نن یک شنبه د مېزان میاشتې په ۲۴مه نېټه په غزني کې د افغانې سرې میاشتې له لورې (د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په مناسبت) یوه پرتمینه غونډه وشوه، په دغه غونډه کې چې د دغه ټولنې په ریاست تر سره شوه، په کې د سرې میاشتې کارکاوونکو ترڅنګ د دغې ټولنې رضاکارانو، ځینو دولتي چارواکیو، قومي مشرانو، علماء کرامو، ژورنالیسټانو، مدنی فعالانو، مېرمنو او لسګونو ولسي خلګو ګډون کړی وو.

دغه غونډه چې د قرآن کریم په مقدسو ایاتونو سره پیل شوه په لومړي سر کې د دغې ټولنې سرپرست ریئس عبدالعلیم نوري خپله وینا وکړه، هغه په خپلو خبرو کې افغاني سره میاست یوه بې طرفه ټولنه وبلله او غوښته یې وکړه چې: دولت، د دولت وسله وال مخالفین او ولسي خلګ دي ورسره همکاري وکړي.
نوري ټینګار وکړ چې په جګړه کې ښکېل لوري دي د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو خنډ نه جوړي، تر څو د دوی کارکوونکي، له جګړې او طبیعي افتونو څخه له ځپل شويو اړمنو سره په ښه توګه مرستې وکړي او خپله فریضه ادا کړي، هغه په غزني کې له شخصي او دولتي پوهنتونو، خیریه ټولنو، ملي تجارانو او نورو شتمنو څخه له افغاني سرې میاشتې سره د مرستې غوښتنه وکړه.
سره میاشت چې د مليت، توکم، مذهبي و دیني عقيدې او سياسي نظریاتو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او تل هڅه کوي تر څو د خلکو اړتياوو ته په کتو سره د دوى پر ټپونو پټۍ کيږدي، نو ښاغلي نوري د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال او سر پرست ډاکټر میرویس اکرم رالېږلی پیغام ولوست، چې په کې راغلي وو:
(زه په غزني کې له خپلو ټولو همکارانو او د سرې میاشتې له رضاکارانو څخه خوشحاله یم او له هغوی څخه مننه کوم چې په هر حالت کې یې د هیواد له بېوزلو او اړمنو کسانو سره مرستې کړې دی، د سره صلیب او حلال احمر په رنګه په افغانستان کې په ټولیزه توګه یې بېطرفي، استقلالیت او غیر جانب دارانه لاره خپله کړې ده، د سرې میاشتې ټولنې رهبري د سره صلیب د داخلي او خارجي همکارانو د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وايي او دې کار د دوي هڅې هم متاثره کړې دي.
خوښ یم چې یو ځل بیا د افغانې سرې میاشتې ټولنې ځانګړې اونۍ لمانځو، ټول پوهیږو چې یاده ټولنه د اعانو او صدقو ټولولو او مالي پیاوړتیا په موخه په ټول هیواد کې ځانګړې اونۍ لمانځي، ځکه چې سره میاشت د دولت د مالي پانګې برخه نه ده، بلکې د هیواد د خیریه وګړو د مرستو، د سره صلیب د نړیوال غورځنګ، د نړیوالو سرو میاشتو او سرو صلیبونو، د ملي سوداګرو او خیریه ملي او نړیوالو ټولونو له لوري تمویلیږي، د افغاني سرې میاشتې ټولنه له ټولو خیریه هیوادوالو څخه هیله کوي چې د تیر په شان یو ځل بیا د بې وزلو سره د مرستې په موخه له موږ سره ملګري شي).
دا چې افغاني سره میاشت په هر وخت او هر ځای کې د خپلو پېښځپلو هیوادوالو مرستو ته ځان رسوي، نو په دغه غونډې کې په غزني کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د حوادثو مدیر ستارخان وینا وکړه، هغه په تیر یوه کال کې د افغاني سرې میاشتې په فعالیتونو رڼا واچوله او دا کال یې له خپلو لاسته راوړنو څخه ډک کال وبارله، هغه د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په مناسبت د افغانستان د ولسمشر جلالتمآب محمداشرف غني پیغام هم ولوست، چې په کې راغلي وو: (افغاني سره میاشت یوواځینۍ ملي او نړیواله بشردوستانه ټولنه ده چې په هر حالت کې یې په افغانستان کې د خپلو هیوادوالو ملاتړ او مرستې ته دوام ورکړی دی، له مصیبت ځپلو او جګړې ځپلو سره یې خپل مصولیت په ډیره ښه توګه ترسره کړی دی، چې زموږ پاک دين اسلام هم په دغه کار ټینګار کوي).
د غونډې په جریان کې د مرکزي جنوب غرب زون مدیر عبدالمستعان د افغاني سرې میاشت د سکرټر جنرال اغلې ډاکټر نېلاب مبارز پیغام د غونډې ګډونواله ته واوراوه چې په کې راغلي وو: (افغاني سره میاشت هغه ټولنه ده چې له تیرو اتیا کالو څخه د خپلو خلګو له پاره جوپړ وهي، نو موږ د دغه جوپړ د بریالیتوب له پاره له خپلو هیوادوالو په ځانګړې توګه له تجارانو او شتمنو کسانو څخه د مرستې غوښتنه کوو چې د ځانګړې اونۍ په لړ کې له خپلې سرې میاشتې سره مرسته وکړي).
د دې ترڅنګه په غونډه کې ځینو مخورینو او قومي مشرانو هم ویناوې وکړې او په غزني کې د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه یې وستایل او د هر ډول مرستو ډاډ یې ورکړ، هغوی وویل: په دا وروستیو کلونو کې په غزني کې د افغاني سرې میاشتې له فعالیتونو څخه خلګ زیات خوشحاله دي، ددې ترڅنګ د غونډې په جریان کې د افغاني سرې میاشتې د ستاینې او ډاډګیرنې په موخه ترانې او شعرونه هم د غونډې ګډونواله ته واورول شول.
یاده دي وي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنه په (۱۹۳۴) زیږدیز کال کې جوړه او په ۱۹۵۴ کال کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له لوري د نړیولوال سره صلیب او سرې میاشتې د غورځنګ د یوه غړي په توګه په رسمیت و پېژندل شوه، د (۱۹۵۵) کال د نومبر پر ۱۱ نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنه د سره صلیب او سرې میاشتې د فدراسیون د ۸۳ وم غړي په توګه ومنل شوه، چې تر اوسه یې په هیواد کې د مصبت ځپلو او پېښځپلو هیوادوالو سره مرستې ته وږه ورکړې ده.
د پنج شنبې په ورځ د بلوچستان ایالت په بلوڅ میشته سیمه جلمکسي کې ځانمرګي بریدګر د پاکستاني امینتي سرتیرو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

پولیسو وايي چاودنه د فتح پور شریف په نوم په یوه زیارت کې په داسې حال کې شوې ده چې په زیارت کې ډیری کسان د صوفیانو موسیقۍ د اوریدو له پاره سره راټول شوي وو.
دوی وايي په دغه پېښه کې د پولیسو د یوه انسپکټر او دریو ماشومانو په ګډون ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۶ نور په کې ټپیان دي، خو دا چې د ځینو ټپیانو حالت مرګونی بلل کیږي، نو له دې وجې د وژل سویو کسانو په شمیر کې نور هم زیاتوالی راتلی سي.
که څه هم چې په پاکستان کې ډیری وخت په مزاراتو کې دغه ډول بریدونه سوي او سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده، نو پولیس وايي د پنج شنبې په ورځ په دغه زیارت کې ګڼه ګوڼه زیاته وي نو ځکه ډیری کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه پېښه په داسې حال کې ترسره کیږي چې تر دې وړانې هم د بلوچستان په ډیری صوفیانه، زیارتونو، جوماتونو امام بارګاهو او ځینو نورو محافلو کې ځانمرګي، وسله وال او بمي بریدونه شوي دي، چې د دغه سیمې سیاسي ډلې یې پړه د پاکستان په استخباراتي ادارو او امنیتي ځواکونو وراچوي او وايي ځکه دا کار تر سره کوي چې په دغه ایالت کې ملتپال او د خپلواکۍ تحریکونه کمزوري کړي.
دوی وايي په دې خاطر د ډیری مذهبونو منونکیو ته هم له مذهب څخه د ګوښه کیدو اخطارونه ورکول کیږي، چې ذاکریان یې د یادولو وړ دي، څه موده وړاندې په بلوچستان ایالت کې وسله والو تندلارو چې ویل کیږي د پاکستان د استخباراتي کړیو ملاتړي دي د ذاکري مذهب منونکیو ته ګواښ وکړ چې یا خو دي له خپل مذهب څخه واړوي ګنه نو بیا دي ځان مرګ ته تیار کړي.
پاکستان په دې مشهور دی چې تل یې په بلوچستان او پښتونخوا ایالتونو کې د مذهب به نوم جګړه توده ساتلې خو په قیایلي سیمو کې له تروریزم سره د مبارزې په نوم ولسي خلګ وژني او دغه قیایل یې له خپلو سیمو څخه ایستلو ته مجبور کړي دي.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر.
د غزني له بندیخانې څخه وخت په وخت راخوشي شوي بندیان وايي: که یوې خواته زندانیان په زندان کې د ژوند یوه اسانتیا هم نه لري، خو بلې خواته د زندانیانو ډیری برخه یې د پولیسو په لاس په مخدره موادو روږد شوي او ژوند یې برباد شوی دی، دوی وايي: د زندان ساتونکي پولیس کوښښ کوي چې د دغه معتادانو په شمیر کې زیاتوالی راولي، تر څو د دوی کاروبار پراختیا وومومي.
د نقیب الله په نوم یو تن چې دوه کاله یې په زندان کې بند تیر کړی دی وايي: په زندان کې د پولیسو په لاس لومړی په چرسو او وروسته بیا په هیروینو او شیشه باندې روږدی شو چې اوس یې هم څکوي، نقیب الله زیاتوي: په زندان کې پولیس هڅه کوي چې زیات خلګ د نشه یي توکیو کارولو ته وهڅوي، ځکه له دې سره د دوی کاروبار زیاتیږي.
دا چې د هیواد د مرکزي پل څرخي زندان ترڅنګ د هیواد په ټولو زندانونو کې د پولیسو له لورې د نشه یي توکیو د خرڅلاو او کاروبار راپورونه ورکول کیږي، نو دغه بندیان وايي په زندان کې د ناسم خوراک، د کتابونو او نورو تفریحی اسانتیاوو نه شتون هم د دې سبب جوړیږي چې بندیان له پولیسو څخه مخدره مواد ترلاسه او استعمال کړي.
محمدکریم که څه هم چې په بندیخانه کې د پولیسو له دغه ستم څخه خوندي پاته شوی دی خو وايي: هره لحظه یې به لیدل چې پولیس په ښکاره توګه په بندیانو د سیګرېټو او نسوارو ترڅنګ چرس او هیروین خرڅول او هڅه به یې کوله چې د خپلې ګټې په خاطر زیات بندیان په نشه یي توکیو روږدي کړي، کریم وايي دا په پولیسو یوه ډله خلګ نه بلکې د زندان ټول ساتونکي پولیس په دغه کاروبار کې برابر شریک دي.
دا چې د غزني په زندان کې د مخدره موادو کاروبار او استعمال په ښکاره توګه کیږي، خو پکه یې نه په چا اوبي او نه یې په چا وریښي، په غزني کې له مخدره موادو سره د مبارزې ریس عنایت الله رفعت وايي: تر اوسه نه دي ورباندې خبر چې په زندان کې به دا کار کیږي، دی وايي: (ستاسو د تشویش) په موخه به له قومندانۍ سره دا خبره شریکه کړي، خو نور د هغوی کار دي، رفعت وايي دا کار په ده پورې اړه نه لري، پولیس به ورباندې خبر کړي.
که له مخدره موادو سره د مبارزې رییس رفعت له پنځلس کاله وروسته د پولیسو پام په زندان کې د مخدره موادو د کاروبار او استعمال و لور ته وراړوي، نو د غزني پولیس وايي موږ ورباندې خبر یو چې دا کار کیږي، د دغه ولایت د امینه قومندانۍ ویاند فهیم امرخیل یې مني او وايي د چرسو او هیروینو زیاته برخه یې زندان ته د پولیسو ترڅنګ د زندانیانو خپل خپلوان انتقالوي، هغه وايي هڅې مو پیل کړې دي چې هم یې مخنیوی وشي او هم معتاد کسان د پولیسو له لیکو پسې واخلو او هم د معتادو زندانیانو درملنه وکړو، خو مرکزي دولت هم په دې برخه کې راسره ناغیړي کوي.
دا چې د پولیسو قومنداني دا خبره په ډکه خوله نه مني، خو ولایتي شورا بیا د پولیسو په دغه کار اعتراف کوي او وایي د افغانستان د نورو محبسونو په څیر د غزني په زندان کې هم معتبر کسان په دغه کاروبار لګیا دي، د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي وايي: دا د زندانیانو د کورنۍ غړي نه بلکې د زندان خاص خلګ دغه زندانیانو ته مخدره مواد رسوي، د هغه په خبره عام کسان نه شي کولی چې مخدره مواد زندان ته قاچاق کړي.
دا چې د افغانستان غریبه ټوله او په بند کې پراته ځوانان به د دغه مخدارو دروند اقتصادي پیټی څنګه پورته کوي؟ شاید دا پوښتنه بې ځوابه پاته ده، خو مدني فعالان او د بشري حقوقو مدافعین ټینګار کوي چې دولت دي ددغه زندانیانو په دغه ستونځمن حالت و رحمېږي، دوی وايي دولت نه د زندانیانو اقتصادي حالت، نه راتلونکي او نه هم د هغوی ماشومانو او کورنیو ته ګوري.
لیک: حبیب الرحمن تاثیر
په هیواد کې اوږدې او خونړۍ جګړې نه یواځې د افغانستان زیربناوې ړنګې کړې، بلکې کاري ځواک چې ډیری برخه یې ځوانان دي هم ترې چور کړ، خو د دې چور ترڅنګ یې د ځوانانو استعدادي حیثیت او مهالنۍ خودمختاري هم ورڅخه واخیسته، هغه دا چې په افغاني ټولنه کې په یوویشتمه پېړۍ کې هم ځینې ځوانان په ځینو تر ځان ټیټو او لویدلیو کسانو پسې روان او له خپل صلاحیت، تعلیم او مسلکیتوب څخه ګټه نه پورته کوي.
د ټولنې د تقاضاوو او اړتیاوو له مخې ځوانان باید خپل استعداد او پوهه په کار واچوي، د یوویشتمې پیړۍ له ضرورتونو او غوښتنو سره سفر وکړي، خو د ساینس، ټیکنالوژۍ او نورو پرمختګونو ترڅنګ سیاسي پوهه او خود مختاري هم په نظر کې ونیسي، ځکه ځینې ځوانان لا هم په ړانده، کاڼه او وراسته تقلید بوخت او په هغه چا پسې روان دي چې پوهه، علم او استعداد یې ورڅخه کم او د نېشت برابر وي.
ظاهره خبره ده چې موږ او تاسو په یوه داسې ټولنه کې ژوند کوو چې په روایاتو ټینګار کوي او ځوانان یې د روایتې فرهنګ په قید کې بندیوان ژوند کوي، خو ځینې هغه ځوانان چې له پورته ذکر شوي تقلید څخه ځوریږي، اړکیږي چې د تېښتې لاره خپله کړي، نورو هیوادونو ته لاړ شي او هیواد او هیوادنۍ زمواري ته شا واوړي.
ځوانان د هرې ټولنې له پاره بې بدیله انرژي ده، له نیکه مرغه ځوانان د افغانستان د ټولنې یوه لویه برخه جوړوي، که چیری دغه ځوانان په ګډه د پرمختګ له پاره نه ستړي کیدونکي کارونه وکړي او د ځینو بې خونده څیرو له نامناسب تقلید څخه مخ واړوي، ګټې به یې زیاتې وي، یوه دا چې تش په نامه مشران به بې پر ځای پاته شي بله دا چې دوی به د نوې نړۍ په نوي سیاسي کاروان کې ولس ورسره روان کړي.
د غزني د قره باغ ولسوالي امنیه قومندان په یوه وسله واله نښته کې ټپي سوی دی.
سمونوال انجنیر لطف الله کامران له کلید راډیو سره په خبرو کې وویل: پرون سه شنبه په داسې حال کې ټپي شو چې وسله والو طالبانو د یادې ولسوالي د شیراباد کلي ته څیرمه ورته کمین نیولی وو.

کامران زیاتوي: کله چې وسله والو پر دغه ځای کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل او دوی یې مرستې ته ورتلل نو پر لاره دغه پیښه رامنځ ته شوه، د ده په خبره: جګړه پورون د ورځې په نهه بجې پیل او تر ماښاما ناوخته يې دوام وکړه.
کامران زیاته کړه: په دغه پېښه کې وسله والو ته سخت زیان اوښتی دی، چې لس کسه یې وژل شوي او شاوخوا پنځلس نور یې ټپیان دي، هغه وویل: په دغه پېښه کې د ده په شمول دوه سرتیري برسیرن ټپیان شوي دي، کامراني وايي روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ دی او یواځې په پښه کې یې درې مرمۍ لګېدلې دي.
کامران وايي که څه هم چې وسله والو د ولسي خلګو له کورونو او د کوچیانو له کیږدیو پر امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کول خو په دغه جګړه کې ولسي خلګو ته کوم زیان نه دی اوښتی، وسله والو طالبانو په دې اړه تر اسوه څه نه دي ویلي.
یاده دي وي چې انجنیر لطف الله کامران څو کاله وړاندې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په وړاندې په ولسي پاڅون لاس پورې کړ چې دغه پاڅون وروسته د افغانستان ځینو نورو ولایتونو ته هم پسې وغځید، خو دا وخت د غزني د قره باغ د امنیه قومندان په توګه دنده پر مخ وړي.
انجنیر لطف الله کامران تر دې وړاندې هم په یوه بمي چاودنه کې سخت ټپي شوی وو.
ژباړه: حبیب الرحمن تاثیر
ماهرین وايي: په نړۍ کې د ډولفین ماهي څلور ډوله دي، چې له جملې څخه یې یو ډول ړوند دی، چې د پاکستان په سندهـ دریاب کې ژوند کوي، په سیمه ییزه ژبه دغه ماهي ته (بلهن) ویل کیږي، په اصل کې دغه ماهی ړوند نه دی، بلکې له کلونو کلونو څخه په دغه دریاب کې د خړو اوبو او د چاپیریال د ککړوالي له امله دغه ماهیان د خپلو سترګو څیر له لاسه ورکوي.

انډس ډولفین هیڅ معذور ماهی نه دی، ماهرین وایی: د نابینا بلهن سترګې په شپه او ورځ کې توپیر کولی شي، د لامبو او لارې د مالوماتو له پاره دغه ماهی یو ډول غږ باسې له کوم څخه چې بیرته راستنید او بېرته راغبرګیده تر سره کوي، څنګه چې هغه په قدرتي توګه خپل زړور وصول کوي، له دې څخه دغه نابینا ډولفین د څیزونو د پېژندلو او لارې درک هم اخلي.
خو پر دغه نابینا ماهي باندې له تیرو څو کلونو څخه جنسي تیری کیږي، ځینې وحشي ځناور دغه بې ضرره ماهیان د خپلو خواهشاتو له پاره کاروي او خپل جنسي لیوان پر دغه خواهش مړوي، د سندهـ دریاب پر غاړه اباد خلګ د بلهن ماهي د شرم ګاه ځای ته له صنف نازک سره (مشابهت) برابری او د هغه جنسي استحصال کوي.
د سندهـ دریاب پر غاړه اباد خلګ چې زياتره ماڼوګان یا شپانه دي او مالونه پیایی او ډیری وخت دغه خلګ له دغه بې خولې او بې ژبې حیوان سره زنا کولو ته راځي، د سیمې خلګ په دې ناروا عمل خبر دي، خو تر اوسه پورې یې په دې اړه سپڼ هم نه دی وهلی او نه یې د دغه ځناورانه عمل په وړاندې غږ پورته کړی دی.
که یوې خواته د دغه ړانده ماهي وجود د دغه ځناور صفته انسانانو د ناروا کړنو له امله ځب ځب دی، نو بلې خواته په دغه سیمه کې د کرنې له پاره د کوډ، د چنجیو د مخنیوي درملو د کارولو له امله زهرجن کیمیکل په دغه دریاب کې تویېږي او اوبه یې زهرجنې کېږي، چې د دغه ړندو بیچاره ماهیانو د مرګ سبب جوړیږي.
لیکنه: ژان پال سارتر ژباړه: حبیب الرحمن تاثیر
زه د ماؤزې تنګ پلوی نه یم، شاید د دې له پاره له ما څخه دا ویل کېږي چې زه په قومي محکمه کې د ماؤزې پر پلویانو چې کومه محکمه صادره شوه په دې اړه خپل تاثرات ولیکم، په دغه محکمه کې د ماؤ پلویانو چې کوم بیانونه او مرکې ورکړې هغه رښتیا دي، که څه هم د فرانسې ډیری خلګ ناخبر دي، خو د دې له پاره زه د هغوی فسلفې او سیاسي رویې معترف کول غواړم، که څه هم د هغوی له جملې څخه یو زه په ذاتي توګه پېژنم، د ماؤ له پلویانو سره د نظر له څرګندولو وروسته زه دغې پایلې ته ورسېدم چې هغوی په خپله سیاسي مبارزه کې درې اصول خپل کړي دي.

لومړی اصول دا چې هغوی انقلاب ځپلي پر خپلو سینو پورې نیول غواړي، که څه هم هغوی یو داسې معاشي، معاشرتي او ټولنیز خوب ته شرمنده کول غوښتل څنګه چې يې مالکان تړل او خلاصول نه مني، هغوی دغه اصول د ۱۹۵۰م په لسیزه کې خپل کړل، څه وخت چې خروشیف فرانسې ته راغی او هغه موږ ته تر امن د ژوندي اوسېدلو (Peaceful co- existence) مشوره راکړه او له هغه وروسته کله چې ډیګال د حکومت زمواري پر غاړه واخیسته، نو په فرانسه کې کیڼ اړخو ګوندونو د طاقت په زور باندې پر هغوی زور راوړ، په هغه دوره کې چا هم د تشدد پر ناجایز استعمال باندې یوه زره نیوکه هم نه شوی کولی، په پیل کې له کیڼ اړخو ګوندونو څخه دغه تمه کیده چې هغه به په عامو ټاکنو کې بریالي شي او په سوله ییزه توګه به واک واګې ترلاسه کړي، خو داسې و نه شول او حالات له بد څخه بدتر شول.
د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ په لسیزو کې موږ د سوله ییز انقلاب او د تشدد په اړه په وازه خوله اظهار خیال نه شوی کولی، بیا موږ ټولو ولیدل چې په ټول هیواد کې د تشدد څپه خوره وه، محصلینو او کارګرانو څو غوښتنې وړاندې کړې، چې د حاکمو خلګو استازو یې اوریدل نه غوښتل او پولیسو پر هغوی باندې بریدونه پیل کړل، کارګرانو او محصلینو ته اندازه ولګیده چې حاکم یې بې وسه محسوسوي، نو له دې امله هغه له پولیسو څخه کار اخلي او خپل کمزوری حکومت ژغوري، په دغه موده کې د بورژوا حکومت بنیادونه په لړزاند وو، تر څه مودې پورې د کارګرانو او محصلینو غورځنګونه ختمېدونکي ښکاره کېدل، څه وخت چې د کارګرانو او محصلینو د غورځنګ زور د اوبه کیدو په حال کې ښکاره شو، نو د ماؤ پلویانو له دغه حالاتو څخه ګټه پورته کړه او د انقلابي غورځنګ د پرمخ وړلو هڅه یې کوله، ځکه د هغوی په وړاندې د ماؤزې تنګ هغه متل وو چې: (سیاسي طاقت د ټوپک په زور پیدا کیږي)، لاکن هغوی ته ژر دغه احساس وشو چې په فرانسه کې ټوپکان نه شته، نو د دې له پاره ولس له وسله والې مبارزې څخه کار نه شوی اخیستی، د دې له پاره د ماؤزې پلویانو ولس د دغه مبارزې له پاره تیارول شروع کړ، د دغه موخه د بورژوا حکومت او اقتدار ته تلل وو او وسله واله مبارزه هغه وخت نزدې وه، چې د هغې له پاره هر انقلابي ځان تیارول غوښتل.
د ماؤزې پلویانو یوه سیاسي رساله پیل کړه، په کومه کې چې د ولس د جزباتو ترجماني ښکاریده، د دغه رسالې لومړي دوه مدیران حکومت ونیول، د رسالې چلوونکو ماته د دغه مدیریت وړاندیز وکړ ما ومانه، د رسالې د مقبولیت ته په کتو سره حکومت زیات پرېښان شو او په رسالې یې محکمه صادره کړه، دولت پر قاضي زور راوړ چې د یو کال له پاره د رسالې د بندولو حکم صادر کړي، لاکن قاضي انکار وکړ، ځکه چې هغه په خپله د ازادۍ فکر ته قایل وو، رساله چاپېده او خلګو ته رسیده، د قاضي له دغه رټ انکار سره دولت مایوسه شو او تر دې غټ کار ته یې لاس واچاوو او له جنوري ۱۹۷۰ څخه یې په بازار کې د رسالې غایبول پیل کړل، دا هغه رساله وه چې په کې ولس ولس ته مخامخ او مخاطب وو او په ولسي مبارزه کې ورګډېدو ته تیارېدل، دغې رسالې د سیاسي بدلون له پاره لاره هواروله، حکومت چې پر دغه رسالې څومره زور او فشار راووړ همدومره یې په خلګو کې محبوبیت پیدا کاوه او د کمال خبره دا وه چې دا رساله د هر چا وه، خو د هیچا نه وه، په دغه رساله کې ډیری لیکنې او مضامین د کلیوالو او کارګرانو خپرېدل، چې په ساده او کلیواله ژبه به یې خپلې ستونځې بیانولې، په هغوی باندې کیدونکې ظلمونه به په کې بیان شوې وو او د هغوی خلاف به احتجاجونونه کیدل، هغې به د کوم ګوند په اساسنامه عمل نه کاوه، لاکن د خپل زړه غږ یې پورته کاوه، دغه رساله به پولیسو چوروله، خو د پولیسو تر چورولو او غایبولو وړاندې به هغه کارګرانو په ټول هیواد کې وېشلې وه، پولیسو به ډیری داسې ځوانان نیول چې دغه رساله به يې ویشله، حکومت هم په دې وپوهېده چې هغه د بورژواکي اصولود کارولو له امله له ناکامۍ سره مخ کېږي، اخیر یوه ورځ حکومت د دې رسالې ضبطول بند کړل او هغه هم له نورو رسالو سره په بازار کې خرڅېده، په دغه رساله کې د چاپېدونکو مضامینو او مرکو په لوستلو بورژواکان او روايتي خلګ پر لاره سیخ کړل، هغوی ته اندازه وشوه چې ولس او کارګران د غلامۍ، ناانصافۍ، ظلم او بربریت په وړاندې غږ پورته کولی شي او هغه د سرمایه دارانه نظام په وړاندې بغاوت کولو ته تیار دي، نو د ماؤزې پلویانو په خپل انداز او طریقه ثابته کړه چې د حاکمو او محکومو، ظالمانو او مظلومانو ترمنځ یوواځینۍ رشته د ظلم او تشدد رشته ده.
د ماؤزې د پلویانو دوهم اصول د ولس جزبات په ازادانه توګه او په بې جوړښته د بیان اظهار دي، د هغوی خیال دی چې په پیل کې کارګر او ولس د هغوی له کړو وړو څخه بیانوي، چې د هغوی مالکانو او حاکمانو هغوی ته ور زده کړي دي، لاکن سوکه سوکه هغه د خپلو جزباتو له پاره خپله ژبه او خپله د اظهار طریقه خپلوي، خو په پیل کې حاکم هغوی ته یواځې دا ور زده کړي وو چې:
کډوالاو کارګر بې کاره دی
او ښځه بې وقوفه ده.
خو ساده مخلوق دغه متعصبانه خبرې منلې، لاکن وروسته هغوی ته حقیقت ښکاره شو او په عملي مبارزه کې ورګډ شول، په داسې مبارزه کې چې د زړه او خولې خبره په کې یوه وه، افکار او عمل یو وو، لېنن به ویل: (مجرده فلسفه او مجرد عمل دواړه نیمګړي دي، موږ یې باید د یووالي پلټه پیل کړو)، ګنې د پوهانو او کارګرانو ترمنځ به یوه خالیګا رامنځ ته شي، روشنفکران یوه فلسفه وړاندې کوي، لاکن په سیاسي توګه ورباندې بې عمله پاته کېږي، کارګران یوواځې یو انقلاب راولي خو له فلسفې څخه بې برخې پاته کېږي، د ماؤ پلویان د فلسفې او عمل، نظريې او تحریک په منځ کې د یو پول جوړولو هڅه کوي، کله چې بورژوا حاکمه طبقه تر یوې اوږدې مودې پورې د کارګرانو خیالات او جزبات تر تاثیر لاندې راوستلو هڅه کوي نو بیا د محکوم او مظلوم طبقه د خپلو جزبانو اظهار په تشدد کوي او په انقلابي غورځنګ کې یو جوش او شدت پیدا کېږي، څه وخت چې یو انقلابي غورځنګ فعالېږي نو ولس او کارګران سره یو ځای کېږي او له خپلو سیاسي رهبرانو څخه ډیر وړاندې ځي، د انقلاب په لاره کې د همغږي کولو له پاره لومړی باشعوره انقلابي مشر د ولس او کارګرانو طبقه فعاله ساتي، کله چې په یوه ډله کې سیاسي شعور بیدار شي نو بیا هغه ډله نورې ډلې له خپل ځان سره یو ځای کړي او هغه په یوه متحده مبارزه کې ورګډېږي، دا ډول د انقلاب په لاره کې همغږي وي، د رهبرانو دا کار دی چې هغه دغه غورځنګ نه سست و اوسوي او نه یې ووژني، ځکه د رهبرانو دا ایماني فریضه جوړیږي چې دغه د ولس غورځنګ دی او مشران په خپله د دغه غورځنګه روح روان ګڼل کېږي، تجربه کار انقلابي مشران غورځنګ او مبارزه په فطري توګه باندې باید وړاندې یوسي.
د ماؤزې د پلویانو دریم اصول له اخلاقیاتو سره د انقلاب تړاو دی، هغه د انقلاب د تشدد اخلاقي جواز وړاندې کوي، هغه وايي چې بورژوا حاکمان کارګرانو ته دا حکم کوي چې هغه د ده تابعداري وکړي، ځکه چې کارګر کمزوری وی، نو بیا د هغه تابعداري کوي او پټه خوله پاته وي، لاکن چې کله د هغه د صبر پیمانه ډکیږي او له دغه ناانصافۍ او تابعداري څخه تنګېږي، نو بیا د بغاوت کوي او بیا د خپلو حقونو له پاره غږ پورته کوي، هغه د ظلم په وړاندې مبارزه کوي، غواړي چې د دې له پاره ولې له تشدد څخه کار وا نه خلي، هغه وايي د بورژواکي د اخلاقیاتو عمارت د استحصال په بنیادونو ولاړ دی، د دې له پاره په بنیادي توګه غیر اخلاقي وي، انقلابي د ظلم ختمول د انصاف فضا قایمول غواړي، د دې له پاره د هغه تشدد اخلاقي وي، که څه هم له دې څخه د چا استحصال مقصود نه وي، هغه ظالمانه نظام په منصفانه نظام بدلول غواړمي، د انقلابیانو دا خیال دی چې د انقلاب په دغه پېچومي دانشوران مرسته نه شي ورسره کولی، که څه هم د هغوی رښتیا انفرادي کېږي، په دې اړه چې هغه نظمونه او مقالې لیکي، لاکن په دغه باندې عمل نه کوي او په سیاسي مبارزه کې نه ورګډېږي، د هغوی تحریرونه د هغوی د خپلې ټولنې له سیاسي حقیقت سره رشته نه جوړوي، هغه په خپلو اصولو عمل نه کوي، د هغه په افکارو او کردار کې ډیر پوپیر لیدل کیږي او هغه په عملي توګه په هغه غورځنګ کې نه ورګډیږي، چې د ظلم او ناانصافي د ختمولو هڅه کیږي.
د ماؤ پلویان له هر رنګه غلامي څخه ځان ژغورل او یوه ازاده ټولنه قایمول غواړي، هغه له کارګري څخه انکار نه کوي، لاکن د داسې مزدوري خامخا خلاف وي چې د سرمایه دارو له پاره په کې ګټې خوندي کول وي،نه چې په کې د مزدور فلاح، بهبود او ښه والی نه وي، په فرانسه کې د کارګرو په حق کې غورڅنګ د ۱۹۳۰ په لسیزه کې زور واخیست او اوس د ۱۹۷۰ په لسیزه کې په هغه کې یو نوی جوش او ولوله پیدا شو، هغه د ماوسټ په رنګه ټولنه جوړول غواړي، په کوم کې چې انسان د انسانانو استحصال نه کوي، د ماؤ د انقلابي لارویانو په ذهن کې انقلاب یو خوب دی او هغه د دغه خوب تعبیر شرمنده کول غواړي، هغه د روشنفکرانو د فلسفې خلاف نه دي، لاکن پر دغې فلسفې عمل کول د یوې منصفانه ټولنې په بنیادونودرول غواړي.
هغه د ازادۍ په کردار او ګفتار ایمان لري
هغه ازادې محکمې قایمول غواړي.
هغه غواړي چې حاکم له خپلو ناجایزو مراعاتو او ګټو څخه لاس پر سر شي، تر څو کارګر، غریب او ښځه یو باعزته، ازاد او خومختار ژوند تیر کړي، کیڼ اړخي غورځنګ یوه پېړۍ اړولې د سرمایه دارانه نظام استحصال ډیری بڼې بدلې کړې او کیڼ اړخو تحریکونو د هغوی مقابله وکړه، په اوسنۍ دوره کې چې سرمایه دارانه نظام ډیر منظم شوی دی، په فرانسه کې د ماؤ د پلویانو تحریک هغه یواځينی غورځنګ دی چې په پوره توګه ددغه غاصبانه، ظالمانه او سرمایه دارانه نظام مقابله او د یو منصفانه نظام د قیام هڅه کوي.
ژباړه: حبیب الرحمن تاثیر
کله چې زه د خپل راتلونکي پر لور نظر واچوم، نو ماته د ځوانۍ هغه دوره رایاده شي چې ماته خپل ځان یو انقلابي ښکاره کېده، کله چې ما د مارکس، اینجلز، لېنن او د ماؤ کتابونه لوستل، نو زما په ذهن کې به جوش او په زړه کې ولوله پیدا کیده او فکر به مې کاوه چې د ټولې نړۍ له پاره د یوه انقلاب اړتیا ده او دغه وخت ما فکر کاوه چې سرمایه دارانه نظام د ټولې نړۍ له پاره یو زهر قاتل دی او موږ باید په هر حالت چې وي دغه نظام ختم کړو او دا وخت موږ ولي توره نه اخلو او په جګړو ولي لاس نه پوري کوو.

اوس چې کله زه د هغه دور په اړه سوچ کوم نو په خپله ساده ګي خندا راشي، ځکه په هغه وخت کې زما خیالات او نظریات تندلارې وو، اوس زه پوهېږم چې د دونیا هیڅ یو نظام هم مکمل نه دی (پرته له اسلام څخه)، په هر یوه نظام کې ښېګڼې او بدګڼې موجودې دي، کله چې یو نوی نظام قایم کېږي، نو د هغه رایج کوونکیو ته د هغه د نقصاناتو اندازه نه کېږي، د وخت له تېرېدو سره سره کله چې د دغه نظام تاریک اړه مخ ته راځي، نو بیا د هغه غوښتونکي په هغه کې مناسب جوړښتونه کوي.
د نظام غوښتونکي باید ذهین او دانا وي او بیا هغوی د دغه نظام ارتقا پر مخ یو شي، ګنې دغه نظام به د یوه بهېدونکي درباب په رنګه نه، بلکې د یوه وچ لښتي په رنګه پر ځای پاته شي او په هغه کې به په بېلابېل ډول راوړل شوي مړي جمع کېدل پیل شي، دا رنګه په سرمایه دارانه هیوادونو کې چیرې چې د غریبانو استحصال کیږي، هلته وړو وړو پانګه اچوونکیو ته مواقع په لاس ورځي، زما په فکر که د کمونیزم او سوشلیزم نظامونو ښېګڼې سره یو ځای شي، نو د کاناډا د نظام مثال ورکول کېږي، په کوم کې چې سوشلیزم او سرمایه دارانه نظام له جوړښت څخه یو داسې ټولنیز، سیاسي او معاشي نظام جوړ شوی دی، چې زما ډیر زیات خوښ دی.
په کاناډا کې چیرې چې د غریبانو درملنه وېړیا کيږي، چې د سوشلیزم په دین کې هلته کاروباري خلګ بانک ته ځي او په لکونو ډالر پور اخیستلی شي چې د سرمایه دارانه نظام دین دی، په کاناډا کې چیرې چې جمهوریت خوښېږي هلته ښځې او لږکۍ د خپلو حقونو د غوښتلو او تر لاسه کولو له پاره ښه غږ پورته کولی شي، خو موږ او تاسو په یوه اسلامي ټولنه کې ژوند کوو، که چيرې په ټولو وګړو باندې اسلامي قانون یو ډول تطبیق شي، بیا نو هم ټولنیز بدلون بدلون راتلی شي او هم په کې معاشي، سیاسي، نظریاتي، ټولنیز او هر اړخیز حقوق په کې خوندي کیږي.
کله چې موږ په نړیواله کچه بشري حقونو ته ګورو نو کاناډا د لومړي قطار په هیوادونو کې څرګندیږي، د کاناډا ټولنیز او سیاسي نظام د یوې اوږدې مودې د هلوځلو پایله ده، اوس چې کله زه د فلسفې د ارتقا په اړه سوچ کوم، نو ماته احساس کېږي چې ما د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې له ډیری فلاسفرانو او پوهانو څخه ډیر څه زده کړي دي، زما له پاره دا پېژندل بيخي شتونځمن وو چې که یو انسان پر بل انشان ظلم کوي او د هغه استحصال کوي، نو زه له پیل څخه د جبر خلاف او د انصاف طرفدار یم، ماته سوکه سوکه د دغه حقیقت درک وشو چې په بېلابېلو ټولنو کې له بېلابېلو لارو ظالم د مظلوم استحصال کوي.
ما له ځینو تخلیقاتو څخه زده کړي دي چې سرمایه دار او جاګیردار د بزګرانو او خواریکښو معاشي استحصال کوي، نو له دې امله مارکس ټولو مزدورانو ته ویلي وو چي دوی دي ټول یو موټی شي او د ظلم خلاف دي غږ پورته کړي او یو منصفانه نظام دي رامنځ ته کړي،او د داسې کولو له پاره که د انقلاب اړتیا شوه هم دوی دي دریغ نه کوي، د طبقاتي نظام د معاشي مسایلو له شعور څخه وروسته ماته احساس وشو چې په ځینو هیوادونو کې ظلم د رنګ او نسل له امله کېږي او غمرنګ د تور پوستو استحصال کوي، نو د دې له پاره تورو بزګرانو او خواریکښو نه یواځې د خپلې طبقې له وجې، بلکې د خپل رنګ له وجې هم ظلم او بربریت پر ځان وړی، د جنوبي افریقا تاریخ او د نېلسن منډېلا جدوجهد ټولې نړۍ ته دا شعور ورکړ چې د جنوبي افریقا انقلاب د نسلي توپیر د ختمولو کوښښ وکړ، د طبقاتي او رنګ و نسل له استحصال څخه وروسته ماته د جنس په حواله باندې د ناانصافي احساس وشو.
د (بې ټي فریډین) او (سېمون دي بژوا) له ویناوو اوریدو څخه وروسته ماته دا احساس راکړ چې پر ښځو باندې له پېړیو پېړیو سړو ظلم کړی دی، په ځینو هیوادونو کې ښځې ژوندۍ سوځول کیږي، په هندوستان کې د (ستۍ) رسم موږ ته دغه تاریک پړاو رایادوي، څنګه چې زما پوهنیز او او سیاسي شعور لوړېږي، نو ماته احساس کېږي چې د ټولې نړۍ له انسانانو سره زما بنیادي رشته یواځې انسانیت دی، له دغه احساس وروسته ما د انسان دوستي فلسفه خپله کړې ده، له دې حوالې زه له هر انسان او هر ګوند سره یم چې پر انسانانو د ظلم او ستم په خلاف غږ پورته کوي او د انسانانو د حقوقو له پاره جنګېږي، ما په دغه ډول سوژو باندې کتابونه هم لیکلي دي، زما غوښتنه ده چې د ولسونو پوهنیز او سیاسي شعور لوړ شي چې انسانانو ته د هغوی حقونه په لاس ورشي او موږ په ټوله نړۍ کې منصفانه نظام قایمولی شو، زما خیال دی چې تر څو په ولس کې شعور پیدا کیږي تر هغې پورې هغه باید د خپلو حقوقو له پاره وجنګيږي او د خپلې ټولنې هر زبرزواک او زورواکي اړ کړي چې هغه د ټولنې هر سیاسي او توپیري نظام بدل کړي او استحصال ته د پای ټکی کښېږدي او د یو منصفانه نظام بنیاد واچوي.
یوه هغه زمانه وه څه وخت چې د ټولنیز بدلون په یوه لسیزه کې د راوړلو طرفدار وو، بیا ما ته احساس وشو چې زه یو سیاسي کارمند نه یم، بلکې یو لیکوال یم، نو د دې له پاره زما کار د داسي شعر، د داسې مضمون د داسې کالمونو تخلیقول دی چې د عامو او خاصو کسانو پوهنیز شعور بیدارولی شي او هغوی داخلي ځنځیرونه مات کړي، چې هغوی داخلي ځنځیرونه مات کړي، نو بیا هغوی ته د خارجي ځنځیرونه ماتول هم اسانه کیدی شي، کله چې هغه له دننه ازاد شي نو هغه بیا هیڅوک هم له دباندې نه شي غلامولی، تاریخ موږ ته ښوودلې ده چې د ټولنیز بدلون جنګ د انساني ازادي جنګ دی، چې کله یې رفتار سوکه کیږي هغه ته ارتقا ویل کيږي او که یې رفتیار تېزیږي هغه ته انقلاب ویل کیږي، زه خو یو امن پسند انسان یم، نو د دې له پاره زما هیله دا ده چې په ټولنیز بدلون کې ښکونې او وژنې نه وي، د وینو بهول نه وي او موږ پر سوله ییزه لاره ټولنیز بدلونونه راوړلی شو.
لیکن زه له دغه حقیقت سره هم بلد یم چې ځینې حالات دومره ابتر کېږي چې رنځورې ټولنې ته د انقلاب د عملیاتو اړتیا پېښېږي، په داسې مواقع باندې دا هیله پیدا کیږي چې د انقلابي رهبر (هوچي من) په رنګه د یوه دانا سرجن په رنګه وي چې په ټولنه کې زیاته تباهي او بربادي پېښه نه شي، یو مخلص او عظیم سیاسي مشر له خپلو ملګرو نه بلکې له خپلو دوښمنانو سره هم همدردانه سلوک ترسره کړي، د دې له پاره کله چې (هوچي من) خبر شو چې د هغه څو کامرېډ ملګرو څو تنه دوښمنان په بې دردۍ سره وژلي، نو هغه په یوه ولسي جلسه کې بخښنه وغوښته او په چیغو چیغو یې وژل، داسې درویش صفت انقلابي رهبر په پېړیو کې یو یو پیدا کیږي، شاید د دې له پاره عام و خاص د ارتقا هر کلي وکړي او له انقلاب څخه ویره ولري، ځکه هغه د ترقي په لاره کې د وینو تویول لیدل نه غواړي.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
د تېرې جمعې په ورځ د مۍ میاشتې په ۲۶مه نېټه په غزني کې د (لوی افغانستان تحریک) له لورې د لوی افغانستان مبارز، وتلي سیاستوال، ملي شخصیت، ځیرک تاریخپو او لیکوال خدای بخښلي عبدالرحیم مندوخېل ویرغونډه وشوه چې په کې یو شمېر قومي مشرانو، مدني فعالانو، ژورنالیسټانو، لیکوالانو، د هغه مینه والو او ولسي خلګو ګډون کړی وو.

د غونډې په لومړۍ برخه کې ځینو لیکوالانو او مشرانو د عبدالرحیم مندوخېل په اړه لیکلې مقالې ولوستې او ویناوې یې وکړې، چې د هغه هر اړخیزه مبارزه یې وستایله او په اوسني ستونځمن وخت کې یې د مندوخيل مرګ د پښتو او افغانانو ترڅنګ د لوی افغانستان د مبارزې له پاره یوه ستره ضایع وبلله.
ویناوالو له افغان دولت، قومي مشرانو د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته له پرتو قامونو او ولسي خلګو څخه غوښته وکړه چې د عبدالرحیم مندوخېل مبارزه ژوندۍ وساتي او څنګه چې خدای بخښلي مندوخېل د ډیورنډ کرښه د یو ملت پر سینه کښلې او خیالي کرښه بلله، نو د غونډې ګډونوالو هم په دې خبره ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د دې له پاره دي مبارزه ګړندۍ شي.
د ویرغونډې پیل د قران پاک په مقدسو ایتونو سره محمد امین رفیقي وکړ، له ملي سرود څخه وروسته د عبدالرحیم مندوخېل د ژوند فن په اړه د همدرد نیازي ژباړل شوې لیکنه عبدالباري حمیدي ولوستله، له وروسته د (لوی افغانستان تحریک) ریس جمیل وقار د ویر غونډې په اړتیا خبرې وکړې او ویې ویل چې عبدالرحیم مندوخېل او د هغه د فکر ملګري پر ټولو پښتنو او افغانانو حق لرې چې د هغه یاد، مبارزه او هلې ځلې ژوندۍ وساتي.
د کلیوال ملګري ټولنې ریس او د تحریک د امنیتي چارو مسوول انعام الله ګوهر د اروښاد مندوخېل په فرهنګي شخصیت خبرې وکړې، د هغه کلتوري، سیاسي او فکري افکار په ځانګړې توګه د هغه چاپي اثار یې د خورورو افغانانو د بیدارۍ او یووالي له پاره ښه ګټور یاد کړل او ویې ویل: د خلګو د فکري جوړښت او د یووالي د مبارزې په برخه کې د رحیم صاحب لیکوالي د وېشلو افغانانو د یووالي له پاره یوه غښتلې لاره ده.
په غزني کې د ژورنالیستانو د اتحادیې ریس اسد الله جلالزي د خدای بخښلي مندوخېل په ژورنالیستیکو فعالیتونو رڼا واچوله او هغه یې په خپل وخت کې د یو ښه سیاسي مبارز، یو ښه تاریخپو، یو ښه لیکوال ترڅنګ یو ښه او زړور نالیست یاد کړ او ویې ویل چې تل یې له دغه لارې د قام د یووالي او بیدارۍ غږ پورته کړی دی.
د تحریک د سیمه ییزو اړیکو مسوول مجید ژړاند د خدای بخښلي مندوخېل په شخصیت لیکلې هر اړخیزه مقاله د غونډې برخه والو ته وړاندې کړه، په مقاله کې د هغه په هر اړخیز شخصیت باندې رڼا اچول شوې وه او غوښتنه شوې وه چې لوستي افغانان دي د هغه مبارزې ته اوږه وکړي، تر څو د عبدالرحیم مندوخېل ارمانونه پوره او ټول خواره واره افغانان په لوی افغانستان کې سره راغونډ شي.
د دغه ویر غونډې په دویمه برخه کې د خدای بخښلي عبدالرحیم مندوخېل د ارواح د بخښلو او خوشحالولو په موخه د قاري فیض الله له لوري د قرآن مجید د ختم مراسم تر سره شول او دوعا وشوه او وروسته د خیرات ډوډوی پیل شوه.
لیکنه: حبیب الرحمان تاثیر
وايي چې د كومې ژبې ادب ختم شي نو هغه ژبه ختمه شي چې ژبه ختمه شي نو هغه قام ختم شي . دا هم ويل كېږي چې په تېرو دوو لسيزو كې د نړۍ له پردې څخه 250 ژبي له منځه تللې دي . د دې خو هيڅ امكان نشته چې پښتو ژبه دي هم د نړۍ له پردې څخه پاكه شي خو د دې ژبې د ترقي او پر مختګ د پاره منډه ترړه كول څومره په كار دى د دې سوال ځواب به غواړو.
كله چې موږ په جنوبي، شمالي، او منځنۍ، پښتونخوا كې په پښتو ژبه د زدكړي معيار ته وګورو نو دې نتېجې ته رسېږو چې دم ګړۍ د پښتو د زدكړي دروازه بنده ده ډېرى خلك د دې لويه وجه دا ښيي چې كله دوى په پښتو ژبه زدكړې وكړي نو بيا دوى ته روزګار نه پيدا كېږي . په پاكستان كې د سيند ايالت څخه پرته چې دفتري او سركاري ژبه يې سيندي ده نور په ټول هيواد كې سركاري او دفتري ژبه اردو ده . نو دا حال د دغو سيمو هم دى.
ماچې كله په كوټه كې د لوى پوهنتون دروازه ورخلاصه كړه نو په دومره لوى پوهنتون كې د ګوتو په شمېر زده كونكي د پښتو ژبي په زدكړه بوخت وو. شفاء كاكړه، چې په دې پوهنتون كې په پښتو څانګه كې زدكونكې وه ما ته وويل چې: "تر ټوله د مخه خو بايد د پښتنو په سيمه كې زدكړه په پښتو ژبه باندي عام شي ځكه چې په دې سره د هر قام ترقي كېږي، او په دې باندي څه موده د مخه يوه نړيواله څېړنه هم شوې وه " دا داسي ځواب دى چې دا د هري ژبي د ويونكو دا خواهش وي چې زد كړه دي د دوى په مورنۍ ژبه كې وشي. كله چې مې له هغې څخه پوښتنه وكړه چې تا ولې دا خوښه كړه چې لوړې زدكړې په پښتو ژبه باندي وكړې نو هغې په ځواب كې راته وويل " كله چې ما په يوه نړيواله موسسه [ اين ، جي ، او ] كې كار كاوۀ نو زه به د پښتنو سيمو ته ولاړم هلته د هغه خلكو حالات ډېر خراب وه ډېر در په دره او وروسته پاته ژوند يې تېرا وو نو له دې وجې ماته دا احساس پيدا شو چې زه بايد لوړې زده كړې په پښتو ژبه باندي وكړم، او زړه مې دا غواړي چې نور د ژوند ټوله برخه د پښتنو په خدمت كې تېره كړم".
كله چې مې دا خبره له شفاء كاكړې سره شريكه كړه چې خلك په دې وجه پښتو زدكړي ته زړه نه ښه كوي چې وروسته روزګار نه ورته پيدا كېږي هغې په كټ كټ سره وخندل او وې ويل " داسي خبره نه ده نن سبا داسي وخت راغلى دى چې د دنيا ډېرو وړو وړو قامونو دې ته ملا تړلې ده چې په خپله مورنۍ ژبه باندي دي تعليم وكړي حكومت چې دا دومره لويه څانګه د پښتو د زد كړې د پاره په پوهنتون كې پرانيستې ده نو د دې مطلب دا ده چې حكومت به روزګار هم ورته پيدا كوي".
بختوره چې په دې پوهنتون كې په پښتو څانګه كې زده كونكې وه او له ډېرو خبرو يې ډډه كوله راته وويل چې" زه د دې د پاره نه چې ماته به روزګار پيدا سي او كنه بلكي د دې د پاره په پښتو څانګه كې زدكړه كوم چې دا زما مورنۍ ژبه ده د دې ژبې په ما باندي دا حق دى او زه له خپلې ژبي، دود، او دستور سره ډېره مينه لرم " د بختوري په رنګه ډېرې داسي پښتنې زده كونكې شته چې له خپلې مورنۍ ژبې سره بې كچه مينه لري خو د پښتنو په ډېرو سيمو كې خلك خپلې خويندې او لوڼې د زده كړې د پاره ښوونځيو ته نه پرېږدي، نو د دې لويي مسلې حل به په څه كې وي ؟ دا سوال هم بې ځوابه پاته شو.
د پښتنو په ډېرو سيمو كې ددولتي ښوونځيو تر څنګ خلكو خپل شخصي يا [ پرايوېټ ] ښوونځي هم د كاربار او ګټې د پاره خلاص كړي دي خو يوۀ سړي هم په خپله مورنۍ پښتو ژبه د خپل ښوونځى په دروازه دا كليمه ونه ليكله چې [ په خپله مورنۍ ژبه د زه كړې د پاره ښوونځي ته ښه راغلاست ]. نو په دې حواله مې له سيف الله پڼي څخه چې پخپله هم يو شخصي ښوونځى لري پوښتنه وكړه چې ولې په دې دومره شخصي ښوونځيو كې يو هم داسي ښوونځى نشته چې هغه دې په پښتو ژبه كې ماشومانو ته زده كړه وركړې نو هغه په ډېره حيرانونكې بڼه لراو بر ډاټ كام ته وويل" له دې حقيقته هيڅوك هم سترګې نه شي پټولى خو دلته د ښوونځيو دستور داسي جوړ شوى دى چې زده كوونكو ته په اردو ژبه كې زده كړې كوي نو زما دا وعده ده چې كله هم له كاله درسونه شروع شي نو زه به يو كلاس په پښتو باندي پېل كوم ".
ماچې دا پوښتنه په كوټه كې د پښتونخواملي عوامي ګوند له يوۀ مشر عثمان خان کاکړ سره ګډه كړه چې"د تاسو ګوند تر كومه حده پوري بريالى شوى دى چې پښتو ژبه دې په دې سيمه كې سركاري او دفتري ژبه شي ځكه چې دا ګوند خو د همدې شي د پاره منډه ترړه كوي" نو هغه په ځواب كې راته وويل " موږ په دې هڅه كې يو چې د پښتنو په سيمه كې دي پښتو سركاري دفتري او د ډوډوۍ ژبه شي او موږ د پاكستان د جوړېدو سره سم دا جدوجهد شروع كړى دى، د دې پوښتنې چې: په جنوبي پښتونخوا كې په پښتو ژبه د زدكړې معيار څنګه دى؟ د ځواب د مندلو د پاره مې د سيمي او روانو حالاتو له كارپوهه ښاغلي ابراهيم خليل سره اړيكه ټينګه كړه نو هغه په خپل ځواب كې راته وويل "زماپه خال د شلمې پېړۍ په پرتله باندي په يويشتمه پېړۍ كې خلك ډېر د پښتو د زده كړې خواته راګرځېدلي دي، په خاصه توګه ځوان كهول، هغه په دې چې دا وخت تقريباًپه نړۍ كې له 250 څخه زيات ورځپاڼي، رسالې، او جريدې، په پښتو ژبه باندي خپرونې كوي دا رنګه تر سلو زيات ويبلاكونه په پښتو ژبه خپرونې كوي ، راډيوګاني او تلوېزنونه خو لا ايسته پرېږده".
له ښاغلي ابراهيم خليل څخه مي وپوښتل چې څه كول په كار دي چې په دې سيمه كې د خلكو پام دې ته راوګرځي چې په پښتو ژبه زده كړې وكړي نو هغه په دسمال خپلې عينكې پاكې كړې او راته يې وويل "په لنډو ټكو كې بايد درته ووايم چې هره ژبه چې زريعه د معاش وګرځي نو بيا خلك په هغې ژبه زده كړې ته زړه ښه كولى شي، نودا رنګه پښتو هم وشمېره، د مثال په توګه اردو ژبه ذريعه د معاش ده نو دلته ټول خلك غواړي چې په اردو ژبه زد كړي او كړي".
كه څه هم تېر كال د جنوبي پښتونخوا په پښين كې د زده كوونكو د پاره د اردو ، او انګرېږي زده كړې ترڅنګ پښتو درسي كتابونه هم له چاپه راوتلي وو خو پښتانه وايي چې" په يوه اوزه جشن نه جوړېږي". داسي هم نه ده چې په دې سيمو كې په پښتو ژبه د زده كړې دروازې يو مخ بندي دي، د افغانستان له نورو سيمو څخه چې دې سيمې ته كوم كډوال راغلي دي او په ښارونو يا پنډغالو كې يې ژوند پېل كړى دى نو هغه اوس هم خپلو بچيانو ته په خپله مونۍ ژبه پښتو باندي زده كړې وركوي . كه له دغو راغلو كډوالو څخه پرته چې په پښتو ژبه كې خپلو بچيانو ته زده كړه وركوي د دې سيمي اوسېدونكو ته ځير شو نو پايله به يې ډېره ناسمه وي. اوموږ چې د دې ټولو خبرو وشاته [ پس منظر ته ] وګورو نو دې نتېجې ته رسېږو چې پښتو ليك لوست دلته د شاعري او ليكوالي تر حده پورې محدوده ده نور نو د ليك او لوست په حواله هرچا لاس ځينې اخيستى دى.
حبيب الرحمن تاثير h.taseer@gmail.com