لیک: حبیب الرحمن تاثیر
نن د هیواد د یوې وتلې څیرې ښاغلي عبدالباري جهاني چې تر اوسه یې تر دوه درزن پورې بیلابیل کتابونه چاپ کړي او تر یوه درزن پورې یې زما تر نظر تیر سوي، یو غزل درسر شریکوم او شاید دغه غزل د ښاغلي جهاني د شاعرۍ د اخیرنیو ورڅو شپو شعري نمونه وي او وروسته نو بیا له دغه (نه جوړیدونکي) او د (یوې کونډې په څېر) له هیواده پسې وتلی هم وي، خو په دغه غزل به یو څو خبرې هم سره وکړو، ځکه چې ماته په دغه غزل کې ډیر څه ښکاره کیږي.
ملګرو ځو به له دې ښار څخه څه نه جوړېږي
نور په لستوڼي کي له مار څخه څه نه جوړېږي
د نن سبا هره وعده یې تر قیامته سوله
له سل انکار یوه اقرار څخه څه نه جوړېږي
ماته مي سل ځله په سرو سترګو قاصد ستون سوی
د یار په کور کي له اغیار څخه څه نه جوړېږي
له دې وطنه د ښکلا جنازې ووتلې
د زړو کونډو له سینګار څخه څه نه جوړېږي
چي هره شپه په منتر باسي له دې ښاره نجوني
د افسانو له دې ښامار څخه څه نه جوړېږي
پرون مو وویشتل په کاڼو د مالت ښاغلي
د مړو جنډیو له مزار څخه څه نه جوړېږي
مايې په سترګو د ګلونو زمولول لیدلي
له دې دوه مخي زوړ مالیار څخه څه نه جوړېږي
جهاني څو به په اغزیو کي ګلونه کرې
هري غوټۍ سره له خار څخه څه نه جوړېږي
خوا و شا اته، نهه کاله وړاندې مې په لومړي ځل عبدالباري جهاني په داسې حال کې ولید چې دوه درې د افغانستان تر اساسي قانون اوږده نظمونه یې راته وویل، خو دا د هغه د غزلو او نظمونو لومړی او وروستی وار نه بلکې تقریبا له (معراج او فردوس) څخه پرته ټول شعرونه مې یې لوستي دي، خو د ناامیدۍ په مرض اخته دغه غزل مې یې بېخي په دا وروستیو کې ولوست، دا چې زه یو پر امید انسان یم، خو د ښاغلي جهاني دغه غزل زیات ناامیده کړم، په دې نه چې رښتیا هم افغانستان یوه کونډه ده نه جوړیږ او موږ باید ورڅخه ووزو، بلکې په دې چې ښاغلی جهاني ولې د وزارت خپله ناکامي په دا ډول ادبي تخلیقانو کې نغاړي.
زما خیال عبدالباري جهاني دغه غزل په داسې حال کې لیکلي چې د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د یوې ناکاره پرزې په توګه راڅرګند شو او دغه د ناامیدۍ ناروغي یې په ټول وزارت کې خپره او دی ورڅخه ووت، ځکه چې د دغه غزل له اوریدو وروسته د دغه وزارت د ځوانانو معین کمال سادات هم د ناامیدۍ په مرض اخته او پر زوی یې: (دا وطن مې ولې نه جوړېږي سادات) نوم کښېښود، کله چې عبدالباري جهاني په هیواد کې د څلورو ناکامه وزیرانو په لیسټ کې خپل مقام خپل کړ، نو له هغه وروسته یې دغه ډول خبرو او شعرونو ویلو ته پام واړاوه او خپله ناکامي یې د هیواد په در په درۍ او بیچارګۍ ورتپله، خبر نه وو چې دا د یوې ټولنې او د ټولنې د ډیری خلګو د زیان سبب جوړیدی سي.
زه په دې باور یم چې په هیواد کې زیاته برخه خلګ د مایوسۍ او ناامیدۍ په مرض اخته دي، خو ډیری برخه یې نالوستي او بې روزګاره خلګ دي، خو هغه خلګ چې د قام سترګې ګڼل کیږي او د ناامیدۍ اظهار کوي دا د هغوی په لاس د ټولنې د خلګو فکري او ذهني قتل کول دي، خو چې د یوې ټولنې لوستي کسان دغه ډول اظهار خیال کوي د هغې ټولنې د عامو خلګو دي خدای مل سي، عبدالباري جهاني دي خبر وي چې قام یې د ډوډوی ترڅنګ ذهني خوراک او غذا ته هم اړتیا لري، خو چې روشنفکره دا ډول غذا ورکوي نو قام د جسماني مرګ ترڅنګ په ذهني توګه هم وژل کیږي.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
په بلوچستان کې د پاکستاني استخباراتي ادارو او ملیشو د ظلم او تیري په وړاندې په بلوچستان ایالت کې له بلوڅو میرمنو څخه وروسته په قبایلي سیمو کې هم پښتنې میرمنې د پاکستان پوځ په خلاف میدان ته وتلې دي او په مظاهره یې لاس پورې کړی دی.
د تیرې شنبې په ورځ دغه میرمنو په داسې حال کې د قبایلي سیمې په مومندو ایجنسي کې د پاکستاني پوځ په خلاف مظاهره وکړه چې د دغه پوځ په خلاف یې شهارونه ورکول او ویل یې د پاکستان پوځ په دغه هیواد کې د بلوڅو او پښتنو ځوانانو په تښتولو او بیا وژلو کې لاس لري.
دوی ویل: یوواځې د دغه ایجنسۍ ډیری کسان د دغه ادارو له لورې تښتول شوي او تر اوسه یې هڅ درک هم نه دی مالوم، هغوی غوښتنه کوله که دغه کسان راخوشي نه شي نو دوی به په لویو مظاهرو او لاریونونو لاس پوري کړي.
دغه میرمنو د پاکستاني پوځ او ملیشو ترڅنګ د هغه قبایلي مشرانو په خلاف هم نارې وهلې چې پاکستان ته وفادار او د پښتنو او قبایلو په وروسته پاته ساتلو کې د پاکستاني دولت ترڅنګ ولاړ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان له جوړیدو سره سم په دغه هیواد کې پرته له پنجابیانو نور د ټولو قامونو سیاسي ځوانان د ناڅرګنده کسانو له لورې تښتول کيږي او وروسته یې خراب سوي مړي موندل کیږي، چې ډیری برخه یې بلوڅان دي او د هغوی کورنۍ یې پړه د پاکستان په پوځ، استخباراتي ادارو او امنیتي ملیشو وراچوي.
لیکوال: عصمت الله زهیر ، پښين
October 1, 2014
یو خو ژورنالیزم هم دې ځینو،ځینو په خپلو تجاراتي هڅو وشرمولو ، د خبریالۍ یې سم دم د استاکار دکان جوړ کړی دی که یې خوله ور خوږه کړې خو خیر به دي ایمان ته ورسیږي او که یې تر غوښتني کم ورسره ومنې داسي به دي په سکرو تور کړي ته به وایې یو دي غاښونه سپین پاته دي :
د پردۍ میرمنو عکسونه به درپسي د پردۍ ایي.ډي. شریک کړي دایې مور ده ، دایې خور ده ، دا یې میرمن ده .
خو خپله چي څادر تر سر لونګټه کړي په تور ګیټ ور داخل سي خړه لفافه را واخلي یو نر پښتون ، افغان او د قلم رښتونی امانتګر ورته په نخښه کړي ، په ټول ایماني پښتني او افغاني غیرت ورته وایي ( د افغانستان جاسوس دی ، د افغانانو لپاره کار کوي ، ملي ګټي ورته مهمي دي ):
اوس چي هغه د ملي ګټو د لیوني له کیسې خبریږم ، د خپل سوري هم وډاریږم او رښتیاهم نور خو هرڅه ته په شکمنو سترګو کتل ځکه اړینه ده چي دلته هرڅوک د شکمنو سترګو او سولیدلو نیتونو سره ژوند خوښوي .
هغه د ملي ګټو طرفدار اورم اوس لیري ،دما بیخي ډېر لیري د غرونو په هېواد کي نور میشت سو :
وو! هغه خو پخوا چي لا ماشوم و ، دهم دې غرني هېواده دلته راکډه سو اوس چي بیرته د یو شمېر ارمانونو د ایرو بادولو لره په هسکو غرونو کي سوالګري سترګي ګنډلي ساتي ته به وایې د خپل ستومان ژوند کیسه ورته په حسرت لړلې چوپتیا کي بیانوي :
د خړوسترګو شاعر چي ډېر وختونه یې په وطاق کي دومره چوپتیا به جوړه کړې وې چي د سړي به سا ورپکي تنګه سوه او کله به یې شور په وطاق کي اتڼونه اچولي و، خو په دواړو صورتو کي به یې خړي سترګي ویاندي پاته وې .
نور یې د ژړو لنګټو او اوږدو ژیرو لرونکو خلکو په منځ کي ساه په تنګېدو وه، نوځکه یې یو داسي مصروف او نالیدلي ښار ته پېښه راوکړه چي هرڅه ورته نالیدلي او هرڅوک ناپېژندونکي ورته وایسېدل نویې د کلي او سیمه خبریال وریاد سو چي په هم دې ښار کي استوګن و:
د تاندي ځوانۍ نه هېریدونکي غربتو پوڼولي وختونه یې سره تېرکړي او ډېري خوږې او ترخې خاطرې د یوه او بل سره تړلي وې ، اوس په دې نااشنا ښار کي د خپل کلیوال خبریال په لټون سو :
خبریال چي اوس په خپلاسي چلندونو په دې ښار کي په بدل سوي نوم سره پیژندون درلود نو په خپل اصل نوم چانه پېژندلو ، د یو شاعر ، کیسه لیکوال ، نقدڅېړونکي او خبریال په نوم یې نوی شناخت او شهرت در لاسه کړی و:
د خړو سترګو شاعر هم اوس وار خطا سو ،د ځان سره یې وویل :
ته وایې تېر وتی خو به نه یې دا به هغه نه وي کوم بل څوک به وي !
یو څه ساعت وروسته یې خبریال په یوه داسي نوې بڼه و مخ ته ولاړ ولیدو ، اوس څو،څو ځله شاعر خپلي خړي سترګي په داسي انداز ورپولې لکه چي خوب ویني یا په خپلو سترګو یې باور نه راځي چي په دومره لنډه موده کي دومره ترقي !
شین د جین پتلون ، سور شټ ،کلین شیو ، انګریزي جوړ کړي بیښتان ، تور دسکول ، دوه موبایلونه په یوه لاس کي یو موبایل په دا بل لاس کي ، په رسمي انداز یې خوله خندا ته جوړه کړه ، د حال احوال وروسته یې د تکبر او غرور په ډکه لهجه شاعر ته وویل :
فکر نه کوم دلته په دې ښار کي دي کوم داسي کار پیدا کړې چي لاس ورپوري اخته کړې ، زه کمپویټر در زده کړم د خلکو کتابونه کمپوزوه ، دا ډول به ډوډۍدرته ورسیږي ، زه هم یوازي یم دلته په دې وطاق کي به ګزاره سره کوو ترڅوځان ته یو کار ګورې !
د کمپویټر زدي کړي د ګوتو تر بریکټس وا نه وښتې اوس خو د شاعر پوښتنو او د خبریال مرچکي چلند شاعر دې ته اړ ایستلو چي خبریال سي هم داسي وسول نور به یې اوس هروخت تور دسکول په وږه کي ریکارډر په لاس کي د موضوعاتو په لټه و او د موضوعاتو فوکس به یې د افغانانو ستونځي او د افغانستان سیاست او روان حالت به و:
نور د خړو سترګو شاعر له ساړه باده برخمن سو شعري ټولګه یې هم چاپ کړه ، سریزه یې هم په (ومان نیازي) ورباندي ولیکله ، هم یې په ملګرو ویړیا وویشله ځکه پښتو کتاب خو دی د ویړیا ویشلو لپاره او بیا هلته چي پښتو نه د مکتب ژبه وي ، نه یې دفتري ژبه وي او چي څه مهال د پښتو لوستولو خبره راسي نو په ډېره سپین سترګي به درته وایي انګرېزي او اردو د روزګار ژبي دي په پښتو کي خو ډوډۍ نسته له لوږي به مړه سو.
دخړو سترګو شاعر اوس په یو ګران بیه هوټل کي کوټه په کرایه ونیوله نور دا کوټه یې کور و هم يې دفتر و هم یې د ملګرو لپاره د مسافرخانې اړتیا بشپړوله :
نور چي ټول کوریې له غرو او مندو د دې نابلده ښار استوګن وګرځولو نویې د اطمنیان رڼاوي په خړو سترګوکي اوس به هروخت په اتڼو وې او پر څېره به یې هرکله د اطمنیان ځلاوي لیدل کېدلې په خپلو کارونو به هر وخت بوخت پاته و:
د یوې بهرنۍ رادیو او ویب پاڼي لپاره یې لیکني او راپورونه برابرول چي دا ډول به یې اقتصادي ستونځي اوارولې د اولادونو په روزولو کي به یې هڅي کولې خو تخلیقي قوت یې په ژورنالیسټي بوختیاو کي سخت زیانمن سو ، زما په اند د تخلیق چینه یې نوره پر اوچېدو وه .
په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ستونځو د راسپړولو لپاره کله به تر یوه کمیپ او کله تر بل کمیپ هغه څه به یې راوسپړل چي د پاکستاني اسټبلشمنټ لپاره هیڅ د قبول وړ نه و ، د پاکستاني سیاست او په ځانګړې توګه د پښتون او بلوڅ ملت پالو ډلو دومخیزه سیاست باندي به یې نقدونه واردول چي دا هم د ډېرو شخصیاتو او ادارو لپاره د زغم وړ نه و.
دا د خړو سترګو شاعر خو د بلوڅو وسلوالو هغه پټ ځایونو ته هم ځان ورسولو چي ورتګ یې د لیوني خوب پامیږي ، دا حرکت خو یې بیخي لنډي ماران نور هم د ځان لپاره اوږده کړل هم یې را وقهرول .
اوس چي دخړو سترګو شاعر د ژوند او کورنۍ په ملتیا سلامت له دې دوږخه ، خپل جنت ته رسېدلی دی نو هروخت راترزړه سي ، یو سوړ اسویلی ورپسي وکړم خدای پاک ته یې د سلامتیا لپاره لاسونه لپه کړم د روښان مستقبل یې برخمن وغواړم ، او په دې هیله چي ( د سرو زرو مشکڼي ) به په نوي رنګ او زړه وړونکي اهنګ کي راته ډالۍ کړ ي ځکه چي حبیب الرحمن تاثیر تر خبریال بیخي ښه شاعر دی دا ځان ته موضوع ده چي ژورنالیزم زموږ څومره تکړه او د افتخار وړ نوښتګر شاعران د (خبر) په لټون خشک ، بې خوند او بې رنګ وګرځول ، چي اوس د غزل سره هم د (خبر) یا (راپور) چلند روا ساتي ، دسترګو په رپ کي غزل بشپړه کړي ، وایي هم دا اوس تازه په تازه .
لیکوال: حبیب الرحمن تاثیر
کله چې د تیرې شنبې په ماښام د سولې عالي شورا رییس او د اسلامي محاذ ګوند مشر پیر سید احمدګیلاني په ناڅاپي توګه ساه ورکړه، نو له هغه وروسته ځینو فیسبوکي کوتافکرو او عقلي نابالیغو د هغه په روحاني اروا پسې په بدرد ویلو خوله خلاصه کړه او خپل سولیدلي، ناکاره او تر وخت تیر تنقیصي تورې یې د هغه په خلاف کاول پیل کړل، چې دا د دې ټولنې د ځینو خلګو له زړو عادتونو څخه یو ګڼل کیږي او دا د هغوی علمي استعدادي تنقید نه، بلکې د هغوی د جاهلانه تنقیص هغه څه ثابتوي چې دغه ټولنه هر وخت او هره لحظه ورڅخه کړیږي، ځکه چې دا خلګ تر اوسه پورې د مثبت او منفي نقد له اصولو څخه ناخبر پاته دي.
له پیر سید احمد ګیلاني سره د پیرۍ او مریدۍ د رشتې ترڅنګ نه نظریاتي، نه ګوندي او نه جهادي تړاو لرم، خو د هغه روحاني اروا ته د سپکاوي له امله دې ته اړ شوم چې څه دي ولیکم، تنقیص نه بلکې تنقید هم وکړم او دا هم روښانه کړم چې زه په شخصي توګه نه د خلق ډیموکراټیک ګوند د نظریې او نظام پلوی پاته شوی یم او نه په افغانستان کې له (الفه تر یې) د مجاهدینو د هیڅ ګوند د جهاد پلوی وم او نه به یم، ځکه چې: دا امریکایي او پاکستانۍ ډرامه وه چې په برخه برخه چلیږي، خو په افغانستان کې د ډیری نورو خلګو ترڅنګ پیر صاحب هم د شوروي اتحاد د سرو لښکرو په وړاندې په عقیدوي توګه د جهاد په تاوده سنګر کې ودریده، ښه وو بد وو دا بیله خبره ده خو کله چې د روسانو له وتو او (خلقي) نظام له ړنګیدو وروسته مجاهدین کابل ته ننوتل نو د پیر صاحب په مشرۍ (اسلامي محاذ ګوند) یوواځینی ګوند وو چې نور یې جګړې ته د پای ټکی کښېښود.
کله چې کلونه وړاندې په افغانستان کې د مجاهدینو په نوم خلګ په کابل ننوتل نو موږ ته یې هغه کابل پرېښود چې تاریخ به يې زخمونه په یاد لري، خو په خپله پیرصاحب او د دغه پیر ټول مریدان په خپلو کورونو کې د بې وسه تماشایانو په څېر کښېناستل، نه یې عزتونه لوټ کړل، نه یې کابل ړنک کړ، نه یې د خلګو په سرونو کې میخونه ټکوهل، نه یې له ښځو تیان پرې کړل، نه یې پاټکونه واچاول، نه یې له انسانانو سپي جوړ کړل او نه یې ژبني، مذهبي او سیمه ییز تعصب ته لمن ووهله، بلکې د خپل پیرانه او فقیرانه احساس له مخې یې د مجاهدینو دغو ناروا کړنو ته حیران حیران کتل او هر وخت به یې په هغوی باندې د خپل منځي سولې او یووالي غږ کاوه، خو کله چې موجوده نظام رامنځ ته شو، نو بیا یې هم د نورو مجاهدینو په رنګه نه په غصب او نه په فساد لاس پورې کړ، خو په نظام کې یې ونډه واخیسته.
نړۍ او بیا په تیره افغانان شاهدان دي چې کله هم تر پیر سید احمد ګیلاني وړاندې یو ټینګ مجاهد برهان الدین رباني د سولې شورا مشر شو نو له مجاهدینو سره د تعصب په بنیاد یې هیڅ کله نه غوښتل چې سوله دي وشي او نه یې په افغانانو د هوسایي او د ارامۍ ژوند لورونه کوله، خو وايي چې د کوټي شورا یې د سولې شورا او شریف افغانان له شره خلاص کړل، خو پیر صاحب بیا هم د خپل روحاني استعداد او خلوص په برکت له دغه مجاهدینو سره خپله مجاهدانه تربګني ونه ساتله او د ګلبدین حکمتیار غوندې سخت دریځی او د اسلامي حزب په رنګ جنګیالۍ ډله یې په مخلاصانه توګه د سولې له بهیر سره یو ځای او په دولت کې شامله کړه، دا چې دولت او په دولت کې دننه مجاهدین ورسره په یوه کمبله نه ځایېږي دا د هغوی شخصي مشکلات دي، پیرسید احمد ګیلاني په دا وروستیو کې د حزب اسلامي ترڅنګ د طالبانو له ځینو غړیو سره هم لیده کاته کړي او تر ډیره د سولې په کولو کې بریالي شوو خو مرګي انتظار ونه کړ.
که څه هم د سیمې په کچه په اوسني وخت کې په افغانستان کې د بیان ازادۍ ته زیات درناوی کیږي خو بیا هم ځینو فیسبوکي مبارزینو په داسې حال کې د پیر صاحب په عاجزه او مرحومه اروا باندې ړانده، کاڼه او ګونګي ګزارونه وکړل چې د سیمې په ځانګړې توګه د پاکستان او ایران استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې په جعلي ای ډي ګانو او یا هم د خپلو جاسوسي اشخاصو په لاس او واسطه په افغانستان کې د مېشتو قامونو او د مذهبونو د منونکیو ترمنځ ژبني، قامي، مذهبي، سمیه ییز او هر اړخیز نفاق رامنځ ته کړي، نو هغه کسان چې ځان لیکوال، روشنفکره او مدني بولي هغه خو باید د خلګو د ذهنونو د ورانولو نه بلکې د ذهنونو د جوړولو له پاره کار وکړي.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
August 2, 2016
امنیتي چارواکو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د روزنې پر یو مرکز د بي پیلوټه الوتکو د بریدونو په پایله کې د یو پاکستاني جنرال او پوځي افسر په ګډون وسله والو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي او دغه مرکز یې په بشپړه توګه له منځه وړی دی.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل وايي: په هیواد کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو سهار وختي د وسله والو طالبانو د روزنې او کمانډویانو ستر مرکز په نښه کړ چې د یوه پاکستاني جنرال کامران، د هغه د مرستیال او پاکستاني پوځي افسر شوکت علي په ګډون (۵۰) تنه په کې وژل شوي او ډیری نور یې ټپیان دي، چې دغه پاکستاني جنرال په یاد روزنیز مرکز کې د دولت وسله والو مخالفینو ته پوځي زدکړې ورکولې.
هغه وویل: «د ګیلان ولسوالۍ په نوي کارېز سیمه کې د پیراغا تر مشرۍ لاندې د دوی د ټرېنینګ مرکز او د کمانډو یا خاصې قطعې مرکز هم وو چې په دې مرکز کې روزل شوو کسانو به تر کابله پورې تروریستي بریدونه کول په نښه شوی، چې د وژل شوو کسانو ترڅنګ (۳۵) عرادې موټرسایکلونه یې هم له منځه تللي دي، خو ملکي وګړوته کوم زیان نه دی اوښتی».
که د غزني امنیه قومندان د دغه وژل شوو کسانو شمیره پنځوس تنه ښيي، خو د ګیلان ولسوالۍ امینه قومندان انجنیر لطف الله کامران بیا دغه شمیره زیاته یادوي او وايي: «د یو پاکستاني جنرال چې د دغه ټرېنینګ مرکز مسوول وو او ډیری پاکستانیانو په ګډون (۶۰) تنه وژل شوي دي».
کامران په خپله فیس پاڼه لیکلي: «په ګیلان ولسوالۍ کې په ننني بمبار کې (۶۰) تنه وسله وال وژل شوي او (۹) تنه نور ټپیان دي، په وژل شوو کسانو کې ۲ تنه د ګیلان، ۱۵ تنه د اب بند او ۱۰ تنه د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي دي او پاته نور ټول کسان پاکستانیان دي.
که څه هم چې دا په دا وروستیو کې په افغانستان په ځانګړې توګه په غزني کې تر ټولو لوی برید بلل کېږي چې د بهرنیانو په ګډون په دومره زیات شمیر کسان په کې وژل کیږي، خو په هیواد کې مېشتو بهرنیو ځواکونو او وسله والو طالبانو تر اوسه پورې د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
په دغه ورځ چې په غزني کې د امریکایي الوتکو برید ترسره کیږي نو په هلمند کې هم د دې ولایت له پاره د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالرحیم او قوماندان (مستقیم) په نوم د طالبانو یو بل مشر د نادعلي ولسوالۍ په زرغون کلي کې د بې پیلوټه الوتکې په برید ژوند له لاسه ورکوي، ورسره د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې هم په دغه ورځ ۳۷ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوړې.
په غزني، ننګرهار او هلمند کې د هوایي ډرون بریدونو د کېدو په ورځ د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیټر کوک د امریکايي ولسمشر بارک اوباما په امر د لومړي ځل له پاره د لېبیا په بندري ښار (سرت) کې چې د لېبیا د پخواني مشر معمر قذافي د زوکړې ځای هم دی د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکوي.
که په لېبیا کې په لومړي ځل دغه هوايي برید ترسره کېږي، خو په نړۍ واله کچه امریکايي بې پیلوټه الوتکو په ډیری هیوادونو کې دا ډول بریدونه کړي چې تر ټولو زیات یې په پاکستان ورپسې په افغانستان بیا په یمن او له هغه وروسته په سومالیه کې شوي دي.
په پاکستان کې له دوه زره څلورم (۲۰۰۴م) کال څخه نیولې تر دوه زره شپاړسم (۲۰۱۶م) کال پورې څلورسوه درویشت (۴۲۳) ډرون بریدونه شوي دي چې اخیري برید یې د افغان وسله والو طالبانو مشر ملا محمد اختر منصور وواژه او تر ټولو زیات بریدونه په دوه زره لسم (۲۰۱۰م) کال کې شوي دي چې شمير يې یوسل دوه ویشت (۱۲۲) وو.
په دغه بریدونو کې تر یوه درزن زیات کورني او دومره بهرني وسل وال قومندانان وژل شوي دي، خو د عامو وسله والو او ملکي وګړو شمېر یې زرګونو تنو ته رسیږي او ټولې لس سیمې په کې په نخښه شوې دي.
په افغانستان کې هم درې سوه (۳۰۰) بریدونه شوي دي چې په دا وروستیو کې یې ډېری وخت داعش وسله وال په کې په نخښه کېږي، خو وسله وال طالبان یې هم زیات وژلي دي او په یمن کې د دغه بریدونو شمېر یوسل شل (۱۲۰) دي، خو په سومالیه کې بیا دا شمېره تر ټولو ټیټه ده او یواځې نهه ویشت (۲۹) بریدونه شوي دي.
که د دغه بریدونه شمېر په دوه زره لسم کال کې تر ټولو زیات وو، خو دا بریدونه د امریکايي ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ په دوره کې څو چند زیات شوي وو چې درې سوه (۳۰۰) فیصده زیاتوالی په کې راغلی وو.
لسګونه افغانې نجونه به د زروګونو رییسانو په وړاندې سندریزه ننداره وړاندې کړي
(ارکسټر) یا د افغان ښځینه موسیقکارانو یوه ډله به د سویس په داووس ښار کې د نړۍ د دریو زرو سیاسي مشرانو او رییسانو په وړاندې یو سندریز کنسرټ وړاندې کړي.
دا چې کره نېټه یې نه ده په ګوټه کړې، نو د سپوټینګ په نوم یوه غربي رسنۍ راپور ورکوي چې په لومړي ځل پنځه دېرش کسیزه ډله افغانې نجونې چې عمرونه به یې له ۱۳ تر ۲۰ کلونو پورې وي په نړیوال اقتصادي کنفرانس کې چې د سویس په داووس ښار کې جوړیږي سندریزه ننداره وړاندې کړي.
که څه چې افغاني ټولنه یوه کلتوري ټولنه ده او چندان خلګ نه غواړي چې لوڼې او خویندې دي یې په دا ډول مجلسونو کې ونډه واخلي، نو په راپور کې راغلي دي چې ددغو نجونو ډیری برخه یې په دغه کنسرټ کې په داسې حال کې ګډون کوي چې په افغانستان کې یې ژوند چندان خوندي نه دی او د ویرې له امله نه شي کولای چې په هیواد کې دننه په دا ډول کنسرټونو کې ونډه واخلي.
په غزني کې وسله والو طالبانو د سړک پر سر د دوکانونو تر مخې ناستو هغه کسانو ته چې د کاروبار په موخه د کمپیوټرونو په واسطه د خلګو کمپیوټرونو او موبایلونو ته سندرې، فلمونه، ګېمونه، عکسونه او نور مواد وراچوي خبرداری ورکړی دی چې نور دې له دې کاره لاس واخلي.
په غزنې کې د وسله والو طالبانو ځینې سرچینې وايي چې دوی څو ورځې وړاندې دغه کسانو ته اخطار ورکړی وو او د تیرې یکشنبې ورځ یې ورته اخیرې ضرب العجل ټاکلي دی، چې له دې کاره لاس واخلي ګنې له جدي غبرګون سره به مخ سي.
په غزني ښار کې هم یو شمیر هغه کسان چې د کمپیوټر پر مټ د خلګو میموریانو ته سندرې، فلمونه، ګېمونه او عکسونه وراچوي د نوم نه ښوودلو او غږ نه خپرولو په شرط رسنیو ته ویلي چې د تیرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ ورته د ټلیفون له لارې خبر ورکړل شوی چې له دغه کار څخه لاس واخلي.
خو د غزني دولتي او نظامي چارواکي وايي: وسله والو طالبانو دا کار خلګو ته د اقتصادي ضربې د رسولو په موخه کړی دی، د دغه ولایت امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امیرخیل که څه هم چې له دغه کار څخه ناخبري ښيي وايي: هغوی تل ولسي خلګو ته زیان اړولی دی، امرخیل ډاډ ورکوي چې پولیس په ټول توان د خلګو له ژدوند او مال څخه دفاع وکړي.
امیرخېل زیاتوي: روان کال په غزني کې وسله وال طالبان په خپله هیڅ موخه کې بریالي نه شول او هیڅ موخه یې ترلاسه نه کړه، چې په وینا یې اوس هڅه کوي د ولسي او غیر مسلح وګړو په منځ کې د دغه راز ګواښونو له لارې ویره خپره کړي.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
April 3, 2016
د افغانستان په مرکزي ولایت غزني کې د شمالي ټلوالې یو شمېر وګړیو د ولایت مقام ته څېرمه د ښاروالي ریاست مخې ته له تېرو اتو ورځو څخه د زاړه ښاروال فریدون احمدي د ګوښه کېدو او د نوي ښاروال انجنېر نصیراحمد لیلزي د مقررېدو په خلاف د احتجاج کيږدۍ درولې او په مظاهره یې لاس پورې کړی دی، دوی ټینګار کوي چې د غزني ښاروال به تاجک او د ټلوالې سړی به وي، ګنې بل هیڅوک ورته د منلو نه دی.
که څه هم د دغه ښار له پاره نوی ټاکل شوی ښاروال پښتون، د غزني ولایت اوسېدونکی او د افغانستان د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني په رسمي فرمان راغلی دی او دغه احتجاج کوونکي یې له مقررېدو سره سخت مخالفت کوي، نو د مدني فعالانو، قومي مشرانو، خبریالانو، قانوندانانو، سیاسي ډلو، مبصرینو او ولسي خلګو ترڅنګ د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي هم د هغوی دا کار غیرقانوني عمل ګڼي او وايي: دغه احتجاج کوونکي د افغانستان له اساسي قانون او د ولسمشر له فرمان څخه سرغړونه کوي، دولت یې باید په خلاف په عمل لاس پوري کړي.
دوی وايي: دغه کسانو ځکه په احتجاج لاس پوري کړی دی چې له کاره د ګوښه شوي ښاروال فریدون احمدي په مرسته چې د شمالي ټلوالې سړی دی زیاتې دولتي مځکې غصب کړې او نه غواړي چې نوی ښاروال دي یې په قانوني توګه د کړنو په خلاف په عمل لاس پوري او غصب شوې مځکې ورڅخه خلاصې کړي، هغوی زیاتوي: دغه احتجاج کوونکي د خپل غصب او غیرقانوني کړنو د پټولو په موخه په خپل ناروا موقف کلک ولاړ او په هیواد په ځانګړې توګه په غزني کې د قومي او ژبني تعصب اور ته لمن وهي.
دا چې د نور افغانستان ترڅنګ په غزني کې هم د قانون د حاکمیت یو فعال تحریک ته زیاته اړتیا لیدل کیږي، نو بلې خواته بیا د غزني د ښاروالۍ ریاست مخې ته د احتجاجي کيږدۍ په خلاف، د نوي ښاروال د ګومارلو او د قانون د تطبیق په ننګه د غزني په مرکز او ځینو پښتون مېشتو ولسوالیو کې مدني ټولنو، قومي شوراګانو، رشنفکرانو او پښتنو ولسونو په مظاهرو لاس پوري کړی دی، دوی وايي هیچا ته به دا اجازه ورنه کړي چې قانون مات او د ولسمشر له فرمان څخه سرغړونه وکړي، هغوی ټینګار کوي چې په هیڅ حال کې د نوي ښاروال انجنېر نصیر احمد لیلیزي له مقررېدو څخه تېر نه دي او دا به د غزني ښاروال وي.
که څه چې د یوې سرشمېرنې په لحاظ په دغه ولایت کې یواځې اووه په سلو کې یې تاجګ او پاته نور یې پښتانه او هزاره وګړي دي، نو دغه مظاهره چیان ټینګار کوي چې دوی د قانون د تطبیق له پاره راوتلي نه دا چې د پښتانه ښاروال په ملاتړ یې مظاهرو ته مخه کړې ده، هغوی وايي: د ښاروالۍ ریاست مخې ته د کیږدۍ خلګ د پردو په اشارو روان چې له نورو ولایتونو څخه تربیه او غیر قانوني کړنو ته هڅول کیږي، چې دا د هیواد او په هیواد کې د پرتو قامونو په زیان تمامیږي.
څنګه چې د غزني ولایت له اتلسو ولسوالیو څخه یې څوارلس د پښتنو اوسېدونکیو دي، نو د قانون د تطبیق په ملاتړ پښتانه مظاهره کوونکي چې تېره ورځ یې هم د کابل کندهار لویه لاره د څو ساعتونو پرمخ تړلې وه وایي: د ولایت له دوه څلوېښتو ریاستونو او امریتونو څخه یواځې څلور هغه يې له پښتنو او پاته نور یې له تاجکو او هزاره ګانو سره دي، خو دوی یې په وړاندې هیڅ غبرګون نه وو ښوودلی، نو دا چې د ټلوالي کسان د خپل ګوښه شوي ښاروال په خلاف ټینګ ولاړ دي، نو دوی به نور د خپل حق د ترلاسه کولو په موخه په قانوني او سوله ییزو لاریونو او مظاهرو لاس پوري کړي، دوی وايي: دولت هم د بې وسه تماشاچي په څېر کردار ترسره کوي او د قانون د پلې کولو په موخه په هیڅ غبرګون لاس نه پوري کوي.
د غزني ولایت د اولمپیک امریت وايي: د هیواد په کچه په ملي لوبو کې له غزني څخه د یو شمیر ځوانانو په ګډون په کابل کې د کراټې یوه مسابقه وشوه چې دغه ځوانانو هم یو شمیر د سرو زرو، سپینو زرو او برنزو میډالونه غزني ته ور څخه راوړل.
غزني ته په رارسیدو سره د دغه ځوانانو له پاره په یوه جوړه سوې غونډه کې د دغه امریت امیر پاچا خان هزبر له په خپلو دغه بریاوو خوښي وښووده او وايي: دا لوبې د کراټو په برخه کې وې، په دې لوبو کې له غزنې څخه ۱۵ کسانو ګډون کړی وو چې د افغانستان په ټولو ولایاتو کې غزنې دریم مقام خپل کړ چې: یو د سرو زرو، دوه د سپینو زرو او او شپږ نور د برنزو میډالونه مو ترلاسه کړل. هزبر
که څه چې د ژمې موسم دی او په سړو ولایتونو کې لوبې چندان نه ترسره کیږي، نو د علی احمد نوروزي په نوم یو ځوان چې ځان د محمد مصطفی د کلپ مسوول ګڼې او په دغه مسابقه کې یې ګډون کړی وو وايي: دا چې په دغه پنځلس کسانو کې زموږ د ټیم کسانو ګډون کړی وو او په ایران کې میشتو کډوالو ته هم بلنه ورکړل شوی وه خو ګډون یی ونکړ، نو موږ زیات خوشحاله یو او په راتلونکي کې هم په پام کې لرو چې په دا ډول مسابقو کې برخه واخلو.
په دغه غونډه کې په غزني کې میشت مدني فعال حاجی زمان ذکې ورزش کاران د سولې سفیران یاد کړل او ویې ویل: ورزش کاران باید تشویق شي، دوی چې مډال او افتخار اخلي موږ باید له دوی څخه مننه وکړو ځکه چی دوی زموږ د غزني آبرو او عزت دي او دوی د دغه ولایت سرلوړوي، دوی جنګ نه کوي، دوی نشه یي توکه نه کاروي بلکې دوی د هیواد سرلوړي غواړي.
په دغه مسابقو کې د لومړي مقام ګټونکی علي نويد وايي: ډیر زیات خوشحاله دی چې په دغه مسابقه کې یې برخه واخسته او لومړی مقام یې ترلاسه کړ، دی وايي په دی مسابقو کې مې ګدون کړی او اول مقام می خپل کړی دی او ډیر تمرین مې هم کړی او د خپل مقام څخه راضي یم.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
پاکستاني دولتي چارواکي وايي: د قبایلي سیمې په پاڼه چنار کې بمي چاودنې ۲۰ تنه وژلي او تر پنځوستو پورې نور یې ټپیان کړي دي، چې کیدی شي په دغه شمیره کې نور هم زیاتوالی راشي.
دوی وايي دغه چاودنه به داسې حال کې د ښار په غیدګاه مارکیټ سیمه کې وشوه چې سهار وختي خلګ د سبزيو په مارکیټ کې د سبزیو د اخیستلو په موخه سره راټول شوي او د خپلو دوکانونو له پاره په سبزیو اخیستلو بوخت وو.
دوی وايي: چاودیدونکي توکي د سبزي په یو کریټ کې ځای پر ځای شوي وو او د ګڼې ګوڼې د زیاتیدو پر وخت د ریموټ کنټرول په واسط چاودنه ورکړل شوې ده.
دا چاودنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې په ۱۳ ډسامبر ۲۰۱۵م کال کې هم په دغه ځای لښکر جنګوي العالمي وسله والې ډلې بمي چاودنه کړې وه او په کې ۲۲ تنه یې وژلي او ډیری نور یې ټپیان کړي وو.
دغه سیمه چې ټوله ابادي یې ۴۰ زره کسان ښوودل کیږي او د ډیورنډ کرښې ته نزدې پرته سیمه ده د سنیانو ترڅنګ زیاته برخه یې شعیه نژاد اوسیدونکي دي.
که څه هم چې تر اوسه پورې چا د دغه پیښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو په بلوچستان، پښتونخوا او قبایلي سیمو کې پر شیعه وکړو د داسې پیښو زمواري ډیری وخت لښکر جنګوي او ځینې نورې ډلې مني.