راپور: حبیب الرحمن تاثیر
په غزنيکې د اسلامي تمدن د پلازمینېد نومول کیدو د څلورم کال جشن په جریان کې کلیوال ملګري ټولنې هم علمي، فرهنګي انځوریز نندار تون پرانیستی وو.
د یادې ټولنې له لورې په دغه نندارتون کې د ټولنې د چاپ کړیو کتابونو، مجلو او عکسونو ترڅنګ د غزني ولایت د ځینو استادانو، پوهانو لیکوالانو او وتلو څیرو عکسونه او بیوګرافي هم د (غزنی ګنج ادم ها) تر سرلیک لاندې ډیزاین شوې وو.
په دغه کسانو کې اټومي فزیک پوه د هیواد د ښوونې او روزنې د لومړي وزیر پوهاند غلاصدیق محبي، د کابل پوهنتون د حقوقو استاده پوهنمل ملیحه حسن، علمي، ادبي او فرهنګي شخصیت استاد محمدصدیق پسرلي، د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد سید مسعود او د افغانستان په تاریخ کې لومړی ستور مزلی عبدالاحد مومند شامل وو، چې د ګڼ شمیر ګډون والو پام یې ځان ته اړولی وو.
دغه جشن ته د هیواد له بېلابېلو ولایتونو او مرکز کابل څخه راغلو ډیری کسانو ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیر پوهاند رسول باوري د کلیوال ملګري ټولنې دغه نوښت وستایه او د هغوی دا کار یې په هیواد کې له هر ډول ژبني، مذهبي سیاسي، ټولنیز او هر اړخیز توپیر څخه پاک عمل یاد کړ.
د یادونې وړ ده چې په دغه جشنواره کې د کلیوال ملګري ټولنې ترڅنګ ځینو نورو بنسټونو هم ځینې توکې نندارې ته وړاندې کړل.
لیکنه: حبیب الرحمن تاثیر
دا چې په اوسني وخت کې په افغانستان کې کابـو تر شپېتو زیات په سلو کې وګـړي یې ځوانان دي او دغه ځوانان د هیواد په ابادولو او جوړولو کې یو ښه کردار ترسره کولی شي، نو ډیری د نظر خاوندان وايي چې: ځوانانو ته په ټولنه کې د پرېکړو او تصمیم نیونې ازادي وربخښل هغه څه ګڼل کېږي چې ټولنه ورسره جوړېدی شي، دغه د نظر خاوندان غوښتنه کوي چې مشرانو ته د درناوي ترڅنګ دي ځوانان په سیاسي، اجتماعي، ټولیزه او هر اړخیزه توګه په ټولنه کې په تصمیم نیونه او مثبتو پرېکړو کولو لاس پورې کړي او مشران دي د دغې تصمیم نیونې ازادي ورکړي او ملاتړ دي یې وکړي.
په غزني کې د سرې میاشتې ځوان ریئس سمیع الله صدیق وايي: «ځوانانو ته د پرېکړو او تصمیم نیونې ازادي وربخښل تر ټولو مهمه خبره ده، که څه هم زموږ په ټولنه کې متعاسفانه ځوانانو ته هغه د رشت اجازه ډیری وخت نه ورکول کیږي چې د خپل فکر او خپل عمل په خپله باندې تصمیم ونیسي، ولې زما په فکر تر یوې انداز باید انډول به نظر کې ونیول شي، د صدیق په خبره: دا چې زموږ ټولنه یوه کلتوري او رواجي ټولنه ده که څه هم ځوانان هغه استعداد لري چې پرېکړې وکړي او یا تصمیمونه ونیسي، خو بیا هم چندان اجازه نه ورکول کیږي او د ځینو دودنو او رواجونو له امله چې زموږ په ټولنه کې رواج دي د هغې له امله دوی ځای قید احساسوي، خو که د تصمیم نیونې اجازه ورکړل شي ځوانان دغه ټولنه ښه مهارولی او پرمخ بېولی شي، د سمیع الله صدیق په وینا په ښاري او نیمه ښاري سیمو کې اوس ځوانان د تصمیم نیونې او پرېکړو کولو په برخه کې چې کوم کارونه کړي ښه ځلیدلي دي».
څنګه چې له ځوانانو څخه په ټولنه کې هم خپل او هم د ټولنې د نورو وکړیو د حقوقو د درناوي پیژندني او د همدې حقوقو په نظر کې له نیولو سره سره د ټولنې له افرادو سره د ښه چال چلند غوښتنه کېږي، نو ځوانه خبریاله سپوږمۍ غفاري هم وايي: «ځوانان په اوس وخت کې د ټولنې ناخوالې او د ستونځو حل ښه درک کولی شي، ځکه چې زیاته برخه یې تعلیم یافته شوې ده، خدیجه زیاتوي: تعلیم یافته قشر ته د ټولنې او د تولنې د خلګو تصمیم نیونه او د هغوی په اړه مثبتې پرېکړې کول او د تصمیم نیونې ازادي ورکول یو ښه کار او د وخت اړتیا ده».
دا چې په افغانستان کې په تیرو او روانو خپلمنځي جګړو کې د ځوانانو زیاته برخه قرباني شوې ده، نو په غزني کې د (همت بنسټ) په نوم د یوې خیریه ټولنې مشر قدرت الله نرمیوال وايي: «دا چې زموږ ټولنه دودیزه ټوله ده او هر څه له پخوا څخه راپاته دي او موږ هم د هغوی پر نقل او قول پر مخ روان یو او نه غواړو چې زموږ په ژوند کې افتکار راشي، نو د دغې یو عمده دلیل دی چې ځوانان په تصمیم نیونه او پرېکړو کولو کې نه ورشریکول کیږي او یا د تصمیم نیوې ازادي نه ورکول کیږي، چې یو ځوان په خپل کور، کلي، کورنۍ او ټولنه کې کوم مسئولیتونه لري چې په هغوی ځان پوهه کړي او په کاري برخه کې هم او د ستونځو د لري کولو په برخه کې د تصمیم نیونې او پرېکړې کولو ازادي ورکړل شي بیا نو دغه د ټولنې مسوولیتونه په ښه توګه سرته رسولی شي، د قدرت الله نرمیوال په خبره: تر څو پورې چې ځوانانو د تصمیم نیونې او پرېکړو کولو په برخه کې پوره ونډه نه وي اخیستې همدا ډول به هیواد به ستونځو کې راګیر او ناخوالې به شتون لري».
څنګه چې ځوانان په حقیقت کی د یوې ټولنې کارنده، رښتینی، غښتلی ځواک او بېسارې پانګه بلل کیږی، نو د ملالۍ په نوم یوه پېغله وايي: «موږ په دې پوهيږو چې هر وګړى د خپلې ټولنې د پرمختګ په لاره کې دروند مسؤليت لري، چې څرنګه کولاى شي دغه وروسته پاتې ټولنه چې له هر ډول پرمختګونو څخه بې برخې ده او په څه ډول موږ توانېدلى شو چې دغه مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړو او په ټولنه کې یو مثبت بدلون ووینو، نو تر شا به یې یو مثیت تصمیم وي چې دغه تصمیم به ځوانان نیسي، نو که په هیواد کې ځوانانو ته د تصمیم نیونې او پرېکړو کولول ازادي ورکړل شي، دا به د پرمختګ پر لور یو لوی ګام وي».
دا چې ویل کېږي ځوانان په اوسني وخت کې د نړۍ له ضرورتونو، تقاضو او پرمختګونو سره سم سفر کوي، نو په غزني کې د کلیوال ملګري ټولنې ریس انعام الله ګوهر هم په دې اند دی او وايي چې ځوانانو ته د تصمیم نیونې او پرېکړو کولو ازادي ورکول د وخت اړتیا ده، د ګوهر په خبره: « ځوانان د ټولنې ډیر مهم قشر تشکیلوي، چې د انرژۍ څخه یې که سالمه ګټه پورته شي، نو د هیواد په ابادۍ، سوکالۍ او پرمختیا کې به رغنده رول ولوبوي، خو که د همدې ځوانانو د انرژۍ څخه منفي ګټه پورته شي، لکه څنګه چې اوس مهال زموږ په هیواد کې تر ډیره بریده کیږي نو دا کار به ټولنه یو منفي لوري ته بیايي، ځوانانو ته ضرورت دی چې د تصمیم نیونې او پرېکړو په برخه ازادي ورکړل شي».
له دې څخه پرته ډیری خلګ په اوسني وخت کې په دې نظر دي چې د مشرانو د نظریو او مشورو د قدر کولو ترڅنګ باید ځوانان هم په تصمیم نیونه او ځوانانو ته د تصمیم نیونې او پرېکړو کولو له ازادي وربخښلو سره په ټولنه کې مثبت بدلونونه را منځ ته کیدی شي، ځکه چې روشنفکره او استعدالرونکي ځوانان تل په دې لټه کې وي چې د خپلې ځوانې انرژۍ په مرسته ټولنه، هېواد او سيمه له ستونځو او ناخوالو څخه خلاصه کړي، دوی وايي که چیرې هم ځوانانو ته په ټولنه کې د پرېکړو او تصمیم نیونې ازادي ورونه بخښل همداسې په ټولنه په ستونځو کې پاته وي.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
د خپلو ژورنالیسټکي کارونو په وخت کې مې د بشرحقوقو، ځوانانو او میرمنیو ترڅنګ د ماشومانو په تعلیم باندې هم ډیری وخت راپورنه کړي دي، د ښاري سیمو ترڅنګ په کلیووالو سیمو کې ښوونځیو ته ورغلی یم او له هغوی سره مې خبرې کړې دي، خو ددې ترڅنګ مې ډیری وخت په تعلیم باندې په سیمینارونو کې هم ګډون کړی دی، چې یو انځور راپور یې له تاسو سره شریکوم.
لیک: حبيب الرحمن تاثير
May 31, 2015
څه موده وړاندې د کوټي په مطبوعاتي مرکزي کې د يوې ادبي غونډې له پيلېدو څخه له مخه له ځوان ليکوال، شاعر او نقاد د پښتو او اردو ژبې د مشهور ليکوال، نقاد، شاعر او کالم ليکونکي سعيد ګوهر له مشر زوى دانيال طريري سره په خبرو وخت وم چې د سيندي او اردو ژبو تکړه شاعره، ليکواله، افسانه نګاره او سياستواله جهان اراء تبسم راغله، دانيال طرير ته يې ويل دانياله! نن خو دا ټوله غونډه درباندې ښکلې ده، ټول پريس کلب درباندې ښايسته دى او دا چې په ټوله غونډه کې مې يواځې پر تا سترګې ډکېږي.
د مېرمن تبسم له دې خبرو او غونډې څخه څو ورځې وروسته محمود اياز راته وويل چې: دانيال طرير ناروغ دى او د سرطان په ناروغۍ اخته دى، ورځ تربلې يې روغتيايي حالت خرابېږي، خو اوس چې کله هم له محمود اياز څخه د دانيال د رنځ پوښتنه کوم، نو د جهان اراء تبسم هغه خبره مې سترګو ته درېږي.
دانيال له رنځه کړېږي،دانيال د يوې خطرناکې بلا په پنجو کې راګېر دى، دانيال ښايسته نه دى، خو ښه نقاد دى، دانيال ښايسته نه دى، خو ښه شاعر دى، دانيال ښايسته نه دى، خو ښه ليکوال دى، دانيال ښايسته نه دى، خو تنکى ځوان دى، هغه غونډې دي، هغه جهان اراء ده، خو نه په کې دانيال سته او نه يې هغه ښکلا پاته ده، نه د جهان اراء سترګې په چا ډکېږي او نه هم محفل ورته ښايسته ښکاري.
جهان اراء تبسم! دانيال د داسې بدمرغه قام هستي ده چي قدرونه نه پېژني، تر قلم زيات د ټوپک درناوى کوي، تر کتاب زيات د جګړې ډګر تود ساتي، تر ليکوال، شاعر او قلمکار زيات د قوماندان، خان، نواب او بدماش درناوى کوي، تر سولې زيات د جګړې لوري ته خوځېږي.
دانيال د داسي بدمرغه قام هستي ده چې له سياسي رهبرۍ څخه بې برخې ده، نو ځکه هغه په کې په رنځورو او اوبلنو سترګو د ټولنې وګړيو ته ګوري، دانيال په داسې بدرمرغه ټولنه کې ژوند کوي چې: ډېرى وګړي يې په ذهني، فکري او علمي توګه پلج او له کاره لوېدلي دي او نه غواړي چې د ذهينو، روڼ اندو او عالمانو قدر وکړي، رنځ ته يې دوا سي او ژوند يې وژغوري.
دانيال په داسې بدمرغه ټولنه کې په رنځور صورت پر بستر پورت دى چې: واکداران يې ځانونه روڼ اندي بولي، ځانونه د قام او ملت خادمان بولي، ځانونه د کتاب، قلم، ليکوال او روڼ اندې و قدر ته وفادار ګڼي، خو نه يې دغه واکدارانو د کور پر درشل قدم ايښى او نه يې هم ورسره د وړانګې د زرې غوندې مرسته کړې ده.
دانياله!ته د خپل پلار سعيد ګوهر او د خپل نيکه نواز کاکا په ډول له تېرې څه باندې يوې پېړۍ څخه غلام يې، محکوم يې، يرغمال يې، د هغه چا په منګولو کې ښکېل يې، هغه چا يرغمال کړى يې، هغه چا له خپل شناخت څخه ايستلى يې چې ته ورته ليکوالي کوې، چې ورته شاعري کوې، چې علم په کې خوروې، ته پښتون يې، ته پنجابى ليکوال، نقاد او شاعر نه يې چې پاکستان دي قدر وکړي، پاکستان دي د دغه دړد دوا سي، پاکستان دي درملنه وکړي او شړېدلى وجود دي پيوند کړي.
دانياله! ته د هغه بدمرغه قام وکړى يې چې: په کابل کې د اقوامو او قبايلو وزارت ستا پر سر په زرګونه ميليونه ډالر اخلي او وروسته يې په بېاکيو خرڅ کوي، خو ته په شړيدلي صورت، په ټوکر ټوکر صورت، په رنځور صورت پر بستر پروت يې او هيڅوک دي هم غم نه خوري، ځکه يې نه خوري چې هغه په خپل غم اخته دي، هغه خپلو خواهشاتو پر سر اخيستي دي، هغه د خپلو بدمستيو په منګولو کې ښکېل دي، د دوبۍ، هندوستان، تايلېنډ او ځينو نورو هيوادونو په (Five Star) پاى سټار هوټلونو کې د خپل وجود په ناپاکو خولو ايستلو، خوږو زګېريو او نورو عياشيو بوخت دي. ته نه وريادېږي، ته يې هېر کړى يې، ته يې له پامه لوېدلى يې.
دانياله! موږ هم ستا په رنګه بېوسه يو، کمزوري يو، خپلو خواهشاتو نه، بلکې د خپلو ماشومانو د خېټې دوزخونو پر مخه اخيستي يو، نور هيڅ نه سو درسره کولاى، يواځې دا درکولاى سو چې وايي: (که په رېز مرېز يې خداى دي خپلې لاړې دارو که).
خدايه رنځور جانان راروغ کړي
د لاس بنګړي به نزرانه کې ورکومه
یاده دي وي چې دا لیکنه د دانیال د ژوند په وخت لیکل شوې وه، خو اوس دي د دانیال روح ښاد وي.
تاثیر
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
د پاکستان د پنجاب ایالت په سرګوده کې د پیري ځای ناستي پر سر د یوه زیارت دولتي مامور مینجاور د خپلو څلورو ملګرو په مرسته ډیری مریدان په لاټیو او چاقوګانو وهلي چې شل تنه یې وژل شوي او څلور نور یې سخت ژوبل دي، خو ښځې هم په کې دي.
د دغه ځای د پولیسو مشر لیاقت علي چهټه رسنیو ته ویلي چې د دغې پېښې اطلاع یوې زخمي میرمنې د دغه ښار ملکي شفاخانې ته ورکړې ده او دغه میرمن د هغه څلورو تنو ټپیانو له جملې څخه ده چې د دغه مینجور له برید څخه ژوندۍ وتلې ده.
چهټه مني چې: دغه پېښه د سرګودې په کلیواله سیمه، چک نمبر ۹۵ کې په یوه زیارت کې رامنځ ته شوې ده، هغه زیاتوي: د پېښې ځای ته یې امنیتي سرتیرې ولیږل چې له هغه وروسته یې مینجور عبدالواحید او د هغه څلور واړه ملګري سره لاس نیولي دي.
لیاقت چهټه وايي: د دغه پېښې د لومړیو څیړنو سره سم په زیارت محمدګجر چې ۲ کاله وړاندې جوړ شوی دی، د پیر د ځای ناستي پر سر یې ترمنځ شخړه راولاړه شوې او منجاور د خپلو څلورو ملګرو په مرسته دغه کسان وژلي دي، ځکه له دې وړاندې د دغه پیري پر ځای ناستې د دوو ډلو ترمنځ د څو څو واره جګړو راپورونه ورکړل شوي وو.
د پولیسو مشر ویلي دي چې دوه کاله وړاندې له لاهور څخه دغه ځای ته د عبدالواحید په نوم دغه کس راغلی او پر زیارت یې خیټه اچولې ده، خو د سیمې خلګو ته یې دا فکر ورکړی دی چې ګویا دی دلته د سیمې خلګو ته دیني درس ورکوي، چې وروسته د هغه په عقیدت مندو کې زیاتوالی راغلی دی.
د پولیسو د مشر په وینا عبدالواحید ذهني ناروغ دی، ځکه ډیری خلک شکایت کوي چې دغه مینجارو په خلګو باندې په دربار کې ډیری وخت د لاټیو واري کوي، خو د سیمې خلګو د پولیسو د مشر دا خبر دروغ بللې او وايي هغه روغ رمټ دی.
د پولیسو د مشر په وینا ټپي شوې میرمن ورته ویلي چې مینجاور له تیرې ورځې څخه د خپلو مریدانو په وژلو لاس پورې کړی وو، دغه ښځې ویلي: پیر یوه یوه مرید ته ټلیفون کاوه هغه یې راغوښتل، خپلې خونې ته یې ننه ایستل او هلته یې وژل.
د پولیسو مشر رسنیو ته ویلي چې: عبدالواحد خپلو مریدانو ته لومړی نشه ورکوله او وروسته یې د لرګیو او چاقوګانو په وهلو وژل او وروسته یې په یوه خونه کې مړي یو ځای کول، چې په وژل شویو کې ۱۶ سړي او ۳ میرمنې دي، خو یو کس وروسته چې نیم بدن یې سوځیدلی وو مړ موندل شوی دی، چې د مړو شمیره شلو تنو ته رسیدلې ده. چې د یوې کورنۍ درې کسان، دوه وروڼه او یوه خور هم په کې ګډون لري.
د پولیسو په ونیا قاتلان ټول پاکستاني دي چې دوه یې د اسلام اباد، یو د میاوالي او دوه نور یې د سیمې اوسیدونکي، چې پولیس یې د شناخت په لټه کې دي، خو دغه پیر عبدالواحید د پاکستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دولتي کارمند دی چې د دغې ادارې کارډ هم ورسره موندل شوی دی،
که څه هم ډیری وخت په پاکستان کې دا ډول پېښې رامنځ ته کیږي، خو ویل کېږي چې په سیمه کې په خلګو کې ویره خپره شوې ده.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
د کرمې ایجنسۍ په مرکز پاڼه چینار کې نن موټر بم بمي برید تر اتیاوو پورې کسان قرباني کړل، چې ۲۲ یې وژل شوي او پاته ۵۸ نور یې ټپیان دي، چې په هغوی کې هم د ځینو حالت مرګونی بلل کیږي، چاودنه د یاد ښار په نور مارکیټ کې شوې چیري چې ډیری وخت د عامو خلګو زیاته ګڼه ګوڼه وي او د شیعه ګانو عبادت ځای امام بارګاه هم په کې ده، د دغه ځای د مرکزي روغتون مشره ډاکټر معین بېګم وايي یاد شمیر مړي او ټپیان یې روغتونه ته وروړل شوي دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي، د چاودنې زمواري تندلارې مذهبي ډلې جماعت الاحرار رسنیو ته په لیږلي ویډیي پیغام کې پر غاړه اخیستې ده.
د عراق، سوريې، افغانستان او پاکستان ترڅنګ په ډیری شیعه میشتو سیمو کې د دغه ډول بریدونو پړه د داعش اسلامي دولت ډله پر غاړه اخلي، خو د دې ترڅنګ له پاکستاني وسله والو طالبانو څخه جلا شوې ډلې جماعت الاحرار ډلې هم ځنې وخت دغه ډول بریدونه منلي دي چې نن یې هم دغه کار ترسره کړی دی، د پيښې په ځای کې عیني شاهدان وايي چې څو تنو وسله والو بریدګرو لومړي په دغه ځای کې د لیویز امنیتي پوستې په سرتیرو ډزې وکړې او وروسته یې په دغه ځای کې بمي چاودنه وکړه او دولتي چارواکي هم دا مني چې لومړی ډزې سوې او وروسته بیا ځانمرګی برید شوی دی.
له دغه ځای څخه د پاکستان د قومي اسامبلي غړی ساجد حسین توری وايي وسله والو لومړی ډزې کړې او بیا یې له چاودیدونکو دوکیو څخه ډک موټر ته چاودنه ورکړې ده، له بریتانوي خبري اژانس سره په خبرو کې توري ویلي دي چې: که څه هم چاودنه په بازار کې شوې ده خو کیدی شي د بریدګرو موخه دغه مسجد وو، پاڼه چینار د قبایلي سیمو هغه ځای دي چې ډیری وخت په کې دا ډول بریدونه رامنځ ته شوي دي، چې د روان کال په جنوري میاشت کې هم تندلارې مذهبي ډلې لښکرجنګوي العالمي ډلې د ریموټ کنټرو ل بمي برید په ذریع ۲۵ کسان ووژل او ۴۰ نور یې ټپیان کړل.
د کرمې ایجنسۍ مرکز پاڼه چنار دغه سیمه چې د ډیورنډ کرښې ته ځیرمه پرته ده ډیره د ګڼې ګوڼه سیمه نه ده، بلکې ټوله ابادي یې ۴۰ زره کسان دي، ټول وګړي یې د بېلابېلو ژبو ویونکي او مذهبونو منونکي دي، چې دغه ښار په ۱۸۹۵ میلادي کال کې انګریزانو اباد کړ، په ۲۰۰۷م میلادی کال کې چې کله هم په دغه سیمه کې ترهګرۍ زور ونیو نو له هغه وروسته په کې د پاکستان پوځ او نیمه پوځي ملیشه ځای پر ځای شوه، چې اوس هم په کې د محلي پولیسو ترڅنګ پوځ هم د امنیت په ټینګوالي کې برخه اخلي.
کله چې په تیرو څو میاشتو کې په پاکستان کې ترهګرۍ یو ځل بیا زور ونیو، نو د هیواد په بېلابېلو برخو کې پاکستاني پوځ د دغه ترهګرۍ د پای ته رسولو په موخه د (اپریشن ردالفساد) په نوم عملیات پیل کړل، خو ځینې سیاسي شنونکي او سیاسي مشران دغه عملیات د پښتنو پر ضد دسیسه ګڼي او وايي: پاکستان دغه وسله وال د خپلو ګڼو په موخه تیار کړي او چې وغواړي هر ځای د پښتنو، بلوځو او سندهیانو په سیمو کې ورباندې ورانکاره کړنې ترسره کولی شي.
باید ووایم چې تیره میاشت د فبروري په ۱۳ نیټه په لاهور کې په مال سړک باندې د پنجاب اسامبلۍ مخې ته له پاکستاني طالبانو څخه بېلې شوې ډلې جماعت الاحرار ډلې ځانمرګی برید وکړ چې په کې د پولیسو د افسرانو ترځنګ ۱۳ تنه په کې ووژل شول او ۸۵ نور یې ټبیان کړل، خو په همدغه ورځ د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې تر یوه پله لاندې د چاودیدونکیو توکیو د خنثی کولو په وخت د خنثی کولو پولیسو (بم ډسپوزل اسکواډ) قومندان او یو بل پولیسو ووژل، خو دا ورځ د پاکستاني امنیتي سرتیرو لپاره ډیره خونړۍ وه، ځکه: په دغه ورځ د پاکستان په قبایلي سیمه مومند اینجنسۍ کې ځانمرګي برید د محلي پولیسو (خاصه دار) ۳ تنه سرتیرې ووژل او ۵ نور یې ټپیان کړل، د دغه پیښې پړه هم جماعت الاحرار ډلې پر غاړه واخیسته.
له دې څخه دوه ورځې وروسته د فبروري میاشتې په ۱۵مه نیټه تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په پېښور کې د قاضیانو موټر په نخښه کړ، چې په نتیجه کې یې د هغوی موټر چلوونکی ووژل شو، خو په دا بله ورځ یعني د فبروري په ۱۶مه نیټه د اسلامي دولت یا داعش ډلې د سندهـ ایالت په سیهوڼ شریف کې د لال شهباز قلندر په زیارت کې یوه زورور ځانمرګی برید وکړ، چې ۳۰۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله، چې ۸۰ تنه یې ووژل او پاته نور یې ټپیان ول چې ډیری برخه یې ښځې او ماشومان وو.
د دغه ځانمرګیو بریدونو ترڅنګ په دغه میاشت کې د پاکستان په ډیری نورو سیمو کې وسله وال بریدونه هم وشول، چې د فبروري میاشتې په ۱۶مه نیټه د بلوچستان ایالت په اواران سیمه کې چې ډیری وخت د دغه ډول پیښو شاهدي ورکوي، د سړک غاړي بم چاودنې د پاکستاني پوځ د یو کیپټن په ګډون ۳ پوځي سرتیرې ووژل، خو د فبروري د میاشتې په ۲۱مه نیټه بیا د خیبرپښتونخوا په چارسیده کې په کچارۍ باندې د وسله وال برید په ترڅ کې ۵ کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول او ۳ تنه ځانمرګي بریدګرو هم په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، له دې پېښې دوه ورځې وروسته د پنجاب ایالت په مرکز لاهور په ډیفنس کې هم بمي چاودنې ۱۰ تنه ووژل او ۲۱ نور یې ټپیان کړل.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
نورین لغاري چې په سندهـ ایالت کې په پوهنتون کې د یوه پورفیسر لور ده، په لسم فبروري په پوهنتون کې سهار له سبق ویلو وورسته بیا چا نه ولیده او د خلګو له سترګو لکه د هوا مرغۍ پو فناء شوه.
د پاکستان د سندهـ ایالت په حیدراباد کې پولیس وايي چې: د دغه ایالت د لیاقت پوهنتون د میدیګل ساینس د دوهم کاله محصله نورین لغاري چې له څه مودې څخه ورکه وه په خپله خوښه د تندلارو له یوې ډلې داعش سره یو ځای شوې ده.
پاکستانۍ مشهوره ورځپاڼه (دي نیوز) د امنیتي او استخباراتي ادارو په حواله راپور ورکوي چې له څه مودې څخه د دغه ایالت له بېلابېلو سیمو څخه د شهرت یافته تعلیمي ادارو زده کوونکې شاوخوا یو درزن ورکې تعلیم یافته نجونې به له داعش ډلې سره یو ځای شوې وي.
د لیاقت پوهنتون یوه محصله نورین جبار د روان کال د فبروري د میاشتې په لسمه نیټه تری تم شوه، د حیدراباد د پولیسو مشر عرفان بلوڅ رسنیو ته وویل: دغه پېغله نجلۍ د داعش له فکر څخه ډیره متاثیره وه او په خپله خوښه دغه ډلې ته ورګډه شوې ده.
پولیس افسر وړاندې وویل: نورين لغاري خپل تندلارې نظریات په سوشل میډیا کې خپرول، ځکه پولیسو یې یوه ویډیو ترلاسه کړې ده، چې په هغې کې نورین ښکاره کیږي چې د ورکې په ورځ نجلې یوواځې لاهور ته روانه وي او بیا هغې د سوشل میډیا له لارې خپل مور او پلار خبر کړي وو چې دا د خلافت خاورې ته ورسیده.
خو د نورین پلار پروفیسر لغاري د حیدراباد د پولیسو خبره بې بنیاده بولي او وايي چې: د هغه د لور نظریات دومره تندلاري نه وو، چې له داعش سره دي لاړه شي، لغاري وویل: چې لور یې تښتول شوې ده.
پولیس وايي د نورین د موبایل شمیره یې د حیدراباد ښار په وحدت کالوني سیمه کې کشف کړې ده، نو له دې څخه دا پوښتنه راولاړیږي چې که: دا په خپله خوښه لاهور ته تللې وي نو د دې د موبایل شمیره څوک په حیدراباد کې کاروي؟.
د دغه مقدمې تفتیش کوونکي وايي: چې نورین په سوشل میډیا دا رنګه ترهګریز مواد خپاره کړي وو چې امنیتي ادارو د دغه پاڼې له تړولو وروسته د نورین پلار ته ویلي وو چې: په ترهکریزه برخه کې دي په خپله لور باندې نظر وساتي.
سرچینې وايي چې په پاکستان کې په تعلیمي ادارو کې د تندلارو ډلو فعالین د اذهانو د خرابولو او په خپلو ډلو کې په دغه ادارو کې په زدکړو د بوخت پېغلو او ځوانانو د جلبولو له پاره کار کوي.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
کله چې د فبروري په میاشت کې د پاکستان په ډیری برخو کې یو ځل بیا ترهګریزو بریدونو زور ونیو، پاکستاني دولت او امنیتي ځواکونو د پښتنو د ځورولو، نیولو، بندي کولو او وژلو په لړۍ یو ځل بیا لاس پور کړ، نو د دې ترڅنګ یې په ځینو پښتنې سیمو کې د انټرنیټ سسټم هم له کار وغورځاوه.
دا چې په پاکستان کې پرون جمعه ګنګوسې وي چې کیدی شي د دولت له لورې په ټول هیواد کې د فیسبوک ترڅنګ د ځینو نورو ټولنیزو رسنیو په کارولو بندیز ولګول شي، خو د سیمې ځايي خلګ وايي: د تیرې میلادي میاشتې فبرورۍ په اوولسمه نېټه د تورخم، چمن او غلام خان بندرونه له تړلو وروسته دولت ورباندې په بلوچستان ایالت کې د ډیورنډ کرښې ته ځیرمه په پښین، چمن، کلا عبدالله خان، چاغي او ځینو نورو سیمې کې انټرنیټي استانیاوې هم بندې کړې دي.
دا چې د پاکستاني دولت او د دغه هیواد کورنۍ او بهرنۍ پالیسي تر سختو پوښتنو لاندې ده او ډیری وخت ورباندې سختې نیوکې کیږي، نو دولت ویره څرګندوي چې په هیواد کې ولس د فیسبوک تر څنګ په ډیری سوشل میډیا کې له خلګو سره هر ډول اړیکو ته لاسرسی پیدا کولی شي او د دوی له ناسمو کړنو څخه پرده پورته کولی شي.
که څه هم تراوسه پورې د پاکستان دولت په دې اړه په رسمي ټوګه څه نه دي ویلي، خو ځینې سرچینې ټینګار کوي چې د پاکستان دولت غواړي تر څو په دغه شبکو باندې د څه مودې له پاره بندیز ولګوي، خو په پاکستان کې ولسي خلګ د دولت له دغه ممکنه پرېکړې سره اختلاف ښيي او وايي دا ډول کارونه په هیواد کې د نظر د تبادلې او له خلګو سره د رابطې د پرې کولو په موخه ترسره کیږي.
اخ د خدای پار دی خو مړه دي کړمه!
که ته خدای مرداره کړې، په دې ښه پوهېږي چې تر بسو ډوډوی وخورې، خو په دې نه پوهېږي چې دا ګوټونه راپالش کړې؟! قومندان له څو لغتو ورکولو وروسته په قهرجنه لهجه ورته ویل: ژر کوه چې ځم روانېږم.
په تلو تلو کې یې ښاته مخ راواړوه: (له هغه خلقي پلاره به دي څه زده کول)
قومندان صاحب په دریمې ښځې ږغ وکړ: که دي زما کالي تیار کړل ښه به وي، یوې مهمې غونډې ته روان یم.
قومندان صاحب وویل: نن د ښځو د نړیوالې ورځې اتم مارچ د غونډې ګډونکوونکو وروڼو او خویندو! شکر دی موږ او تاسو افغانان یو، مسلمانان یو، جهاد مو کړی دی، په دې پوهېږو چې اسلام ښځې ته څومره حق ورکړی دی.
اتم مارچ د ښځو نړیواله ورځ
د ۲۴ عقرب , ۱۳۹۵
د تیرې جمعې په ورځ په کابل کې د لوی افغانستان تحریک له لورې یوه ورځنی سیمینار وشو چې د کابل، پښتونخوا، بلوچستان او وزیرستان ترڅنګ د هیواد له بیلا بیلو ولایتونو څخه په کې په سلګونو تنو سیاسي او قومي مشرانو، لیکولانو، دولتي چارواکیو، مدني فعالانو او د لوی افغانستان ارمانجنو ګډون کړی وو او د لوی افغانستان د جوړیدو او ډیورنډ د نامنلې او تپل شوې کرښې په اړه یې په زړه پورې ویناوې وکړې، دوی په خپلو ویناوو کې وویل: دغه ګرښه چې د هیواد پر سینه تیره شوې ده، هیڅ راز قانوني ارزښت نه لري.
د قرآن کریم له تلاوت او ملی سرود څخه وروسته د دغه شاندارې غونډې په پرانیستونکې وینا کې د دغه تحریک د رهبري شورا غړي حبیب الرحمن تاثیر وویل: دا چې نن تاسو د لوی افغانستان تحریک له لورې راغونډ شوي یاست، نو د دغه تحریک موخه او مقصد یواځې او یواځې د ډیورنډ د تورې او منحوسې کرښې دواړو غاړو ته د بیل سویو افغانانو ترمنځ د سیاسي، ذهني او فکري، یووالي ترڅنګ د فزیکي یووالی له پاره هلې ځلې کول دي، لوی افغانستان تحریک له خورو ورو افغانانو، افغان دولت، قامي تحریکونو، سیاسي مشرانو او د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته له پرتو قامونو، څخه د یووالي په لاره کې د مرستې غوښتنه کوي.
تاثیر په خپلو خبرو کې زیاته کړه: لوی افغانستان تحریک په دې باور دی چې ترڅو پورې له امو ترمارګلې او همدارنګه له بدخشانه تر سیوۍ، پښین او بوري پورې ویشل شوې خاوره بېرته یو وجود او یو وطن نه وي ګرځیدلې تر هغې پورې به همدا ډول په پردیو جګړو کې ښکیل او ستونځمن ژوند تیروي، لوی افغانستان تحریک له امو ترمارګلې له بدخشانه تر سیوۍ، د خورو ورو افغانانو د قام، مذهب، ژبې او کلتور درناوی کوي او دغه ټول د دغه هیواد وګړي بولي او ورته درناوی کوي.
نوموړي ویل: د لوی افغانستان تحريک د نوامبر دولسمه نېټه د ۱۸۹۳ مېلادي کال تش په نوم لوز نامه چې د امير عبدالرحمن خان او ډيورنډ تر منځ لاسليک شوې ده، ناروا تړون بولي، نو په دې اساس د لوی افغانستان تحريک د لوی افغانستان د جوړولو تکل يواځې د یو قوم داعيه نه، بلکې دا په افغانستان کې د ټولو میشتو قومونو لکه: د پښتنو، تاجکو، هزاروو، ازبکو، ترکمنو، بلوڅو، قزلباشو، پښیانو او نورو ټبرونو ګډه داعيه ده، دغه تحريک د لوی افغانستان د جوړولو، په لوی افغانستان کې د قانون د حاکميت ترڅنګ د قومي، مذهبي، ژبني او سیمه ییزو تعصباتو پر وړاندې غښتلې مبارزه کوي.
د غونډې به جریال کې د لوی افغانستان تحریک مشر جمیل وقار د ډیورنډ کرښې په وړاندې خاموشي ناروا وبلله او ويې ویل: تاسو ته بهتره معلومه ده چې ډیورنډ د ټولو نړیوالو موازینو خلاف د افغانستان د وخت په واکمن امیر عبدالرحمن خان جبراً تحمیل شوه او کاملاً یو طرفه توافق لیک و، چې د نړیوالو میثاقونو او بین المللي معیارونو پر اساس هیڅ راز حقوقي ارزښت نه لري، په دې برخه کې په نړیوالې ټولنې غږ کوم چې له ۱۲۳ کلونو وروسته د نړیوالو اصولو په رڼا کې دې برحقې داعیې ته د رسېدو لپاره د خورو ورو افغانانو غوښتنې ته لبیک ووايي او د تېر په څېر ناروا خاموشي اختیار نه کړي، ځکه دا له ستر افغان ملت سره تاریخي جفا ده.
له شمالي وزیرستان څخه راغلي سیاسي مشر ملک نثار علي خان داوړ په غونډه کې په زړه پورې او عالمانه وینا وکړه او ویې ویل: افغان دولت، د کرښې دواړو غاړو ته پراته قومونه او ټول افغانان دي د دغې کرښې په ورانولو کې ونډه واخلي، هغه زیاته کړه: په ازاد افغانستان کې چې کوم قومونه ژوند کوي هغه ښه دي، خو موږ چې ژوند کوو ژوند مو غلام دي، موږ تر پردي امر، تر پردي قانون او پردي واک لاندې اوسیږو او تر څو پورې چې دا کرښه له منځه وړل شوې نه وي تر هغې پورې به د کرښې دواړو لوریو ته پراته قومونه ځپل کیږي.
دا چې د پاکستان او یا هم د هغوی د لاسپوڅو له لورې د ډیورنډ کرښې د لاسلیک خبره کیږي، نو د غور پخواني والي او د افغانستان نوین څېړنیز مرکز مشر ښاغلي عبدالله هیواد په خپله اوږده او عالمانه وینا کې یادونه وکړه چې له ډیرو څیړنو څخه وروسته دې نتیجې رسیدلي یو چې د ډیورنډ او امیر عبدالرحمن خان ترمنځ هیڅ ډول موافقتنامه نه ده لاسلیک شوې، د ده په خبره کوم خلګ چې د دې لوزنامې خبرې کوي دا دروغ او بې ځایه خبرې دي.
په دغه غونډه کې د افغان ولسمشر علمي سلاح کار لال پاچا ارمون وینا وکړه او په خپلو خبرو کې يې د ډیورنډ کرښې شتون یوه خیالي او دروغژنه معامله وبلله، له هغه وروسته د ودان افغانستان ګوند مشر اباسین بریال په خپلو خبرو کې وویل: هغه وخت رارسیدلی دی چې افغانان په ځانګړې توګه په محکوم افغانستان کې خلګ له پاکستانڅخه په ازادۍ لاس پورې کړي.
په دغه غونډه کې چې په افغانستان کې د میشتو قامونو د ګډ نمایش ننداره هم وړاندې شوه ډیری نورو کسانو هم ویناوې وکړې چې په کې د افغان پارلمان غړې ناجیه توتاخیلې د افغان ځوانانو پارلمان ریس اغا محمد قریشي، د پکتیکا پخواني والي امین الله شارق، سیاسي شنونکيو نورالاحد ، قرات شمس، مصباح هزاره، لیکوال او د ځوانانو د پارلمان غړي شعیب غروال او ځینې نور ګډون وال شامل وو، دوی د لوی افغانستان تحریک دغه لومړنۍ غونډه وستایله او ویې ویل چې ډیر لوی کار ته یې ملاتړلې ده، غونډه د انجنیر احسان الله صدیق له لورې د لوی افغانستان تحریک د اعلامیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.