له (Only news) څخه په مننې


اوس اوس د پاکستان يو بیلتون غوښتونکي پښتون مبارز ويلي دي چې په پاکستاني پوځ کې پښتنې نجونې د غلامې په توګه کارول کيږي.

 نوموړي اوس اوس له رسنیو سره له دې خطرناک راز څخه پرده پورته کړې او وايي چې په پاکستان کې پښتانه يوازې وحشت اودحشت ته ژوندي دي.

 عمر داوود خټک له رسنیو سره په خبرو کې ويلي دي چې د خيرپښتونخواه ډيری نجونې په پاکستاني پوځ کې د جنسي ځورونې او ترهګرو د استخدام په خاطر کارول کيږي.

د خټک په خبره ډيری نجونې چې د ځينو ستونزو له امله تيښتې ته اړې کيږي پنجاب او لاهور ته بیول کيږي اوهلته په رنډۍ خانو کې د دوی له عايداتو د پاکستان استخباراتي اداره پټې پروژې پر مخ وړي.

 نوموړي دا هم ويلي دي چې ډيری دا نجونې د وتلو پښتنو مشرانو او ځوانان د نوم بدۍ په خاطر هم کارول کيږي چې له ډيرو ځوانانو او مخورو کسانو ويډيويي شیبې هم پاکستاني استخباراتو ثبت کړي دي.

 خټک زياتوي:« په سرحدي سيمو او سوات کې د ترهګرو رامنځ ته کول او بیا يي پر ضد عملیات د پښتنو پر غرور ملنډې وې او پاکستاني پوځ سلګونو پښتنې نجونې لاهور ته بیولي او هلته پرې د خپل جنسي وحشت مستي سړوي.

خټک زیاتوي: ډيرۍ پښتنې چې د پاکستان په دولتي ادارو کې کار کوي په زوره فاحشه ګري ته هڅول کيږي او بیا د دوی له لارې فحاشي د پښتنو کورونو ته ننباسي

 هغه چې د ازاد پښتونستان د آزادۍ لپاره مبارزه کوايي وايي چې پښتانه نور باید پر ځان رحم وکړي او هسې پاکستاني ډول ته د نڅيدو له امله دې خپل غرور، تاريخ او نواميس نه تر پښو لاندې کوي.

 خټک دا خبرې په داسې حال کړي دي چې اوس اوس ډيری پښتانه او پښتون ميشتې سيمې د پاکستاني پوځ د وحشتونو ښکار دي او دا وحشتونه کله د طالب او تروريست په جامه کې وي او کله بیا عملیاتي بڼه لري، پاکستان چې په سيمه کې د شرارت مرکز دی تل په ورته ورانکارو او شرمونکو کړنو کې لاس لري.

خټک ويلي دي چې ددې ټولو خبرو د ثبوت په خاطر پوره اسناد ورسره دي خو دا چې پښتانه يو لوري ته د تروريزم او بل لوري ته د پاکستاني وحشتونو او نسل وژنې ښکار دي هڅه به وکړي ياد اسناد او د پښتنو د نسل وژنې ځينې کره اسناد نړۍ والو محاکمو او ادارو ته په واک کې ورکړي.

 عمرخټک ليکلي دي:(پاکستان د تل په څير زه په دې تورن کړم چې زه هندوایزم ته اوښتی يم خو زه هندو نه بلکه يو پښتون، يو افغان او مسلمان يم يوازنۍ ګناه مې داده چې پاکستان نه منم او د لوی افغانستان د جوړيدو ارماني يم)

دا خبرې په داسې حال کې شوي دي چې لا هم ځينې پښتانه په پاکستان کې د پنجاب په ننګه په داسې حال کې شعارونه ورکوي چې پيغلې يي فحاشي، نارينه يی ترهګرۍ ته هڅول کيږي او پښتو ژبه په ياد هیواد کې په نشت شمار ده او ان په پښتون ميشتو سیمو کې هم په رسمي نصاب کې دې ژبې ته حق نه ورکول کيږي.

 

نوشته شده در سه شنبه 28 دی 1395برچسب:,ساعت 9:19 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر  

October 19, 2016

 د غزني ولایت یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي، چې ماشومان یې له زدهکړو محروم دي او په ښوونځيو کې یې له کلونو راهیسې افغان امنیتي ځواکونو پوستې جوړې کړې دي، خلک له حکومت څخه غواړي، چې د دغه حالت مخه ونيسي او ښوونځي یې بېرته د علم په کورونو بدل کړي.

د غزني ولایت د مرکز په څو کیلومترۍ کې د پرتې واغظ ولسوالۍ یو اوسېدونکی وايي، چې حکومت د ملیونونه افغانیو په لګښت د ولسوالۍ له پاره ودانۍ جوړه کړې، خو تراوسه هم د ولسوالۍ اداري چارې د کلا محمدخان په عالي لېسه کې پر مخ وړل کېږي: (دغه ولسوالي دې حد اقل اوس خپلې ودانۍ ته یوړل شي او خپلې چارې دې هلته ترسره کړي).

څه موده وړاندې د واغظ ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکو د همدې ستونزې له کبله د غزني ولایت مقام مخې ته مظاهره هم کړې وه. مظاهره کوونکو تور پورې کاوه، چې له ښوونځیو څخه یې پوځي مرکزونه جوړ شوي، یا زدهکوونکي په کې زدهکړو ته نه پرېښودل کېږي او یا هم د زدهکوونکو تر څنګ پوځي مرکزونه فعالیت لري.

مظاهره کوونکو ویل، چې دولت په قصدي توګه خلک تیارو ته ټېل وهي، ماشومان یې په کنډوالو کې او یا تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي، خو ښوونځي امنيتي ځواکونو ورڅخه قبضه کړي دي.

د کلیو ترڅنګ د غزني د مرکز په یو شمېر سيمو کې هم امنیتي ځواکونه په ښوونځيو کې پوستې لري.
د غزني ښار یو اوسېدونکی ميرویس وايي، په داسې یوه لېسه کې یې زدهکړې کولې، چې پوځيانو په کې کوټه لرله او طالبانو به وخت ناوخت پرې بريدونه کول. نوموړی زیاتوي چې په دغه لېسه کې اوس هم پوځیان پوسته لري: (د نجونو برخه یې ځکه فلج شوه، چې د وسله والو طالبانو د بریدونو له وېرې نجونو او کورنیو یې درسونو ته زړه نه ښه کاوه).

د غزني د پوهنې ريیس محمد عابد عابد بیا کلید ته ویلي، چې له پوځي چارواکو سره غږېدلی، څو دغه ښوونځي پرېږدي.

راپورونه ښيي چې په واغظ ولسوالۍ کې د قلعه محمدخان، په ګېرو ولسوالۍ کې د اسـدالله خــادم، پــه اب بنــد ولسـوالۍ کې د لنــډه خېل، د غزني ښار په حیدراباد کې د لېسه نسوان حیدراباد او لېسه نسوان خاک غریبا او د اندړو په کوټه سنګي خانه بابا کلي کې د متوسطه انصاري ښوونځيــو او لېســو پـــه ګـــډون لسـګونه ښوونځي په پوځي مرکزونو بدل شوي دي.
راپورونه ښيي، چې د قلعه محمد خان لېسه له ۱۳۸۱کال راهیسې د پوځي مرکز په توګه او یو شمېر نور ښوونځي بیا له ۱۳۸۶لمریز کال راهیسې د پوستو په توګه کارول کېږي.

له بل لوري پـه ډېـــری دغــو ودانیــو د حـکومت د وسله والو مخالفينو له لوري وخت ناوخت بريدونه هم کېږي او زیان ور اوړي.
په هغه راپور کې چې د بشري حقونو د څار سازمان د اسد په میاشت کې خپور کړ، له حکومت څخه غوښتل شوي وو، چې په ښوونځیو کې دې د پوستو په جوړولو د زده کوونکو ژوند له خطر سره نه مخامخ کوي. راپور تایید کړې وه، چې حکومتي ځواکونه د جګړو پرمهال له ښوونځیو څخه د پوځي مرکزونو په توګه ګټه پورته کوي.
راپور زیاته کړې وه، چې په ښوونځیو کې د پوځي ډلو او وسلهوالو موجودیت د نجونو تعلیم په ځانګړې توګه له خطر سره مخ کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د استدلال له مخې په افغانستان کې به داسې کمې کورنۍ وموندل شي، چې خپلو نجونو ته په هغو ښوونځیو کې د زده کړې اجازه ورکړي، چې وسله وال په کې ځای پر ځای وي.

 

نوشته شده در یک شنبه 26 دی 1395برچسب:,ساعت 14:58 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

May 14, 2016

 

په بلوچستان ايالت کې د ورکو بلوڅانو د موندنې او د هغوى د حقونو د غوښتنې د احتجاجي سازمان مشر ماما قدير د خپلو احتجاجونو د پراخوالې په موخه د امريکا متحد ايالاتو ته تللی وو او له بیرته راغبرګیدو سره سم یې په کوټه کې له پاکستان څخه د ازادي او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه خپل احتجاج پیل کړ.

دى او وايي: په امریکا کې یې له دولتي چارواکيو څخه د بلوڅو د ازادي غوښتنې په برخه کې مرسته وغوښته او د امريکايي چارواکيو او د دغه هيواد د سنا د غړو سره د ليدو کتو ترڅنګ یې د ملګرو ملتونو دفتر ته هم ورغی او خپل شکايت یې ورته وړاندې کړ، خو له دې پرته له واشنګټن څخه تر نيويارک پورې یې پلى لاريون هم وکړ، تر څو د نړيوالو پام نور هم ځان ته واړوي.

ماما قدير چې د جليل ريکي په نوم زوى يې هم له پاکستان څخه د ازادۍ په لاره کې ژوند له لاسه ورکړى دى او له تېرو شپږو کالو څخه د کوټي، کراچۍ او اسلام اباد د مطبوعاتي مرکزونو مخې ته په احتجاج ناست دى وايي: له امريکا څخه ویې غوښتل چې پر پاکستان زور راوړي چې بلوڅانو ته خپل حقونه ورکړي.

دی وایي: موږ د امریکا له دولت څخه غوښتنه وکړه چې هغه خپل یو استازی بلوچستان ایالت ته واستوي او په خپلو سترګو دي یې وګوري چې پر بلوڅو باندې څه تېرېږي، و دي ګوري چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې پر هغوی باندې څنګه ظلمونه او زیاتی کوي، موږ د امریکا له کانګرس څخه غوښتنه وکړه چې پر پاکستان دي خپل فنډونه بنډ کړي، خپلې مرستې دي ورباندې بندې کړي او هغه وسلې چې د طالبانو د ځپلو په نوم یې پاکستان ته ورکوي او هغوی یې پر بلوڅو استعمالوي هغه دي ورباندې بندې کړي.

څنګه چې ازادي غوښتونکي بلوڅان د دغه ورکو بلوڅانو د مړو د ترلاسه کېدو پړه د پاکستان پر امنيتي ځواکونو او استخباراتي ادارو وراچوي، نو دا چې څومره کسان به تر اوسه پورې تښتول سوي او وژل سوي وي، ماما قدير يې فګر بيانوي او وايي: دغه لړۍ اوس هم دوام لري، هغه زیاتوي: زموږ د نوملړ مطابق تر اوسه پورې تر پنځه دېرش زره زیات بلوڅ ځوانان او مېرمنې تری تم دي او تر دا وخته پورې تر اته زره بالا د خراب سویو کسانو مړي موږ ترلاسه کړي دی، چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو وړي دي، وژلي یې دي او وروسته یې مسخ سوي مړي په بېلابېلو سیمو کې غورځول سوي دي.

که څه هم د ماما قدير او د ازادي غوښتونکيو بلوڅانو دا ارمان پوره کېدل د پاکستان د له منځه تلو سبب جوړېدى سي، خو په بلوچستان ايالت کې د بلوڅو بېلتون غوښتونکيو له لورې له تېرې څه باندې يوې لسيزې څخه بېلتونپاله مبارزله روانه ده چې د سړو ترڅنګ ښځې او ماشومان هم په کې ونډه اخلي، د ثمینې بلوڅې په نوم یوه پېغله چې تل یې له پاکستان څخه د ازادۍ په برخه کې مبارزه کړې ده وایی: ملکري ملتونه دي له پاکستان سره زموږ پرسر او زموږ د مړو حساب وکړي او له موږ سره دي په ازاد بلوچستان راکولو کې مرسته وکړي.

ثمینه زیاتوي: د پاکستان دولتي، امنیتي او استخباراتي ادارې زموږ سیاسي ځوانان له کورونو څخه وړي، وژني یې او وروسته یې وراسته سوي مړي رالېږي او ورباندې لیکلي یې وي چې: (دا ستاسو له پاره تحفه ده)، که ملګري ملتونه په نړې کې سوله غواړي او قامونو ته د حقوقو برابري غواړي، نو موږ دي د پاکستان له ظلمونو څخه خلاص کړي، موږ ته دي ازادي راکړي.

ياده دي وي چې دوه کاله وړاندې ماما قدير او د هغوى ملګرو بلوڅو ازادي غوښتونکيو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په خاطر له کوټي څخه تر کراچۍ څه باندې اووه سوه او بيا له کراچۍ څخه د پاکستان تر پلازمېنې اسلام پورې شاوخوا اتلس سوه کيلومېتره پلي لاريونونه وکړل چې دا د نړۍ په تاريخ کې ترټولو اوږده لاريونونه ګڼل کېږي چې ښځې او ماشومان هم ورسره ملګري وو.

 

نوشته شده در شنبه 25 دی 1395برچسب:,ساعت 14:46 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

October 30, 2016

 

د تیرې شنبې په ورځ کلیوال ملګري ټولنې یوه بله پرله پسې اونیزه اووه نوي یمه غونډه د دغې ډولنې په دفتر کې وکړه، چې په کې په لسګونو کسانو ګډون کړی وو.

دغه غونډه چې په دوو برخو ویشل شوې وه په لومړۍ برخه کې د پښتونخوا له پېښور څخه لیکوالې، ژورنالیسټې او فعالې لایبې یوسفزۍ د ویډیي لینک په وسيله (د خورو ورو پښتنو افغانانو يووالی او د هغوی ګټې) تر سرلیک لاندې د غونډې ګډونوالو ته په زړه پورې لکچر ورکړ او په دوهمه برخه کې مشاعره وشو.

هغې په خپلو خبرو کې د نورو ترڅنګ په دې خبره ټینګار وکړ چې باید په هر اړخیزه توګه د افغانانو د یووالي او د لوی افغانستان د جوړیدو له پاره کار وشي او هغه افغان ژورنالیسټان، لیکوال او مدني فعالان چې په ټولنه کې په فعالیتونو بوخت دي په دې برخه کې خپلو فعالیتونو ته لا پام واړوي.

یوسفزۍ زیاته کړه: افغانان که په پښتونخوا کې دي او که په افغانستان کې له زیاتو مشکلاتو سره مخ دي او د دې له پاره د ذهنیت سازۍ په برخه کې کار کولو ته اړتیا ده، خو دغه اړتیا د ټولنې لوستي او باشعوره کسان پوره کولی شي.

لایبې زیاته کړه په کابل، پېښور، کوټه، کندهار، جلال اباد او د هیواد په هر ځای کې د افغانانو په ځانګړې توګه د پښتنو په خپل منځ کې سره د ویشلو هڅې کیږي او د هغوی دوښمنان نه غواړی چې دوی دي یو قوت او یو موټی پاته شي، هغوی په سیاسي، اقتصادي، کلتوري او هر اړخیزه ټوګه ځپل کیږي.

هغې په پښتونخوا کې پر ځینو پښتنو سیاسي، مذهبي او ملتپالو مشرانو پړه ورواچوله چې د پردیو د ګټو له پاره کار کوي او نه غواړي چې د پښتنو د ویووالي په موخه سره راټول شي، نو ځکه په پښتونخوا، قبایلو او بلوچستان ایالت کې پښتانه د پردیو د ګټو په خاطر وژل کیږي خو دوی پټه خوله ناست دي.

لایبې یوسفزۍ په خپلو خبرو کې په پښتونخوا کې د افغانانو د ځورونې ترڅنګ یادونه وکړه چې پښتانه په قصدي توګه په اقتصادي لحاظ کمزوري کیږي، له خپلو سیمو څخه کډه کولو ته مجبوره کیږي، چې دا وخت د پاکستان په کراچۍ کې تر شپېته لکه زیات پښتانه ژوند کوي او له کمزوري اقتصاد څخه کړېږي.

یوسفزۍ په خپل علمي او خواږه لکچر کې زیاته کړه: په پښتونخوا، بلوچستان او قبایلي سیمو کې د پاکستاني شناختي کارډ او د هغوی د بندلو او خلاصولو په بهانه د پښتنو سخت سپکاوی کیږي، د پاکستان دولت او د دغه هیواد استخباراتي ادارې د پښتنو د ذلیلولو او د هغوی د بې غزتولو له پاره شناختي کارډونه وربندي او بیا یې د پیسو او واایستو په بدل کې بیرته ورخلاصوي چې دا یو نامناسب عمل دی.

د دې پوښتنې په ځواک کې چې: میډیا او عامه ذهنیت د جوړونې ترڅنګ څه کول په کار ده چې پښتانه او افغانان د یووالي لور ته راوګرځي، لایبې یوسفزۍ د کلیوال ملګري ټولنې د هڅو او فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ وویل: موږ د دغې ټولنې کارونه او هڅې په ټولنیزو رسنیو کې وینو او ګورو چې د اړتیا په وخت یې په موضوعاتو غونډې کړې، نو دا ډول باید ټول ځوانان او ژورنالیسټان د ذهنیت سازۍ و لور ته پام واړوي، دغه ډول غونډې، پروګرامونه او مثاحبې یو ښه رول ترسره کولی شي.

د دغې غونډې دوهمه برخه ازادې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه چې ډیری شاعرانو په کې د مینې، حماسي، انقلابي، وطني، هنري او هر اړخیز شعرونه وویل او غونډه مازیګر ناوخته د دوعایې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

 

نوشته شده در شنبه 25 دی 1395برچسب:,ساعت 14:38 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

 

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 

إنّا لله وإنّا إليهِ رَاجعُون دا د خدای تعالی د سپیڅلي کتاب هغه مقدس دوعایه ایات دی چې د نړۍ ټول مسلمانان په ځانګړې توګه افغانان یې د خپلو هیوادوالو په مرګ هره ورځ د ورځې څو ځله وايي:

 خو د تیرې جمعې په ورځ افغانانو، د ځینو سندرو، ټپو، شعري بیتونو او د نظم د ټوټو ترڅنګ دغه ایات د یوه داسې شخصیت په حواله په زرګونو ځله تقرار کړ چې د پښتو، هندي او پارسي موسیقي په دونیا کې یو لوی نوم لري، ډاکټرمحمدصادق فطرت چې موږ او تاسو یې د ناشناس په نوم پیژنو.

 د ډاکټر ناشناس د مرګ خبر افغانانو په سوشل میډیا کې لکه د ځنګل اور خپور کړ، خو نه یې مرجع مالومه وه، نه یې منبع، چا ویل دوی ویل، خو په دوی کې د هیواد د معتبرو ژورنالیستانو ترڅنګ لوی مدني فعالان او نوموړي لیکوالان هم ورګډ وو، خو ناشناس د خپل مرګ خبر له رسنیو سره په مرکو کې رد کړ او دا یې له وخته وړاندې خبره وبلله.

 ځوان لیکوال او شاعر وحیدالله جمعه زاده وايي دا ډول شیان خپرول د خبریالانو هڅې تر پوښتنې لاندې راولي باید دوله له احتیاط څخه کار واخلي.

 په افغانستان کې د خواله رسنیو په ډیری کارکوونکیو دا پړه وراچول کیږي چې د نوم د ګټلو، د پردیو د ګټو له باره د خلګو د ذهنونو د مخشوشولو او یا هم د راپور له وصولو څخه د غړولو په موخه له رسنیو څخه ناسم کار اخلي، په غزني کې د خبریالانو د ټولنې مشر محمدعارف نوري دا ډول کار تروریم برخه ګڼي او وايي: ژوندی مثال یې هم د ناشناس د مرګ خبر خپرول دي.

 دا چې په افغاني ټولنه کې په سوشل میدیا کې د سیاسي شخصیتونو، خبریالانو، سندرغاړو او ځینو پیژندل سویو څیرو په نومونو په سلګونو پاڼې جوړې سوې دي نو په غزني کې د شمشاد ټلویزیون خبریال محمدابراهیم امیر افغانان باید له دغه رسنیو څخه هغه ډول استعفاده وکړي لکه نوره نړۍ چې ورڅخه ګټمنه کیږي.

د ډاکټرمحمدصادق فطرت ناشناس د مرګ دروغژنه خبر په داسې حال کې په سوشل میډیا کې خپریږي چې تر دې وړاندې هم دغه افغانانو په خپلو انټرنیټي پاڼو او ټولنیزو رسنیو کې د زرڅانګې، خیال محمد او استاد ګلزمان ترڅنګ ډیری نور سندرغاړي په څو ځله مړه کړي او بیا یې ژوندي کړي دی.

 

نوشته شده در جمعه 24 دی 1395برچسب:,ساعت 17:8 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 

په غزني کې مدني فعالان، خبریالان او د ښخو د حقونو مدافعین وايي چې: په دغه ولایت کې د ښځو په وړاندې په تاو تریخوالي کې زیاتوالی راغلی دی، چې له امله یې ډیر ښځې ځوریږي.

 هغوی زیاتوي: ترڅو پورې چې مېرمنې د ژوندپه هر ډګر کې د ږغ پورته کولو له پاره راوتلې نه وي، تر هغې پورې به ورباندې همدا ډول تشدد او تېرى کېږي.

 دوی وايي د ناسمو رواجونو او دودونو له امله د خواښې، خسر، وسله والو او محلي پولیسو له لورې دغه میرمنې په بیلا بیلو پلمو ځوریږی، لیکواله او خبریاله سرینا احساس وايي: په دغه ولایت کې ښځې نه شي کولای چې خپلواک ژوند وکړي.

 څنګه چې د ټولنې په جوړولو او پر ښځو د تشدد او تیري د مخنیوي له پاره د ښځو کردار بېخي اړين بلل کیږي، د سکینې په نو یوه میرمنه وايي: ترڅو پورې چې میرمنې د خپل حق د غوښتلو په موخه نه وي راوتلې تر هغې پورې حق نه سي ترلاسه کولای او داسې تشدد به ورباندې کیږي.

 د عايشې درانۍ په نوم یوه میرمن وايي: څه وخت چې مېرمنې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو له پاره ږغ پورته کړي، هله نو بيا دوى دغه نعمت څخه برخمنې کېدى شي، دا وايي: په دولتي محکمو، په خيريه موسيسو او نورو دې په وړ ځايونو کې چې کومې مېرمنې کار کوي هغه بايد د اولسي مېرمنو د راپورته کولو او له ځان سره د ملګري کولو له پاره لستوڼي راونغاړي.

 دا چې ځينې مېرمنې دا باور ورکوي چې: د سړو له مرستې پرته د مېرمنو او د مرمنيو له مرستې پرته د ټولنې پرمختګ ناشونى بلل کېږي، نو د علاوالدين یو کس وايي: د مېرمنو په حقونو او د هغوى په اړتيا باندې تر سړو مېرمنې ښې خبرې او پوهېږي، نو ښځې ورباندې د تشدد خلاف غږ پورته کړي.

 دا چې په ځينو ځايونو او سيمو کې د مېرمنو کار نه کول او په ټولنه کې د هغوى ميدان ته نه راوتل په غيرت او قامي وقار پورې تړلې مسله ګڼل کېږي، نو ځينې هغه مېرمنې چې د ښځو د پرمختګ او ښه راتلونکي له پاره کار کوي وايي: که دغه مېرمنې همدا ډول په کور پاته شي نو راتلونکى به يې تياره او ژوند به يې ستونځمن وي.

 

نوشته شده در جمعه 24 دی 1395برچسب:,ساعت 17:0 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 

ډیری کسان وايي: په غزني او شاوخوا سیمو کې ځوانانو له زیاتره مشکلاتو پرته هم زدکړو ته مخه کړې ده او دغه ځوانان فکر کوي چې له زدکړو پرته د ابادۍ او شیرازۍ بله لاره نه ترسترګو کیږي.

 دوی وايي ځوانان په دې پوهه شوي دي چې له تعلیم څخه پرته بل شی د وطن اقتصادي، ژبني، مذهبي او هر اړخیزې ستونځې نه شي هوارولای.

 د قاضیي حبیب په نوم یو ځوان وايي: که څه هم چې د ښوونې او روزنې وزارت هغه زمینه نه ده ورته برابره کړې چې لازمه ده خو بیا هم ځوانانو زدکړو ته پام اړولی دی.

 که قاضي د معارف ناسم چلند د ځوانانو ضایع کول ګڼي، خو خیال محمد زماني وايي له دې پرته هم افغان ځوانانو دا محسوس کړې ده چې له تعلیم څخه پرته له جګړو او خپل منځیو ستونځو وتل ناشونی کار دی.

 افغانستان په ځانګړې توګه غزنی او ځنګلوري ولایتونه چې وګړي یې له فکر او غریبۍ څخه کړیږي، نو سلام افغان وايي: خلګ پوه سوي دي چې له ناخوالو، فکر او غریبۍ څخه د وتلو یواځینۍ لاره تعلیم ده چې خلګو ته نجات ورکولی سي.

 څنګه چې زدکړې د خلګو له پاره بنیادي شی ګڼل کیږی، نو مرتضی وردګ، وايي: زدکړې دي چې د انسانانو ټولې ستونځې هوارولی شي، نو ځکه ځوانانو ته ورته پام اړولی دی.

 دا په داسې حال کې ده چې لا هم په غزني او ځینو نورو ولایتونو کې د جګړو او ناامنیو له امله د هلکانو په سلګونه ښوونځي تړلي پاته دي، خو د نجونو په سلو کې بیخي لږ فیصدي یې ترسترګو کیږي، چې د دغه جګړو او ناامینو ترڅنګ یې ناسم رواجونه هم لامل بلل کیږی.

 

نوشته شده در جمعه 24 دی 1395برچسب:,ساعت 16:2 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

صفحه قبل 1 2 3 4 صفحه بعد

کپی برداری بدون ذکر منبع غیر مجاز می باشد
www.sharghi.net & www.kafkon.com & www.naztarin.com