د آدلف یا هیتلر له دردناکو خاطرو څخه یوه خاطره
ــــــــــــــ ـــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــ
یوسهار وختي کله چې زه د اتو کلونو وم بیخې زیات یخ وو، کالي مې هم دومره ګرم نه وو چې زما یخ يې نیولی وای، په یوه وړه خونه کې زه خور، وروراو مور مې ژوند کول.
زه دکور غټ زوی وم، خو مور مې د سیني سرطان ناروغي درلوده، تر دې حده چې په هغه سهار يې ساه په ډير تکلیف سره ایسته، په سترګوکې يې اوښکې ټولي شوي وې، نه پوهیده چې له موږ سره څه وکړي.
په یوکور کې درې واړه ماشومان چې عمرونه يې له ۹ کلونو کښته وو، نه يې پلار درلود نه کور، مور مو هم چې دمرګ په بستر يې سلګۍ وهلې، ماته يې په غوږ کې پټ څه وویل راته يې وویل، ته دې باید له خور او ورور څخه ساتنه وکړي.
ماچې ۸ کاله عمر درلود له سترګوکې مې اوښکې ولاړي او دمور په بدن مې توۍ شوې. ژر پورته شوم ترڅو مې مورته درمل راوړم، زموږ دکور څنګ ته یو درملتون وو چې چلوونکي يې یهود وو، ورغلم او زارۍ مې ورته وکړي چې درمل راکړي.
یهودي راته وخندل ويې ویل ورشه پلار ته دې ووایه چې راشه درمل یوسه، ما ورته دومره زارۍ وکړي او دومره مې ورته وژړل چې ټول بدن مې په اوښکو لوند وو او له یخه لړزیدم، خوبیا هم راباندي دهیچا زړه ونه سوزیده.
څو پاکټه ګولۍ چې نه ورباندې پوهیدم چې دڅه لپاره به کارول کیدې، له هغه ځایه مې غلا کړي، او په منډه شوم، هغو هم په ماپسې منډي وهلي، کله چې کور ته ورسیدم، ورور او خور مې ژړل، لاسونه مې ولړزیدل، او وړوکې ورور مې راته وویل آدلف هیتلره مور ساه نه باسې.
پښو مې کار پریښود، درمل مې له لاسه ولویدل، ورو ورو دمور وخواته روان شوم، کله چې مې دا ښکلی بدن لمس کړ دومره یخ شوي وو چې نور کار له کاره تیر وو.
یهودیان زموږ کورته داخل شول اوزه يې له هغه ځایه د ماشومانو زندان ته یوړم، دومره يې ووهلم چې دبدن وینه مې له خولي بهیده، کله چې له یو څو ورځو وروسته ازاد شوم، ومې لیدل چې خور او ورور مې دګاونډي په کور کې ژوند کول، زما مور ګاونډیانو خاورو ته سپارلي وه.
نور مې هیڅ داسې نه درلودو چې له لاسه يې ورکړم، شپه او ورځ مې درس ویل او سوال مې کول، څه ژمی او څه بهار.............
کله چې دآلمان رهبر یا مشر شوم، اولین هغه ځاي چې له خاورو سره مې خاوري کړ، هغه دمونیخ ځاي وو کوم چې هغه درملتون پکې وو، دهغو عمرونه زیات شوي وو، زه يې نه پیژندم، زه اوس دالمان هیواد رهبر وم. هغو راته عذر او زارۍ کولي خو ما امر وکړ چې ځمکه وکندۍ او غټ کډی جوړ کړئ، او دغه شپږ کسان چې په هغه درملتون کې ولاړ ول لاسونه او پښې يې ور وتړئ او دغه ژور ځاي ته يې ور واچوئ. او ځاي بیررته ډک کړئ، هغو کسانو د تړلو په وخت راته زارۍ کولي چې موږ خوشي کړه، موږ زامن او میرمني لرو، خو ما يې خبره نه اوریده، او کله چې مې ور واچول تر هغو په هغه ځاي ولاړ وم، کله چې د هغوئ ساه خته او ما خوند ورنه اخیست، او دا زما د قتلونو لړۍ پیل شوه، چې ۷۰ میلیونه کسان مې ترخاورو لاندي کړل.........
آدلف هیتلر
له ماشومانو سره ښه کوئ، ځکه هغوئ يې له موږ نه زده کوي، که چیرته موږ ښه ووسو.
۱۹۴۱ د نبرد من له کتابه
ژباړه: سیف الله مفتون