راپور: حبیب الرحمن تاثیر
پاکستاني حکومت په قبايلي سيمو کې له زرو څخه د زیانو تعلیمي او روغیتايي ادارو د بندولو پریکړه کړې ده چې د قبایلي سیمې د ولسي خلګو، سیاسي، مذهبي مشرانو، او په پاکستاني پارلمان کې د قیایلي سیمو د استازیو له سخت غبرګون سره مخ سوې ده.

له فاټا سيکرټريټ څخه د جاري شويو مالوماتو تر مخه: د ريشنلائزيشن ( د کم تعداد) پاليسۍ په اساس به په قبايلي سيمو کې په مجموعي توګه درې سوه دريشت (۳۲۳) روغیتايي مرکزونه او تر اووه سوه زيات تعليمي ادارې بندې کړي.
د سرچینې په هواله چې دا پریکړه تیره ورځ په یوه غونډه کې چارواکیو له صلاح مشورو وروسته کړې ده، چې د قبایلي سیمو ولسي خلګو، سیاسي، مذهبي مشرانو، او په پاکستاني پارلمان کې له قیایلي سیمو استازیو خواښیني ښوودلې ده.
بلې خوا ته د (خيبرپښتونخوا ډائريکټريټ آف کالجز) د زده کوونکیو د کمي له امله حکومت ته په ایالت کې د يوولس کالجونو د بندولو سفارشات کړي دي، په دغه سفارشاتو کې ويل شوي دي چې په کالجونو کې د درې نوي زره زده کوونکیو ګنجایش دی، خو په دې کې تر پنځوس زره هم کم زده کوونکي زده کړې کوي.
خو د قیایلي سیمې ولسي خلګ، ملایان، مدني فعالان، مخورین، سیاسي/ مذهبي مشران او له قایلي سیمو څخه په پاکستانی پارلیمان کې د خلګو استازي وايي حکومت ورسره په هره توګه زیاتی کوي، دوی وايي پاکستان ورسره د ژوند په یوه برخه کې زیاتی کوي، نو دا چې دغه دولت به هیڅ کله د دغه تعلیمي او روغیتايي ادارو بندولو ته پرې نه ژدي.
یاده دي وي چې په خیبرپښتونخوا او قیایلي سیمو کې تر دا وخته د وسله والو له لورې تر زرو زیات ښوونځي په بیلا بیلو پلمو په بمونو الوځول سوي او یا هم سوځول سوي دي، چې سیاسي شنونکي او ملتپال ګوندونه دا کار په پښتني سیمو کې د تعلیمي نظام په کمزورې کولو او پښتانه د جهالت و لورته په بیولو پورې تړي او وايي: دغه وسله وال دغه کار د دولت په ملاتړ کوي.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر،
په غزني کې د قانون د حاکمیت تحریک او په اسټرالیا کې د مېشن افغانستان له لورې د لوی افغانستان د تحریک چلولو په موخه ګډه وېډیویي غونډه وشوه چې له اسټرالیا څخه سیار ده سبزي، ننګیال، ذین دلزاق او یو شمېر نورو ملګرو، له هالېنډ څخه یوسفزي او له غزني څخه د قانون د حاکمیت تحریک د پالیسیو او اسټراټېجیکو چارو مسوول سیف الله مبارک، د باندیو اړیکو مسوول انعام الله ګوهر، د اړیکو مسوول قدرت الله نرمیوال، د اطلاعاتو او ټولنیزو رسنیو مسوول حبیب الرحمن تاثیر، د عامه اړیکو مسوول جمیل وقار، د سیمه ییزو او پوهنتونونو تر منځ د اړیکو مسوول مجید ژړاند او ځینو نور ملګرو په کې ونډه درلوده او ویناوې یې وکړې.

د لوی افغانستان تحریک اجراییه دغه غونډه په داسې حال کې وشوه چې: د تېرو نورو غونډو په پرمختګونو، اهمیت او ګټو باندې رڼا واچول شوه او د (د قانون د حاکمیت تحریک) په نوم د غورځنګ د جوړولو او پر مخ وړولو باندې خبرې وشوې او یادونه وشوه چې د افغانستان د عدلیې له وزارت سره خبرې شوې دي او دا چې د قانون د حاکمیت اجراییوي شورا مشر سمیع الله صدیق او د مالي چارو مسوول قاضي محمد امین هم هڅې ګړندۍ کړې دي، که څه هم د افغانستان له اساسي قانون سره سم چې د یو سیاسي ګوند د جوړولو لپاره په شلو ولایتونو کې سیاسي دفترونه او د لسو زرو کسانو راجسټرول شرط دی او دا چې د قانون حاکمیت تحریک لا هم اوس اوس په فعالیتونو لاس پوري کړی دی، نو په دې اړه یاودنه وشوه چې د افغانستان له دولت سره خبرې روانې دي تر څو دغه تحریک په سیاسي ګوند باندې بدل او په سیاسي فعالیتونو لاس پوري کړي.
په غونډه کې ددې خبرې یادونه هم وشوه چې دا وخت د افغانستان، پښتونخوا، بلوچستان او قبایلي سیمې ترڅنګ په اروپا، امریکا، هندوستان، اسټرالیا، روسیه او انګلستان کې د لوی افغانستان تحریک پیل شوی دی چې د نورو هیوادونو ترڅنګ د اسټرالیا هڅې یې د یادولو وړ دي، خو له دې پرته د لوی افغانستان تحریک یو دفتر په پښتونخوا کې هم هڅې پیل کړې دی چې وایي ددغه تحریک له لارې به ماشومانو ته د (پاچا خان ایجوکېشن سیسټم) تر سرلیک لاندې د (نان فارګنس) او تشدد پر ضد زدکړې ورکول کېږي چې ورسره به د لوی افغانستان د تحریک چلولو په اړه هم په کار لاس پوري کړي.
په غونډه کې په دې خبره زور راوړل شو چې د لوی افغانستان تحریک به په هیواد کې د ټولو مېشتو قامونو په وړاندې څرګند دریځ لري، په دې مفهوم چې هلته به د قانون حاکمیت وي او د قانون په وړاندې به د پښتون، تاجک، هزاره، ازبک بلوڅ او نورو قامونو ترمنځ هیڅ قومي، ژبني او مذهبي توپیر نه کېږي او دا چې د لوی افغانستان تحریک به د ملي ستم په وړاندې په ټینګ اعظم او جرات سره درېږي او مبارزه به کوي، د لوی افغانستان تحریک د مرکزي شورا غړیو په دې هم ټینګار وکړ چې د کارونو د سمون او لا ښه والي په برخه کې په هیواد، پښتونخوا او بلوچستان کې خلګ باید له کمپیوټري او انټرنيټي اسانتیاو څخه ګټه پورته کړي، ترڅو وکولی شو، خپلې ستونځې په اسانۍ سره حل او هدف ته ورسېږو او دا چې د لوی فغانستان د تحریک د چلولو لپاره به له خلګو سره اړیکې نیول کېږي.
په غونډه کې د نورو خبرو ترڅنګ جمیل وقار وویل: یو څوک غواړي چې په غزني کې د مطالعې د دود د عامولو په موخه عامه کتابتون جوړ کړي چې ښاعلي سیار ده سبزي د دې عمل ستایسنه او د دغه کتابتون لپاره یې د لس (۱۰) عدد کمپیوټرونو ژمنه وکړه چې ګډونوالو یې مننه وکړه، دغه غونډه چې د افغانستان په وخت د مازیګر په څلورو او د اسټرالیا په وخت د شپې په یوولس بجې پیل شوې وه تر ناوخته پورې یې دوام وکړم.
له (Only news) څخه په مننې
اوس اوس د پاکستان يو بیلتون غوښتونکي پښتون مبارز ويلي دي چې په پاکستاني پوځ کې پښتنې نجونې د غلامې په توګه کارول کيږي.

نوموړي اوس اوس له رسنیو سره له دې خطرناک راز څخه پرده پورته کړې او وايي چې په پاکستان کې پښتانه يوازې وحشت اودحشت ته ژوندي دي.
عمر داوود خټک له رسنیو سره په خبرو کې ويلي دي چې د خيرپښتونخواه ډيری نجونې په پاکستاني پوځ کې د جنسي ځورونې او ترهګرو د استخدام په خاطر کارول کيږي.
د خټک په خبره ډيری نجونې چې د ځينو ستونزو له امله تيښتې ته اړې کيږي پنجاب او لاهور ته بیول کيږي اوهلته په رنډۍ خانو کې د دوی له عايداتو د پاکستان استخباراتي اداره پټې پروژې پر مخ وړي.
نوموړي دا هم ويلي دي چې ډيری دا نجونې د وتلو پښتنو مشرانو او ځوانان د نوم بدۍ په خاطر هم کارول کيږي چې له ډيرو ځوانانو او مخورو کسانو ويډيويي شیبې هم پاکستاني استخباراتو ثبت کړي دي.
خټک زياتوي:« په سرحدي سيمو او سوات کې د ترهګرو رامنځ ته کول او بیا يي پر ضد عملیات د پښتنو پر غرور ملنډې وې او پاکستاني پوځ سلګونو پښتنې نجونې لاهور ته بیولي او هلته پرې د خپل جنسي وحشت مستي سړوي.
خټک زیاتوي: ډيرۍ پښتنې چې د پاکستان په دولتي ادارو کې کار کوي په زوره فاحشه ګري ته هڅول کيږي او بیا د دوی له لارې فحاشي د پښتنو کورونو ته ننباسي
هغه چې د ازاد پښتونستان د آزادۍ لپاره مبارزه کوايي وايي چې پښتانه نور باید پر ځان رحم وکړي او هسې پاکستاني ډول ته د نڅيدو له امله دې خپل غرور، تاريخ او نواميس نه تر پښو لاندې کوي.
خټک دا خبرې په داسې حال کړي دي چې اوس اوس ډيری پښتانه او پښتون ميشتې سيمې د پاکستاني پوځ د وحشتونو ښکار دي او دا وحشتونه کله د طالب او تروريست په جامه کې وي او کله بیا عملیاتي بڼه لري، پاکستان چې په سيمه کې د شرارت مرکز دی تل په ورته ورانکارو او شرمونکو کړنو کې لاس لري.
خټک ويلي دي چې ددې ټولو خبرو د ثبوت په خاطر پوره اسناد ورسره دي خو دا چې پښتانه يو لوري ته د تروريزم او بل لوري ته د پاکستاني وحشتونو او نسل وژنې ښکار دي هڅه به وکړي ياد اسناد او د پښتنو د نسل وژنې ځينې کره اسناد نړۍ والو محاکمو او ادارو ته په واک کې ورکړي.
عمرخټک ليکلي دي:(پاکستان د تل په څير زه په دې تورن کړم چې زه هندوایزم ته اوښتی يم خو زه هندو نه بلکه يو پښتون، يو افغان او مسلمان يم يوازنۍ ګناه مې داده چې پاکستان نه منم او د لوی افغانستان د جوړيدو ارماني يم)
دا خبرې په داسې حال کې شوي دي چې لا هم ځينې پښتانه په پاکستان کې د پنجاب په ننګه په داسې حال کې شعارونه ورکوي چې پيغلې يي فحاشي، نارينه يی ترهګرۍ ته هڅول کيږي او پښتو ژبه په ياد هیواد کې په نشت شمار ده او ان په پښتون ميشتو سیمو کې هم په رسمي نصاب کې دې ژبې ته حق نه ورکول کيږي.
حبیب الرحمن تاثیر
August 2, 2016
ملا صاحب د خټین جومات په مهراب کې په کتاب کړوپ ناست او د اسلام له نظره د ماشومانو د حقونو په مطالعه بوخت وو، سوچ یې کاوه چې څنګه کولای شي د اسلامي دین په رڼا کې خپله (غریب ګله) د خېټې په دوژخ کې لولپه کړي او څنګه کولای شي چې هغه په ارزانه ولور یوه خوله بوټۍ ته واده کړي.
![]()
دا د انګریزي ادبیاتو افسانه نه، دا د عربي فولکلور د لیلا مجنون په رنګه کیسه هم نه، بلکې د افغانستان یوه رښتینې کیسه ده، هو! د غور د دشت کهر ولسوالۍ د یوه کلي په جومات کې ملا امام عبدالقادر خپله شپږ کلنه لور (غریب ګله) په یوه وزه، یوه بوجۍ وریجو، یو څو خرټیو ګوړه او یوه کیلو چایو شپېته کلن عبدالکریم ته واده کړه.
خو کړوپه ملا، شناوۍ ږیره او وچکی نازولی زوم عبدالکریم له دې څخه انکار کوي چې غریب ګله یې په دومره درانه ولور ځان ته نکاح کړې، بلکې وايي د غریب ګلې مور او پلار غریب ګله ورته په نذرانه کې ورکړې.
دا افغانستان دی، دا غور دی، د کابل په پارلمان کې ناست مجاهدین او د مجاهدینو مجاهدین چې د کفري نړۍ په ډالرو ګاټي کوي او یوه نیمه لسیزه وړاندې یې د کور هره شپږ کلنه نجلۍ غریب ګله وه، د دشت کهر د غریب ګلې کیسه یې له سره الوتې ده، په افتخار وايي موږ جهاد کړی موږ مجاهد ملت یو.
د پېښور انقلاب ورځپاڼه راپور ورکوي چې څو تنو لنډغرو ځوانانو یو ملا امام عمرمعاویه په احتماعي توګه شرمولی او د پېښې له ځایه تښتیدلي دي.

ورځپاڼه د پولیسو له قوله ملا امام خلاف دغه کار غچ بولي او وايي: چې د دغه کار لامل همدا کیدی شي چې ملا امام تر دې وړاندې د ځوانانو د کورنۍ پر یو ماشوم شاګرد جنسي تیری کړی وو.
پولیس وايي، په دغه پېښه باندې هغه وخت خلګ خبر شول چې ملاامام په مسجد کې په چیغو بغارو سر وو، خو کله چې هم د کلي خلګ د پېښې ځای ته راتلل نو ځوانانو دغه اعمال ترسره کړي او تښتیدلي وو.
افغان دولت د فیسبوک د جعلي اکونټونو په بندولو لاس پوري کوي، د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي: دغه وزارت له ملي امنیت سره په ګډه د جعلي او مشکوکو ټولیزو اکنټونو د مخنیوي لپاره کار کوي.

دا خبره وروسته له هغه کیږي چې مشرانو جرګې په افغانستان کې د پاکستاني استخباراتي ادارې (ای ایس ای) د فیسبوک د جعلي اکاونټونو له لارې د افغانانو ترمنځ د نفاق اچولو خبر ورکړ.
د مشرانو جرګې د عامه هوساینې د کمېسیون رئیس ټینګار کوي چې: د پاکستان استخباراتي کړۍ په ټولیزو رسنیو کې د جعلي پاڼو په جوړولو سره په افغانستان کې د مېشتو قومونو ترمنځ د نفاق اور ته لمن وهي.
خو تر دې وړاندې لا هم ځینو سیاسي، قامي او ګوندي مشرانو په افغانستان کې د دغه ډول کار د ترسره کولو په موخه له خلګو غوښتنه کړې وه چې د ټولنیزو رسنیو په دغه ډول راپورونو غوږ و نه ګروي چې پکې د قامونو ترمنځ د جلاوالي سبب جوړیږي.
لیک: حبیب الرحمن تاثیر
July 17, 2016

تیر ماښام په ترکیه کې د شاهنواز تڼي ډوله یوه ناکامه کودتا وشوه، ښه وه بده وه موږ ورسره کار نه لرو، خو له هغه وروسته زموږ ځینو بېچاره فیس بوکیانو له خولې لاس اخیستی دی، د طیب اردوغان، د هغه د مسلمانۍ او د هغه د حکومت په صفتونو نه مړیږي، څوک ورته قهرمان، څوک ورته اتل، څوک ورته د اسلام ساتونکی څوک څه او څوک څه لقبونه ورته کاروي او د هغه د نظام ننګه کوي، خو باید موږ په دې ځان پوهه کړو چې زموږ تر اوسه په خپله په یوه پایڅه کې دواړه پښې بندې دي، د ځان د ښه راتلونکي، د هیوادنیو ګټو او د ځوانانو د روزلو لپاره کار وکړو ځکه چې دا کار موږ او تاسو ته ګوري، بله دا چې ترکیه او اردوغان موږ او تاسو ته په ښه نه راځي، ترکېې او اردوغان واړ عمر زموږ له دوښمن سره زموږ (پښتنو افغانانو) په خرابولو کې مرسته کړې او هغه یې په ټولیزه توګه راته چاغ کړی دی.
په محکوم افغانستان (کوټه، پېښور او قبايلي سيمو کې) له تېرو لسو کالو څخه پنجاب او د پنجاپ د استخباراتي ادارې په پښتنو او بلوڅو کې چاودنې کوي، د بغاوت په تور يې وژني، د ترهګرو په نوم يې قتل عام په کې پيل کړى دى، د اپرېشن په نوم په بربريت يې غيرت شهامت، غرور، افغانيت، مېړانه او هرڅه له خاورو سره ورته خاورې کړل، په سوات کې يې د مېړونو تر مخ پښتنې ښځې وشرمولې، ولي دغه اردوغان ږغ نه پورته کوي؟، ولي دغه اردوغان پټه خوله ناست دى؟، ولې دغه اردوغان ګونګ ناست دى او سيلونه کوي؟. خو چې په برما کې پنځه کسان ووژل سول او اردوغان یې د مرستې غږ وکړ، نو زموږ بې فرهنګه، ناپوهه او نا سرخلاصو پښتنو ورته د اتل، قهرمان او سپين مسلمان خطابونه کول.
کله چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې پيل وکړ او د مجاهد په نوم خلګ يې وروزل او وروسته يې افغانستان ته راولېږل، نو په ازاد افغانستان کې دغه پنجاب پرستو (مجاهدينو) څه و نه کړل؟، تر برما يې زيات ظلمونه او نارواوې وکړې، له هلکانو سره يې ودونه روا کړل او ودونه يې ورسره وکړل،د خپلې خور له لور يې تيان پرې کړل، د خپل ورور په سر کې يې مېخونه ورټکوهل، د خپل کلي خلګ يې په کانټينرونو کې بند کړل او تر لاندې يې اورونه بل کړل، هيواد يې ړنک کړه، د ډيورنډ د منحوسې کرښې د مضبوطۍ له پاره يې کارونه وکړل، هيواد يې په ژبني، قامي، مذهبي او سيمه ييزو تعصباتو کې ښکېل کړ، ولي دغه اردوغان ږغ نه پورته کاوه، ولي دغه اردوغان پټه خوله ناست وو،ولې دغه اردوغان ګونګ ناست وو او سيلونه کول او پاکستان ته یې دا نه ویل: چې له خپلو ناروا کړنو لاس واخله.
په بلوچستان کې د بلوڅو سياسي ځوانان او پېغلې ازادي غواړي، سپېڅلې مبارزه کوي، د پنجاب له ظلم، بربريت او تېري څخه ځان خلاصوي، خو د پنجاب استخباراتي ادارې د دغه بلوڅو کورنيو، پيغلې، ځوانان، مېرمنې، ماشومان او سپين ژيري سړي لومړى له کورونو تښتوي، وژني يي او وروسته يې وراسته سوي (مسخ سوي) مړي په بېلابېلو ځايونو کې غورځول، ولې اردوغان د انسانیت په خاطر څه نه ورته وايي: چې پاکستانه دا کار مه کوه، خو چې په کې یوه کودتاګۍ سوې ده، زموږ د وطن عقلي نابالغه فیس بکیان راغورځیدلي دي او په له غره سره سرجنګوي وايي موږ درسره یو، پلانی دی او ډینګی.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
May 14, 2016
په بلوچستان ايالت کې د ورکو بلوڅانو د موندنې او د هغوى د حقونو د غوښتنې د احتجاجي سازمان مشر ماما قدير د خپلو احتجاجونو د پراخوالې په موخه د امريکا متحد ايالاتو ته تللی وو او له بیرته راغبرګیدو سره سم یې په کوټه کې له پاکستان څخه د ازادي او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه خپل احتجاج پیل کړ.

دى او وايي: په امریکا کې یې له دولتي چارواکيو څخه د بلوڅو د ازادي غوښتنې په برخه کې مرسته وغوښته او د امريکايي چارواکيو او د دغه هيواد د سنا د غړو سره د ليدو کتو ترڅنګ یې د ملګرو ملتونو دفتر ته هم ورغی او خپل شکايت یې ورته وړاندې کړ، خو له دې پرته له واشنګټن څخه تر نيويارک پورې یې پلى لاريون هم وکړ، تر څو د نړيوالو پام نور هم ځان ته واړوي.
ماما قدير چې د جليل ريکي په نوم زوى يې هم له پاکستان څخه د ازادۍ په لاره کې ژوند له لاسه ورکړى دى او له تېرو شپږو کالو څخه د کوټي، کراچۍ او اسلام اباد د مطبوعاتي مرکزونو مخې ته په احتجاج ناست دى وايي: له امريکا څخه ویې غوښتل چې پر پاکستان زور راوړي چې بلوڅانو ته خپل حقونه ورکړي.
دی وایي: موږ د امریکا له دولت څخه غوښتنه وکړه چې هغه خپل یو استازی بلوچستان ایالت ته واستوي او په خپلو سترګو دي یې وګوري چې پر بلوڅو باندې څه تېرېږي، و دي ګوري چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې پر هغوی باندې څنګه ظلمونه او زیاتی کوي، موږ د امریکا له کانګرس څخه غوښتنه وکړه چې پر پاکستان دي خپل فنډونه بنډ کړي، خپلې مرستې دي ورباندې بندې کړي او هغه وسلې چې د طالبانو د ځپلو په نوم یې پاکستان ته ورکوي او هغوی یې پر بلوڅو استعمالوي هغه دي ورباندې بندې کړي.
څنګه چې ازادي غوښتونکي بلوڅان د دغه ورکو بلوڅانو د مړو د ترلاسه کېدو پړه د پاکستان پر امنيتي ځواکونو او استخباراتي ادارو وراچوي، نو دا چې څومره کسان به تر اوسه پورې تښتول سوي او وژل سوي وي، ماما قدير يې فګر بيانوي او وايي: دغه لړۍ اوس هم دوام لري، هغه زیاتوي: زموږ د نوملړ مطابق تر اوسه پورې تر پنځه دېرش زره زیات بلوڅ ځوانان او مېرمنې تری تم دي او تر دا وخته پورې تر اته زره بالا د خراب سویو کسانو مړي موږ ترلاسه کړي دی، چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو وړي دي، وژلي یې دي او وروسته یې مسخ سوي مړي په بېلابېلو سیمو کې غورځول سوي دي.
که څه هم د ماما قدير او د ازادي غوښتونکيو بلوڅانو دا ارمان پوره کېدل د پاکستان د له منځه تلو سبب جوړېدى سي، خو په بلوچستان ايالت کې د بلوڅو بېلتون غوښتونکيو له لورې له تېرې څه باندې يوې لسيزې څخه بېلتونپاله مبارزله روانه ده چې د سړو ترڅنګ ښځې او ماشومان هم په کې ونډه اخلي، د ثمینې بلوڅې په نوم یوه پېغله چې تل یې له پاکستان څخه د ازادۍ په برخه کې مبارزه کړې ده وایی: ملکري ملتونه دي له پاکستان سره زموږ پرسر او زموږ د مړو حساب وکړي او له موږ سره دي په ازاد بلوچستان راکولو کې مرسته وکړي.
ثمینه زیاتوي: د پاکستان دولتي، امنیتي او استخباراتي ادارې زموږ سیاسي ځوانان له کورونو څخه وړي، وژني یې او وروسته یې وراسته سوي مړي رالېږي او ورباندې لیکلي یې وي چې: (دا ستاسو له پاره تحفه ده)، که ملګري ملتونه په نړې کې سوله غواړي او قامونو ته د حقوقو برابري غواړي، نو موږ دي د پاکستان له ظلمونو څخه خلاص کړي، موږ ته دي ازادي راکړي.
ياده دي وي چې دوه کاله وړاندې ماما قدير او د هغوى ملګرو بلوڅو ازادي غوښتونکيو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په خاطر له کوټي څخه تر کراچۍ څه باندې اووه سوه او بيا له کراچۍ څخه د پاکستان تر پلازمېنې اسلام پورې شاوخوا اتلس سوه کيلومېتره پلي لاريونونه وکړل چې دا د نړۍ په تاريخ کې ترټولو اوږده لاريونونه ګڼل کېږي چې ښځې او ماشومان هم ورسره ملګري وو.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
March 6, 2016
د پاکستان له قیایلي سیمو څخه کډه شوي کډوال وايي: په دغه ځای کې د پاکستاني پوځ له لوري د عملیاتو په نوم د پښتنو د ټولوژنې په موخه په بمباریو کې د سیمې پر اولسي خلګو د نورو ترڅنګ کیمایي وسلې هم کاروي چې خلګ ورڅخه په ډول ډول ناروغیو اخته کېږي، دوی وایي: په دغه سیمه کې د وسلو د ازمایلو په موخه د څرخي الوتکو ترڅنګ جیټ الوتکې (ایف ۱۶) دغه ډول بمونه غورځوي چې خلګ د ذهني ناروغیو، پمنېدو او لېونتوب ترڅنګ له ډیری ناروغیو سره مخ کېږي.

له شمایلي وزیرستان څخه د خیبر پښتونخوا بنو ته کډه شوی شمشید خان وایي: په پوځي عملیاتو کې د پوځ له لورې د کارول شویو وسلو له امله یې د کور ټول غړي د پوستکي په ناروغۍ اخته شوي دي، دی وایي: د کور مېرمنې او ماشومان يې د دغه وسلو د دود او بوی له امله له سره تر نوکه پمن شوي چې هیڅ درمله یې نه کېږي، شمشید خان وایي که څه هم چې زیات غریب او نادار دي خو بیا یې هم خپله پمنه کورنۍ د پېښور په ټولو ډاکټرانو ګرځولې ده، خو ناهیلی راستون شوی دی.
یاده دي وي چې: په قبایلي سیمه شمایلي وزیرستان کې پاکستاني پوځ د ۲۰۱۴م کال په جون مياشت کې د (ضرب عضب) په نوم عملیات پیل کړل چې تراسه پوري دوام لري او هره ورځ په کې د پوځي سرتېرو له لورې درنې او سپکې وسه کارول کېږي، که څه هم چې پاکستانی پوځ په دغه عملیاتو کې تر اوسه پورې له (۳۵۰۰ ) څخه د زياتو وسلوالو د وژلو ادعا کوي، خو دا ډول خبرې بې بنیاده ګڼل کېږي، ځکه چې پوځ سیمې ته ازادې سرچینې او خبریالان نه پریږدي نو ځکه د پوځ دغه ادعاوې د خپلواکو ادارو لخوا نه تاییدېږي.
ولسي وګړي دا هم وایي چې: د عملیاتو له امله ټوله بمباري پر دوی کېږي، چې په کې په زرګونه ولسي خلګ وژل شوي، ټپیان شوي او په ناوړه ناروغیو اخته شوي دي او په لکونه نور هغه یې بې ځایه شوي دي، خو هغه وسله وال چې د دغه هیواد د استخباراتي ادارو او پوځ له لورې په دغه سیمه کې روزنیز مرکزونه لري محفوظو ځایونو ته انتقال شوي دي، په شمالي وزیرستان کې دغه کېمیايي وسلې په داسې حال کې کارول کېږي چې څو ورځې وړاندې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف په شمالي وزيرستان کې د وسلوالو پرضد د عملياتو وروستى پړاو اعلان کړ.
که د شمالي وزیرستان اوسېدونکي پر دوی باندې د کېمیايي وسلو له کارولو څخه سرټکوي، خو تر دې وړاندې په افغانستان کې هم د دغه ډول وسلو د استعمال په اړه وخت په وخت راپورونه خپاره شوي دي چې په هلمند کې د ناټو ځواکونو له لورې د وسله والو مخالفینو په وړاندې یادې وسلې کارول کېږي، خو اثرات یې په ولسي خلګو کې ښکاره کېږي او دا چې د افغانستان له جنوبي زون څخه ډیری وخت ناروغان کوټې ته د درملنې په موخه وړل کېږي، چې زیاته برخه یې په رواني، اعصابي، ذهني، جسماني او نورو دا ډول ناروغیو مبتلا وي.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
October 30, 2016
د تیرې شنبې په ورځ کلیوال ملګري ټولنې یوه بله پرله پسې اونیزه اووه نوي یمه غونډه د دغې ډولنې په دفتر کې وکړه، چې په کې په لسګونو کسانو ګډون کړی وو.

دغه غونډه چې په دوو برخو ویشل شوې وه په لومړۍ برخه کې د پښتونخوا له پېښور څخه لیکوالې، ژورنالیسټې او فعالې لایبې یوسفزۍ د ویډیي لینک په وسيله (د خورو ورو پښتنو افغانانو يووالی او د هغوی ګټې) تر سرلیک لاندې د غونډې ګډونوالو ته په زړه پورې لکچر ورکړ او په دوهمه برخه کې مشاعره وشو.
هغې په خپلو خبرو کې د نورو ترڅنګ په دې خبره ټینګار وکړ چې باید په هر اړخیزه توګه د افغانانو د یووالي او د لوی افغانستان د جوړیدو له پاره کار وشي او هغه افغان ژورنالیسټان، لیکوال او مدني فعالان چې په ټولنه کې په فعالیتونو بوخت دي په دې برخه کې خپلو فعالیتونو ته لا پام واړوي.
یوسفزۍ زیاته کړه: افغانان که په پښتونخوا کې دي او که په افغانستان کې له زیاتو مشکلاتو سره مخ دي او د دې له پاره د ذهنیت سازۍ په برخه کې کار کولو ته اړتیا ده، خو دغه اړتیا د ټولنې لوستي او باشعوره کسان پوره کولی شي.
لایبې زیاته کړه په کابل، پېښور، کوټه، کندهار، جلال اباد او د هیواد په هر ځای کې د افغانانو په ځانګړې توګه د پښتنو په خپل منځ کې سره د ویشلو هڅې کیږي او د هغوی دوښمنان نه غواړی چې دوی دي یو قوت او یو موټی پاته شي، هغوی په سیاسي، اقتصادي، کلتوري او هر اړخیزه ټوګه ځپل کیږي.
هغې په پښتونخوا کې پر ځینو پښتنو سیاسي، مذهبي او ملتپالو مشرانو پړه ورواچوله چې د پردیو د ګټو له پاره کار کوي او نه غواړي چې د پښتنو د ویووالي په موخه سره راټول شي، نو ځکه په پښتونخوا، قبایلو او بلوچستان ایالت کې پښتانه د پردیو د ګټو په خاطر وژل کیږي خو دوی پټه خوله ناست دي.
لایبې یوسفزۍ په خپلو خبرو کې په پښتونخوا کې د افغانانو د ځورونې ترڅنګ یادونه وکړه چې پښتانه په قصدي توګه په اقتصادي لحاظ کمزوري کیږي، له خپلو سیمو څخه کډه کولو ته مجبوره کیږي، چې دا وخت د پاکستان په کراچۍ کې تر شپېته لکه زیات پښتانه ژوند کوي او له کمزوري اقتصاد څخه کړېږي.
یوسفزۍ په خپل علمي او خواږه لکچر کې زیاته کړه: په پښتونخوا، بلوچستان او قبایلي سیمو کې د پاکستاني شناختي کارډ او د هغوی د بندلو او خلاصولو په بهانه د پښتنو سخت سپکاوی کیږي، د پاکستان دولت او د دغه هیواد استخباراتي ادارې د پښتنو د ذلیلولو او د هغوی د بې غزتولو له پاره شناختي کارډونه وربندي او بیا یې د پیسو او واایستو په بدل کې بیرته ورخلاصوي چې دا یو نامناسب عمل دی.
د دې پوښتنې په ځواک کې چې: میډیا او عامه ذهنیت د جوړونې ترڅنګ څه کول په کار ده چې پښتانه او افغانان د یووالي لور ته راوګرځي، لایبې یوسفزۍ د کلیوال ملګري ټولنې د هڅو او فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ وویل: موږ د دغې ټولنې کارونه او هڅې په ټولنیزو رسنیو کې وینو او ګورو چې د اړتیا په وخت یې په موضوعاتو غونډې کړې، نو دا ډول باید ټول ځوانان او ژورنالیسټان د ذهنیت سازۍ و لور ته پام واړوي، دغه ډول غونډې، پروګرامونه او مثاحبې یو ښه رول ترسره کولی شي.
د دغې غونډې دوهمه برخه ازادې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه چې ډیری شاعرانو په کې د مینې، حماسي، انقلابي، وطني، هنري او هر اړخیز شعرونه وویل او غونډه مازیګر ناوخته د دوعایې په لوستلو سره پای ته ورسیده.