راپور: حبیب الرحمن تاثیر

نورین لغاري چې په سندهـ ایالت کې په پوهنتون کې د یوه پورفیسر لور ده، په لسم فبروري په پوهنتون کې سهار له سبق ویلو  وورسته بیا چا نه ولیده او د خلګو له سترګو لکه د هوا مرغۍ پو فناء شوه.

د پاکستان د سندهـ ایالت په حیدراباد کې پولیس وايي چې: د دغه ایالت د لیاقت پوهنتون د میدیګل ساینس د دوهم کاله محصله نورین لغاري چې له څه مودې څخه ورکه وه په خپله خوښه د تندلارو له یوې ډلې داعش سره یو ځای شوې ده.

پاکستانۍ مشهوره ورځپاڼه (دي نیوز) د امنیتي او استخباراتي ادارو په حواله راپور ورکوي چې له څه مودې څخه د دغه ایالت له بېلابېلو سیمو څخه د شهرت یافته تعلیمي ادارو زده کوونکې شاوخوا یو درزن ورکې تعلیم یافته نجونې به له داعش ډلې سره یو ځای شوې وي.

د لیاقت پوهنتون یوه محصله نورین جبار د روان کال د فبروري د میاشتې په لسمه نیټه تری تم شوه، د حیدراباد د پولیسو مشر عرفان بلوڅ رسنیو ته وویل: دغه پېغله نجلۍ د داعش له فکر څخه ډیره متاثیره وه او په خپله خوښه دغه ډلې ته ورګډه شوې ده.

پولیس افسر وړاندې وویل: نورين لغاري خپل تندلارې نظریات په سوشل میډیا کې خپرول، ځکه پولیسو یې یوه ویډیو ترلاسه کړې ده، چې په هغې کې نورین ښکاره کیږي چې د ورکې په ورځ نجلې یوواځې لاهور ته روانه وي او بیا هغې د سوشل میډیا له لارې خپل مور او پلار خبر کړي وو چې دا د خلافت خاورې ته ورسیده.

خو د نورین پلار پروفیسر لغاري د حیدراباد د پولیسو خبره بې بنیاده بولي او وايي چې: د هغه د لور نظریات دومره تندلاري نه وو، چې له داعش سره دي لاړه شي، لغاري وویل: چې لور یې تښتول شوې ده.

پولیس وايي د نورین د موبایل شمیره یې د حیدراباد ښار په وحدت کالوني سیمه کې کشف کړې ده، نو له دې څخه دا پوښتنه راولاړیږي چې که: دا په خپله خوښه لاهور ته تللې وي نو د دې د موبایل شمیره څوک په حیدراباد کې کاروي؟.

د دغه مقدمې تفتیش کوونکي وايي: چې نورین په سوشل میډیا دا رنګه ترهګریز مواد خپاره کړي وو چې امنیتي ادارو د دغه ‎پاڼې له تړولو وروسته د نورین پلار ته ویلي وو چې: په ترهکریزه برخه کې دي په خپله لور باندې نظر وساتي.

سرچینې وايي چې په پاکستان کې په تعلیمي ادارو کې د تندلارو ډلو فعالین د اذهانو د خرابولو او په خپلو ډلو کې په دغه ادارو کې په زدکړو د بوخت پېغلو او ځوانانو د جلبولو له پاره کار کوي.

 

نوشته شده در دو شنبه 30 اسفند 1395برچسب:,ساعت 15:45 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

ژپاړه: حبیب الرحمن تاثیر

10/14/2016 9:15PM

 

ګرانو لوستونکو! عقيل يوسفزي د اردو ژبې اونيزې: (هم شهري) له پاره د عوامي نېشنل ګوند له مشر اسفنديار ولي خان سره دغه مرکه کړې ده چې د افغانستان او ډېورنډ کرښې اړوند برخه يې ما حبيب الرحمن تاثير ژباړلې ده.

پوښتنه: اسفنديار ولي خان صاحب! تاسو له څه مودې څخه د افغانستان د تجزيې او د نړۍ له نقشې څخه د پاکستان د پاکېدو خبرې کوئ، د دې څه وجه کېدى شي؟

 

ځواب: له حقايقو او پېښو څخه داسې ثابتېږي چې د افغانستان حالاتو پر پاکستان باندې مخامخ اثرات اچولي دي، که د بې باورۍ او پر يو بل د تورونو لګولو دا لړۍ داسي جاري وي، په ګډه او مخلصانه توګه د داعش، طالبانو او نورو مخنيوى و نه کړي او که د نړيوالو قوتونو جګړې په دغه سيمه کې روانې وې نو د افغانستان د وېش وېره به زياته وي، د هغه ځاى تاجک، ازبک، ترکمن او هزاره د منځنۍ اسيا له هيوادونو سره نزدې والې ته مجبورېږي چې د افغانستان د دغه لږکيو و سرحدونو ته نزدې پراته دي، په داسې حال کې اکثريتي ابادي يعني پښتانه په فطري توګه په پاکستان کې د خپلو پښتنو و لور ته په کتو باندې مجبورېږي او د ځپل شوې او ترهګرۍ ځپلي د ډيورنډ ترکرښې دې خواته پښتنو له پاره لاتعلق نه شي پاته کېدى، نو په دغه وخت کې نه دا چې افغانستان تقسيم کېدى شي، بلکې پاکستان هم ماتېږي، خداى دي وکړي چې داسي کله هم ونه شي، خو دا خطر په هر حال کې موجود دى، خو له دې پرته په سيمه کې د نړيوالو قوتونو د ټکر وېره هم څرګندېږي.

 

پوښتنه: تاسو څنګه پوهېږئ او احساس کوئ چې نړيوال قوتونه په دغه سيمه کې سره ټکر کېدونکې دي؟

ځواب: ځينې پېښې داسي ښيي چې په ځينو بنيادي ايشوز باندې د روسې او امريکا، د چين او امريکا ترمنځ په کړکېچ کې په تېزۍ سره زياتوالى راځي، د عراق او شام حالات او هلته د ټکرونو ماحول د ټولو په وړاندې دى، که په سيمه کې د ترهګرۍ سلسله جاري وه او ډبل ګېم روان وو، نه دا چې يواځې ټوله خطه به د عالمي قوتونو د ډغرو مرکز جوړ شي، بلکې د داعش په رنګه د خطرناکو ډلو په سرګرميو کې به هم زياتوالى راځي، په دې حال کې به د داعش په هغه بڼه کې هم زياتوالى راځي چې له خلګو به د طالبانو او نورو ډلو ظلمونو هېر شي، څرکندېږي چې ترهګري به لومړى د هندوکش له دوهم لوري څخه پيلېږي، دا ډېره خطرناکه اشاره ده، د افغانستان حالات چې څنګه په تېزۍ سره خرابېږي په هغه کې د نړيوالو لوبغاړو لاس او کردار نه شي نظرانداز کېدى، که د نړيوالو قوتونو لوبه جاري وه، نو له امله به يې پاک چاينا اکنامک کاريډور پروژه هم په خاورو کې خاورې شي، د دغه پروژې د پرمخ وړلو له پاره ضروري ده چې په افغانستان کې سوله او ارامي راشي، ځکه چې له دې امله تر منځنۍ اسيا پورې دا لاره تلونکې ده، د دغه پروژې يوه موخه د چين د هغه سيمو ترقي او پرمختګ هم ده، چېرې چې هغه په خپله له ترهګرۍ سره مخ ده، لنډه دا چې که په سيمه کې امن ټينګ نه شي، نو ددغې پروژې راتلونکى هم له زيات خطر سره مخامخ ده.

 

پوښتنه: په دغه ټول صورتحال کې تاسو د چين کردار ته په کوم نظر ګورئ او د ترهګرۍ حل لاره څه ده؟

ځواب: د چين کردار بېخي مهم دى، د هغه له اهميت څخه انکار نه شي کېدى، په سيمه کې د امن له پاره تر امريکا خلګ پر چين زيات باور کوي او سوله د چين د ګټو د خوندي کولو له پاره هم ضروري ده، دا د خوښۍ ځاى دى چې چين په دې ضمن کې متحرک شوى هم دى او د خپل کردار د ادا کولو کوښښونه هم کوي، که نړيوال قوتونو په خلاص نيت د سولې مذاکراتو ته نوبت ورکړ د سولې، روغې، جوړې ترڅنګ يې د ترهګرو خلاف په موثر عمل لاس پورې کړ، نو د دې خبرې امکان دى چې امن ټينګېدى شي، د دې مقصد له پاره د چين اثرناکه کردار بېخي د اهميت وړ ده، شرط دا ده چې د (پراکسي وارز) او ډبل ګېم خاتمه وشي، تر کومه ځايه چې د ترهګرۍ د مسلې د حل تعلق دى، د دې لپاره له نړيوالو قوتونو څخه پرته د افغانستان او پاکستان په يوه ميدان باندې راتګ دى، زما په خيال د دې کيلي اوس له څلور کسانو يعني، نوازشريف، راحيل شريف او له اشرف غني او عبدالله عبدالله سره ده، پوښتنه دا ده چې: د ٢٠١٤م کال په دوران کې د دواړو هيوادونو تر منځ چې کوم (انډرسټينډينګ) جوړ شوى وو هغه ولې ختم شو؟ مفاهمت او بې باوري رامنځه ته شوه، زه يو ځل بيا په تکرار سره دا خبره کوم چې: امن او استحکام يواځې د افغانستان نه بلکې د پاکستان له پاره هم ضروري ده، تر څه وخته چې موږ په دې پوهه شوي نه يو تر هغې پورې په سيمه کې سوله نه شي راتلى.

 

پوښتنه: ايا د پاکستان په افغان پاليسي کې د ډيورنډ د کرښې په اړه هم کوم کردار يا کړنلاره شته؟ او دا چې ته او افغانستان په کوم دليل د ډيورنډ کرښه د يو مستقل سرحد په توګه نه تسليموئ؟

ځواب: دا خو ما ته نصيرالله بابر په خپله ويلي وو چې: ما يو ځل ملاعمر ته ويل: که تاسو د ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژنئ، نو ټولې ستونځې به هوارې شي، د بابر په خبره: ملاعمر ته له دې خبرې کولو سره هغه خبرې بس کړې او له خونې څخه د باندې د وتلو په حال کې يې راته وويل: په پښتني ټولنه کې له خپلو مېلمنو سره داسې سلوک کول بېخي ناروا عمل دى، مګر دغه سلوک د هغه طالبانو له لېډر سره کېږي چې نصيرالله بابر او ځينې نور کسان يې خپل بچى ګڼي، زما په نظر د ډيورنډ کرښه د يوه مستقيم سرحد په توګه د ګڼلو  خواهش يو لېونتوب دى او موږ بايد له هرې دا ډول هڅې څخه تېر شو چې وايو دا د پاکستان او افغانستان ترمنځ منلې سرحد دى، له دې څخه پرته دا چې زه او افغانستان په کوم دليل د ډيورنډ کرښه د يو مستقل سرحد په توګه نه تسليموو؟ دا ټولو ته مالومه ده چې دا يوه متنازعه ستونځه ده، داسې يوه متنازعه زموږ له هندوستان سره هم روانه ده، موږ له هندوستان سره، سرحد ته (کنټرول لاين) وايو او دا موږ په نړيواله توګه ځکه نه شو تسليمولاى ځکه چې دا يوه تنازعه ده او موږ کشميريان نه شو خپه کولاى، که موږ دا بارډر په نړيواله توګه نه شو تسليمولاى، نو موږ به د ډيورنډ کرښه څنګه منو.

 

پوښتنه: تاسو ځينې وخت د امريکا په پاليسيو او يا کړنو باندې هم نيوکې کوئ، د دې څه وجه ده.

ځواب: که د ډاکټر نجيب الله د حکومت له پاى ته رسېدو څخه وروسته امريکا له افغانستان سره لا تعلقي اختيار کړې نه واى، نه به طالبان پيدا شوى واى، نه به القاعده په وجود کې راغلې وه او نه به اوس د داعش له خطر سره مخامخ واى، تر دې له مخه چې امريکا زياتى دا وکړ چې هغې په تاريخ کې په لومړي ځل افغانانانو ته د افغانيت يا وطن پرستۍ پر ځاى د مذهب په نوم د جنګولو لپاره ټوپک په لاس کې ورکړ، هغې د خپلو اتحاديانو سره يو ځاى په پښتنه ټولنه کې د حجرې او جرګې کردار ختم کړ، ماجت او مدرسې ته د پرېکړو واک يې ورکړ، چې له دې سره ټول پښتني چوکاټ مات شو، که په افغانستان او قبايلي سيمه کې حجرې او جرګې خپل مضبوط کردار ترسره کړى واى، نو د دغې سيمې حالات قطعا نه بدلېدل، په بدقيسمتۍ سره په دغه لوبه کې د حجرې او ماجت کردار بدل کړاى شو، د کوم پايله چې موږ د بدترينې ترهګرۍ او انتهاپسندۍ په شکل کې وليده او تر اوسه يې وينو، که امريکا بيا هم دغه د لاتعلقي والا رويه خپله کړي، نو لويه تباهي به رامنځ ته شي.

 

پوښتنه: له څه مودې څخه وروسته ډېر فعال او متحرک شوي ياست، د دې خاص وجه څه ده؟

ځواب: موږ چې له دوه زره اوه څخه وروسته له کومو حالاتو سره مخامخ يو او په دغه موده کې مو د عوامي نېشنل ګوند په سلګونو کارکوونکي او مسوولين شهيدان شوي او پر ما باندې په خپله هم ځانمرګى بريد شوى دى، الميه دا ده چې زموږ يواځې مشران او کارکوونکي نه بلکې بې ګناه کسان مو په کې وژل شوي دي، نو له دې څخه پرته بله کومه لاره نه شته، ما نه بلکې ما د خپلو ملګرو په مشوره خپل سياسي فعاليتونه لږ سوکه کړي وو، په دغه حالت کې عوامي نېشنل ګوند ته زيات زيان هم اوښتى دى، خو موږ د هغوى پروا هم نه ده کړې، دلته که ښکاره خبره وکړم چې د دوه زره ديارلسم په ټاکنو کې د نورو له پاره د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر فخر الدين جي ابراهيم وو او زموږ له پاره دا کردار حکيم الله محسود ترسره کاوه، چې پايله يې دا سوه چې موږ او د خپلې پارټۍ کارکوونکي تر اولس پورې نه ورسېدل، د پخوا په پرتله اوس حالات لږ څه ښه شوي دي، زه او س د پارټۍ تر کارکوونکو پورې تلى شم او د ګوند په هلو ځلو کې مو هم لږ ژوند پيدا شوى دى، اوس دونيا ته دا ثابته شوې ده چې عوامي نېشنل ګوند يو لوى طاقت دى.

 

نوشته شده در دو شنبه 2 اسفند 1395برچسب:,ساعت 9:56 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 

په بلوچستان کې د پاکستاني استخباراتي ادارو او ملیشو د ظلم او تیري په وړاندې په بلوچستان ایالت کې له بلوڅو میرمنو څخه وروسته  په قبایلي سیمو کې هم پښتنې میرمنې د پاکستان پوځ په خلاف میدان ته وتلې دي او په مظاهره یې لاس پورې کړی دی.

د تیرې شنبې په ورځ دغه میرمنو په داسې حال کې د قبایلي سیمې په مومندو ایجنسي کې د پاکستاني پوځ په خلاف مظاهره وکړه چې د دغه پوځ په خلاف یې شهارونه ورکول او ویل یې د پاکستان پوځ په دغه هیواد کې د بلوڅو او پښتنو ځوانانو په تښتولو او بیا وژلو کې لاس لري.

دوی ویل: یوواځې د دغه ایجنسۍ ډیری کسان د دغه ادارو له لورې تښتول شوي او تر اوسه یې هڅ درک هم نه دی مالوم، هغوی غوښتنه کوله که دغه کسان راخوشي نه شي نو دوی به په لویو مظاهرو او لاریونونو لاس پوري کړي.

دغه میرمنو د پاکستاني پوځ او ملیشو ترڅنګ د هغه قبایلي مشرانو په خلاف هم نارې وهلې چې پاکستان ته وفادار او د پښتنو او قبایلو په وروسته پاته ساتلو کې د پاکستاني دولت ترڅنګ ولاړ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان له جوړیدو سره سم په دغه هیواد کې پرته له پنجابیانو نور د ټولو قامونو سیاسي ځوانان د ناڅرګنده کسانو له لورې تښتول کيږي او وروسته یې خراب سوي مړي موندل کیږي، چې ډیری برخه یې بلوڅان دي او د هغوی کورنۍ یې پړه د پاکستان په پوځ، استخباراتي ادارو او امنیتي ملیشو وراچوي.

 

نوشته شده در دو شنبه 11 بهمن 1395برچسب:,ساعت 8:54 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

 

لسګونه افغانې نجونه به د زروګونو رییسانو په وړاندې سندریزه ننداره وړاندې کړي

(ارکسټر) یا د افغان ښځینه موسیقکارانو یوه ډله به د سویس په داووس ښار کې د نړۍ د دریو زرو سیاسي مشرانو او رییسانو په وړاندې یو سندریز کنسرټ وړاندې کړي.

دا چې کره نېټه یې نه ده په ګوټه کړې، نو د سپوټینګ په نوم یوه غربي رسنۍ راپور ورکوي چې په لومړي ځل پنځه دېرش کسیزه ډله افغانې نجونې چې عمرونه به یې له ۱۳ تر ۲۰ کلونو پورې وي په نړیوال اقتصادي کنفرانس کې چې د سویس په داووس ښار کې جوړیږي سندریزه ننداره وړاندې کړي.

که څه چې افغاني ټولنه یوه کلتوري ټولنه ده او چندان خلګ نه غواړي چې لوڼې او خویندې دي یې په دا ډول مجلسونو کې ونډه واخلي، نو په راپور کې راغلي دي چې ددغو نجونو ډیری برخه یې په دغه کنسرټ کې په داسې حال کې ګډون کوي چې په افغانستان کې یې ژوند چندان خوندي نه دی او د ویرې له امله نه شي کولای چې په هیواد کې دننه په دا ډول کنسرټونو کې ونډه واخلي.

 

نوشته شده در دو شنبه 4 بهمن 1395برچسب:,ساعت 15:19 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

 

په غزني کې وسله والو طالبانو د سړک پر سر د دوکانونو تر مخې ناستو هغه کسانو ته چې د کاروبار په موخه د کمپیوټرونو په واسطه د خلګو کمپیوټرونو او موبایلونو ته سندرې، فلمونه، ګېمونه، عکسونه او نور مواد وراچوي خبرداری ورکړی دی چې نور دې له دې کاره لاس واخلي.

په غزنې کې د وسله والو طالبانو ځینې سرچینې وايي چې دوی څو ورځې وړاندې دغه کسانو ته اخطار ورکړی وو او د تیرې یکشنبې ورځ یې ورته اخیرې ضرب العجل ټاکلي دی، چې له دې کاره لاس واخلي ګنې له جدي غبرګون سره به مخ سي.

په غزني ښار کې هم یو شمیر هغه کسان چې د کمپیوټر پر مټ د خلګو میموریانو ته سندرې، فلمونه، ګېمونه او عکسونه وراچوي د نوم نه ښوودلو او غږ نه خپرولو په شرط رسنیو ته ویلي چې د تیرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ ورته د ټلیفون له لارې خبر ورکړل شوی چې له دغه کار څخه لاس واخلي.

خو د غزني دولتي او نظامي چارواکي وايي: وسله والو طالبانو دا کار خلګو ته د اقتصادي ضربې د رسولو په موخه کړی دی، د دغه ولایت امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امیرخیل که څه هم چې له دغه کار څخه ناخبري ښيي وايي: هغوی تل ولسي خلګو ته زیان اړولی دی، امرخیل ډاډ ورکوي چې پولیس په ټول توان د خلګو له ژدوند او مال څخه دفاع وکړي.

امیرخېل زیاتوي: روان کال په غزني کې وسله وال طالبان په خپله هیڅ موخه کې بریالي نه شول او هیڅ موخه یې ترلاسه نه کړه، چې په وینا یې اوس هڅه کوي د ولسي او غیر مسلح وګړو په منځ کې د دغه راز ګواښونو له لارې ویره خپره کړي.

 

نوشته شده در دو شنبه 4 بهمن 1395برچسب:,ساعت 10:17 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

 حبیب الرحمن تاثیر

August 2, 2016

 

ملا صاحب د خټین جومات په مهراب کې په کتاب کړوپ ناست او د اسلام له نظره د ماشومانو د حقونو په مطالعه بوخت وو، سوچ یې کاوه چې څنګه کولای شي د اسلامي دین په رڼا کې خپله (غریب ګله) د خېټې په دوژخ کې لولپه کړي او څنګه کولای شي چې هغه په ارزانه ولور یوه خوله بوټۍ ته واده کړي.

 دا د انګریزي ادبیاتو افسانه نه، دا د عربي فولکلور د لیلا مجنون په رنګه کیسه هم نه، بلکې د افغانستان یوه رښتینې کیسه ده،  هو! د غور د دشت کهر ولسوالۍ د یوه کلي په جومات کې ملا امام  عبدالقادر خپله شپږ کلنه لور (غریب ګله) په یوه وزه، یوه  بوجۍ وریجو، یو څو خرټیو ګوړه او یوه کیلو چایو شپېته کلن عبدالکریم ته واده کړه.

خو کړوپه ملا، شناوۍ ږیره او وچکی نازولی زوم عبدالکریم له دې څخه انکار کوي چې غریب ګله یې په دومره درانه ولور ځان ته نکاح کړې، بلکې وايي د غریب ګلې مور او پلار غریب ګله ورته په نذرانه کې ورکړې.

دا افغانستان دی، دا غور دی، د کابل په پارلمان کې ناست مجاهدین او د مجاهدینو مجاهدین چې د کفري نړۍ په ډالرو ګاټي کوي او یوه نیمه لسیزه وړاندې یې د کور هره شپږ کلنه نجلۍ غریب ګله وه، د دشت کهر د غریب ګلې کیسه یې له سره الوتې ده، په افتخار وايي موږ جهاد کړی موږ مجاهد ملت یو.

 

نوشته شده در دو شنبه 27 دی 1395برچسب:,ساعت 10:5 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

د پېښور انقلاب ورځپاڼه راپور ورکوي چې څو تنو لنډغرو ځوانانو یو ملا امام عمرمعاویه په احتماعي توګه شرمولی او د پېښې له ځایه تښتیدلي دي.

ورځپاڼه د پولیسو له قوله ملا امام خلاف دغه کار غچ بولي او وايي: چې د دغه کار لامل همدا کیدی شي چې ملا امام تر دې وړاندې د ځوانانو د کورنۍ پر یو ماشوم شاګرد جنسي تیری کړی وو.

پولیس وايي، په دغه پېښه باندې هغه وخت خلګ خبر شول چې ملاامام په مسجد کې په چیغو بغارو سر وو، خو کله چې هم د کلي خلګ د پېښې ځای ته راتلل نو ځوانانو دغه اعمال ترسره کړي او تښتیدلي وو.

 

نوشته شده در دو شنبه 27 دی 1395برچسب:,ساعت 10:1 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

کپی برداری بدون ذکر منبع غیر مجاز می باشد
www.sharghi.net & www.kafkon.com & www.naztarin.com