ژباړه: حبیب الرحمن تاثیر
کله چې زه د خپل راتلونکي پر لور نظر واچوم، نو ماته د ځوانۍ هغه دوره رایاده شي چې ماته خپل ځان یو انقلابي ښکاره کېده، کله چې ما د مارکس، اینجلز، لېنن او د ماؤ کتابونه لوستل، نو زما په ذهن کې به جوش او په زړه کې ولوله پیدا کیده او فکر به مې کاوه چې د ټولې نړۍ له پاره د یوه انقلاب اړتیا ده او دغه وخت ما فکر کاوه چې سرمایه دارانه نظام د ټولې نړۍ له پاره یو زهر قاتل دی او موږ باید په هر حالت چې وي دغه نظام ختم کړو او دا وخت موږ ولي توره نه اخلو او په جګړو ولي لاس نه پوري کوو.
اوس چې کله زه د هغه دور په اړه سوچ کوم نو په خپله ساده ګي خندا راشي، ځکه په هغه وخت کې زما خیالات او نظریات تندلارې وو، اوس زه پوهېږم چې د دونیا هیڅ یو نظام هم مکمل نه دی (پرته له اسلام څخه)، په هر یوه نظام کې ښېګڼې او بدګڼې موجودې دي، کله چې یو نوی نظام قایم کېږي، نو د هغه رایج کوونکیو ته د هغه د نقصاناتو اندازه نه کېږي، د وخت له تېرېدو سره سره کله چې د دغه نظام تاریک اړه مخ ته راځي، نو بیا د هغه غوښتونکي په هغه کې مناسب جوړښتونه کوي.
د نظام غوښتونکي باید ذهین او دانا وي او بیا هغوی د دغه نظام ارتقا پر مخ یو شي، ګنې دغه نظام به د یوه بهېدونکي درباب په رنګه نه، بلکې د یوه وچ لښتي په رنګه پر ځای پاته شي او په هغه کې به په بېلابېل ډول راوړل شوي مړي جمع کېدل پیل شي، دا رنګه په سرمایه دارانه هیوادونو کې چیرې چې د غریبانو استحصال کیږي، هلته وړو وړو پانګه اچوونکیو ته مواقع په لاس ورځي، زما په فکر که د کمونیزم او سوشلیزم نظامونو ښېګڼې سره یو ځای شي، نو د کاناډا د نظام مثال ورکول کېږي، په کوم کې چې سوشلیزم او سرمایه دارانه نظام له جوړښت څخه یو داسې ټولنیز، سیاسي او معاشي نظام جوړ شوی دی، چې زما ډیر زیات خوښ دی.
په کاناډا کې چیرې چې د غریبانو درملنه وېړیا کيږي، چې د سوشلیزم په دین کې هلته کاروباري خلګ بانک ته ځي او په لکونو ډالر پور اخیستلی شي چې د سرمایه دارانه نظام دین دی، په کاناډا کې چیرې چې جمهوریت خوښېږي هلته ښځې او لږکۍ د خپلو حقونو د غوښتلو او تر لاسه کولو له پاره ښه غږ پورته کولی شي، خو موږ او تاسو په یوه اسلامي ټولنه کې ژوند کوو، که چيرې په ټولو وګړو باندې اسلامي قانون یو ډول تطبیق شي، بیا نو هم ټولنیز بدلون بدلون راتلی شي او هم په کې معاشي، سیاسي، نظریاتي، ټولنیز او هر اړخیز حقوق په کې خوندي کیږي.
کله چې موږ په نړیواله کچه بشري حقونو ته ګورو نو کاناډا د لومړي قطار په هیوادونو کې څرګندیږي، د کاناډا ټولنیز او سیاسي نظام د یوې اوږدې مودې د هلوځلو پایله ده، اوس چې کله زه د فلسفې د ارتقا په اړه سوچ کوم، نو ماته احساس کېږي چې ما د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې له ډیری فلاسفرانو او پوهانو څخه ډیر څه زده کړي دي، زما له پاره دا پېژندل بيخي شتونځمن وو چې که یو انسان پر بل انشان ظلم کوي او د هغه استحصال کوي، نو زه له پیل څخه د جبر خلاف او د انصاف طرفدار یم، ماته سوکه سوکه د دغه حقیقت درک وشو چې په بېلابېلو ټولنو کې له بېلابېلو لارو ظالم د مظلوم استحصال کوي.
ما له ځینو تخلیقاتو څخه زده کړي دي چې سرمایه دار او جاګیردار د بزګرانو او خواریکښو معاشي استحصال کوي، نو له دې امله مارکس ټولو مزدورانو ته ویلي وو چي دوی دي ټول یو موټی شي او د ظلم خلاف دي غږ پورته کړي او یو منصفانه نظام دي رامنځ ته کړي،او د داسې کولو له پاره که د انقلاب اړتیا شوه هم دوی دي دریغ نه کوي، د طبقاتي نظام د معاشي مسایلو له شعور څخه وروسته ماته احساس وشو چې په ځینو هیوادونو کې ظلم د رنګ او نسل له امله کېږي او غمرنګ د تور پوستو استحصال کوي، نو د دې له پاره تورو بزګرانو او خواریکښو نه یواځې د خپلې طبقې له وجې، بلکې د خپل رنګ له وجې هم ظلم او بربریت پر ځان وړی، د جنوبي افریقا تاریخ او د نېلسن منډېلا جدوجهد ټولې نړۍ ته دا شعور ورکړ چې د جنوبي افریقا انقلاب د نسلي توپیر د ختمولو کوښښ وکړ، د طبقاتي او رنګ و نسل له استحصال څخه وروسته ماته د جنس په حواله باندې د ناانصافي احساس وشو.
د (بې ټي فریډین) او (سېمون دي بژوا) له ویناوو اوریدو څخه وروسته ماته دا احساس راکړ چې پر ښځو باندې له پېړیو پېړیو سړو ظلم کړی دی، په ځینو هیوادونو کې ښځې ژوندۍ سوځول کیږي، په هندوستان کې د (ستۍ) رسم موږ ته دغه تاریک پړاو رایادوي، څنګه چې زما پوهنیز او او سیاسي شعور لوړېږي، نو ماته احساس کېږي چې د ټولې نړۍ له انسانانو سره زما بنیادي رشته یواځې انسانیت دی، له دغه احساس وروسته ما د انسان دوستي فلسفه خپله کړې ده، له دې حوالې زه له هر انسان او هر ګوند سره یم چې پر انسانانو د ظلم او ستم په خلاف غږ پورته کوي او د انسانانو د حقوقو له پاره جنګېږي، ما په دغه ډول سوژو باندې کتابونه هم لیکلي دي، زما غوښتنه ده چې د ولسونو پوهنیز او سیاسي شعور لوړ شي چې انسانانو ته د هغوی حقونه په لاس ورشي او موږ په ټوله نړۍ کې منصفانه نظام قایمولی شو، زما خیال دی چې تر څو په ولس کې شعور پیدا کیږي تر هغې پورې هغه باید د خپلو حقوقو له پاره وجنګيږي او د خپلې ټولنې هر زبرزواک او زورواکي اړ کړي چې هغه د ټولنې هر سیاسي او توپیري نظام بدل کړي او استحصال ته د پای ټکی کښېږدي او د یو منصفانه نظام بنیاد واچوي.
یوه هغه زمانه وه څه وخت چې د ټولنیز بدلون په یوه لسیزه کې د راوړلو طرفدار وو، بیا ما ته احساس وشو چې زه یو سیاسي کارمند نه یم، بلکې یو لیکوال یم، نو د دې له پاره زما کار د داسي شعر، د داسې مضمون د داسې کالمونو تخلیقول دی چې د عامو او خاصو کسانو پوهنیز شعور بیدارولی شي او هغوی داخلي ځنځیرونه مات کړي، چې هغوی داخلي ځنځیرونه مات کړي، نو بیا هغوی ته د خارجي ځنځیرونه ماتول هم اسانه کیدی شي، کله چې هغه له دننه ازاد شي نو هغه بیا هیڅوک هم له دباندې نه شي غلامولی، تاریخ موږ ته ښوودلې ده چې د ټولنیز بدلون جنګ د انساني ازادي جنګ دی، چې کله یې رفتار سوکه کیږي هغه ته ارتقا ویل کيږي او که یې رفتیار تېزیږي هغه ته انقلاب ویل کیږي، زه خو یو امن پسند انسان یم، نو د دې له پاره زما هیله دا ده چې په ټولنیز بدلون کې ښکونې او وژنې نه وي، د وینو بهول نه وي او موږ پر سوله ییزه لاره ټولنیز بدلونونه راوړلی شو.
لیکن زه له دغه حقیقت سره هم بلد یم چې ځینې حالات دومره ابتر کېږي چې رنځورې ټولنې ته د انقلاب د عملیاتو اړتیا پېښېږي، په داسې مواقع باندې دا هیله پیدا کیږي چې د انقلابي رهبر (هوچي من) په رنګه د یوه دانا سرجن په رنګه وي چې په ټولنه کې زیاته تباهي او بربادي پېښه نه شي، یو مخلص او عظیم سیاسي مشر له خپلو ملګرو نه بلکې له خپلو دوښمنانو سره هم همدردانه سلوک ترسره کړي، د دې له پاره کله چې (هوچي من) خبر شو چې د هغه څو کامرېډ ملګرو څو تنه دوښمنان په بې دردۍ سره وژلي، نو هغه په یوه ولسي جلسه کې بخښنه وغوښته او په چیغو چیغو یې وژل، داسې درویش صفت انقلابي رهبر په پېړیو کې یو یو پیدا کیږي، شاید د دې له پاره عام و خاص د ارتقا هر کلي وکړي او له انقلاب څخه ویره ولري، ځکه هغه د ترقي په لاره کې د وینو تویول لیدل نه غواړي.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
د تېرې جمعې په ورځ د مۍ میاشتې په ۲۶مه نېټه په غزني کې د (لوی افغانستان تحریک) له لورې د لوی افغانستان مبارز، وتلي سیاستوال، ملي شخصیت، ځیرک تاریخپو او لیکوال خدای بخښلي عبدالرحیم مندوخېل ویرغونډه وشوه چې په کې یو شمېر قومي مشرانو، مدني فعالانو، ژورنالیسټانو، لیکوالانو، د هغه مینه والو او ولسي خلګو ګډون کړی وو.
د غونډې په لومړۍ برخه کې ځینو لیکوالانو او مشرانو د عبدالرحیم مندوخېل په اړه لیکلې مقالې ولوستې او ویناوې یې وکړې، چې د هغه هر اړخیزه مبارزه یې وستایله او په اوسني ستونځمن وخت کې یې د مندوخيل مرګ د پښتو او افغانانو ترڅنګ د لوی افغانستان د مبارزې له پاره یوه ستره ضایع وبلله.
ویناوالو له افغان دولت، قومي مشرانو د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته له پرتو قامونو او ولسي خلګو څخه غوښته وکړه چې د عبدالرحیم مندوخېل مبارزه ژوندۍ وساتي او څنګه چې خدای بخښلي مندوخېل د ډیورنډ کرښه د یو ملت پر سینه کښلې او خیالي کرښه بلله، نو د غونډې ګډونوالو هم په دې خبره ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د دې له پاره دي مبارزه ګړندۍ شي.
د ویرغونډې پیل د قران پاک په مقدسو ایتونو سره محمد امین رفیقي وکړ، له ملي سرود څخه وروسته د عبدالرحیم مندوخېل د ژوند فن په اړه د همدرد نیازي ژباړل شوې لیکنه عبدالباري حمیدي ولوستله، له وروسته د (لوی افغانستان تحریک) ریس جمیل وقار د ویر غونډې په اړتیا خبرې وکړې او ویې ویل چې عبدالرحیم مندوخېل او د هغه د فکر ملګري پر ټولو پښتنو او افغانانو حق لرې چې د هغه یاد، مبارزه او هلې ځلې ژوندۍ وساتي.
د کلیوال ملګري ټولنې ریس او د تحریک د امنیتي چارو مسوول انعام الله ګوهر د اروښاد مندوخېل په فرهنګي شخصیت خبرې وکړې، د هغه کلتوري، سیاسي او فکري افکار په ځانګړې توګه د هغه چاپي اثار یې د خورورو افغانانو د بیدارۍ او یووالي له پاره ښه ګټور یاد کړل او ویې ویل: د خلګو د فکري جوړښت او د یووالي د مبارزې په برخه کې د رحیم صاحب لیکوالي د وېشلو افغانانو د یووالي له پاره یوه غښتلې لاره ده.
په غزني کې د ژورنالیستانو د اتحادیې ریس اسد الله جلالزي د خدای بخښلي مندوخېل په ژورنالیستیکو فعالیتونو رڼا واچوله او هغه یې په خپل وخت کې د یو ښه سیاسي مبارز، یو ښه تاریخپو، یو ښه لیکوال ترڅنګ یو ښه او زړور نالیست یاد کړ او ویې ویل چې تل یې له دغه لارې د قام د یووالي او بیدارۍ غږ پورته کړی دی.
د تحریک د سیمه ییزو اړیکو مسوول مجید ژړاند د خدای بخښلي مندوخېل په شخصیت لیکلې هر اړخیزه مقاله د غونډې برخه والو ته وړاندې کړه، په مقاله کې د هغه په هر اړخیز شخصیت باندې رڼا اچول شوې وه او غوښتنه شوې وه چې لوستي افغانان دي د هغه مبارزې ته اوږه وکړي، تر څو د عبدالرحیم مندوخېل ارمانونه پوره او ټول خواره واره افغانان په لوی افغانستان کې سره راغونډ شي.
د دغه ویر غونډې په دویمه برخه کې د خدای بخښلي عبدالرحیم مندوخېل د ارواح د بخښلو او خوشحالولو په موخه د قاري فیض الله له لوري د قرآن مجید د ختم مراسم تر سره شول او دوعا وشوه او وروسته د خیرات ډوډوی پیل شوه.
لیکنه: حبیب الرحمان تاثیر
وايي چې د كومې ژبې ادب ختم شي نو هغه ژبه ختمه شي چې ژبه ختمه شي نو هغه قام ختم شي . دا هم ويل كېږي چې په تېرو دوو لسيزو كې د نړۍ له پردې څخه 250 ژبي له منځه تللې دي . د دې خو هيڅ امكان نشته چې پښتو ژبه دي هم د نړۍ له پردې څخه پاكه شي خو د دې ژبې د ترقي او پر مختګ د پاره منډه ترړه كول څومره په كار دى د دې سوال ځواب به غواړو.
كله چې موږ په جنوبي، شمالي، او منځنۍ، پښتونخوا كې په پښتو ژبه د زدكړي معيار ته وګورو نو دې نتېجې ته رسېږو چې دم ګړۍ د پښتو د زدكړي دروازه بنده ده ډېرى خلك د دې لويه وجه دا ښيي چې كله دوى په پښتو ژبه زدكړې وكړي نو بيا دوى ته روزګار نه پيدا كېږي . په پاكستان كې د سيند ايالت څخه پرته چې دفتري او سركاري ژبه يې سيندي ده نور په ټول هيواد كې سركاري او دفتري ژبه اردو ده . نو دا حال د دغو سيمو هم دى.
ماچې كله په كوټه كې د لوى پوهنتون دروازه ورخلاصه كړه نو په دومره لوى پوهنتون كې د ګوتو په شمېر زده كونكي د پښتو ژبي په زدكړه بوخت وو. شفاء كاكړه، چې په دې پوهنتون كې په پښتو څانګه كې زدكونكې وه ما ته وويل چې: "تر ټوله د مخه خو بايد د پښتنو په سيمه كې زدكړه په پښتو ژبه باندي عام شي ځكه چې په دې سره د هر قام ترقي كېږي، او په دې باندي څه موده د مخه يوه نړيواله څېړنه هم شوې وه " دا داسي ځواب دى چې دا د هري ژبي د ويونكو دا خواهش وي چې زد كړه دي د دوى په مورنۍ ژبه كې وشي. كله چې مې له هغې څخه پوښتنه وكړه چې تا ولې دا خوښه كړه چې لوړې زدكړې په پښتو ژبه باندي وكړې نو هغې په ځواب كې راته وويل " كله چې ما په يوه نړيواله موسسه [ اين ، جي ، او ] كې كار كاوۀ نو زه به د پښتنو سيمو ته ولاړم هلته د هغه خلكو حالات ډېر خراب وه ډېر در په دره او وروسته پاته ژوند يې تېرا وو نو له دې وجې ماته دا احساس پيدا شو چې زه بايد لوړې زده كړې په پښتو ژبه باندي وكړم، او زړه مې دا غواړي چې نور د ژوند ټوله برخه د پښتنو په خدمت كې تېره كړم".
كله چې مې دا خبره له شفاء كاكړې سره شريكه كړه چې خلك په دې وجه پښتو زدكړي ته زړه نه ښه كوي چې وروسته روزګار نه ورته پيدا كېږي هغې په كټ كټ سره وخندل او وې ويل " داسي خبره نه ده نن سبا داسي وخت راغلى دى چې د دنيا ډېرو وړو وړو قامونو دې ته ملا تړلې ده چې په خپله مورنۍ ژبه باندي دي تعليم وكړي حكومت چې دا دومره لويه څانګه د پښتو د زد كړې د پاره په پوهنتون كې پرانيستې ده نو د دې مطلب دا ده چې حكومت به روزګار هم ورته پيدا كوي".
بختوره چې په دې پوهنتون كې په پښتو څانګه كې زده كونكې وه او له ډېرو خبرو يې ډډه كوله راته وويل چې" زه د دې د پاره نه چې ماته به روزګار پيدا سي او كنه بلكي د دې د پاره په پښتو څانګه كې زدكړه كوم چې دا زما مورنۍ ژبه ده د دې ژبې په ما باندي دا حق دى او زه له خپلې ژبي، دود، او دستور سره ډېره مينه لرم " د بختوري په رنګه ډېرې داسي پښتنې زده كونكې شته چې له خپلې مورنۍ ژبې سره بې كچه مينه لري خو د پښتنو په ډېرو سيمو كې خلك خپلې خويندې او لوڼې د زده كړې د پاره ښوونځيو ته نه پرېږدي، نو د دې لويي مسلې حل به په څه كې وي ؟ دا سوال هم بې ځوابه پاته شو.
د پښتنو په ډېرو سيمو كې ددولتي ښوونځيو تر څنګ خلكو خپل شخصي يا [ پرايوېټ ] ښوونځي هم د كاربار او ګټې د پاره خلاص كړي دي خو يوۀ سړي هم په خپله مورنۍ پښتو ژبه د خپل ښوونځى په دروازه دا كليمه ونه ليكله چې [ په خپله مورنۍ ژبه د زه كړې د پاره ښوونځي ته ښه راغلاست ]. نو په دې حواله مې له سيف الله پڼي څخه چې پخپله هم يو شخصي ښوونځى لري پوښتنه وكړه چې ولې په دې دومره شخصي ښوونځيو كې يو هم داسي ښوونځى نشته چې هغه دې په پښتو ژبه كې ماشومانو ته زده كړه وركړې نو هغه په ډېره حيرانونكې بڼه لراو بر ډاټ كام ته وويل" له دې حقيقته هيڅوك هم سترګې نه شي پټولى خو دلته د ښوونځيو دستور داسي جوړ شوى دى چې زده كوونكو ته په اردو ژبه كې زده كړې كوي نو زما دا وعده ده چې كله هم له كاله درسونه شروع شي نو زه به يو كلاس په پښتو باندي پېل كوم ".
ماچې دا پوښتنه په كوټه كې د پښتونخواملي عوامي ګوند له يوۀ مشر عثمان خان کاکړ سره ګډه كړه چې"د تاسو ګوند تر كومه حده پوري بريالى شوى دى چې پښتو ژبه دې په دې سيمه كې سركاري او دفتري ژبه شي ځكه چې دا ګوند خو د همدې شي د پاره منډه ترړه كوي" نو هغه په ځواب كې راته وويل " موږ په دې هڅه كې يو چې د پښتنو په سيمه كې دي پښتو سركاري دفتري او د ډوډوۍ ژبه شي او موږ د پاكستان د جوړېدو سره سم دا جدوجهد شروع كړى دى، د دې پوښتنې چې: په جنوبي پښتونخوا كې په پښتو ژبه د زدكړې معيار څنګه دى؟ د ځواب د مندلو د پاره مې د سيمي او روانو حالاتو له كارپوهه ښاغلي ابراهيم خليل سره اړيكه ټينګه كړه نو هغه په خپل ځواب كې راته وويل "زماپه خال د شلمې پېړۍ په پرتله باندي په يويشتمه پېړۍ كې خلك ډېر د پښتو د زده كړې خواته راګرځېدلي دي، په خاصه توګه ځوان كهول، هغه په دې چې دا وخت تقريباًپه نړۍ كې له 250 څخه زيات ورځپاڼي، رسالې، او جريدې، په پښتو ژبه باندي خپرونې كوي دا رنګه تر سلو زيات ويبلاكونه په پښتو ژبه خپرونې كوي ، راډيوګاني او تلوېزنونه خو لا ايسته پرېږده".
له ښاغلي ابراهيم خليل څخه مي وپوښتل چې څه كول په كار دي چې په دې سيمه كې د خلكو پام دې ته راوګرځي چې په پښتو ژبه زده كړې وكړي نو هغه په دسمال خپلې عينكې پاكې كړې او راته يې وويل "په لنډو ټكو كې بايد درته ووايم چې هره ژبه چې زريعه د معاش وګرځي نو بيا خلك په هغې ژبه زده كړې ته زړه ښه كولى شي، نودا رنګه پښتو هم وشمېره، د مثال په توګه اردو ژبه ذريعه د معاش ده نو دلته ټول خلك غواړي چې په اردو ژبه زد كړي او كړي".
كه څه هم تېر كال د جنوبي پښتونخوا په پښين كې د زده كوونكو د پاره د اردو ، او انګرېږي زده كړې ترڅنګ پښتو درسي كتابونه هم له چاپه راوتلي وو خو پښتانه وايي چې" په يوه اوزه جشن نه جوړېږي". داسي هم نه ده چې په دې سيمو كې په پښتو ژبه د زده كړې دروازې يو مخ بندي دي، د افغانستان له نورو سيمو څخه چې دې سيمې ته كوم كډوال راغلي دي او په ښارونو يا پنډغالو كې يې ژوند پېل كړى دى نو هغه اوس هم خپلو بچيانو ته په خپله مونۍ ژبه پښتو باندي زده كړې وركوي . كه له دغو راغلو كډوالو څخه پرته چې په پښتو ژبه كې خپلو بچيانو ته زده كړه وركوي د دې سيمي اوسېدونكو ته ځير شو نو پايله به يې ډېره ناسمه وي. اوموږ چې د دې ټولو خبرو وشاته [ پس منظر ته ] وګورو نو دې نتېجې ته رسېږو چې پښتو ليك لوست دلته د شاعري او ليكوالي تر حده پورې محدوده ده نور نو د ليك او لوست په حواله هرچا لاس ځينې اخيستى دى.
حبيب الرحمن تاثير h.taseer@gmail.com
د غزني ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې په غزني ښار کې د ولیعصر په نوم د ښوونځي تر پنځوستو پورې نجونې مسمومې شوې دي.
د غزني د پوهنې ریس محمد عابد عابد وايي: د لومړیو مالوماتو له مخې په ښار کې دننه په دغه ښوونځي کې د اوبو د څښلو له امله دغه نجونې مسمومې شوې دي چې شمیر یې تر پنځوستو پورې رسیږي.
که څه هم چې عابد دا په تېرو پنځو کالو کې لومړي پېښه ګڼي، خو زیاته یې کړه: تر وخت مخکې به وي چې ووایي دا کار چا او ولي یې ترسره کړی دی.
خو د غزني ولایت د ملکي روغتون ریس ډاکټر باز محمد همت وايي: روغتون ته یې ۸۲ تنه مسمومې شوې نجونې وروړل شوې دي، ډاکټر همت زیاته کړه، د نجونو حالت د اندېښنې وړ نه دي.خو څیړنه کوي چې څه ډول مواد ورکړل شوي دي؟.
یاده دي وي چې د هیواد په ځینو سیمو کې وخت ناوخته دا ډول پېښې رامنځ ته شوې دي.
ژباړه: حبیب الرحمن تاثیر
ناکامي یوه غمیزه ګڼل کېږي، ناکامي یواځيي د شخصیتونو غمیزه نه، بلکې د هیوادونو هم غمیزه کیدی، یوه جدي غمیزه، د دې غمیزې پر سر د شخصیتونو ردعمل بېل بېل وي، د ځینو شدید او د ځینو لږ کم، مګر هر عاقل او فهمده کس ناکامي په ډیره اوښیارۍ سره فهموي، خو د هیوادونو هغه نوره هم شنجیده خبره ده، هیوادونه د خلګو مجموعه ده، د هیواد ناکامي اجتماعي ناکامي ده، دغه ټول ولس چې د دغه هیواد وګړي دي، په یو ناکام هیواد کې چې کوم خلګ په انفرادي ټوګه بریالي وي، هغه هم د دغه اجتماعي ناکامۍ په پایله کې په راښکیلېدو کې مجبور وي، نو ټوله ټولنه د دغه ناکامۍ د غمیزې ښکار وي.
په انفرادي توګه یو شخص بریالی دی که ناکام؟ دوه نظرونه کیدی شي، کامیابي او ناکامي، په انفرادي توګه بېل بېل تعریف کیدی شي او په دې کې همېشه د نظر اختلاف او د بحث ګنجایش وي، مرګ د هیوادونو مسله بالکل مختلف ده، د هیوادونو کامبابي او ناکامي په متفقه او معلومه پیمانه وي، د غه متفقې قاعدې او فورمول کوم بل دي، د دغه قاعدو او فورمولونو په رڼا کې په ډیره اسانۍ سره دا ښکاره کېږي چې په نړۍ کې کوم هیوادونه کامیاب او کوم کوم ناکام دي او بیا پر هغوی باندې د بحث یا غلطۍ کنجایش هم بېخي لږ وي.
د دغه قاعدو او فورمولونو په رڼا کې یوې امریکايي (تنګ ټینګ فنډ فارپیس) او (فارن پالیسي) مجلې له دوه زره پنځم کال راوروسته هر کال د نړۍ د ناکامو هیوادونو نوملړ خپروي، په دغه نوملړ کې هر کال پاکستان د نړۍ په لومړیو لسو ناکام هیوادونو کې شامل وي، چې بیا په ناکام هیوادونو کې شامل هیوادونو په دغه نوم باندې احتجاج وکړ چې له هغه وروسته دغه مجلې د ناکام پر ځای د کمزوري یا نازک هیوادونو توری ورته کارول پیل کړي.
په تېر ۲۰۱۶م کال کې هم (فارن پالیسي) مجلې د ټولنیزې، سیاسي، معاشي او تندلارېتوب د شمېر په رڼا کې د ۱۷۸ نازکو هیوادونو نوملړ خپور کړی وو او د دغه نوملړ د تیارولو له پاره دغه مجلې له دیرش زره سرجینو څخه تقریبا ګټه اخیسته ده، د دغه نوملړ په اساس په نازک یا کمزوري هیوادونو کې صومالیه په لومړي سر او بیا د عراق او افغانستان په رنګه د تشدد ځپلي او د جګړې ښکار هیوادونه له پاکستان څخه په دغه غم کې ډیر وروسته دي او پاکستان د ناکامۍ په فهرست کې په ۱۴م نمبر دی.
په زړه پورې خبره دا ده چې د ایتوپیا او یوګنډا په رنګه ډوکالي ځپلي او وروسته پاته هیوادونه هم تر پاکستان څو واره بهتر دي، چې په دغه نوملړ کې په ۲۳ او ۲۴ نمبر باندې راځي، د دغه نوملړ په تیارولو کې تر ټولو لومړی د یو هیواد د ابادۍ ستونځه او نسبت لیدل کیږي، په دغه هیواد کې د بېځایه شویو او کډوالو د شمیر جاج اخیستل کیږي او بیا دې ته کتل کيږي چې په دغه هیواد کې د دننه د اوسیدونکیو بېلابېلو انساني ډلو ترمنځ تضادونه او ډولونه څه ډول دي او د بشري حقونو څه حال دی.
له دغه ژورې تجربې څخه وروسته دا پایله راووته چې کوم هیواد ناکام دی او کوم کامیاب دی؟ فارن پالیسي مېګزین چې د کومو هیوادونو جاج اخیستی چې پاکستان یې نازک یا ناکام هیواد کرځولی دی، دا د حیرانۍ خبره نه ده، خو د تشویش خبره ضرور ده، شنونکي وايي په پاکستان کې د دغه ویروونکي غږ په وړاندې ځکه څوک غږ نه پورته کوي چې دا د مایوسئ یو سخت حالت دي او د دغه هیواد مشران او وګړي تر دغه ذهني فشار لاندې دي، په کوم کې چې د ناکامۍ یو تریخ حقیقت پروت دی او هغوی قبول کړی دی.
دغه ذهني کیفیت دغه خبرې ته اشاره کوي چې په راتلونکو کالو کې حالات نور هم د خرابوالي لور ته ځي چې دولتي چارواکي د اوږدې مودې د فکر استعداد نه لري، هغه پوهيږي چې دوی لنډمهاله دي، هغه له دغه لحظو او دغه ورځو څخه خوند اخیستونکي دي، هغه پوهیږي چې سبا د دوی نه ده او نه سبا ته پریشانه کیږي، مګر د زوال دا سفر چې په ډیره تیزۍ سره رفتار کوي دا د پرېښانۍ خبره ده، یو قدرتي افت، یوه حادثه، یوه وړوکې غوندې پېښه د زوال په سفر کې د برق غوندي تیزیدی شي، د پاکستان او صومالیې ترمنځ ډیره لږ فاصیله ده، چې یواځې په یوه ګام ترسره کیدی شي.
ژباړه: حبیب الرحمن تاثیر
له ما څخه یوه ادیب ملګري وپوښتل چې یو ادیب په ټولنیز بدلون کې څنګه کردار درسره کولی شي؟
نو زه دغه پوښتنې ته په دوو حوالو باندې ځواب ورکولی شم، ذاتي حواله او نظریاتي حواله، د یو ادیب په توګه په دې پوهېږم چې: د رښتیا په تلاش پسې له کوره راوتلی مساپر یم، چې د خپلو رښتیاوو په تخلیقي اظهار کې د بېلا بېلو صفتونو هڅه کوم، که زه د خپلو رښتیاوو په تخلیقي اظهار کې بریالی شوم، نو عین ممکن دی چې زما تخلیقات زما لوستونکي او زما مینه وال د خپلو رښتیاوو سفر ته چمتو کولی شي.
زه پوهیږم چې زما په رنګه بل شاعر او ادیب هم زما په رنګه د رښتیا په تلاش له کوره وتلی مساپر دی، کله چې بل شاعر او ادیب د خپلو رښتیاوو تخلیقي اظهار کوي، نو هغه له دې خبرې بېخي بې خبره وي چې د هغه تخلیقات د هغه په ټولنه کې څه انفرادي، ټولنیز، یا سیاسي بدلون راوستلی شي، که هغه ادیب د لوړ مقام څښتن وي، نو ډیری خلګ د هغه تخلیقات خوښوي او د ژوند له پاره د هغه نظریه خپلوي، که هغه شاعر او ادیب لوی شخصیت وي، د هغه تخلیقات د هغه زمانې او وعدې ښکارندويي کوي او تخلیق شوی ادب د هغه د زمانې او وعدې نماینده ادب ګنل کیږي، چې د فارسي، پښتو، اردو او ځینو نورو ژبو ډیری شاعران یې مثال ګڼل کيږي او ولس یې خپل نماینده شاعران ګڼي، خو پوښتنه دا پیدا کېږي، چې ځینو پښتنو شاعرانو، لکه خوشال خان خټک، رحمن بابا، حمید بابا، قاضي عبدالسلام اشېزي... او یا په اوسني وخت کې غني خان، اجمل خټک، رحمت شاه سایل او داسې نورو په شعوري ټوګه دا هڅه کړې ده چې د هغوی ادب ټولنیز بدلون راولي؟ او که دغه بدلون په غیر شعوري توګه راغلی دی.
زما په فکر هغه شاعر او ادیب چې په شعوري توګه دغه کوښښ کوي چې د هغه تخلقات په سیاسي او ټولنیزه توګه بدلونونه راولي، نو ځینې وخت له ادیب او شاعر څخه زیات یو سیاسي کارمند جوړیدی شي، که د هغه په تخلیقاتو کې فني ښایستګي موجوده وي، نو هغه یو بریالی شاعر او ادیب هم جوړیدی شي او بریالی سیاسي کارکن هم، زما په خیال په بنیادي توګه د ادیب او سیاسي، کارمند نړۍ جلا جلا دي، که کوم شخص په دغه دواړو نړیو کې بریالیتوب غواړي، نو هغه ته په دواړو برخو کې د هڅو او منحت کولو اړتیا ده، ځینې وخت د یوې نړۍ مسایل د بلې نړۍ متاثره کولی شي، ځینې وخت د بریالي سیاسي کارکن د جوړېدو له پاره او د انقلاب راوستو له پاره انسان ته د شعارونو ورکولو اړتیا وي او له دې څخه د یوه ادیب تخلیقیت په بې سارې توګه متاثره کیدی شي، څنګه چې د ځینو ترقي پسند ادیبانو شوي دي.
د یوه شاعر او ادیب نړۍ د خیالونو تصووراتي نړۍ ده، په دغه نړۍ کې د ژوندي پاته کیدلو له پاره هغه په دغه نړۍ له ژوندانه څخه په لنډ مهاله توګه جلا کیږي، ټینګوالی غواړي، د خپل ذات ژور والي ته کښته کېږي او بیا د لاشعور په سمندر کې د ګوهرِ نایاب له تلاش څخه وروسته پورته راخیږي او دغه ګوهر د مضمون، غزل، نظم، لنډې کیسې، لیکنې او یا بل څه په شکل کې ټولنې ته وړاندې کوي او د هنر له تکمیل څخه وروسته هغه په خپله هم د خپل تخلیق مینه وال او لوستونکی جوړیږي، د کوم شاعر او ادیب تخلیق کوونکي پوهنیز شعور لوړېدی هم شي او هغه په سیاسي بدلون راوستلو کې پنا کیدی هم سي او د هغه غزلي او نظمونه د کوم سیاسي ګوند په اساسنامه کې هم شاملېدی شي، لاکن ډیری شاعران او ادیبان په خپله د کوم سیاسي ګوند غړي جوړېدل نه غواړي، ځکه ځینې خو یې هغه د سکرو کاروبار فهموي او وېرېږي چې هسې نه مخ یې په کې تور شي او د هغه د الفاظو په حرمت حرف پیدا نه کړي، هغه د یوه سیاسي ګوند د موقف پر ځای د ټول انسانیت ستونځو ته پام اړول غواړي.
د ادیب او شاعر په مقابله کې د یوه سیاسي ګوند فعال غړي (Political activist) د کومي سیاسي او نظریاتي ګوند غړي جوړیدی شي او په شعوري توګه په کارونو کې برخه اخلي، چې ټولنیز بدلون راولي، که اصلاحات وي او که انقلاب، سیاسي کارکنان د ادیب په رنګه تنهايي او یواځیتوب نه غواړي، بلکې ګډ ژوند خوښوي، د خلګو په منځ کې وي او ټولو معاشي، سیاسي او ټولنیزو بدلونونو ته په خندا غاړه ورکوي او هغه قبولوي، خو له دې څخه شاعر او ادیب چندان ښه نه وړي، ډیری سیاسي کارکنان د خپلې خوښې د ادیبانو، شاعرانو او فلسفیانو افکارو او نظریو ته د عملي جامې ور اغوستو هڅه کوي.
په انساني تاریخ کې د اسې پېچومي هم مخې ته راځي چې ادیب او سیاسي کارکن په یو ځای په یوه ټولنه کې کار کوي، زما په فکر که ادیب د کیسه کوونکیو په رنګه وي، نو سیاسي کارکن د ممثل په رنګه او سیاسي رهبر د ډایریکټر په رنګه، ډیری وخت کیسه کوونکی د فلم له پاره پر اسکرین باندې په لیکلې بڼه ددغه پروډیوسرانو، ډایریکټرانو او ممثلانو حواله ورکوي، بېخي کم لیکوالان خپلې کیسې ډایریکټوي او یا په هغه فلم کې ممثل جوړیږي، لاکن ځینې نابعه بې روزګار داسې وي چې د فلم کیسه هم لیکي، ډایریکټ کوي یې هم او په هغه کې ایکټینګ هم کوي، چې له داسې کولو سره د فلم کتونکي ویلی شي چې له ممثلي څخه لیکوالي بهتره ده او یا له لیکوالي څخه ډایریکټري ښه ده.
د کوم شخص په عملي ژوند کې د هنر نه شتون ناممکن نه دي، خو ستونځمن خامخا دي، په ویلو خو یو ادیب یو سیاسي، کارکن جوړیدی شي او یو انقلابي یو شاعر هم کیدی شي، لاکن د هغه په دواړو نړیو کې بریالیتوب زیات مشکل دي، زما په فکر د یو زمان په ادب کې یوواځې شاعري، افسانې، ناول او ډرامې نه دي ګډې بلکې بېلابېلې ټولنیزې سوژې هم وي، ما په تیرو دوو پيړیو کې د (چارلز ډارون)، (البرټ آین سټاین)، (کارل مارکس) او (سګمنډ فرایډ) تخلیقات هم د ادب برخه ګڼلي، بېخي لږ خلګ له دغه حقیقت سره اشنا دي چې سګمنډ فرایډ ته په خپل ژوند کې د نفسیاتو هیڅ جایزه نه ده ورکړل شوې، لاکن د ګویټې ادبي جایزه ورکړل شوې ده، ډارون او آین سټاین د کارل مارکس
په رنګه د سیاسي انقلابونو بنیادونه نه کېښوودل، لاکین هغه هم انقلابیان وو، د هغه انقلاب د انساني ذهن انقلاب وو، د هغه انقلاب داخلي وو او داخلي انقلاب د خارجي انقلاب بنیاد اراموي، پخوي او ټینګوي، که هغه بنیادونه مضبوط نه وي نو د داخلي انقلاب عمارت به کمزوری او بدلیدونکی وي، خو که بنیاد مضبوط وي، نو خلګ به په داخلي توګه ازاد وي، په ذهني او نفسیاتي توګه ازاد خلګ هیڅکله کوم سیاسي، تندلارې مذهبي رهبر، پوځي جرنېل او یا شاهنشاه نه شي غلامولی، شاعر، ادیب او فلسفي ټول عمر د خپلو رښتیا تخلیق اظهار کوي او د هغه رښتیا لومړی په ټولنیز شعور کې زیاتوالی راول او بیا په ارتقا کې مرسته کوي او بیا ارتقا سوکه سوکه انقلاب ته لاره هواروي، که دغه انقلاب فطري وي نو بریالی کیدی شي، داخلي، خارجي، ټولنیز، سیاسي، نفسیاتي او معاشرتي قوتونه سره یو ځای کېږي او بیا کار کوي او د انسانیت کاروان ته ترقي او ارتقا د نوي منزل لور ته بیايي، لاکن که دغه ټول بدلونونه متضاد وي، نو یا خو به دغه د دغه انقلاب اسقاط وګرځي او یا به تر ډیره وخته پورې ژوندی پاته نه شي، زما په فکر شاعر، ادیب، فلسفي او سیاسي رهبر ټول د یوې قافلې مساپر دي، که دغه ټول یو ځای شي، نو یو صحتمند او تلپاتې بدلون راوستلي شي، کوم قومونه چې د نېلسن منډېلا او هوچي منه په رنګه سیاسي رهبران، د شېخ سعدي او حافظ په رنګه شاعران ولري د هغوی ټولنیز شعور به هم لوړ وي او په هغوی کې ټولنیز بدلونونه هم راتلی شي، موږ باید دا وګورو چې زموږ د زمانې شاعر، ادیب او سیاسي رهبر مخلص او رښتیا ده که څنګه؟، ځکه د هغوی له جملې څخه ځینې الفاظ جادوګر بریدونه کوي او خلګ خو خوندي کولی شي، لاکن په خپلو کړنو باندې د خلګو زړونه نه شي ګټلی.
د هغوی په شخصیتونو کې هغومره عظمت نه شته چې خلګ له هغوی سره مینه وکړي، د هغوی احترام وکړي او هغه د زړه له تله خپل رهبر ومني، زما په خیال چې په هره زمانه او هره ټولنه کې د مخلصو شاعرانو او اشخاصو د خوبونو لیدونکو ادیبانو او د هغوی د خوبونو د تعبیر شرموونکو سیاسي رهبرانو لاره ستړې ده.
کليوال ملګري ټولنې د اونېزو غونډو په لړ کې شنبه د غوايي مياشتې په شپاړسمه نېټه يو سل شپاړسمه پرله پسې غونډه د ټولنې په دفتر کې ترسره کړه.
په دغه غونډه کې چې د تل په ځېر په دریو برخو وېشل شوې وه ،زبیر درویش د مبارک قرآن په ایاتونو پيل کړه چې د دريځ چارې يې حاجي عبدالعليم نوري پر مخ بېولې. په لومړۍ برخه کې سلام افغان د تېرې غونډې ګزارش واواروه چې ملګرو ورباندې بحث او خبرې وکړې، د هغه کمي او خوبي یې ور په ګوته کړې.
د غونډې په دوهمه برخه کې د ليکوال، ژورناليسټ، ژباړن او شاعر حبيب الرحمن تاثير ليکنه: (شخص او ټولنيز بدلون) کره کتنې ته وړاندې شوه، چې ملګرو ورباندې ګټورې خبرې وکړې او په هر اړخیزه توګه یې وستایله.
په غونډه کې ډیری ملګرو پر لیکنه د بحث ترڅنګ په دې هم ټینګار کاوه چې باید د ټولنې ملګري د مطالعې کولو ترڅنګ سیاسي، اقتصادي، اسلامي، طبي، ټولنیزو او هر اړخیزو لیکنو کولو ته زیات پام واړوي او د کره کتنې رجحان ته وده ورکړي، ترڅو په ټولنه کې اصلاحي لیکنې رامنځ ته شي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې ازاد مشاعره وشوه چې شاعرانو په کې اصلاحي، حماسي، وطني، عشقي ټولنیز او هر اړخیز شعرونه ولوستل چې د غونډې د ګډونوالو له لورې په چکچکو بدرګه کیدل.
ژباړه: حبیب الرحمن تاثیر
هر ماشوم په یوه کورنۍ کې زېږي او په یوه ټولنه کې پرورش کوي، دغه کورنۍ او دغه ټولنه د دغه ماشوم تربیت، پالنه او ساتنه کوي، خو کله چې دغه ماشوم ځوان شي، نو بیا د ژوند ځینې مهمې پرېکړې کوي او دغه پرېکړې بیا د هغه کورنۍ او ټولنیز نظام هم اغېزمنوي، د کوم شخص ټولنیزه رشته چې پېچلې او کړکېچنه کیږي هغه یو بل اغېزمنوي او په یو بل کې بدلون راولي، هغه بدلون مثبت هم کیدی شي په کوم کې چې دواړه پرمختګ او ارتقا سفر کوي او منفي هم کیدی شي، له کوم څخه چې دواړه د زوال پر لور تلی شي، کله چې موږ د یو شخص اعمال او کردار پر ټولنه د هغه اثرات مطالعه کوو، نو موږ ته احساس کیږي چې ټولنې ته:
- د ترقي پر لور د وړولو هڅه کول
- د ترقي د درولو هڅه کول
- یاد زوال پر لور ډیکه ورکول
د دغه رشتې نتایج په دې پورې تړاو لري چې هغه شخص په نقسیاتي، معاشي، سیاسي او ټولنیزه توګه څومره غښتلی او د ټولنیز استحکام پر څومره بنیادونو ولاړ دی، که یو نر مزور پلار وي او ټوله ورځ خواري او مزدوري کوي، د خپلو ماشومانو او میرمنې ساتنه کوي او د هغوی ورځنۍ اړتیاوې پوره کولی شي او د هغه میرمن چې یوه مور ده او ټوله ورځ د خپلو ماشومانو تربیت کوي، که موږ د هغوی د ماشومانو د شخصیت مطالعه وکړو، نو موږ په هغه ماشومانو باندې د هغوی د مور او پلار د تربیت اثرات د هغوی په اولادونو کې له لرې لیدی شو، لاکن که هغه مزدور سړی په خپله کارخانه کې د مزدورانو د اتحادیې غړی جوړ شي او د خپل محلي سیاسي ګوند رهبر جوړ شي، نو د هغه پرېکړې د هغه د کارخانې ترڅنګ د ټول هیواد د سلګونو کارخانو راتلونکی بدلولی او متاثره کولی شي او هغه په خپله ټولنه کې مهم بدلون راوستلی شي، همدا رنګه که د هغه مېرمن له یوې مهربانې مور سره سره د ښځو د ازادۍ د غورځنګ غړې شي، نو هغه په خپله ټولنه کې د ښځو د استحصال په خلاف او د ښځو د حقونو په تر لاسه کولو کې یو ښه رول تر سره کولی شي او دا هم ممکن ده چي هغه مزدور مشر سوکه سوکه په خلګو کې وځلیږي، په ټاکنو کې برخه واخلي او بیا د یو هیواد ولسمشر جوړ شي او د هغه مېرمن د ښځو د غورځنګ مشره جوړه شي او په خپل هیواد کې یو ټولنیز، نظریاتی او سیاسي انقلاب راولي او دا هم ممکن دی چې دغه مزدر یوه ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي جوړ شي او د هغه مېرمن ته د نوبل د امن جایزه ورکړل شي، د هغه مېرمن د نوبل د سولې جایزه تر لاسه کړي او د ټولې نړۍ ښځې یې خپل د رول ماډل په توګه ومني.
کوم خلګ چې څه څه وغواړي هغه که نر وي او يا ښځه د ترقۍ او پرمتخګ مزل لنډولی شي، ټولنیزه درجه یې لوړیږي او د هغوی په اختیاراتو او زمواریو کې زیاتوالی راځي، که چېرې د ټولنې بنیادي جوړښت په جمهوري، سیکولر او د انسان دوستي په اصولو ولاړ وي، نو یو عام انسان ته هم د ترقي مواقع په لاس ورځي، لاکن که د دغه ټولنې بنیاد امرانه، تندلارېتوب او د استحصال په بنیادونو ولاړ وي، نو بیا غریبان، ښځې او لږکۍ (اقلیتونه) به په هر وخت کې له خپلو حقونو څخه بې برخې وي او پر هغوی به د ترقۍ لاره بنده پاته وي چې ورڅخه خلګ هم متاثره کیدی شي او بیا ټولنه هم ټولنیزه ارتقا او پرمختګ نه شي کولی، زما خیال دی که موږ ټول که په انفرادي توګه وي او که په ټولیزه توګه د یوې داسې ټولنې د تخلیق کولو هڅه وکړو چې په کې خلګ او ټولنه سره یو شي او کار وکړي او انسانیت د زوال پر ځای د ترقي پر لاره روان شي، زه په دې خبره ښه خبر یم چې دا زما خوب دی، لاکن زه په دې هم پوهیږم چې خوب مړ شي نو خلګ او ټولنې هم د مرګ پر لور روانیږي.
مرکه کوونکی: حبیب الرحمن تاثیر.
29 جولايي 2007
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مركزي وياندښاغلي عبدالرحيم مندوخېل وايي: په اولس كې د وسله والو غورځنګ نه سته او اولس د هيڅ وسله والې ډلې حمايت نه كوي بلكي اولس له هغوى څخه كركه او نفرت كوي.
ده وړاندي وويل چې: موږ ډېر خوشحاله يو چې د افغانستان او پاكستان تر منځ د امن جرګه جوړېږي دا ډېره ضروري ده دا اوس چې په افغانستان كې كوم مداخلت كېږي او دلته چې په قبايلو كې داسي اډې دي چې دلته تربيت وركول كېږي او خلك تيارېږي او بيا هلته افغانستان ته لېږل كېږي د ورانكاريو دپاره نو د دې مخنيوى به اوشي
ښاغلي مندوخېل دا هم وويل چې: په افغانستان كې چې د افغان او ناټو په ګډو حملياتو كې چې كوم عام وګړي شهيدانېږي نو د دې زموار عربيان ، اوزبك ،پنجابيان او د دوى نور ملګري دي ځكه چې دا خلك اولس د ډال په توګه استمعالوي او د دوى كورونه د ځان دپاره دفاع ګڼي
۱.. پوښتنه مندوخېل صاحب! داسي ښكاره كېږي چې د طالبانو په نوم چې په افغانستان كې څوك جنګېږي د هغوى تحريك ورځ په ورځ قوي كېږي د دغه تحريك د پرمختګ او قوي كېدو لامل څه دى؟
ځواب ::دا خو ستا دا نتېجه ده چې دا غورځنګ قوي كېږي، چېري قوي كېږي په څه شي قوي شوى دى؟ دا داسي سيمي دي چې په هغو كې خاص ځايونه دي چې څه ناڅه خو شته هر چاته ښكاره ده چې په اولس كې د هغوى څه حصيت دى، په ټول اولس كې د افغانستان، نو داسي خبره نه ده چې دوى قوي كېږي په اولس كې خو هغه ډېر پرې دي نور نو د دوى څه انتظامات دي كله يو خبر مبر جوړوي لېكن په اولس كې د دوى غورځنګ نه شته اولس يې همدردي او حمايت نه كوي اولس له هغوى څخه نفرت كوي
۲.. پوښتنه تاسي د اګست په مياشت كې [ د سولي او امن په اړه ] د جوړېدونكې جرګې په اړه څه نظر لرئ ؟
ځواب ::موږ ډېر خوشحاله يو دا ډېره ښه ده چې دا جرګه اوشي د افغانستان او پاكستان تر منځ دا د امن جرګه ډېره ضروري ده، دا اوس چې په افغانستان كې كوم مداخلت دى او په افغانستان كې مداخلت كېږي دلته چې په دا منځنۍ پښتونخوا كې داسي اډې دي چې دلته تربيتونه كېږي، له دغه ځايه خلك لېږل كېږي افغانستان ته هلته مړي كوي بد كوي نو دا خبري چې په جرګه كې وړاندي شي او په جرګه كې به دا حقايق ټوله مخامخ او ښكاره شي نو يقين دا جرګه چې د افغانستان او پاكستان تر منځ ده هغه به د دې چې كوم اسباب دي د تخريب د مداخلت په افغانستان كې چې كوم مداخلت دى په منځنۍ پښتونخوا كې ټول اولس يرغمال دى، عربيان ناست دي عربيانو اوزبكو پنجابيانو او نورو اډې جوړې كړې دي په افغانستان كې مداخلت كوي او دلته په پاكستان كې ټوله د پښتونخوا وطن له سواته يې را ونيسه تر ډېراسماعيل خان تر كوټې دا ټول يې يرغمال كړى دى نا امني جوړوي چاودني كوي بېګناه خلك وژني، څومره بېګناه خلك چې وژني دا هغه عناصر دي چي په منځنۍ پښتونخوا كې يې اډې جوړي كړې دي خاريجي عناصر دي عرب او اوزبك او داسي نور، نو هلته چې دا جرګه وشي نو دا شيان به ټول په ګوته كړي چې په افغانستان كې دا مداخلت دى، په منځنۍ پښتونخوا كې اولس يرغمال دى، له شپږسوه څخه واخله تر زرو پوري كم نه كم مشران ،صحافيان او دانشوران وژل شوي دي په منځنۍ پښتونخوا كې زما مطلب له باجوړ څخه تر جنوبي وزيرستان دغه ډول له ډېره اسماعيل خانه تر سواته پوري څومره چاودني شوي څومره بېګناه خلك وژل شوي دي دوكانونه برباد شوي كاروبار ختم شوى دى نو دا جرګه به دا ټولي خبري دغه تخريبونه د هغې اسباب د هغې اډې هغه به په ګوته كړي او دا به په ګډه باندي ټول د پاكستان او افغانستان اولسونه به راغونډ شي په افغانستان او قبايلو كې د رواني نا امنيو په خلاف به منډه ترړه و كړي
۳ … پوښتنه افغان چارواكې وايي چې د هغو كسانو د نومونو ليسټ يې تر لاسه كړى دى چې د سيمي دامن او سوكالۍ په نامۀ كېدونكې جرګې كې به د پاكستان استازيتوب كوي !ښاغلى مندوخېل صاحب تاسو له دې نومونو څخه مطمين ياست؟
ځواب :: موږ تر اوسه پوري دغه نومونه نه دي ليدلي او نه په خبر يو
۴… مطلب دا چې دا نومونه تر اوسه پوري تاسو ته نه دي ښودل شوي كه ځنګه؟
ځواب :: په پاكستان كې په رسمي تور، بلكي په غير رسمي توګه هم چا دا نومونه نه دي راښودلي او دا حال يې نه دى راكړى چې څوك دي په دې نومونو كې
۵ …پوشتنه ځو ورځې وړاندي د بلوچستان ايالت په ږوب سيمه كې د جنوبي وزيرستان د ځايي طالبانو قومندان عبد الله مسعود د يوۀ ځايي سړي په كور كې پناه اخيستي وه چې وروسته يې ځان په بم والوځاوه ايا له دې څخه دانه ثابېتېږي چې د طالبانو فعاليتونه به دې ايالت ته هم را انتقال شي؟
ځواب :: ګرانه دا پوښتنه به له هغوى څخه كوې دا به د جمعت علماء له والو څخه پوښتې، چې دا څوك و، څرنګه دلته راغلى و، څه يې كول له دې سره زموږ هيځ كار نشته.
۶ … پوښتنه زما مطلب داده چې كه دا طالبان دا رنګه سوكه سوكه دې سيمو ته را اوښتولو نو دا جنګ به دې خواته نشي را انتقال؟
ځواب :: ګوره مطلب دا چې دا د طالبان نوم به نه وركوې طالبان خو د پښتانۀ طالبعلمان ځان ته دي دا خو د اسلام اباد عناصر دي تربيت كوي يې په افغانستان كې وژني په كوي بد په كوي په منځنۍ پښتونخوا كې يې اولسونه په يرغمال كړي دي بيا هغه د عربيانو او اوزبكو په لاس كې دا عناصر چې دي هر څه كولى شي، كولى يې په دې معنى چې د اولسونو هيڅ تائيد نه شته ورسره، هو البته دوى كه د خپل دا د دوى چې كومي طريقې دي نو د هغې مطابق چلېږي دوى هر ځاى خپل مداخلتونه كولى شي لېكن دولتونه يې همايت چېري هم نه كوي دا خبره واضع ده
۷ … پوښتنه تاسي په لندن كې د ټولو ګوندونو په كډ كُنفرانس كې د پولې په دې خوا د روانو جګړو د له منځه وړلو په اړه كومه پرېكړه وكړه او يا مو د مذهبي توند لارو روانو فعاليتونو ته كومه كتنه وكړه كه څنګه ؟
ځواب :: موږ په ملك كې د پوځي امريت خاتمه دا بنيادي حقوق بولو تر هر څه دا [مختلف پوځي امريت] چې ده دا سبب د دې هر څه ده انتها پسندۍ د ترهګرۍ دا هر څه چې دي دا پوځي امريت دى، موږ ټولو ګوندونو په دې اتفاق كړى دى چې په ملك كې به پوځي امريت ختم كوو
۸ …پوښتنه په افغانستان كې چې كله د ناټو اوافغاني ګډو ځواكونو له خوا د طالبانو پر ضد عمليات كېږي نو په دې كې بېشماره عام وګړي شهيدانېږي په دې حواله د پښتونخواملي عوامي ګوند تر اوسه پوري هيڅ رد عمل نه كو ښكاره ولي؟
ځواب :: ګوره پښتونخوا ملي عوامي ګوند له اوله سره دا خبره كوي چې څوك په افغانستان كې مداخلت كوي نو موږ د هغوى خلاف يو افغانستان د يو مشروح حكومت بين الاقوامي تور باقاعده د هغۀ حمايت، د هغه دولت د ماتولو كوښښ كوي مداخلت كاران د عربيانو، پنجابيانو او اوزبكو دپاره دا كار كوي نو د دې چې دا مړۀ كوي تاوانانونه كوي خلك وژني عام وژنه كوي دغه عناصر دي نو په دې دوران كې څه عام وګړي د ځان دپاره ډال جوړوي په دغه دوران كې دوى د افغانستان دولتي او يا بين الملي ځواكونه د افغانستان د دولت په دفاع كې له دوى سره جنګېږي دوى افغان اولس بې ګناه ډال جوړ كړى دى، د دې ټول مصوليت د دې عناصرو دى دا خبره موږ همېشه كړي ده چې د دې سره په افغانستان كې چې دا كوم زياتوب كوي مداخلت كوي د دولت پر خلاف د اولس پر خلاف دا دغه قوتونه دي چې مداخلت كوي د دغه كار دغه خلك زموار دي او بل بيا دغه چې په دې كې بې ګناه خلك مړۀ كېږي كه چېري په چاودنه كې مړۀ كېږي او كه دوى حمله په وكړي پر دولتي ځواكونو باندي په دې كې دې عناصرو ځانته ته اولس يرغمال كړى دى دوى اولس د ځان دپاره ډال جوړ كړى دى دوى د اولس كورونه د ځان د پاره د دفاع په توګه استمالوي، څوك چې په دې ناوړه جنګ كې اخته دي او يا په دې جنګ كې چې كوم عام وګړي شهيدانېږي نو ددې ټولو زموار دغه عناصر دي د افغانستان د دولت په ضد چې څوك جنګېږي او په دې كې چې څومره كسان مري نو ددغو زمواري په دې عناصرو باندي ده او د دغو پر بادارانو پر عربو، پنجابيانو او پر اوزبكو باندي ده
د یادونې وړ ده چې دغه مرکه 29 جولايي 2007 نېټه باندې له محترم رحیم صاحب سره کړې وه چې دلته یې بیا خپروو.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
د غزني ولایت د یوسل پنځلس زره اوسېدونکیو کسانو د ګېرو ولسوالۍ که څه هم چې په ټوله ولسوالۍ کې د ګوتو په شمېر د هلکانو ښوونځي لري، خو وايي چې د زدکړو په موخه یې د نجونو پرمخ ټولې دروازې تړلې پاته دي، چې دا د هغوی پر حقونو ښکاره تیری ګڼل کیږي.
که څه هم چې د غزنې ترڅنګ په ټول افغانستان کې د دولت وسله وال مخالفین د نجنونو له زدکړو سره اختلاف نه لري، خو په غزني کې د ښوونې او روزنې چارواکي هغوی ته د زدکړو زمنیه نه برابرول د امنیتي ستونځو ترڅنګ د ځان خلاصونې په موخه بېلابېل لاملونه ښیي.
که د افغانستان په اساسي قانون کې د امکان ترحده په افغان ولس باندې زدکړې جبري ښوودل شوې دي، نو د غزني ولایت د ښوونې او روزنې رییس محمد عابد عابد وایي د ګېرو خلګو ورته مراجع نه ده کړې چې ورته د نجونو ښوونځۍ جوړې کړي، دی وايي: موږ څو څو ځله ورته وړاندیز کړی دی، خو د دغه ولسوالۍ خلګ نه غواړي چې لوڼې دي یې لوستې لویې شي.
که عابد عابد د ګېرو ولسوالۍ نیمایي ولس له زدکړو څخه محرومول د خلګو په نه غوښتنه پوري تړي، نو د دغې ولسوالۍ د ښوونې او روزنې امیر حیات الله بیا د نجونو زدکړې له پامه غورځول د افغان دولت د وسله والو مخالفینو دریځ یادوي او وايي: هغوی ورته اجازه نه ورکوي چې ښوونځۍ ورته جوړې کړي، حیات زیاتوي: په دغه ولسوالۍ کې وسله وال طالبان نه غواړي چې نجونې دي په کې زدکړې وکړي.
دا چې په دغه ولسوالۍ کې د نجینو د ښوونځیو د نه شتون پړه د یو او بل پر غاړه وراچول کیږي، خو عام خلګ وايي: ډیری وخت مو د معارف له چارواکیو څخه غوښتنه کړې ده، خو بېرته ورڅخه ناهیلي تللي دي، د ګېرو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی جمیل الرحمن وایي: ولسوال طالبان په اوسني وخت کې د ښوونې او روزنې په خلاف په هیڅ عمل لاس نه دی پوري کړی، خو د معارف ريئس او د ګېرو ولسوالۍ د معارف امیر په خپله کرپټ خلګ دي نه غواړي چې سیمه دي لوستې شي.
یاده دي وي چې د غزني ولایت د څوارلس پښتني ولسوالیو له جملې څخه د ډیری هغوی نجونې یې د زدکړو له رڼا څخه محرومې او د جهالت په توره شپه کې ژوند کوي، خو د ګېرو ولسوالۍ ده چې سل په سل کې یې نجونې له دغه لومړي حق څخه محرومې پاته دي.