نن د ورځې د افغانستان ملي ټیم او نامیبیا ترمنځ د صحرا کرکټ جام دریمه لوبه کیږي.
که څه هم چې تیرې دواړې لوبې ماخوستن تر سره سوې دي، خو نننۍ لوبه به د ورځې او د کابل په وخت دوه نیمې بجې د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیلېږي.
د شل اورونو په دغو لوبو کې افغانستان خپلې مخکنۍ دوه مسابقې یوه له متحد عرب اماراتو او بله له ایرلنډه ګټلې دي.
دا لوبې دلته کتلی شئ:
http://www.espncricinfo.com/desert-t20-challenge/engine/match/1074958.html
د باچاخان پوهنتون محصليني ـ له دولتي انتظاماتو مطمينه نه يو
په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون له برید څخه وروسته په دغه پوهنتون کې ښځینه محصلینې ویره څرګندوي. خو هغوی وايي بيا به هم زدکړو ته دوام ورکړي. بشپړ راپور دلته واورئ:
http://www.dw.com/ps/د-باچاخان-پوهنتون-محصليني-ـ-له-دولتي-انتظاماتو-مطمينه-نه-يو/a-19080186
افغان کرکټ ټیم نن ماخوستن په اماراتو کې له ایرلنډ سره لوبه کوي
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسؤل فرید هوتک وايي: د افغانستان د کرکټ ملي ټيم نن په ابوظبۍ کې له ايرلنډ سره په الف ګروپ کې د کرکټ مسابقه لري.
د هوتک په خبره: افغانستان به په دې ګروپ کې خپله دويمه مسابقه له متحده عرب اماراتو سره په ابوظبۍ کې د دوشنبې په ورځ ترسره کړي.
هغه زیاتوي: درېيمه ګروپي مسابقه به په دوبۍ کې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ له ناميبيايي کرکیټ ډلې سره ولري.
په(الف) ګروپ کې افغانستان، ایرلنډ، نامیبیا او کوربه هېواد متحده عربي امارات سره یوځای شوي دي او په (ب) ګروپ کې به سکاتلنډ، عمان او هالنډ لوبې وکړي.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له راتګ سره سم د نورو ناخوالو ترڅنګ یو ناسور د مخدره موادو د کښت هم راغی چې په هیواد کې د سړو، ښځو او ان د ماشومانو له لورې د استعمال ترڅنګ ځینو ځنګلوریو هیواددونو او بیا نورې نړۍ ته پسې قاچاقېږي چې افغانستان په نړۍ کې د دغه توکیو د کښت، قاچاق، استعمال او کاروبار په قطار کې لومړی مقام لري.
که څه هم چې د افغانستان په مرکزي سیمو په ځانګړې توګه په غزني کې د دغه توکیو کښت بېخي لږ ترسترګو کیږي خو بیا هم د دغه موادو له استعمال څخه د دغه ولایت په زرګونه کورنۍ او د کورنیو غړي ځورېږي، چې له امله یې د نور افغانستان ترڅنګ په دغه سیمه کې هم ځوانان، مېرمنې او ماشومان اخلاقي فساد، غلاوو، جګړې او ځینو نورو بدمرغیو ته مخه کوي.
څنګه چې په افغانستان کې د وسله والو ځینې سیمه ییزې جګړې او د ځینو پولیسو ناسمه دنده هم د دغه مخدره توکیو په کاروبار او استعمال پورې تړاو بلل کیږي، نو په غزني کې مدني فعال جمیل وقار وایې: کورنی تاوتریخوالی ورڅخه زیږي او استعدادونه ورڅخه ضایع کیږي، هغه زیاتوي: ((افغانستان د نړۍ نیږدې ۹۹ سلنه مخدره مواد تولیدوي، له بده مرغه په دې وروستیو کې په دې هېواد کې په مخدره موادو د روږدو کسانو شمېر هم مخ په زیاتېدو دی، د اخلاقي فساد، غلا او جګړو سربېره ټولنه له یو شمېر نورو ناخوالو هم متضرره کوي، کورنۍ تاوتریخوالی، بې کاري، په مخدره موادو روږدي کسان د ټولنې په اوږو بار هغه بدمرغۍ دي چې له مخدره موادو څخه را زېږيږي)).
که ځینې کسان د مخدره مواد مخنیوی د هغوی په قانوني ګرځولو او نورې نړۍ ته په استولو او په درملو کې ورڅخه په کار اخیستلو، زعفرانو او نورو دا ډول کښتونو ته د خلګو په پام اړولو او په دې برخه کې له بزګرانو سره په مرسته کولو، د مخدره موادو د قاچاق په مخنیوي او د افغانستان د سرحدونه په مظبوطولو، د هغه زورواکيو او دولتي چارواکیو چې په دولت کې پر لویو ځوکیو ناست او د قاچاقبرو ډلو ملاتړ کوي د هغوی د نیولو او محاکمه کولو، د هغه ځایونو چې مخدره مواد په کې پلورل کیږي له هغوی څخه د دولتي چارواکیو د سرپرستۍ د لرې کولو او له منځه وړلو پورې تړي.
خو ځینې نور بیا د دغه کښت او استعمال د مخنیوي له پاره ځینې نور لارې چارې سنجوي او وايي: د روږديو کسانو تداوي کول تر څو هغوی ورڅخه لاس واخلي او اعتبار یې راټیټ شي، د ملا امامانو، محلي شوراګانو او ځینې غونډو او ورکشاپونو په وایسطه په خلګو کې په عامه پوهاوي پوري تړي، نو په غزني کې د خبریالانو د ټولنې مشر محمد عارف نوري وايي: ((که بزګرو ته د نورو شیانو د ساتلو له پاره سړې خونې جوړې شي او دغه سبزیات یې په غیر موسمونو کې ښې پیسې ورته وګټي شاید د تاریاکو د حرام کښت له کرلو څخه لاس واخلي))
دا چې افغانستان د نورو ناخوالو ترڅنګ له اداري فساد څخه هم ځورېږي نو ډاکټر نظر افغان باور لري چې: ((که د فساد مخه ونیول شي نو د مخدره موادو د کښت، قاچاق، کاروبار او استعمال مخه ورسره ډب کیدی شي))، ځکه د ده په فکر د دغه ناروا عمل تر شا د اداري فساد لاس کیدی شي.
څنګه چې ډیری د نظر خاوندان د دغه کار د مخنیوي له پاره بېلا بېلې لارې بیانوي، نو په ختیځ زون کې د اسوشیټیډ پریس فوټو ژورنالیسټ انور دانشیار بیا درې اساسي لارې ښیې چې د کونکارو او نورو مخدره موادو د کښت او کاروبار مخه ورسره نیول کیدل شي، د ده په خپره: ((د امنیت ټینګول، ځکه کوکنار په هغه ځایونو کې کرل کیږي چې وسله وال په کې جنګیږي او امنیت نه شته، دوهم خلګو ته په سهي مانا عامه پوهاوی ورکول، ترڅو خلګ په ټولیزه توګه د دغه شیانو له اقتصادي، ځاني، روغتیايي، کلتوري، امنیتي او نورو زیانونه څخه خبره شي، دریم په شفاف ډول خلګو ته د اصلاح شویو تخمونو بدیل، که څه هم چې دا پروسه د افغانستان دولت له لورې افغان بزګرو ته پیل شوې وه خو د سیمې د خانانو، ملکانو، ولسوالانو، مشرانو، پولیسو او ځینو نورو اشخاصو له لورې د لاسوهنې له امله ناکامه او ناکاره شوه)).
څنګه چې افغانستان په مذهب باوري ټولنه ده او خلګ ورته زیات درناوی کوي نو ځینې کسان بیا وايي چې تر څو پورې دغه مخدره مواد، د هغوی کښت، کاروبار او استعمال په مطلق ډول حرام نه وي ګڼل شوي تر هغې پورې یې مخنیوی ناشونی کار دی، خو بیا هم د هغوی مطلق حرام ګڼل ځکه ناشونی کار ګڼل کیږي چې ویل کیږي ځینې جګړې د همدغه کار په موخه پر مخ وړل کیږي، چې هلمند یې بېلګه بلل کیږی.
By: Habib Urehman Taseer
h.taseer@gmail.com
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
د غزني ښاروال له خپلې دندې لاس پر سر شو.
د غزني ښاروال فریدون احمدي نن په یوه غونډه کې د ښار خلګو ته خپل کلني حسابونه ورکړل او وروسته یې استفا ورکړه.
که هم تراوسه پورې د هغه استفا منظور شوې نه ده، خو هغه خپله استفا به داسې حال کې وړاندې کوي چې د هغه په سر په غزني کې ځینې جنجالونه راپور شوي وو.
خو تر دې وړاندې په خواله رسنیو کې ځینو خلګو لیکلي وو چې فریدون احمدي له دندې لري کړی شوی دی.
ځینې سندرغاړې، په سندرو ځوانان نشه یي توکیو ته هڅوي
راپور: حبیب الرحمن تاثیر کلید راډیو، غزنی
څنګه چې ویل کیږي ځینې شاعران او سندرغاړې په خپلو شعرونو او سندرو کې اخلاقي فساد خپروي، نو ځیني د نظر خاوندان بیا وايي: ځینې شاعران او سندرغاړي په ځانګړې توګه ښځینه سندرغاړې په خپلو بې مانا او بې مفهومو سندرو ځوانان د مخدره موادو کارولو ته هڅوي.
دوی وايي هغه ښځینه سندرغاړې چې په خپلو سندرو کې د سیګریټو، چرسو او یا شرابو صفتونه کوي، ځوانان د بیلارۍ لوري ته بیايي او دغه سندرغاړې نه شعر، نه موسیقي او نه هم د اصیلې موسیقي د اصیلو اوریدونکیو ذوق ته ګورې، بلکې د یو څو متعدانو له پاره چې څه په خوله ورځي وايي يي.
شاعر او لیکوال اجمل بلهار جلالزي وايي: دغه سندرغاړې چې د مخدره موادو سندرې وايي لومړی خو دغه شاعري ته موږ شاعري نه شو ویلای، دوهم دا چې د دغه سندرو تر ګټو زیان زیات دی، دی وايي د تعجب خبره دا ده چې په ټول هیواد کې د عامو مجالسو ترڅنګ په راډیوګانو او تلویزیونو کې شپه او ورځ دغه سندرې خپریږي خو هیڅوک یې مخنیوی نه کوي.
دا چې سندرې د ذوق د خړوبولو، د اروا د تازه کولو او خوند اخیستلو په موخه ویل کیږي او اوریدل کیږي، نو خیال محمد زماني وايي: دغې سندرې ځوانان له حقیقي، هیوادنۍ او پاکې مینې څخه ناسم لور ته بیايي، دی زیاتوي دا هغه بد اعمال دي چې په سندرو کې یې موږ اورو او ګورو، له بده مرغه څوک نه شته چې مخه یې ونیسي.
څنګه چې دا ډول سندرې او له هغوی سره نیمه بربنډه نڅا د پردي فرهنګ برخه ګڼل کيږي، نو د جانداد جهاني په نوم یو ځوان باور ورکوی چې: دغه سندرغاړې په غیر مستقیم ډول غلط پیغام خپروي، جهاني زیاتوي: له دې پرته چې ځوانان مخدره موادو ته وهڅوي اخلاقي فساد، بې حیايي او ځینې نورې غلطې لارې دی چې له دغه سندرو څخه زیږي.
دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي که روږدي کسان یوځل هم په نشه اموخته شي او هغوی یې د پرېښوودلو هڅه کوي، خو بیا یې هم همدغه سندرغاړې په سندرو کې په یوه یوه سګریټي روږدي ساتي.
دا د هغه ۱۵ کلنې سحر خبرې دي چې ډیری وخت د تخار د چارواکیو او پولیسو ترڅنګ د ځینو ولسي خلګو د جنسي حوس ښکار شوې ده، له نادانۍ، مجبورۍ او ناپوهۍ څخه د جنسي خواهشاتو ښکار شوې (سحر) اوس هیڅ اسره نه لري او په ټیټو سترګو د ټولنې خلګو ته ګوري.
2017-01-12
سحر جانې! ته ګیله مه کوه، خپه کېږه مه، زما د وطن د ځینو خلګو جنسي هواهشات لکه: زما د وطن د ساړه ژمي په وارو پوښلیو غرو لیوان وږي شوي دي.
سحر جانې! ته ګیله مه کوه، خپه کېږه مه، زما د وطن د ځینو خلګو جنسي هواهشات لکه: د دوبي په سره ګرمي، ویړه دښته او ټکڼه غرمه کې د جل وهلي مساپر تندې اخیستي دي.
سحر جانې! ته ګیله مه کوه، خپه کېږه مه، زما د وطن د ځینو خلګو جنسي هواهشات لکه: د تورې شپې لار ورکی نابینا چې هر ځای یې لاس ولګیده، سرپه نه کوي.
سحر جانې! ستا په نازک وجود په یوه وار د نهو لیونیو سپو حمله لومړی وار نه ده،بلکې په دې وطن کې په وار وار ستا په رنګه نازک بدنونه دغه لیونو سپو داړلي دي.
سحر جانې!
موږ تاته شرمینده یو.
موږ تاته خړمخي یو.
مو وبخښه، موږ وبخښه
پلار مې نه دی خبر چې سحر ژوندۍ که مړه ده؟.

.jpg)
کوڅه کې مړه دوړه پرته وه، موټر په تیزۍ روان وو، دځوان مټ ولګیده، په خاورو ککړټایرونه لامده شول، کوچني لښتي کې اوبه په یوه اوبله ولاړې، تورې شیشې په دوړو کې پټي وې.
سړي خپلو کالو ته وکتل سر يې پورته کړ، موټر په دوړو کې ورک وو.
شونډي يې خلاصي شوي، نن ورځ انسانیت بیخې کډه کړي ده، ته ګوره فکر به کوې چې یوڅوک ورپسې دې.
پښا پورته شوه، دمخابرې سکرین شنه رڼا وکړه، شاهین دوه شاهین.....
دمخابرې غږ ورک شو.
د مخي په سيټ کې ناست کس د شا سیټ ته وکتل، تور اوږده ویښتان په سره دسمال پراته ول.
په بغل شو، ويې ویل، چپ لورته تاو شه، موټر کوږ شو، سپي منډه کړه، دهارن غږ دوهمي کوڅي ته ورسیده.
په دوړو سپیره ټایرونه نور هم تیز تاو شول.
موټر چلوونکي وویل، باید ژر له دې سیمي څخه ووځو کنه خطر زیاتیږې.
دځوان زنګنونه درانه شول، دمیل خوله موټر چلوونکي ته برابره شوه، یوه او بله خوا يې وکتل، د کمیس ړستونی لوند شو، په تندي څو ویښتان سریښ شول، خوله يې وچه کړه.
ځوان څلور خواوي څارلي، له کلې ووتل، په سپیره دښته کې په موټر پسې مړه دوړه پورته کیده، دځوان سر شاته څوکۍ ونیو، شوندي يې خلاصي شوي.
دې خلکو ظلم کولو ته مجبوره کړم ، دموټر له یو بغل سره دوړي یوځايې رواني وې، په شیشه به مړه خاوره کښته خوشې شوه.
شورماشور زیات شو دځوان په ویښتانوکې یخه هوا ننوته، سپین بلوز له سیني جلا شو، دسیني ویښتان لامده ښکاریدل، موټر کې دتلویزیون په ښیښې مړ ګرد پروت وو، دځوان بغل ته ښیښه پورته شوه، میل د دوو پښوپه منځ کې ودریده.
دځوان په لاس شوي ساعت بټه ګوته تیره شوه، ساعت ګر په ۱۲ بجو ولاړ وو.
دشا په سیټ کې نری غږ پورته شو، ځوان اورمیږ کوږ کړ له سپین ټیکري تور ویښتان راوتلي وو، په سره دسمال ویښتان په یوه او بله خوا ولاړل. ځوان کښته وکتل له بکسه نیم کتاب راوتلی وو.
نیم ساعت وروسته موټر په نرۍ کوڅه ننوت، ماشومانو منډي کړي، چرګانو چیغي کړي، خره وتوریده په خره بار د ریشقي پنډه کږه شوه، ځوان دخرې پړی ونیو د موټر په دوړو کې پټ شو، ځوان له خرې سره یو ځاي حرکت وکړ، په بام ولاړي میرمني موټر ته کتل، دهلک مخ درد احساس کړ، دسړي له خولي ناړي بادېدلي نه مې درته ویل چې کوڅه کې مستي مکوه که اوس يې وهلی وای.
د جومات ملا دوهمي سجدې ته کښته شو، دموټر هارن يې پام دباندي واړول.
درې بجې وې، تلفن وشرنګیده، ځوان له بلې ویلو وروسته حیران ودریده، شنه دروازه خلاصه شوه، کوڅه کې ماشومانو لوبې کولي، شیبه وروسته په کوڅه کې تور موټر داخل شو، ځوان کورته منډي کړي کوټه يې خالي کړه، په سراي کې دموټر غږ پورته شو.
دروازه بنده شوه، د ځوان لاسونه د نجلۍ تر مټو را تاو شول دموټر بغل ته په ونه جګه نجلۍ ودریده، لاسونه يې شاته تړلي وو، ځوان ورو وویل درځه خوشي بې ځایه حرکت ونکړي.
دنجلۍ په سر لاس کیښودل شو، سر يې ټیټ کړ په توره خونه کې نجلۍ او هلک یوازي پاته شول.
ځوان وویل که زما خبره مني بیابه له دې عذابه خلاصه شې او که خپلې سرزوري ته ادامه ورکوي ژوند به دې په همدې توره خونه کې وې.
ور بند شو ځوان ووت، شیبه وروسته خوني ته بله ځوانه نجلۍ ننوته، وچه ډوډۍ له مستو سره په غولي کیښودل شول، دنجلۍ له خولي تړلی دسمال لرې شو هغې اوږده ساه واخیسته، له کیلکیڼي پرده کش شوه، نجلۍ سترګي پټي کړې.
دلمر رڼا ته نرۍ شوڼدې خلاصي شوي، اې ظالمانو له مانه څه غواړئ؟
شیبه وروسته زیړي رڼا ته دنجلۍ سترګي وبریښیدې.
په سترګو پرتو ویښتانو ترشا يې په ښځې سترګي ولیګدې، هغې تور پړونی په سرووخو له رنګه داسې ښکاریده تا به ویل چې اوس يې تازه راواده کړي ده.
دنجلۍ سرپه یوه اوبله ولاړ ويې ویل خورې زه چیرته یم، داکسان څوک دې ایا ته يې هم راتښتولې يې؟
ښځې وچه ډوډۍ جلا کړه دمستوپه کاسه کې يې لاس ټیټ شو، تازه راوړل شوي نجلۍ مخ واړول زه ډوډۍ نه خورم، زما دپوښتني ځواب راکړه.
ښځي وویل که يې ونه خورې همداسې وږې به پاته شې.
ښځه ولاړه شوه دروازه بنده شوه، راوړل شوي نجلۍ یوازي پاته شوه، لاسونو يې درد وکړ، بیرته ارامه شوه، ويې نه غوښتل چې دلاسونو خلاصولو ته دوام ورکړي.
په سپین مخ داوښکو څاڅکې وځغلیدل، تورې غټي سترګي له اوښکو ډکي شوي، کورنۍ يې سترګوته جګه ولاړه وه، دمور اندیښنه ورسره زیاته شوه چې اوس به ددې په انتظار وې.
زرلښته دکور دوهمه لور وه هغې په ښوونځۍ کې زده کړې کولې، زرلښتې ښایسته تور اوږده ویښتان درلودو، په غوښه پټه وه، له رنګه سپینه وه، خو غامبورو يې سره لمبه کوله.
دشپې په خونه کې د جومات دملا امام په ګډون پنځه تنه ناست وو، له ډوډۍ خوړلو وروسته دنکاح مراسم پیل شول.
ملا وویل ورشئ د نجلۍ وکیل معلوم کړئ.
دوو کسانو یواوبل ته وکتل دواړه ولاړ شول، په دهلیز کې سره ودریدل.
دکور خاوند وویل، هغه وکیل نه نیسې، له رنګه تور سړي وویل، ته يې وکیل يې، شیبه وروسته په خونه کې لاسونه پورته شول، ملا خپله برخه واخیسته او له خوني ووت.
یوساعت وروسته خوني ته په ونه جګ تور سړی ننوت، له غاړي يې تومانچه خلاصه کړه.
نجلۍ ته يې مخ واړول، بس ته نوره زما میرمن شوې، راوړل شوي نجلۍ چیغې کړي، په خوله يې ډبل لاس را تاو شو.
خان محمد په سیمه کې دیو شخصي قوماندان نفر وو، هغه له رنګه توروو لمر سوزولی مخ يې درلود. دخولو بوی يې دوهمي خوتي ته رسیده، نجلۍ مخ واړول، په سپین مخ يې زیږ لاس تیر شو، غامبوری يې لوند شو.
تر ملا يې غټ لاسونه تاو شول، نجلۍ ژړل، دخداي ظالمه پرې مې ږده، چې هرڅه غواړي زما پلار يې درکوي.
په تور بدن یوازي سپین بلوز پاته شو، دنجلۍ د ټټر تڼي خلاصه شوه.
نجلۍ سترګي پتي نیولي وې، په خونه کې تیاره شوه.
سهار دکور مخي ته څو پرله پسې ډزي وشوي، ځوان ویښتان ږمونځ کړل، وسله يې اوږې ته کړه، له خوني ووت، نجلۍ په کونج کې د دوو پښو په سر ویریدلي ناسته وه، په تورو ویښتانو سپین پړونی راکش شو. په ټټر يې یخ شمال ننوت، ریږدېدلې ګوتي په تڼیو را تاو شوې.
شور ماشور جوړ شو، خان محمد ته يې خپل قوماندان مبارکي ورکړه، شیبه وروسته کوڅه له موټرو خالي شوه، کور کې یوازي دوه میرمني او یو نارینه پاته شو.
پاي
۱۱/۱۰/۱۳۹۵