لیکوال: حبیب الرحمن تاثیر

کله چې د تیرې شنبې په ماښام د سولې عالي شورا رییس او د اسلامي محاذ ګوند مشر پیر سید احمدګیلاني په ناڅاپي توګه ساه ورکړه، نو له هغه وروسته ځینو فیسبوکي کوتافکرو او عقلي نابالیغو د هغه په روحاني اروا پسې په بدرد ویلو خوله خلاصه کړه او خپل سولیدلي، ناکاره او تر وخت تیر تنقیصي تورې یې د هغه په خلاف کاول پیل کړل، چې دا د دې ټولنې د ځینو خلګو له زړو عادتونو څخه یو ګڼل کیږي او دا د هغوی علمي استعدادي تنقید نه،  بلکې د هغوی د جاهلانه تنقیص هغه څه ثابتوي چې دغه ټولنه هر وخت او هره لحظه ورڅخه کړیږي، ځکه چې دا خلګ تر اوسه پورې د مثبت او منفي نقد له اصولو څخه ناخبر پاته دي.

له پیر سید احمد ګیلاني سره د پیرۍ او مریدۍ د رشتې ترڅنګ نه نظریاتي، نه ګوندي او نه جهادي تړاو لرم، خو د هغه روحاني اروا ته د سپکاوي له امله دې ته اړ شوم چې څه دي ولیکم، تنقیص نه بلکې تنقید هم وکړم او دا هم روښانه کړم چې زه په شخصي توګه نه د خلق ډیموکراټیک ګوند د نظریې او نظام پلوی پاته شوی یم او نه په افغانستان کې له (الفه تر یې) د مجاهدینو د هیڅ ګوند د جهاد پلوی وم او نه به یم، ځکه چې: دا امریکایي او پاکستانۍ ډرامه وه چې په برخه برخه چلیږي، خو په افغانستان کې د ډیری نورو خلګو ترڅنګ پیر صاحب هم د شوروي اتحاد د سرو لښکرو په وړاندې په عقیدوي توګه د جهاد په تاوده سنګر کې ودریده، ښه وو بد وو دا بیله خبره ده خو کله چې د روسانو له وتو او (خلقي) نظام له ړنګیدو وروسته مجاهدین کابل ته ننوتل نو د پیر صاحب په مشرۍ (اسلامي محاذ ګوند) یوواځینی ګوند وو چې نور یې جګړې ته د پای ټکی کښېښود.

کله چې کلونه وړاندې په افغانستان کې د مجاهدینو په نوم خلګ په کابل ننوتل نو موږ ته یې هغه کابل پرېښود چې تاریخ به يې زخمونه په یاد لري، خو په خپله پیرصاحب او د دغه پیر ټول مریدان په خپلو کورونو کې د بې وسه تماشایانو په څېر کښېناستل، نه یې عزتونه لوټ کړل، نه یې کابل ړنک کړ، نه یې د خلګو په سرونو کې میخونه ټکوهل، نه یې له ښځو تیان پرې کړل، نه یې پاټکونه واچاول، نه یې له انسانانو سپي جوړ کړل او نه یې ژبني، مذهبي او سیمه ییز تعصب ته لمن ووهله، بلکې د خپل پیرانه او فقیرانه احساس له مخې یې د مجاهدینو دغو ناروا کړنو ته حیران حیران کتل او هر وخت به یې په هغوی باندې د خپل منځي سولې او یووالي غږ کاوه، خو کله چې موجوده نظام رامنځ ته شو، نو بیا یې هم د نورو مجاهدینو په رنګه نه په غصب او نه په فساد لاس پورې کړ، خو په نظام کې یې ونډه واخیسته.

نړۍ او بیا په تیره افغانان شاهدان  دي چې کله هم تر پیر سید احمد ګیلاني وړاندې یو ټینګ مجاهد برهان الدین رباني د سولې شورا مشر شو نو له مجاهدینو سره د تعصب په بنیاد یې هیڅ کله نه غوښتل چې سوله دي وشي او نه یې په افغانانو د هوسایي او د ارامۍ ژوند لورونه کوله، خو وايي چې د کوټي شورا یې د سولې شورا او شریف افغانان له شره خلاص کړل، خو پیر صاحب بیا هم د خپل روحاني استعداد او خلوص په برکت له دغه مجاهدینو سره خپله مجاهدانه تربګني ونه ساتله او د ګلبدین حکمتیار غوندې سخت دریځی او د اسلامي حزب په رنګ جنګیالۍ ډله یې په مخلاصانه توګه د سولې له بهیر سره یو ځای او په دولت کې شامله کړه، دا چې دولت او په دولت کې دننه مجاهدین ورسره په یوه کمبله نه ځایېږي دا د هغوی شخصي مشکلات دي، پیرسید احمد ګیلاني په دا وروستیو کې د حزب اسلامي ترڅنګ د طالبانو له ځینو غړیو سره هم لیده کاته کړي او تر ډیره د سولې په کولو کې بریالي شوو خو مرګي انتظار ونه کړ.

که څه هم د سیمې په کچه په اوسني وخت کې په افغانستان کې د بیان ازادۍ ته زیات درناوی کیږي خو بیا هم ځینو فیسبوکي مبارزینو په داسې حال کې د پیر صاحب په عاجزه او مرحومه اروا باندې ړانده، کاڼه او ګونګي ګزارونه وکړل چې د سیمې په ځانګړې توګه د پاکستان او ایران استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې په جعلي ای ډي ګانو او یا هم د خپلو جاسوسي اشخاصو په لاس او واسطه په افغانستان کې د مېشتو قامونو او د مذهبونو د منونکیو ترمنځ ژبني، قامي، مذهبي، سمیه ییز او هر اړخیز نفاق رامنځ ته کړي، نو هغه کسان چې ځان لیکوال، روشنفکره او مدني بولي هغه خو باید د خلګو د ذهنونو د ورانولو نه بلکې د ذهنونو د جوړولو له پاره کار وکړي.

 

 

نوشته شده در چهار شنبه 6 بهمن 1395برچسب:,ساعت 8:35 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

 لیک: حبیب الرحمن تاثیر

 

په کابل او مزار شریف کې د عاشورا پر ماتمي جلوسونو له بریدونو څخه وروسته د هزاره قام ځینې فیسبوکي روشنفکرانو او د هغوی مدني فعالانو په ټولیزه توګه په پښتنو پسې په سوشل میډیا کې سپکې سپورې پیل کړې دي، ترهګر، قاتلان او د افغانانو دوښمنان یې یادوي او هر تروریستي عمل د پښتنو کار ګڼي، چې دا د هغوی خام خیالي او کوتا فکري ګڼل کیږي.

که دغه کار دوی د طالبانو، داعیشیانو او یا نورو وسله والو ډلو کار ګڼي نو په دغه ډلو کې د هرې ژبې او هر مذهب خلګ شتون لري لومړی دا چې دا وخت له سوریې او عراق څخه راغلي د کرایې جنګیالي هزاره ګان په افغانستان کې د جګړې په تیارۍ بوخت دي، نو پښتانه، تاجک، اوزبک او نور افغانان به ټول هزاره وسله وال ګڼي؟ بله دا چې د غزني هزاره ګانو څه موده وړاندې له وسله والو طالبانو سره د یووالي ژمنه وکړه، نو بیا به هم غیر هزاره ټول هزاره ګان وسله وال ګڼي؟ داسې هیڅ نه، بلکې دا ډول پیښې د ځینو نړیوالو او سیمه ییزه استخباراتي کړیو کار ګڼل کېږي.

تېر کال همدغه شپې د غزني ولايت مخور شخصيتونه او څو نورو سرچينو، د دې خبرې پخلی کړی وو چې هزاره ګان د داعش ډلې له ويرې له طالبانو سره مرسته کوي، په راپورونو کې راغلي وو چې: د هزاره توکم خلګ له طالبانو سره د نورو مرسته تر څنګ ان وسلې هم دوی ته ورکړې چې د داعش ډلې مخنيوی وکړي او دا چې د غزني د زندان په ماتولو او د بنديانو په خوشي کولو کې هم هزاره ګانو له طالبانو سره مرسته کړې ده، وجه یې هم دا وه چې: داعش ډله د شيعه مذهبو سخته مخالفه ده او په هر هېواد کې چې دوی شتون لري، مرګ ژوبله يې وراړولې ده.

کلونه وړاندې سعودي عربستان او ایران په پاکستان په ځانګړې توګه د دغه هیواد په پنجاب ایالت کې د دغه هیواد د استخباراتو په ګټه او مرسته د سني او شیعه مذهبونو د منونکیو ترمنځ خپله ګوډاګیزه (نیابتي) جګړه پیل کړه، خو پاکستان او د دغه هیواد استخباراتي ادارو له اوښیارۍ څخه کار واخیست، د ازادۍ د تحریکونو د کمزوري کولو، د پاکستان له ماتیدو څخه د ژغورلو، پښتون او بلوڅ په جګړه کې د ساتلو او د هغوی په وسایلو د خیټې اچلو په موخه یې دغه جګړه په بلوچستان ایالت په ځانګړې توګه په کوټه کې روانه وساتله چې تر اوسه پورې په کې له دواړو لوریو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون په زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

که څه هم چې دا جګړه مستیقما دغه هیوادونه پر مخ نه وړي خو د دغه هیوادونو ګوداګیان او د هغوی تالۍ څټي له هغه وروسته اوس په اسلام اباد کې ځینې شیعه او سني خپل مطلبه او د پردیو ګټو ته ژمن مشران د ایران او سعودي عربستان ترڅنګ د ځینو نورو هیوادونو په سفارتخانو وځي او ننوځي، موخه یې هم پورته ذکر شوی عمل روان ساتل دی، مطلب مې اصلي خبرې ته راتګ دي: څنګه چې افغانستان له تیرو څلوېښتو کالو څخه د نړۍ د ځینو استخباراتي ادارو د پټې او ښکاره، سړې او تودې جګړې میدان ګرځیدلي دی، نو ګومان کیږي چې په افغانستان کې د یو بل جنګ نغری تودیږي، هغه هم د دره نوي فیصده سني او اووه فیصده شیعه مذهبونو د منونکیو ترمنځ چې ملاتړ به یې هم همدغه د مذهبونو میراث خواره هیوادونه ایران او سعودي عربستان کوي، خو د دې ترڅنګ د سیمې نور استخبارات هم په دې کار کې لاس لرلي شي.

هغه هزاره فیسبوکي جنونیات او د هغوی ځینې مدني لېونیان باید په دې ځان پوه او خبر کړي چې په افغانستان کې د قامونو او مذهبونو ترمنځ د نفاق اور ته لمن وهل کیږي، د نړۍ او سیمې ځینې استخباراتي کړۍ غواړي چې دلته د یو بل اور نغری تود کړي او تفرتونه خوارته کړي، تر څو د دوی هر اړخیزې ګټې لکه: قامي سلامتیا، مذهبي میراث خوري او کلتوري تیری پرځای پاته شي، خو د دې ترڅنګ افغان دولت او د دغه دولت استخباراتي ادارې باید اوس له ډیرې اوښیارۍ او سنجدګۍ څخه کار واخلي، ترڅو د پردیو دغه ډول دسیسې ټولې شنډې او له منځه یوسي، ګنې زموار به یې همدغه دولت او د افغانستان ملي امنیت ګڼل کیږي، که نه نو د تیرې شپې د کابل او له هغه وروسته د مزار شریف پېښې به شاوخوا هره ورځ تقراریږی.

Habib Urehman Taseer

 

نوشته شده در چهار شنبه 29 دی 1395برچسب:,ساعت 9:57 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

لیک: حبیب الرحمن تاثیر

July 17, 2016

تیر ماښام په ترکیه کې د شاهنواز تڼي ډوله یوه ناکامه کودتا وشوه، ښه وه بده وه موږ ورسره کار نه لرو، خو له هغه وروسته زموږ ځینو بېچاره فیس بوکیانو له خولې لاس اخیستی دی، د طیب اردوغان، د هغه د مسلمانۍ او د هغه د حکومت په صفتونو نه مړیږي، څوک ورته قهرمان، څوک ورته اتل، څوک ورته د اسلام ساتونکی څوک څه او څوک څه لقبونه ورته کاروي او د هغه د نظام ننګه کوي، خو باید موږ په دې ځان پوهه کړو چې زموږ تر اوسه په خپله په یوه پایڅه کې دواړه پښې بندې دي، د ځان د ښه راتلونکي، د هیوادنیو ګټو او د ځوانانو د روزلو لپاره کار وکړو ځکه چې دا کار موږ او تاسو ته ګوري، بله دا چې ترکیه او اردوغان موږ او تاسو ته په ښه نه راځي، ترکېې او اردوغان واړ عمر زموږ له دوښمن سره زموږ (پښتنو افغانانو) په خرابولو کې مرسته کړې او هغه یې په ټولیزه توګه راته چاغ کړی دی.

په محکوم افغانستان (کوټه، پېښور او قبايلي سيمو کې) له تېرو لسو کالو څخه پنجاب او د پنجاپ د استخباراتي ادارې په پښتنو او بلوڅو کې چاودنې کوي، د بغاوت په تور يې وژني، د ترهګرو په نوم يې قتل عام په کې پيل کړى دى، د اپرېشن په نوم په بربريت يې غيرت شهامت، غرور، افغانيت، مېړانه او هرڅه له خاورو سره ورته خاورې کړل، په سوات کې يې د مېړونو تر مخ پښتنې ښځې وشرمولې، ولي دغه اردوغان ږغ نه پورته کوي؟، ولي دغه اردوغان پټه خوله ناست دى؟، ولې دغه اردوغان ګونګ ناست دى او سيلونه کوي؟. خو چې  په برما کې پنځه کسان ووژل سول او اردوغان یې د مرستې غږ وکړ، نو زموږ بې فرهنګه، ناپوهه او نا سرخلاصو پښتنو ورته د اتل، قهرمان او سپين مسلمان خطابونه کول.

کله چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې پيل وکړ او د مجاهد په نوم خلګ يې وروزل او وروسته يې افغانستان ته راولېږل، نو په ازاد افغانستان کې دغه پنجاب پرستو (مجاهدينو) څه و نه کړل؟، تر برما يې زيات ظلمونه او نارواوې وکړې، له هلکانو سره يې ودونه روا کړل او ودونه يې ورسره وکړل،د خپلې خور له لور يې تيان پرې کړل، د خپل ورور په سر کې يې مېخونه ورټکوهل، د خپل کلي خلګ يې په کانټينرونو کې بند کړل او تر لاندې يې اورونه بل کړل، هيواد يې ړنک کړه، د ډيورنډ د منحوسې کرښې د مضبوطۍ له پاره يې کارونه وکړل، هيواد يې په ژبني، قامي، مذهبي او سيمه ييزو تعصباتو کې ښکېل کړ، ولي دغه اردوغان ږغ نه پورته کاوه، ولي دغه اردوغان پټه خوله ناست وو،ولې دغه اردوغان ګونګ ناست وو او سيلونه کول او پاکستان ته یې دا نه ویل: چې له خپلو ناروا کړنو لاس واخله.

په بلوچستان کې د بلوڅو سياسي ځوانان او پېغلې ازادي غواړي، سپېڅلې مبارزه کوي، د پنجاب له ظلم، بربريت او تېري څخه ځان خلاصوي، خو د پنجاب استخباراتي ادارې د دغه بلوڅو کورنيو، پيغلې، ځوانان، مېرمنې، ماشومان او سپين ژيري سړي لومړى له کورونو تښتوي، وژني يي او وروسته يې وراسته سوي (مسخ سوي) مړي په بېلابېلو ځايونو کې غورځول، ولې اردوغان د انسانیت په خاطر څه نه ورته وايي: چې پاکستانه دا کار مه کوه، خو چې په کې یوه کودتاګۍ سوې ده، زموږ د وطن عقلي نابالغه فیس بکیان راغورځیدلي دي او په له غره سره سرجنګوي وايي موږ درسره یو، پلانی دی او ډینګی.

 

نوشته شده در شنبه 25 دی 1395برچسب:,ساعت 14:48 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

لیک: حبیب الرحمن تاثیر

 

September 19, 2016

 له جهاد او مقاومت څخه وروسته د غصب او فساد په برکت، خپلو شخصي ګټو ته د زیان په خاطر او د خپلو بدو کړنو د پټولو په موخه مجاهد له مجاهد سره د سولې مخالفت کوي او د ځینو خلګو په یاد او وینا دا مخالفت ځکه ورسره کوي چې کلونه وړاندې همدغه مجاهدینو د افغان ولس له جګړې څخه د خلاصون له پاره په کعبه کې نامنلي قرانونه وکړل او بیا یې په مقدس نامه په جګړه لاس پورې کړ، دا هغه وخت وو چې طالب وسله وال یې په منځ کې راغورځار سول او دوی یې له کابله پسې واخیستل، خو په زړونو کې یې کینه او بغض هم هغسې تند او تاند پاته وو.

 

د طالب په شړل کیدو او د وخت په تیریدو سره ټولې ډلې په کابل ننوتلې، ځینې له رهبري سره او ځینې پرته له رهبرۍ، پر خلګو او ولس باندې حاکم سول، دې عمل پوره پنځلس کاله مزل وکړ، د وخت په تیریدو سره د یوه مرور رهبر سره د سولې د خبرو زمینه برابره سوه، دا چې له تیرو څو میاشتو څخه په کابل کې ناست یوه خوله بوټۍ د سولې شورا ریس او دغه شورا هڅې پیل کړې دي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره سوله وکړي، خو ځینې د وطن نافرمانه اولاد یې مخنیوی او مخالفت کوي، وجه یې ښکاره او ګټې یې مشخصې دي، که څه هم چې د سولې شورا، افغان دولت او ولسمشر یې په ښکاره نوم نه دی اخیستی خو ولس ته یې په اعشاره ویلي چې له سولې سره د مخالفت ږغ له پنجشېر درې راخیژي او له ځینو نورو سیمو بدرګه کیږي.

د پنجشېر درې تر واک او امر لاندې ټلواله او د ټلوالې سیاسي مفکرین، دانشوران او د لومړي صف ژورنالیسټان په دې باور دی چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب په کورنیو جګړو کې د ټلوالې ځینې کسان وژلي دي، خو دوی دي خبر وي چې په افغانستان کې په دغه جګړو کې له تیرو څو کالو څخه دغه مجاهدینو د یو بل په وزغنو کې منګولې بندې کړې وې او په زرګونه ولسي خلګ یې ووژلې، دومره زیان ټوپک مارو ونه لیدلی څومره زیان چې یې ولس او خلګو ته رسولی دی.

ظاهره خبره ده: چې د جګړییزو کسانو شخصي منافع او ګټې د سولې په راتلو سره په خطر کې لویږي، نو دوی د سولې په نه راتلو ټینګار کوي، وسلې ته لاس کوي او جګړه پر مخ وړي، خو زما په خیال چې دا ځل به د شورا نظار، شمالي ټلوالې، استاد ستاف او په افغانستان کې د سولې نور مخالفین په دغه ځای کې له ډیر احتیاط څخه کار واخلي، ځکه چې دا وخت په کابل کې تر نورو ډیر د دوی غصب شوې شتمنۍ په خطر کې لویږي، که څه هم چې هیڅ امکان نه لري خو دوی فکر کوي چې هسې نه په کابل کې د مجاهدینو لسیزه یو ځل بیا د دوی له لاسه تقرار سي.

د میرالله او خیرالله د خره متل هم دلته اړین دی، ځکه که یوې خواته د نظار شورا او شمالي ټلواله د سولې د دغې پروسې مخالفت او مخنیوی کوي خو د دې ترڅنګ د دغه شورا بې نظره متحدین هم د سولې پر شورا او دولت زور راوړي چې تر سولې جګړه غوره ده، ځکه دوی هم د ګلببو د چرګې مثال لري، هګۍ یو ځای اچوي کړوتا یې بل ځای خېژي، په ښکاره د حکمتیار طرفدار دي، خو په پټه له حکمتیار سره د سولې مخالفت پر مخ وکړي.

By: Habib Urehman Taseer

h.taseer@gmail.com

 

نوشته شده در شنبه 25 دی 1395برچسب:,ساعت 13:43 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

لیکوال: حبیب الرحمن تاثیر

 

د کوټي، پېښور، ږوب، چارسدې او یا نورو سیمو بې پښتو، بې وجدانه او پردي پال پښتانه چې د کشمیریانو، ترکیانو او ځینو نورو پر ویر او غم مرثيې وايي، مظاهرې ورباندې کوي ګټې ورباندې کوي، نن دي د خپل ورور په وژلو هم خوابده کړي، مظاهرې دي وکړي، ګرم ته دي د ګرم ګوته ونیسي او میدان ته دي راووزي.

 

هغه قامپرستان چې پاکستاني اسټبلشمنټ یې پر مرۍ پښه ورایښې او یواځې د نلکۍ، اوبو، پلچکونو، بندو شناخت کارډونو تر مسلو یې محدود کړي هغه دي نور د پښتنو او بلوڅو د نسل کوشۍ  په ځانګړې توګه د هغوی د ځوان او د تعلیم یافته نسل د وژنې د مخنیوی  لاره خپله کړي، غدار دي سي او بغاوت دي وکړي، د کامپرستۍ په نوم دی نور د خپلو هیوادوالو ضمیر وژنه، غیرت وژنه او افغانیت وژنه بس کړي.

 

هغه مذهبي ډلې چې ځان د اسلام ټیکداران بولي او په ژوند، نصاب او دونیا کې د جهاد پیلتې دودوي، کشمیر، بوسنیا، چیچنیا او افغانستان ته مجاهدین لیږي هغه دي د روانې دومخې جګړې، د ښکاره کولو له پاره ږغ پورته کړي، ولې دوی نه دي خبر چې په بلوچستان کې انسان وژنه چا پیل کړې ده؟، څوک یې کوي، ولې یې کوي؟ د خلګو ولس او خپلو کارکنانو پر سترګو غوړولې تورې پټۍ دي نورې ورڅخه لرې کړي، نور دی له دا مقدس نوم څخه ګټه نه پورته کوي.

 

نوشته شده در شنبه 25 دی 1395برچسب:,ساعت 7:22 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

لیک: حبیب الرحمن تاثیر

 

کله چې ځینو کوتا فکره اشخاصو او د هغوی تالۍ څټو د قومي او ژبني سیاست د پرمخ وړلو په نیت، د افغانستان د معاصر تاریخ لیکونکي میر غلام محمد غبار په خبره: (چې حبیب‌الله کلکانی مشهور به «بچه سقو»  د غلو، بیسوادو، فاسقو، فاجرو، مرتجعو او راهزنو پاچانو له مجلې څخه وو)، د ورستو هډوکو د بیا ښخولو خبره راپورته کړه، نو د نورو حساسیتونو د راپورته کیدو ترڅنګ یې په حزب اسلامي ډله کې هم چاکونه واچول، د دغه ګوند له فکري ګوندي جوړښت څخه ځینې د مثبت فکر لرونکي ځوانان او فکري ملګري خواتوري شول، وجه یې هم د کلکاني په اړه د کلبدین حکمتیار او بچه حکمیتار دریځ او نظرونه دي.

 ښاغلی ګلبدین حکمتیار چې له تیرو څلویښتو کالو څخه په افغانستان کې د هر ډول انظام په خلاف په مبارزه بوخت دی، کلکانی یو رښتونی مجاهد او د دین رسول الله خادم یاد کړ، په اوسنيو حساسو حالاتو کې ځینو فیس پاڼو او سوشل میډیا ګلبدین حکمتیار ته منسوب یو آډیو کلیپ راپور ته کړ چې: د سقاو زوی یې په کې د خادم دین رسول الله او غازي محمدنادرخان یې په کې د جلاد په نومونو یاد کړ دي چې دغه کار د حکمتیار به محبوبیت منفي اغیزه وکړه او د نورو روشنفکره هیوادوالو ترڅنګ د ګوندي ځوانانو تر سختو نیوکو لاندې راغی.

 که څه هم چې په افغانستان کې د خلګو د علمي، سیاسي او فکري کچې د لوړیدو له امله د افغان مجاهدینو جهادي مفکره او جهادي رهبریت ورو ورو خپل محبوبیت له لاسه ورکوي او وايي چې دا په سیمه کې د امریکايي، پاکستاني او ځینو نورو کفري او سلامي اسختباراتي کړیو ګړه پروژه ده، خو د ګلبدین حکمتیار ترڅنګ بچه حکمتیار هم په خپله فیسبوک پاڼه چې دا وخت د خلګو د سختو غرګونو له امله بنده ده ولیکل چې: (له تعلیمي او تاریخي کتابونو څخه دې کلکاني ته د غله خطاب حذف شي، ځکه چې هغه خادم دین رسول الله...)، که ښاغلی حبیب الرحمن حکمتیار له تعلیمي او تاریخي کتابونو څخه کلکاني ته د غله د خطاب د حذف کولو غوښته کوي نو تاریخ به دا هم ولیکي چې د ځینو شخصي ګټو په خاطر بچه حکمتیار دا تېروتنه هم کړې وه چې تاریخ یې درواغژناوه، وړوکی حکمتیار دي دا خبره له ذهنه نه باسي چې: (له تعلیمي او تاریخي کتابونو څخه کلکاني ته د غله خطاب دي حذف شي) په تاریخ کې د کاڼي کرښه شوه.

 شاید ګلبدین حکمتیار او حبیب حکمتیار دغه کار د سیاسي ګټې او له شمالي ټلوالي سره د ځینو نورو ترڅنګ: د ګلبدین حکمیتار کابل ته په راتللو، د حزب اسلامي نه بې وسلې کولو، د شمشتو پنډغالي را اتقالولو، په دولت کې اسلامي حزب ته په وړ ځای ورکولو او د ځینو نورو مجاهدانه اختلافاتو د لري کولو په موخه کړی وي، خو ځینې سیاسي شنونکي د کلکاني بیا ښخول او سقاوي کیسې راژوندۍ کول د تېرو خپلمنځي، جهادي، ګوندي، ژبني او مذهبي جګړو او ناخوالو د ځنځیر یوه بله کړۍ ګڼي او وايي: دا یو سټراتیجک ګواښ دی، سیاسي شنونکی او لیکوال خان زمان کاکړ لیکي: سقاوي افغان ضد ذهنيت او پروسه ده، دوام لري افغان ماډرنیزم ته راجع دا ايډيالوجيکل او سټراټيجک ګواښ په يوه منظمه سياسي مبارزه ناکامه کېدی شي، سقاوي په کوم نژاد، توکم يا اتهنيک ګروپ پورې تړلې مفکوره هرګز نه ده.

 له اوږدو خبرو تېرېږم او اصلي خبرې ته راځم، هغه دا چې د ښاعلي ګلبدین حکمتیار او حبیب الرحمن حکمیتار له لورې بچه سقاو ته د خادم دین رسول الله خطاب کول او له تعلیمي او تاریخي کتابونو څخه د کلکاني په اړه د غله خطاب د حذف کولو غوښتنه د دوی دواړو ترڅنګ اسلامي حزب ته هم سرخوږی جوړ کړ، ځکه چې دغه کار د نور افغان ملت ترڅنګ په خپلو ګوندي ملګرو کې د هغوی د محبوبیت سطح راټیټه کړه، د ګوند له لیکو څخه یې  د ځینو لوستو، بااحساسه او روشنفکره ځوانانو او پخواني فکري ملګرو ایستل هم پر ځان ومنل، وینم او اورم چې د حزب اسلامي له لیکو څخه ډلې ډلې هغه ځوانان او فکري ملګري چې د کلکاني په موضوع دردېدلي د حزب اسلامي له صف څخه بېلیږي.

حبیب الرحمن تاثیر

h.taseer@gmail.com

 

نوشته شده در جمعه 24 دی 1395برچسب:,ساعت 15:54 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

لیک: حبیب الرحمن تاثیر

که یوې خواته پاکستان په ډول ډول کړنو سره د پښتنو د ذهنونو خرابولو له پاره لکه: مذهبي اختیارات ورکول، د پښتنو ځینو مشرانو ته امنتیازات ورکول، پښتانه په سیاسي ګوندونو، مذهبي ډلو او قبیلوي اتحادیو ویشل، له ځینو لویو درسګاوو څخه د پښتو نصاب ایستل او له درسي نصاب څخه د پښتنو اتلانو، مضمونونو ایستل او پر ځای يې جګړییز او زیانمن مضمونونه وراچول او د ځینو مشرانو او سخت دریځو پښتنو د شکنجه کولو په وسیله پښتانه کمزوري کول او داسې نورې وسیلې کاروی، خو د دې ترڅنګ د عام، ساده او بې سواده پښتنو ذهنونه بیا د رسنیو له لارې خرابوي.

 پاکستانی دولت او د دغه هیواد استخباراتي ادارې کوښښ او ټینګار کوي چې په پاکستاني راډیوګانو، تلوېزیونانو، ورځپاڼو بلکې په ټولیزه توګه په رسنیو کې د ځینو مسلم لیګي او جاسوسو پښتنو پروډیوسرانو، نطاقانو او خبریالانو په وسیله داسې پروګرامونه، ریپورټونه او ګردي مېزونه ورته تیاروي چې د پښتنو فکرونه وراسته، خراب او بدل کړي، د یوووالي له لورې یې د خپل منځي ځانځانۍ، بدبینې او نفرتونو و لورته راوګرځوي، چې دا د پاکستاني دولت او استخباراتي ادارو ایماني، وژداني او وطني فریضه جوړیږې.

له بده مرغه چې په دې برخه کې افغان دولت هیڅ کار نه دی کړی، نه مضبوطې رسنۍ لري او نه هم په رسنیو کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو د ذهنونو د جوړولو کسان شته چې هم په تروریستي توګه ورڅخه ځان خلاص کړی او  هم په فکري، سیاسي او ذهیني توګه د هغوی ذهنیت سازي وکړي، په پاکستان کې د دولتي رسنیو ترڅنګ شخصي رسنۍ هم د پښتنو د ویش لپاره ښه رول ترسره کوي، خو له بده مرغه چې په افغانستان کې یو خو پښتانه په ټولیزه توګه خپلې رسنۍ نه لري، خو که یې لري هغه یواځې تر سندرو، هندی، ترکيي او انګریزي سریالونو او او نورو دا ډول پروګرامونو پورې محدودې دي، نه غواړي چې له سندریزو پروګرامونو، هندي، ترکيي او انګریزي سریالونو څخه راووځي، چې په سر کې یې (شمشاد) او (ژوندون) تلوېزیونو راځي.

 د مطلب خبرې ته راځم که ملي تجاران، جهادي مشران، بهرمیشتي افغانان او نور شتمن کسان په هیواد کې د ځینو راډیو ګانو او تلویزیونو د جوړولو و لور ته پام واړوي هم به په زیاته اندازه پیسې وګټي او هم به د پولې دواړو لوریو ته د پرتو پښتنو قامونو ذهنیت سازي وکړي، په افغانستان کې له تیرو څلوېښتو کالو څخه د نړۍ استخباراتي او مېډیايي جګړه روانه ده، خو قرباني کیږي په کې یواځې پښتانه او تر څو پوري چې د پښتنو ذهنونه جوړ شوي نه وي تر هغې پورې به همدا ډول پښتانه د دغه جګړې قرباني کېږي، همدا ډول به په پردۍ جګړه کې ښکېل وي، د ذهنیت سازۍ او فکر جوړونې تر ټولو ښه او یواځینۍ لاره هم رسنۍ دي، که لوی افغانستان جوړول غواړو، که د پښتنو وڼه او یووالی غواړو، که غواړو چې ځان د پاکستان غوندې له مکاره او دوه مخي دوښمن څخه خلاص کړو، رسنۍ باید فعالې شي.

 

نوشته شده در جمعه 24 دی 1395برچسب:,ساعت 14:31 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

صفحه قبل 1 2 صفحه بعد

کپی برداری بدون ذکر منبع غیر مجاز می باشد
www.sharghi.net & www.kafkon.com & www.naztarin.com