې وکړې چې په کې د افغان پارلمان غړې ناجیه توتاخیلې د افغان ځوانانو پارلمان ریس اغا محمد قریشي، د پکتیکا پخواني والي امین الله شارق، سیاسي شنونکيو نورالاحد ، قرات شمس، مصباح هزاره، لیکوال او د ځوانانو د پارلمان غړي شعیب غروال او ځینې نور ګډون وال شامل وو، دوی د لوی افغانستان تحریک دغه لومړنۍ غونډه وستایله او ویې ویل چې ډیر لوی کار ته یې ملاتړلې ده، غونډه د انجنیر احسان الله صدیق له لورې د لوی افغانستان تحریک د اعلامیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

 

نوشته شده در پنج‌شنبه 19 اسفند 1395ساعت 09:16 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

ژباړه: حبیب الرحمن تاثیر

په نیوکه کولو کې چې څومره فراخ دل او غیر محتاط یم، د تقدیر او ستایلو په معامله کې همدومره بخیل  یم، لیکن له مذهبي ډلو، تنظیمونو او ادارو سره په اړیکو چې څیړنیز کار په تیرو کلونو کې په پاکستان کې انسټي ټیوت فارپیس اسټډیز (PIPS) کړی دی، هغه تهله عقیدت وړاندې کولو څخه پرته بله کومه چاره نه شته، د دغه څیړنې د مالوماتو سره سم د پاکستان د جوړیدو په وخت یعني په ۱۹۴۷م کال کې دلته یواځې شپږ مذهبياو سیاسي، ډلې او ګوندونو یعني: جمعیت علما اسلام، جماعت اسلامي، تحریک احرار، خاکسار تحریک، جمعیت اهل حدیث او شیعه پولیټکل پارټۍ شتون درلود.

د جنرال ضیاءالحق د واکمنۍ تر وخت یعني تر  ۱۹۷۹م کال پوري دغه شمیر تر دیرشو پورې ورسیده، په پوره دیرشو کالو کې یوواځې ۲۴ ویشت نور ګوندونه وریات شول، لیکن د هغه په دوره کې د مذهبي ډلو رشت کول او پیدا کیدل دومره په تیزۍ سره وشو چې دغه شمیر سلګونو ته ورسیده او په ۲۰۰۲م کال کېمالومه شوه چې راجسټر تنظیمونه تر دوه سوه نهه دیرش پورې ورسیدل، له دغه شمیر څخه یوواځې یوویشت ډلو یې په عامو ټاکنو کې برخه واخیسته او په زرګونه واړه او نا راجسټر ګروپونه او ډلې له دې څخه پرته خپل فعالیتونه کوي، چې په دې کې یې یوسل اته څلوېشت یې فرقه وارانه تنظیمونه دي.

د دغه تنظیمونو له جملې څخه یې (۲۴) جهادي تنظیمونه ديچې (۱۲)یې د خلافت قیام خپل مقصد ګرځولی دی، دا د ټول پاکستان شیمره ده، نور نو د ایالتونو په لحاظ کیسه پاته ده چې ټول هیواد یوې خواته او یوواځې پنجاب بلې خواته، ځکه چې تر ټولو زیاتې ډلې په پنجاب کې دي او هلته د یوسل اووه مذهبي تنظیمونو مرکزونه دي، چې یوواځې په لاهور ښار کې د دغه مذهبي تنظیمونو ۷۱ مرکزونه شتون لري، په ملتان کې د مذهبي ډلو ۱۸ مرکزونه دي، چې په دې لحاظ هغه د پاکستان دوهم غټ ښار ګڼل کیږي، همدا رنګه په کشمیر کې ۱۸ او په خیبر پښتونخوا کې د ۳۳ مذهبي ډلو مرکزونه شتون لري.

همدا رنګه که په مسلکي او فقهي بنیادونو باندې وویشل شي، نو په ټول پاکستان کې د دیوبندي مسلک  (۰۸) سیاسي، (۰۵) غیر سیاسي، (۱۶) فرقه وارانه، (۱۹)وسله وال، (۰۵) تعلیمياو ډیری نور تنظمیونه کار کوي، د بریلوي مسلک (۰۸) سیاسي، (۱۱) غیر سیاسي، (۱۱) فرقه وارانه، (۰۴)وسله وال او (۰۵) تعلیمي تنظیمونه په ټول پاکستان کې فعالیت کوي، د اهل حدیث مسلک (۰۳) سیاسي، (۰۲) غیر سیاسي، (۰۶) فرقه وارانه، (۰۵) وسله وال او (۰۲) تعلیمي تمظیمونه په خپلو فعالیتونو وخت دي، د شیعه مسلک (۰۳) سیاسي، (۰۳) غیر سیاسي، (۱۲) فرقه وارانه، (۰۱)وسله وال او (۰۱) تعلیمي تنظمیونه فعالیت لري، دارنګه د جماعت اسلامي له فکر سره تړلي او متاثر (۰۳) سیاسي، (۰۴) غیر سیاسي او (۱۱) تعلیمي تنظیمونه په ټول پاکستان کې فعالیت لري، لیکن د هغوی د سوچ هیڅ فرقه وارانه تنظیم اوجود نه لري.

لنډه دا چې دغه مسلکي مراندې هم تر ټولو زیاتې له پنجاب څخه غځېدلې او د ډیری تنظیمونو مرکزونه هم په پنجاب کې دي او د ډیری دغه تنظیمونو مشران هم له پنجاب سره تړاو لري او ډیری لټریچر هم په پنجاب کې تخلیق کیږي، د بېلګې په توګه د لښکر جنګوي بنسټګر او مشران د پنجاب اوسیدونکي وو او د جیش محمد هم، لښکر جنګوي هم له پنجاب څخه راپورته شوی او جیش محمد هم، د افغانستان د مجاهدینو استاد بلونکی او یا بیا د خاموش مجاهد د القاباتو ګټونکی د جنرل (ر) اختر عبدالرحمن تړاو هم له لاهور سره وو، چې اوس د هغه زوی د مسلم لیګ (ن) یو مشر دی، د دې ترڅنګ خپل ځان ته د وسله والو طالبانو د استاد ویونکي جنرل حمید ګل او کرنل امام تعلق هم له پنجاب سره وو او د طالبانو په حق کې د زرګونو پاڼو لیکونکيو ډیری برخه لیکوالان هم د پنجاب اوسیدونکي وو او دي، چاته موږ ته په نظر وسله وال طالبان ښکاري.

په بنیادي توګه د قیایلي سیمو د طالبانو نظریه سازي او تربیت هم چې څوک کوي، هغه پنجابي طالبان ښوودل کیږي، د پاکستان انسټي ټیوت فارپیس اسټډیز (PIPS) ادارې له ځیړنو سره سم، د دغه پنجابي طالبانو دیرش ګروپونه له پنجاب سره تړلي او یا بیا دلته خپل فعالیت فعالیت کوي، چې په هغوی کې لښکر ظل، قاري ظفر ګروپ، بنګالي ګروپ، ګنډاپور ګروپ، مولوي رفیق ګروپ، ګل حسن ګروپ، قاري یاسین ګروپ، مولوي کریم ګروپ، قاري شکیل ګروپ، قاري سیف الله ګروپ، لښکر جنګوي (ملک اسحاق ګروپ)، قاري احسان ګروپ، عصمت الله معاویه ګروپ، بدر منصور ګروپ، امجد فاروقي ګروپ، عثمان ګرد ګروپ، ګلیم الله ګروپ، عبدالجبار ګروپ، نور خان ګروپ، قدایان اسلام، قاري امام ګروپ، مطیع الرحمن ګروپ او باباجي ګروپ ګډون لري.

اوس نو میله دا ده چې له تیرو شپاړس کالو څخه په قبایلي، سیمو کې پوځي عملیات کېږي، په خیبرپښتونخوا کې کیږي، په بلوچستان کې کیږي، په سندهـ کې کیږي، لیکن په پنجاب کېهیڅ عملیات نه دي شوي، د دې برعکس عملیات المیزان، خو په جنوبي او شمالي وزیرستان کې شوي دي، (اپرېشن راه حق)وشو خو په سوات کې وشو، (اپرېشن شیردل) وشو خو په باجوړ کې وشو، (اپریشن زلزله) وشو، خو په جنوبي، وزیرستان کې وشو، (اپرېشن صراط مستقیم) وشو، خو په باړه خیبر ایجسنۍ کې وشو، (اپریشن راه نجات) وشو خو په سوات کې وشو، (اپریشن بلیک تنډر اسټرام) وشو، خو په دیر، ښانګله او بونیر کې وشو، حتی دلته دومره علمیاتونه وشول، چې اخر نومونو ورته تمام شول.

 مثلا په باړه خیبر ایجنسۍ کې لومړي عملیات د (اپریشن صراط مسقیم، په چوکاټ کې (درغلم) وشول او په دغه کال یعني په ۲۰۰۸ م کال (اپریشن بیا درغلم) او بیا (خوخ به دي شم) عملیات وشول، همدا رنګه په باړه کې بیا یو کال وروسته یعني ۲۰۰۹م کال کې (اپرېشن خیبر ون، خیبر ټو او خیبر تري، په نومونو هم پوځي عملیات ترسره شول، خو له دغه ټولو وروسته بیا نو د (اپریشن ضرب عضب) په نوم عملیات پیل شول، چې دغه لړۍ تر ټول پاکستان ته وغځیده، خو په بنیادي ټوګه دغه عملیات په شمالي وزیرستان کې وشول، چې په دغه دوران کې په بلوچستان کې د ملیشه ځواکونو له لوري عملیات وشول او په سندهـ کې د رینجرز ځواکونو له لورې عملیات روان دي، لیکن چې هیڅ عملیات نه وشول، هغه په پنجاب کې نه وشول.

د مذهبي تندلارېتوب او ترهګرۍ ریښې چې په پنجاب کې دي هلته هیڅ عملیات ترسره نه شول، لیکن د ضرب عضب د بریالي کیدو ډنډورې یې وهله او موږ ته یې ویل چې ستونځه هواره شوه او یا د هواري په پړاو کې ده، په ملي کاري پلارن (national action plan) عمل درامد د نه کیدو یو لوی لامل دا هم وو چې د عملي کیدو په صورت کې ډیر خطر  پنجاب ته متوجع کیده، په تیرو دوو اونیو کې چې په لاهور او د پاکستان په نورو سیمو کې د ترهګرۍ له بریدونو وروسته په ټول هیواد کې د اپریشن ردالفساد په نوم عملیات شروع شول، نو د دې مطابق تر ټولو لومړی په پنجاب ته هم رینجرز سرتیرو ته د وروغوښتلو زحمت ورکړل شو، لیکن دلته اختیار نه ورکول کیږي، څنګه چې په سندهـ کې رینجرز سرتیرو او یا بیا په پښتونخوا او بلوچستان کې ملیشه سرتیرو ته ورکول کیږي، خو کله چې هم د پنجاب په وړاندې یو حکم جاري کیږي، د جیلو پر سیټ د پنجاب حکومت او پنجابي پولیس کښیني.

پوښتنه دا ده چې په دومره لوی ایالت کې ذکر شوي مذهبي تندلارېتوب په دومره لویې پیمانه موجود مذهبي فرقه واریت او تندلاریتوب د دومره معمولي اقداماتو په ذریع له منځه تلی شي او پاکیدی شي؟ هیڅ کله نه،کله چې موږ هغه جنوبي پنجاب وايو، هغوی په غوسه کیږي، بد مني او پر زموږ له پنجاب سره د دوښمني الزامات لګوي، لیکن بودیجه، دولتي رتبې، سي پک او نور شیان خو پریږده، کله چې د ترهګري، عملیاتواو په داسې نورو معاملو کې هم پنجاب او نورو ایالتونو کې یې توپیر ښکاره او روا کړی دی، خو موږ په څه ډول هغه د پنجاب صدراعظم نه بلکې د پاکستان صدراعظم ووایو؟

h.taseer@gmail.com

0774425580

 

نوشته شده در یکشنبه 15 اسفند 1395ساعت 07:28 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

حبیب الرحمن تاثیر

د خیبر ایجسنۍ په لنډ کوتل کې د انګرېزانو د واکمنۍ پر مهال په یوه نظامي ودانۍ کې چې د وخت افسرانو به هلته ناسته پاسته کوله او ډیری وخت به یې د ښرابو ترڅنګ خواړه خوړل، په غولي کې یې یوه ونه په ځنځیرونه تړلې لا هم ولاړه ده، چې ښاخونه یې پراخ او زرغونه دي.

 

دا چې په دغه وخت کې انګریزان د سیمې د یو غښتلي مبارز غازي عجب خان اپریدي او د هغه له ملګرو څخه هم په سخته ویره کې وو، نو د انګریزانو په وینا چې دغه ونې دوی ته ډیری وخت دوکه ورکوله، خو دوی هم همداس سزا ورکړه، چې ټول ژوند به په ځنځیرونو تړلې ولاړه وي.

 د پېښور پوهنتون د تاریخ د څانګې مشر پروفېسر ډاکټر جاوید اقبال وايي: په ۱۸۹۰م کال کې کله چې به هم د پیرنګي د سرو لښکرو پوځي افسرانو شراب وڅښل او دوی به نشه شول نو له دوی څخه په غیر شعوري توګه دا ډول کارونه کیدل.

 جاوید اقبال وايي: هغوی یوه ورځ د دغه (Arrested tree) یا یاغي ونې شیوري ته ناستو پیرنګیانو شراب څښلي وو او پر دوی غوټې راتلې او د نشې په حالت د یوه کس په ذهن کې دا راغلل چې ونه روانه ده او په حرکت کې ده، نو دوی د نشې په حالت کې ونې ته حکم وکړ چې ودریږه! خو ونه ونه دریده.

 دی وايي نو ظاهره خبره وه چې ونه پر ځای له وخته ولاړه وه او دا د هغوی د نشې حالت وو، خو کله چې دغه ونه یوه پښتنه، یاغي او باغي ونه وه او پر خپل ځای و نه دریده نو مشر پیرنګي حکم وکړ چې ونه په ځنځیرانو وتړئ، دغه ونه له هغه زمانې څخه تر اوسه پورې په ځنځیرونو تړلې پاته ده.

څنګه چې دغې ونې تر اوسه پورې خپل هغه تاریخي اهمیت او د انګریزانو د ماتې او له دغه خاورې پسې د اخیستلو کیسې موږ ته په ثبوت رسولې دي او نړۍ ته یې دا ثبته کړې ده چې د دغه سیمې پښتانه که اوس د انګریز د غلام غلامان دي خو یو وخت به راځي چې دوی به له دغې غلامۍ څخه هم ځان ازادوي.

که څه هم چې د دغې ونې په بند باندې شاوخوا یوسل او شل کاله اوړي خو د سیمې ډیری کسان په دې نظر دي چې دا ونه نور باید له دغه قید څخه ازاد ژوند وکړي، خو ځینې یې بیا په دې نظر دی چې نه دغه ونه به همداسې تړلې پاته وي، ترڅو پښتانه په ټولیزه توګه له غلامۍ څخه ازاد شي نو هغه ورځ به دغه ونه هم ازاده کړي.

 

 

نوشته شده در شنبه 14 اسفند 1395ساعت 13:36 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 

د غزني له بندیخانې څخه وخت په وخت راخوشي شوي بندیان وايي: که یوې خواته زندانیان په زندان کې د ژوند یوه اسانتیا هم نه لري، خو بلې خواته د زندانیانو ډیری برخه یې د پولیسو په لاس په مخدره موادو روږد شوي او ژوند یې برباد شوی دی، دوی وايي: د زندان ساتونکي پولیس کوښښ کوي چې د دغه معتادانو په شمیر کې زیاتوالی راولي، تر څو د دوی کاروبار پراختیا وومومي.

د نقیب الله په نوم یو تن چې دوه کاله یې په زندان کې بند تیر کړی دی وايي: په زندان کې د پولیسو په لاس لومړی په چرسو او وروسته بیا په هیروینو او شیشه باندې روږدی شو چې اوس یې هم څکوي، نقیب الله زیاتوي: په زندان کې پولیس هڅه کوي چې زیات خلګ د نشه یي توکیو کارولو ته وهڅوي، ځکه له دې سره د دوی کاروبار زیاتیږي.

دا چې د هیواد د مرکزي پل څرخي زندان ترڅنګ د هیواد په ټولو زندانونو کې د پولیسو له لورې د نشه یي توکیو د خرڅلاو او کاروبار راپورونه ورکول کیږي، نو دغه بندیان وايي په زندان کې د ناسم خوراک، د کتابونو او نورو تفریحی اسانتیاوو نه شتون هم د دې سبب جوړیږي چې بندیان له پولیسو څخه مخدره مواد ترلاسه او استعمال کړي.

محمدکریم که څه هم چې په بندیخانه کې د پولیسو له دغه ستم څخه خوندي پاته شوی دی خو وايي: هره لحظه یې به لیدل چې پولیس په ښکاره توګه په بندیانو د سیګرېټو او نسوارو ترڅنګ چرس او هیروین خرڅول او هڅه به یې کوله چې د خپلې ګټې په خاطر زیات بندیان په نشه یي توکیو روږدي کړي، کریم وايي دا په پولیسو یوه ډله خلګ نه بلکې د زندان ټول ساتونکي پولیس په دغه کاروبار کې برابر شریک دي.

دا چې د غزني په زندان کې د مخدره موادو کاروبار او استعمال په ښکاره توګه کیږي، خو پکه یې نه په چا اوبي او نه یې په چا وریښي، په غزني کې له مخدره موادو سره د مبارزې ریس عنایت الله رفعت وايي: تر اوسه نه دي ورباندې خبر چې په زندان کې به دا کار کیږي، دی وايي: (ستاسو د تشویش) په موخه به له قومندانۍ سره دا خبره شریکه کړي، خو نور د هغوی کار دي، رفعت وايي دا کار په ده پورې اړه نه لري، پولیس به ورباندې خبر کړي.

که له مخدره موادو سره د مبارزې رییس رفعت له پنځلس کاله وروسته د پولیسو پام په زندان کې د مخدره موادو د کاروبار او استعمال و لور ته وراړوي، نو د غزني پولیس وايي موږ ورباندې خبر یو چې دا کار کیږي، د دغه ولایت د امینه قومندانۍ ویاند فهیم امرخیل یې مني او وايي د چرسو او هیروینو زیاته برخه یې زندان ته د پولیسو ترڅنګ د زندانیانو خپل خپلوان انتقالوي، هغه خوايي هڅې مو پیل کړې دي چې هم یې مخنیوی وشي او هم معتاد کسان د پولیسو له لیکو پسې واخلو او هم د معتادو زندانیانو درملنه وکړو، خو  مرکزي دولت هم په دې برخه کې راسره ناغیړي کوي.

دا چې د پولیسو قومنداني دا خبره په ډکه خوله نه مني، خو ولایتي شورا بیا د پولیسو په دغه کار اعتراف کوي او وایي د افغانستان د نورو محبسونو په څیر د غزني په زندان کې هم معتبر کسان په دغه کاروبار لګیا دي، د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي وايي: دا د زندانیانو د کورنۍ غړي نه بلکې د زندان خاص خلګ دغه زندانیانو ته مخدره مواد رسوي، د هغه په خبره عام کسان نه شي کولی چې مخدره مواد زندان ته قاچاق کړي.

دا چې د افغانستان غریبه ټوله او په بند کې پراته ځوانان به د دغه مخدارو دروند اقتصادي پیټی څنګه پورته کوي؟ شاید دا پوښتنه بې ځوابه پاته ده، خو مدني فعالان او د بشري حقوقو مدافعین ټینګار کوي چې دولت دي ددغه زندانیانو په دغه ستونځمن حالت و رحمېږي، دوی وايي دولت نه د زندانیانو اقتصادي حالت ته ګوري، نه راتلونکي ته او نه هم د هغوی ماشومانو او کورنیو ته.

 

 

نوشته شده در یکشنبه 08 اسفند 1395ساعت 16:49 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

ليكوال: سليم ساپى

ژباړه: حبيب الرحمن تاثير، كوټه

۲۶ ډسمبر ۲۰۱۳

 

پاكستان يو هيواد دى، لاكن د افسوس ځاى دا دى چې د ټولو پاكستانيانو قسمتونه يو ډول نه دي، كه يو څوك غير پښتون پاكستانى دى نو د هغه قسمت ښه دى، خو كه څوك د منځني پنجاب په ځانګړې توګه د لاهور پاكستانى وي نو د هغه قسمت خو بيا تر هر چا ښه دى (د طيب اردغان د اسلام اباد پر ځاى لاهور ته راتګ ته اشاره ده، چې لاهور د باقاعده پلازمېنې خواته بېول كېږي) او كه څوك يو پښتون وي هغه به تر هر چا بدقسمت پاكستانى وي، كه څوك يو قبايلي پښتون وي نو تر هغه بيا لوى بد قسمته پاكستانى نه شته، خو كه څوك په وزيرستان كې اوسي نو هغه بيا انتهايي بدقسمته دى، پښتون تر هغه اندازې بدقسمته قام دى چې الله پاك خو يې سيمې ته تزويراتي اهميت وربخښلى دى، لاكن د شعور او تعليم له نعمت څخه بېخي بې برخې دى، هغه ته خداى داسي رهبري ورنصيب كړې ده چې يا خو يې د ملتپالنې په رنګينو خوبونو كې ښكېل كړى دى او يا يې ورته د پلار او نيكه د كيسو په اورولو باندې هغوى په مځكه باندې مېخ كړى دى، د هغه رهبران خو پر خپلو اولادونو په امريكا، بريتانيا او د لاهور په ايچي سن كالج كې زدكړې كوي، خو د هغوى زامن كله په يو او كله په بل نوم جنګوي، پښتو غريب دى، بېچاره دى، نالوستى دى، له مرګونو او وژنو څخه پرته نور هيڅ هم نه پېژنې، څوك هغه په ديني او څوك په ملي غيرت لوړوي او جنګوي يې، څوك يې د پيسې په زور او څوك يې مجبورا وژني، نتېجتا د هغه سيمه د نړۍ والو استخباراتي ادارو له پاره لېبارټري جوړه شوې ده، د جګړې ميدان خو د هغه سيمه ګرځېدلې ده، اوږه خو د هغه استعمالېږي، وينه خو د هغه بهېږي، مړه كېږي هم هغه، د وژلو والو والا هم هغه په خپله دى، لاكن جګړه، پيسه او وسله د نورو خلګو ده.

لومړى پښتون د فرنګي او وروس د جګړې نغرى شو، بيا دا هغه خپله جګړه و ګڼله د امريكا او سويت يونين په جګړه كې وجنګېده او اوس بيا د نړۍ والو او سيمه ييزو طاقتونو لاس پاكونى جوړ شوي جنګېږي او مړ كېږي، پښتون په ځانګړې توګه قبايلو ته دي وويل شي (امريكا، عرب دنيا، پاكستاني جرنېلان، مذهبي سياسي مشران، رسنۍ او داسي نور دي ورته وايي) چې اسلام په سرحدونو باندې باور نه لري، په افغانستان كې د سوويت يونين په خلاف جګړه او مړي كېدل ديني او قامي فرض دى، دا چې له عرب او عجم څخه مجاهيدين راغلي وو او هغوى ته په خپلو كورونو كې پناوې وركړل شوې وې او د هغوى نصرت كول ستاسو ديني، اخلاقي او قامي فريضه وه، كه په دغه لاره كې تاسو ژوندي پاته شوئ نو غازيان ياست او كه مړه شوئ نو شهيدان ياست، چې هغوى همداسي كول، خو كله چې د دغه مجاهدينو په مقابله كې په افغانستان كې طالبان راووتل نو بيا نو د لاهور، كراچۍ او اسلام اباد عالمانو فتواوې وركړې، مذهبي او سياسي رهبرانو ترغيب وركړ او جرنېلانو هغوى مجبور كړل چې د دغه مجاهدينو په وړاندې د طالبانو ملګري شئ، دغه وجه ده چې ټول پښتون په ځانګړې توګه قبايلو پښتنو جلالدين حقاني او د هغه په رنګه نور مشران د سر پر سترګو كښېنول، شمالي وزيرستان د افغان مجاهدينو مركز جنرل اختر عبدالرحمن او جنرل حميدګل جوړ كړى وو، څنګه چې د دغه جلالدين حقاني او نورو طالبانو مركزونه د بېنظيربهټو او نوازشريف د حكومتونو په وختونو كې د هغوى سړو ته ورپاته وو.

د ناين الېون له پېښې څخه وروسته پروېزمشرف اعلان وكړ چې:له نن څخه وروسته دا هېرو زيرو، يعني طالبان ترهګر دي، نور بايد د دوى ملګرتيا ته د پاى ټكى كښېښوول شي، ګويا پښتنو ته يې وويل چې: په تېرو دېرشو كالو كې هغوى كومه نظريه خپله كړې وه په شپه شپه كې دي هغه بدله كړي، د جنرل علي محمد وركزي په سربراهي كې جنرل پروېز مشرف په زركونه تنه پوځيان په قبايلي سيمه ګې ځاى پر ځاى كړل، په هره ايجنسۍ كې دغه قبايلي مشرانو د ګلونو غاړګۍ په غاړه كې ورواچولې او هغوى ته يې ښه راغلاست ووايه، ځكه چې ورته ويل شوي وو چې: دغه پوځ د دې له پاره دلته راغلى دى چې د القاعده او طالبانو ملګري قبايلي سيمې ته را نه شي، لاكن دا د پاليسۍ اعلانيه وه، خو تر پردې لاندې نور څه كېدل او دا لامل وو چې په زرګونه تنه د القاعدې او طالبانو تړاو لرونكي دغې سيمې ته راغلل، كله چې رسنيو د دغه شي په اړه راپورونه خپاره كړل چې دلته دا لوبه روانه ده، نو هيچا هم غوږ و نه ګيراوه، كله چې بيا كيسه تر حد تېره شوه نو امريكا زور راووړ چې بيا په جنوبي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو كې اقدم وكړ، په ټول پاكستان كې دا خبره مشهوره شوه چې قبايل ترهګر دي او يا هم د ترهګرو ملګري كوي، پايله يې دا راووته چې د پاكستان په هر ښار كې پښتون او قبايلي ته د شك په سترګه كتل كېدل، كه محرم وي او يا كومه بله دا ډول موقع، په لاهور او راولپنډۍ كې د حفظ ماتقدم په توګه پښتانه نيول كېږي په تاڼو كې بنديانېږي، نورې قبايلي سيمې خو يوې خواته يواځې د شمالي وزيرستان جاج اخلو چې حال يې دا ډول مخې ته راځي، چې دلته افغان طالبان له ناين الېون څخه وروسته هم په يو نه يو ډول رياستي سرپرستي او بيا لږ تر لږه د رياست د سترګو پټېدو له امله پاته كېږي. 

زموږ پاليسي جوړوونكيو افغان او پاكستاني طالبان په جلا جلا باور كولو په مفروضه باندې درول د پاكستانيانو په نظر كې رښتيا له پاره بېخي زور لګوي، لاكن په وزيرستان كې افغان او پاكستاني طالبان كله هم جلا نه شي پاته كېدى، هغوى يو وو، يو دي او يو به وي، د هغوى موخه او مقصد هم يو دى او اميرالمومنين هم يو دى، دا لامل دى چې په شمالي وزيرستان كې پاكستاني طالبان د افغان طالبانو تر سايې لاندې ځي، د هغه ځاى خلګ دا هر څه په خپلو سترګو له ډېر نزدې څخه ويني او څاري او كله چې اولس په دې پوه شو چې د دوى رياست د يو قوت په خلاف نه دى، نو دوى لېوني دي چې هغوى به د چا په وړاندې پورته كېږي، له دغه خلګو سره په دوه زره اووم (۲۰۰۷م) كال كې ګورنر يا والي علي محمدجان وركزي پرېكړه وكړه او د هغوى له پاره يې ټول رياستي مراعات بحال كړل، څنګه چې يوې خواته هغه جهاد كوي له امريكا سره جنګېږي، بلې خواته هغه د مدرسو او مسجدونو سمبالوونكي دي، دريم لور ته د هغوى په اړه رياست سترګې هم پټوي، نو ځايي قبايل به هغه پر خپلو اوږو ولي نه كښېنوي؟، د تېرو اووه كالو په موده كې هلته د زرګونو په شمېر كې پوځيان شتون لري، د بنو او ميرانشا ترمنځ په لويه لاره كې يې په درزنونو باندې پوستې جوړې كړې دي، د شمالي وزيرستان اوسېدونكي چې تر دغه پوستو تېرېږي نو له ډول ډول خبرو اورېدو سره مخامخ كېږي، خو كله چې دوى تر هغوى تېر شي نو بيا د طالبانو تر واك لاندې رياست ته داخلېږي، په دغه دروان كې چې د پاكستان په كوم ځاى كې هم د طالبانو كړنې كېږي، چارواكي اعلان كوي چې ريښې يې له شمالي وزيرستان سره تړلې دي، چېري چې هم خلګ تښتول كېږي هغه وزيرستان ته وړل كېږي.

له دغه ځايه طالبان راغلل او د بنو بندي خانه يې ماته كړه، بېرته ولاړل لاكن هلته موجود پوځ ته د هغوى په خلاف د كړنې اجازه ورنه كړل شوه، اوس له تېرو څو ورځو څخه د شمالي وزيرستان په څه برخه كې پوځ كاروايي پيل كړې ده، نو له دې څخه وړاندې نه خو د سيمې خلګو ته د سيمې د پرېښوودلو خبردارى وركړل شوى وو او نه هم هغوى ته لاره وركړل شوه، له تېرو پنځو ورځو څخه هلته ګرځ بنديز دى، څرخي الوتكې بمبار كوي، خوراكي توكي نه پيدا كېږي، خلګ خپل ټپيان هم بنو او يا پېښور ته نه شي راوړلاى، له سيمې څخه د روزګار او تعليم لپاره دباندې تلونكي وزيرستاني د خپل ال و عيال له پاره فكرمند او پرېښانه دي، رسنيو ته هلته د ورتګ او بې طرفه رپورټينك كولو اجازه نه وركول كېږي، د رياستي ادارو دعوه ده چې ترهګر وژل شوي دي، لاكن د سيمې د خلګو دعوه ده چې په درزنونو اولسي خلګ يې وژل شوي دي، پوښتنه دا ده چې د جنرل ضياءالحق، جنرل حميدګل، جنرل علي محمدجان وركزى، جنرل مشرف او داسي نور يا بيا نوازشريف، اصف علي زرداري، سيد منورحسن او مولانا فضل الرحمن او نورو د غلطو پاليسيو سزا ولي پښتون او قبايلي ته وركول كېږي؟، پوښتنه دا ده چې د دولت په مذاكراتو باندې څه وشول؟ او كه يې د عملياتو پرېكړه كړې وي، نو اعلان يې ولي نه كېږي او له هغه ځايه د سيمې خلګ ولي نه ايستل كېږي؟، ولې په دې هيواد كې پښتون يا قبايل جرم دى؟ او زموږ چارواكي دا غواړي چې هر پښتون يا لږ تر لږه هر قبايلي دي طالب جوړ شي؟.

 

نوشته شده در شنبه 07 اسفند 1395ساعت 16:16 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

لـيك: مولانا محمدخان شـېراڼى

ژباړه: حبيب الرحمن تاثير، كوټه

۱۱م د فبروري ۲۰۱۴

 

ترهګري او جهاد دوه خبرې دي، چې زما او د لوېديڅ والو ډيپلوماټانو ترمنځ په هر وار ليدو كتو كې ورباندې خبرې او بحث كېږي، خو د بدمرغۍ خبره ده چې د لوېديځ والو دا خيال دى چې جهاد، اسلام او مسلماني دا درې واړه كلمې له ترهګرۍ سره برابرې دي، د دوى په خيال هر مسلمان ترهګر دى چې نړۍ په ځانمرګو بريدونو باندې تالا كول غواړي، د هغوى په خبره: دا ترهګري، چې نن روانه ده دا مسلمانان كوي، ليكن هغوى حقيقت هېر كړى دى، په اصل كې دا ترهګري دوى پيدا كوي او د مسايلو د لېري كولو له پاره ناكامه هڅې كوي.

د شوروي اتحاد له ماتې څخه وروسته په كال ۱۹۹۲م كې څه وخت چې مجاهدينو په افغانستان كې يو ستر قوت ته د بدلون په موخه بل ستر قوت ته انكار وكړ نو لوېديځو هيوادونو د غلط جهاد استعمال وكړ، د مدرسو جذباتي ځوانان يې د وسلو په توګه د كارولو لړۍ پيل كړه او هغوى ته يې له مالي او نورو لارو څخه مرستې ورشروع كړې، چې نن يې لوېديځ د القاعده په نوم سره يادوي، تر ټولو له مخه لوېديځ د دې ډلې تخليق پيل كړ، چې هغه يې وروزل او قوي يې كړل.

د يوولسم ډسامبر له پېښې څخه وروسته يو بل پېچومى مخې ته راغى، كله چې لوېديځ شوروي اتحاد ته له ماتې څخه وروسته د ناټو له جوړېدو څخه وروسته د يو نوي دښمن او د جواز د مندولو د اړتيا د پيدا كولو له پاره له ناين الېون څخه وروسته د تهذيبي او ثقافتي جګړې دوره پيل كړه، چې ډېرى شنونكيو دې ته د اسلام او كفر ترمنځ د جګړې نوم وركړ، د ناټو اتحاد يو ځل بيا د ترهګرۍ په خلاف د جګړې له پاره ډېرى ډلې جوړې كړې او تش په نامه جګړه يې پيل كړه او هغوى يې په هر ځاى كې مرسته وكړه، لېكن له بده مرغه د دوى په قول د ترهګرۍ په كنټرولولو كې پاته راغلي دي، زه دغه ترهګرۍ ته د خانه جنګۍ نوم وركوم، چې په عراق، افغانستان او لېبيا كې يې پيل كړې ده

د لوېديځ والو په لاسونو د دغه هيوادونو د تباهي زموږ په وړاندې ژوندۍ بېلګې دي او دوهمه خبره دا ده چې: په پاكستان كې هم د دغه تش په نامه ترهګرۍ په خلاف جګړه كې په لكونو كسان بې كوره شول، ډېرى اولسي وګړو چې په هغوى، ښځې، ماشومان، ځوانان او ډېرى نورو خلګ وو خپل ژوند له لاسه وركړ.

كه څه هم په سيمه كې د تباهي زموار لوېديځوال ككړ بلل بې ځايه خبره نه ده، د هر چا له پاره د خپل خالق د مشرانو هم عمره خلګو احترام او له ماشومانو سره چې د شفقت كومه رشته ده هغه ډېره مهمه ده او كليدي حيثيت لري، كه اوس نن كوم بهرنى قوت او د دغه رشتو ترمنځ سپكاوى، عداوت او يا هم د بغاوت د پيدا كولو هڅې كېږي، نو دا راته ترهګرۍ ښكاره كېږي او د دغه رشتو پالل جهاد ګڼم، په دغه پېژند ګلوي يوه عام لوستونكى په دې پوهيږي چې جهاد په اسلام كې يوه مقدسه فريضه ده، كوم چې لوېديځ وال دا د يو خنجر په توګه استعمالوي، خو له بدمرغۍ څخه نن په لوېديځ كې چېري چې كم عمره نجونو په حامله كېدو كې د اندېښنې وړ زياتوالى راغلى دى، نو زموږ په خانداني نظام او سماجي رشتو باندې زور راوړي، د ګوم بېلګه چې په اسلام اباد كې د هم جنس پرستو د واده د تقريب جوړول وو، كه په لوېديځه نړۍ كې د امن اتشي او ورورولۍ ماحول ليدل غواړي نو په وړاندې تجويز باندې غور كول په كار دى.

تر ټولو لومړى اصول دغه دي، هغه چې خپل ځان ته خوښوي هغه دي نورو ته هم خوښوي، د ملګرو ملتونو د چارټر سره سم مذهبي ازادي دي په حقيقي توګه يقيني كړى شي، دغه ډول هڅې دي نه كېږي چې په عقايدو باندې ولاړه ټولنه د غير مذهبي طرز ټولنې و خواته اړ كول كېږي او يا په نورو ټكو په خلګو مشتملې ادارې كه د خپل سياسي، معاشي او ټولنيز ډول ژوند ته د خپلو مذهبي عقيدو سره سم استوار كول غواړي، نو د دي لاره دي بنده شي.

دغه خبره مسلمه ده چې اسلام زموږ د اخري پېغمبر حضرت محمدص نه صرف مذهبي تعليمات او د هغه علمي اقدامات د مسلمانانو له پاره د لارې څراغ دى بلكې د هغه طرز حكمراني تجربه هم يو بهترينه بېلګه ده، مغرب ته په نړۍ واله سطح د يوه داسي كوښښ كولو اړتيا ده چې د عقايدو پېروكار له خپل مذهب سره د لېري كولو پر ځاى سره نزدي كړي، ځكه چې ټول مذهبونه د همدردۍ او رواداري تلقين كوي له درواغو او بدكاريو څخه د پرهېز درس وركوي او د ښو خبرو تبليغ وركوي، په دغه سيمه كې دي د داسي ډلو مرسته وشي چې هغه د خلګو د عقيدو او په ټولنيز طرز زندګي باندې زور راوړي، دې ټولو خبرو ته كه په حقيقي توګه هغوى عملي جامه ورواغوندي نو د امن، رواداري انصاف او د رشتو د قدرونو خونديتوب به يقيني شي او تش په نامه ترهګري به په خپله پاى ته ورسېږي.

 

نوشته شده در شنبه 07 اسفند 1395ساعت 15:55 توسط taseer| ارسال نظر(0) |

کپی برداری بدون ذکر منبع غیر مجاز می باشد
www.sharghi.net & www.kafkon.com & www.naztarin.com
💬 نظرات کاربران
💬ثبت نام کاربران
💬ورود کاربران